د مهربانۍ ورځ

باري زهیر

315

ماخوستن ناوخته کور ته راتلم. پلار راته ویلي و: تیاره چې ډېرېږي د خلکو مهرباني زیاتېږي؛ ناوخته پورې ګرځه.
مور راته خپه وه، وای زویه تاته مو د ګټې وټې سترګې دي، سږ څوارلس کلن شوې، شونډه دې هم توره شوه.

مالې نو ولې خپه یې مورې، چې غټېږم، لا زیاتې پیسې به درته راوړم.
ـ ناا زویه ستا سر نه خلاصېږي، غټېدو کې دې خیر نشته… .
پلار به مې د میاشتې ورځې شمېرلې، په دېرشمه ورځ به دی او مور مې له کوره وتل، نورې ورځې به په کور ناست وو.
ماښام ناوخته زه، مور او پلار مې د کور دروازې کې سره یو ځای شو، پوه شوم چې نن بیا دېرشمه ورځ وه.
اندامونه مې نه سره ورتلل، ډېر ګرځېدلی وم، په توشکه اوږد وغځېدم، پریشانۍ وړی وم، د مور په غږ مې ټکان وخوړ؛ راجګ شه، ډوډۍ تیاره ده.
ـ خوا ته مې نه کېږي.
ـ مازې څکه وکړه، وږی مه څمله، ناجوړېږې بیا به په کور پروت یې.
ـ نه یې خورم، خوب راځي.
ـ بلا مې در پسې.
پسې کتل مې، تنورخانې ته ننوته؛ ګړۍ وروسته د غوښې بوی راغی.
اړخ مې بدل کړ، مخ مې دیوال ته کړ، سترګې مې درنې شوې.

قهرجن یې را وکتل، ورک شه، لوی هلک یې. کراچۍ مراچۍ درپیدا کړه، ویته خوله دې نیولې ده؛ خیر دی او خیر دی.
ـ یتیم یم ماما، مور مې مریضه ده، واړه خویندې ورونه مې وږي دي.
زه هم یتیم وم، لس کلنۍ کې نانبای سره شاګرد شوم، چې ستا په منګ کېدم، استاد راته بله نانبایي جوړه کړه، زه پکې استاد وم.
ـ خیر دی ماما وږی یم، لس روپۍ راکړه.
ـ ته په خبره نه پوهېږې!
ـ خیر ده اې ماما …
ـ ته صبر د ماما بچیه …
په سترګو مې تیاره راغله، سر راباندې وګرځېد، ځای په ځای کېناستم؛ په ملا کې یې هم څو لغتې راکړې.
ـ د بې غیرته بچیه … ایتاسې همدا کار دی، خلک غلطوئ. پاک مو ولوټل.
یو ځوان هلک، شاته کش کړ، مه کوه وبال لري، ماشوم دی.
ـ دا ماشوم دی ها؟ د ده په منګ کې مې بسته نانبایي سربرا کوله، کور مې چلاوه، استاد ته مې هم پیسې ورګټلې، دا سپین سترګی بیا په خبره هم نه پوهېږي، درپسې ونښلي.

ـ وروره دا ماشوم دی، د ده ګناه نشته، دا یې همداسې عادت کړی دی.
ـ ته هم ډېر هوښیار یې، دا ماشوم دی؟! بیا به ته هم ماشوم یې نو. ځه لار دې وهه، خوشې مې تاته هم ماغزه خرابېږي، ماته عقل مې راښیه.

ځوان مایوسه ورته وکتل، په اوږه یې بیک سم کړ، زه یې لاس نیولی ځان سره روان کړم، څو قدمه مخکې یې راته وویل: ژوبل شوی خو به نه یې؟
ځان مې عاجز او خوابدی ونیو، په ژړغوني غږ مې وویل: نه، صرف ملا مې درد کوي.
جیب ته یې لاس کړ، پنځه سوه روپۍ یې راته ونیوې.
ـ خیر دی، ژاړه مه، دا واخله، کور ته دې لاړ شه، ملا دې غوړه کړه بیا یې وتبه.
پیسې مې ترې واخیستې، روان شو، زه هم بېرته شاته راوګرځېدم.

ځای کې نېغ راکېناستم. مور مې ( بسم الله) کړ، ولې څه درباندې وشو، ملا ته دې څنګه لاس نیولی دی؟
پلار مې موسک و، را کتل یې، وډار شوې ؟
ـ خوب مې لیده.
ـ ته وا ښه دې لیده.
ـ خو ښه مې نه لیده.
مور مې د اوبو ګیلاس راته ونیو‍. په سر مې واړولې.

بالښت مې دېوال ته سم کړ، چورت ویوړم؛ ما خو څه ورته ویلي نه و، ولې یې ووهلم؟
مازې مې ورته وویل: “خیر دی” او دې سره یې څاپېړه او لغتې راکړې. دا بل ځوان بیا ماته وویل ” خیر دی” او روپۍ یې هم راکړې.
پلار مې مخ راواړاوه؛ ویده شه، چورتونو څخه څه نه جوړېږي، سهار وخته ووځه، سبا دیرشم دی. دېرشم د مهربانۍ تاریخ دی، نن ورځ هوټلونو کې تېره کړه، ګوندې تر مازیګره خپل کار وکړې، زیاتي راځه. زه او مور دې بازار ته ځو، دې ته به کالي او څپلۍ واخلم.

