د رنګونو ارواپوهنه

تمنا غورځنګ مایار

376

 ( Psychology Color )
شاید تر ننه پورې مو د رنګونو ارواپوهنې په اړه ډیر څه نه وي اوریدلي خو د هغې اغیزه مو په خپل احساس او روحیه باندې محسوسه کړې ده . او دا د منلو وړ ده چې رنګونه د انسان د روحي او جسمي روغتیا سره په مستقیه بڼه اړیکه لري . ځینې رنګونه خسته کن او ځینې بیا ښادي بخښونکې دي . همدا ډول د رنګونو اروا پوهنه د مختلفو رنګونو اړیکې او انسانانو کړنې تر اغیزې لاندې تعریفوي . نو پدې اساس هر رنګ د انسان په احساس او حالت د پام وړ اغیزه کولای شي . د رنګونو اروا پوهنه په ځینو پخوانیو فرهنګونو کې لکه ( مصریانو او چینیانو ) کې د درملنې د طریقې په توګه ور څخه ګټه اخیستل کیده . دې کار ته چې ځینې وخت د درملنې نور او یا د رنګ پیژندې نوم هم ورکړل شوی دئ اوس هم ترې د درملنې د طریقې په توګه ورځینې ګټه اخیستل کیږي . له سور رنګ څخه د بدن او ذهن تحریک او د تمرکز زیاتوالي , له زیړ رنګ څخه د اعصابو تحریک , له نارنجي رنګ څخه د انرژۍ د کچې لوړوالي, له اوبرنګ “آبي رنګ” څخه د درد کموالی او ناروغۍ تسکین , او له نیلي رنګ څخه د بدن د پوستکي د نا آرامۍ د تسکین لپاره کار اخیستل کیږي . نو په همدې توګه رنګونه مختلف له ځانه مختلف مفاهیم لري . ځینې یې انسان ته ارامتیا او سکون او ځینې یې د مستۍ او حیرانتیا لامل کیږي , خو ځینې یې بیا انسان ته د غم , خپګان او خواشینۍ احساس ورکوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.