(عربانو په جاهلیت کې درې بازاره لرل، یو یې عکاظ نومېده، شل ورځې به په کې میله لګېدله، بیا به مجنې بازار ته تلل او له هغه ځایه به د ذی المجاز بازار ته لاړل، دا میلې چې به ختمې شوې، نو بیا به نېغ حرم ته د حج لپاره تلل، په دې بازار کې به هغه مشهور شاعران راټول شوي وو، نابغه به په څرمني کیږدئ کې ناست و او په شعرونو به يې د کره او ناکره قضاوت کاوه، راځئ تاسې يې خپله واورئ)
نابغه ته په عکاظ بازار کې د څرمنې سره کېږدۍ وهل شوې وه. د عربانو شاعران اعشي، حسان بن ثابت او خنساء ورته راغلل. اعشي ورته خپل شعر اوراوه چې یوې عربي مېرمنې په کې له لرې نه سترګې خښې کړې وې. هغه د محلق ښځه وه، اعشي عکاظ ته له ورتګ نه مخکې مکې ته راغی، د محلق ښځې خپل ميړه ته وويل:
– اعشي راغلی او هغه خوله ور او پياوړی شاعر دی. په خپل شعر يې ډېر خلک تر اسمانه رسولي دي او ډېر يې پرې راپرځولي دي. او ته ډېر بيوزله او بې اسرې سړی يې، په خپل قوم کې ياد هم نه يې، د ډېرو لورګانو پلار يې، موږ له یوې اوښې پرته څه نه لرو چې په هغې مو خپل ژوند روان کړی دی. که له ټولو خلکو نه مخکې ورشې مېلمستيا ته يې راوبولې او دغه اوښه ورته حلاله کړې، نوپه دې کې به دې ګټه وي.
محلق ورغی هغه يې راوست اوښه يې ورته حلاله کړه، اعشي چې له خپلو ملګرو سره ډوډۍ وخوړه، بيا يې ورته له شرابو سره وریته کړې ینه راوړه. کله چې پرې شرابو اغېز وکړ د حال او احوال پوښتنه يې ترې وکړه. د لورګانو او بیوزلۍ لفظونو يې په غوږونو کې د نهلیۍ شرنګ وکړ. اعشي وويل:
– د هغوی چاره پر ما.
هاغه دی اعشي اوس په عکاظ کې دی. ايا د محلق لورګانې به يادې کړي او که نه؟
اعشي خپل شعربشپړ کړ او حسان شعر پېل کړ:
موږ تکې سپېنې کاسې لرو
چې په غرمه کې ځلیږي
او له تورو نه مو وينې څاڅې
موږ بني العنقاء او بن محرق وزېږول
موږ ښه ماماګان یو
او ښه بچي مو دی
کله چې يې شعر ولوست، نابغه ورته وويل:
– ته شاعريې.
خنساء ته د حسان په اړه د نابغه ستاينې خوند ورنه کړ، نو ويې ويل:
– دا څه ډول وياړنه ده، کاش چې په جفان (بڼو) او سیوف( ) (تورو)کې دې د ډېرښت جمع کارولې وای؟( په عربي ژبه کې جمع الجموع هم شته دی، په توره کې اسياف د کثرت جمع ده او په جفن کې جفان د کثرت جمع ده) او په دې کې څه وياړ دی چې په غرمه کې غوري ياد شوي – هغه د غرمنۍ وخت دی – داسې ځلیدونکي لکه د سوداګر لوښي؟ هغه خپل ځان د غوریو له پلورنکو سره تشبيه کړی دی؟ ايا د زړورتيا د ښودولو لپاره د وینو څڅېدلو مبالغه پر ځای ده؟ ښه به نه وای که پرې ايښې يې وای چې وينې ترې بهېدلای؟
خنساء د خپل شعر په اورولو پېل وکړ. ټول شاعران ورته غوږ شول او ډېر اغېز يې پرې وکړ. کومه نا اشنا خبره ځکه نه وه چې پلار يې شاعر و. ماما يې شاعر و. سلمی خور يې شاعره وه. ورور يې زهېربن ابي سلمی یو مخکښ شاعر و. کله چې خنساء له خپل شعر نه فارغه شوه، په ناستو کې یو تن د زهېربن ابي سلمی شعر له ځان سره زمزمه کړ، زهېر په عربانو کې په حکیم شاعر پېژندل شوی و:
که څوک په ډېرو کارونوکې سازش ونه کړي
و به ژول شي او د اوښانو د سومو لاندې به شي
او څوک چې له نا اهل سره ښه کوي
ترې ګوښه به شي
او څوک چې له کنځلوڅخه ډډه نه کوي
وبه کنځل شي
او څوک چې له خپل ناموس نه
وسلواله دفاع نه کوي
ړنګ به شي
او څوک چې په چا ظلم کوي
ظلم به پرې وشي
نابلده په دښمن
د دوست ګومان کوي
څوک چې پخپله د ځان قدر نه کوي
نور به يې قدر ونه کړي
او څوک چې په خپل قوم کې
د مقام خاوند وي
او په خپله مقام باندې
په خپل قوم بخل وکړي
خلک به ترې هم لرې شي
او بد به پرې ووايي
که یو څوک یوعيب ولري
او که ګما ن وکړي
چې له خلکو نه به پټ شي
خو نه پټیږي
یو بل تن وويل:
– کعب بن زهېر ښه شعر وايه.
