داسي شواهد نشته چې افغان مهاجر دې په ترهګرۍ کې ښکیل وي

402
2 ساعتونه مخکې

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي دي چې هیڅ داسې نخښې نشته چې په پاکستان کې ميشت افغان کډوال دې په پاکستان او يا د دغه هېواد د پولې په اوږدو کې په ترهګریزو فعاليتونو کې ښکيل وي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کیربي، دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي دي چې پاکستان اندېښنه ښوولې وه چې وسله والو په افغانستان کې خوندي پټنځايونه موندلي دي.

کيربي د دوشنبې په ورځ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل: «موږ داسې هیڅ نخښې نه دي ليدلي چې افغان مهاجرو دې په پاکستان او يا د پولې په اوږدو کې په ترهګریزو فعاليتونو کې لاس لرلی وي.»

د پاکستان د پوځ په حواله تېره اونۍ په بلوچستان ایالت کې چې له افغانستان او ایران سره شريکه پوله لري، د پوځ پر يوه مرکز د وسله والو په بريد کې ۹ عسکر ووژل شول. همدا راز درې نور عسکر هم له وسله والو سره د فایرونو د تبادلې پر وخت ووژل شول.

جان کیربي په خپلو خبرو کې وويل: «…موږ همدا شان د پاکستان د ډېر زيات سخاوت له کبله چې د هغو افغانانو په مقابل کې یې لرلی دی چې د يوه خوندي ځای په لټه کې وو، ډېر منندوی يو.» هغه وويل: «او موږ به له پاکستان سره ګډ کار ته دوام ورکړو لکه هغوی ته د ورپيښو مشروع ترهګریزو ګواښونو په مقابل کې مو چې ورسره همکاري کړې ده.»

د پاکستان پوځ تېره اونۍ د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې ته په اشارې سره «په افغانستان کې د خوندي پټنځايونو او ټي ټي پي ډلې ته د فعاليت کولو د آزادۍ د شتون په اړه جدي انديښنې څرګندې» کړې وې.

د پوځ له خوا زياته شوې وه: «دا ډول بريدونه د زغملو نه دي او د پاکستان د امنيتي ځواک له اغیزمن غبرګون سره به مخامخ شي.»

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ دا ډول تورونه رد کړي دي چې ګواګي دوی یادې وسله والې ډلې ته له خپلې خاورې څخه پر پاکستان د بريدونو اجازه ورکوي.

بلوچستان د پاکستان هغه ایالت دی چې په طبیعي زیرمو غني دی او له لسیزو راهېسې د بلوچ یاغيانو له ستونزې سره هم لاس او ګريوان دی.

افراطي وسله وال چې د پاکستان د حکومت ړنګولو او پر ځای یې د اسلامی شريعي قوانينو د نافذولو هدف لري، په بلوچستان کې یې هم پښه ټينګه کړې ده.

د ۲۰۲۲م کال په پاې کې د پاکستان له حکومت سره د اوربند د يوه تړون تر ختميدو وروسته د وسله والو بريدونو هم زور اخیستی دی. په دې بریدونو کې د پېښور په يوه جومات کې بمي بريد هم شامل دی چې د روان میلادي کال په پېل کې تر سلو ډېر انسانان پکې ووژل شول.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.