سالمه تر بیه او انسانیت ته خدمت  

سید عبید الله نادر

279

په دې ورځو اوپه تیره له ډیرو مودو راهیسي ،یوه ویدیو په فیسبوکونو کې ښکته او پورته کیږي ،او ډیری خلک یې ویني او خوشه وي یې ، چې په دې ویدیو کې یو روغتون ښودل کيږي ، چې د روغتون ښځینه نرسانې ، او نارینه نرسان ټول په یو اتفاق د خپلو مریضانو د روحیې د اوچتولو ،او روحی تقویت په خاطر او د تفریح له پاره خپلو مریضانو ته ګډا کوی ، غواړي چې خپل مریضان یې خوشحاله اوسي ،چې ډیر خلک د تحسین او قدردانې په سترګو دي ویدیو  نرسانو او نرسانې ته ګوري ،د عبرت بین له نظره  خو داسي ښکاري چې انسانیت لا مړ نه دی ، انسانیت ژوندی دی.

په واقعیت کې د دوی په دې عمل کې ، د انسانیت یو عظیم درس پروت دی ، چې انسان یې په هیڅ مدرسې کې د هیڅ استاذ څخه نه شي زده کولای ،او نه د هیڅ کتابه داسي پند او نضیحت لوستلای شي ،لکه دا نرسانې او نرسان یې چې په دي ویدیو کې انسانانو ته ورکوي ،او یا دا ترسانې او نرسان او برستاران یې د دي مظاهره کوي ،او له بله خوا په حقیقت کې دا ویدیو د یوې سالمي تربیی آستازیتوب کوی د دي صحنې لیدل په هغه لیدونکو چې د عبرت ټکي په خپلو عبرت بینو سترګو د دنیا له اشاراتو راتولوي مثبت او انتباهی اغیز کوی ،او په عبرت پذیره انسانانو کې دا تحرک پیدا کوی چې انسانیت ته خدمت وکړي،او د خدمت په لاره کې داسي ابتکار پیدا کړي لکه دا نرسان او نرسانې ، تاسي وګورئ چې سالمی تربیی دوی چیرته رسولي ،او څومره پر مخ تللي چې په هر څه کې نوښت او ابتکار کوی.

اوس یې زمونږ د ټولنې سره مقایسه کړئ چې طالبانو د مکتبونو او ښوونځیو دروازې د انجونو پر  مخ تړلي ، نو په دي ټولنه کې چې درس زده کړه او تعلیم نه وي، دوی به څنګه نوښت او ابتکار وکړي ،همدا خو د دوی د علم او زده کړې برکت دی ، چې دوي یې د انسانیت لوړو پوړیو ته رسولي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.