د نابغه په خېمه کې مشاعره ختمه شوه، اعشي په خلکو کې پاڅېده او خپله قصیده يې شروع کړه. د محلق د مېرمنې زړه ودرزیده، ټوله غوږ غوږ شوه، ويې ويل:
خوب مې ونه کړ
او دغه بيخوبي مې
د ناروغۍ او ياهم
د عاشقۍ له امله نه وه
محلق د خلکو ګڼه ګوڼه ولیده، ودرېده او په دې نه پوهېده چې اعشي څوک يادوي. تردې چې يې واورېدل :
د ملحق له کورنۍ نه مېلمستيا
غندنه داسې لرې کړه.
لکه د فرات سيند چې هرڅه پاکوي
ولس اوبه څښلې او د دوی په منځ کې
واړه واړه ماشومان تږي وو
محلق او پرښې د یوې مور شیدې رودلي
او قسم يې کړی
چې هيڅ وخت به سره نه جلاکېږو
سخا يې له مخ نه داسې رابهیږي
لکه هندي توره کې
چې اوبه ښکته پورته ځغلي
محلق حيران ولاړ دی. سترګې يې له اوښکو ډکې دي. غوږونو يې نه باوروله، هغه لا قصیده نه وه بشپړه کړې چې خلک د محلق کور ته د هغه د لورګانو په جرګه ورغلل.
د عکاظ بازار ګرم شو. دلته شعر ويل کېږي او هلته شخړه روانه ده. د نشه يانو خنداو بازار په سر اخيستی وو. د بني نصر بن معاويه یو تن له خپل شادو سره راغی، په بازارکې يې ودروله اوپه لوړ غږ يې وويل:
– د فلاني سره مې په مال باندې رانه دغه څوک اخلي؟
دغه کس د بني کنانه له ټبره و. د نصربن معاويه پور وړی و. مفلس شو او د قرض د خلاصولو توان يې نه لاره. نصر به د کناني او د هغه د شرمولو په موخه چيغې وهلې:
– دا شادو رانه د فلاني په مال باندې څوک اخلي؟
د بني کنانه قبیلې یو تن پرې برابر شو. شادو يې په توره وواهه او ويې واژه. نصر چېغه کړه:
– هوازن قومه ځان راورسوئ!
کناني چېغه کړه:
کنانيانو ځانونه راورسوئ.
دواړه خواوې راورسېدې.نژدې وه چې لويه جګړه پېښه شوې وای. خو چې پوه شول موضوع دومره لويه نه ده، بېرته خواره شول. دغه دریم فجار و او په دې سره د لومړي فجار ورځې پای ته ورسېدې.
د ذي القعده مياشتې شل شپې تېرې شوې. خلکو خپلې غوټې راټولې کړې او ذې مجنه بازار ته روان شول چې هلته خپلې سوداوې وپلوري. د لمر پریوتو نه مخکې د عکاظ بازار په صحرا بدل شو. ټول سوداګر ترې ولاړل، که د خرماو په ونو د لګیدلي نسیم غږ او د سپیو غپا نه وای نو بازار به د هدېرې په څېر چوپ و.
محمد رسول الله او ملګري يې
نهم ټوک یتیم
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.