اوبه

نیاز محمد فیضي

546
اوبه د الله ج له سترو نعمتونو څخه دي، د هر ژوندي موجود ژوند په اوبو ولاړ دی، که ووایو اوبه ژوند دی بهتره به وي، ځکه د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو، حشراتو… لپاره خوراکي توکي هم اوبه برابروي، نو ځکه وایو، چې اوبه  د ژوند سرچېنه ده، که چېرې اوبه نه وي ژوند نشته.
زموږ هېواد د ډېرو نورو هېوادو په پرتله ډېرې خوږي او د څښلو اوبه لري، چې دا پر موږ د خدای ج لویه لوروینه ده، نو موږ هم باید شکر ادا کړو او په مصرف کې بې پروايي و نه کړو.
دا چې زموږ زیاتره خوږې اوبه د غرو له چېنو، د ځمکې لاندې او اورښتونو څخه منځته راځي، نو د دغو اوبه په ساتنه کې د خلک او دولت ونډه ډېره اړینه ده، د خلکو مسولیت دا دی چې اوبه بې ځایه مصرف نه کړي، د مصرف لازمې سپارښتنې په پام کې ونیسي او له دولت سره د اوبو په مدیریت کې مرسته وکړي او د دولت مسولیت د اوبو زېرمه کولو لپاره ګټورې پروژې پلې کول، عامه پوهاوی، د ژورو څاه ګانو مخنېوی، د بارني اوبو تم کول، د اوبو د مصرف تګلارې جوړول او عملي کول.
تاسو پوهېږئ، چې اوبه ورځ تر بلې کښته روانې دي، د اوبه هغه زېرمې، چې د ځمکې لاندې دي، وچېږي او بېرته د ډکولو لپاره دومره اورښتونه نه کېږي، چې هغه زېرمې ډکې کړي، تاسې به لېدلي وي، چې په کلیو او ښارونو هغه څاه ګانې چې پخوا کېندل شوې، اوبه یې کمې شوې او یا وچې شوې، علت یې زیات مصرف او کم اورښت دی، نو دولت ته پکار دی، چې اقلیمي بدلون ته پوره پام وکړي او د پالیسیو په جوړولو او پلې کولو خپل مسولیت ادا کړي او خلکو ته هم پکار دی، چې د پالیسیو په تطبیق کې مرسته وکړي او ټول د راتلونکي په اړه فکر وکړي، څو په راتلونکي کې د خوږو اوبو له کمښت سره مخ نه شو.
په درنښت

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.