سمه ده، ویده به شم. پلاره خیر دی، ماته هم څپلۍ واخله، ګرمي ده، د بوټونو تل مې مات دی، خاورې ترې راننوځي. هوټل کې یو سړي شل ګون راته نیولی و، اشاره یې وکړه، بوټونه مې وباسل، میز ته ورپورته شوم، سړی د هوټل بر سر کې و، په میز ور روان وم د پښو بوی مې خوت، د هوټلي شاګرد لاس نیولی راوشړلم.

ـ ته بوټ څه کوې، نوي جدید بوټونه دې دي، داسې د خان زوی یې، نوي شیان چې واغوندې خدایکه به څوک اتانیز هم درکړي.

بېرته په ځای کې څملاستم. د مامور رحیم خبرې مې ذهن ته راغلې” پلار دې دروغجن دی، تاته یې ډېر غټ دروغ ویلي دي، زه دې بیا بل وخت په خبره سر در خلاصوم.”
د مامور صاحب خبره رښتیا راته ښکاره شوه؛ ګړۍ مخکې یې ویل، سبا د مهربانۍ ورځ ده، خو ماته یې څپلۍ نه اخیستې.
سبا د پلار په وینا هوټلونو ته لاړم، ټوله ورځ مې پکې تېره کړه، رښتیا هم خلک نن ډېر مهربانه و، هر چا په لاس کې یو څه راته نیول، خو زه به د میز سر ته نه ورپورته کېدم؛ پیسې لاس په لاس تر ما رارسېدې.
مازیګر مې د کور لوری ونیو، چابک روان وم. اذان یې وکړ، زموږ د کوڅې جومات ته ننوتم . مامور رحیم د اوداسه ځای کې و، نېغ ورغلم. له لرې راته موسکی و.
جوړ پخیر مو وکړ، مامور صاحب نن خو به هغه خبره راته کوې، وګوره هیڅوک نشته، ملاصاحب هم جومات کې دی.
ـ ښه، چې ستا بېړه ده درته وبه یې کړم، اوس شکر دی لوی هلک یې، سر دې خلاصېږي، نور مې نه لورېږي چې هغه ظالمان دې وزبېښي، خدازده چې دوی به نور لاڅه درباندې کوي.
ښه غوږ شه چې زه څه درته وایم، که دروغ دې ګڼل، ورشه په کلي کې دې چې زړه په چا اوبه څښي، له هغه هم بیا پوښتنه وکړه.
ګوره بې پوښتنې شر مر جوړ نه کړې، اول به ځان ښه ډاډه کوې.

ستا په خبره خو زه باور کوم مامور صاحب، هیڅ پوښتنې ته ضرورت نشته.
ـ ناا پوښتنه به ضرور کوې، په هر چا دې چې زړه ورغی، در ویې پوښته.
سمه ده، همداسې کوم.
ـ ګوره ماسره به غالمغال نه جوړوې، پوښتنه دې چې وکړه او باور دې راغی بیا که ما هغه ظالمانو ته هم وښيې، غم یې نه راځي.

سمه ده مامور صاحب، قول دی، غالمغال نه کوم.

ـ ښاا نو غوږ شه! ته د دغو ظالمانو زوی نه یې، ستا پلار د اخترزیو، فقیر محمد دی. د خور دې ګردو کې شګې وې، پلار دې هست و نیست پرې ولګول، نور یې لاس کې څه پاتې نه ول، د عملیات لپاره یې ته په دغو ظالمانو په درې لکه روپۍ خرڅ کړې، خو دا دومره موده یې په تا له شل لکو هم ډېرې راټولې کړې؛ نور دې خپل مور و پلار ته، ترې ځه؛ مور خوارکۍ دې هر وخت لیدلو ته درپسې راځي، خو ته ظالمانو تر نیمو شپو په بازارونو سم کړی یې.

ورنږدې شوم، مالې مامور صاحب ته خو ډېر ښه سړی یې، لیونی شوې که څه درباندې وشول، دا څه وایې څنګه یې زوی نه یم؟!!
ـ ډکې سترګې یې راته ونیولې، هلکه ماسره دې قول کړی، غالمغال به نه کوې، ورځه له بل چا پوښتنه وکړه.
ترې روان شوم، باور مې نه کېده؛ ګنګس وم، سر مې درد شروع کړ، پښو کې مې دمه نه وه. چاته به ورشم؟ له چا به پوښتنه وکړم؟ کلي کې د هر چا څېره مې ذهن کې راتېره او را سره کړی زیاتی یې رایاد شو. اخر مې زموږ ګاونډۍ بي بي شیرین پام ته راغله. د کور لوری مې ونیوه، د مامور خبره مې ذهن کې تاوېدله؛ ” ته د دغو ظالمانو زوی نه یې” . پښې مې راپسې کشولې .
له شا را غږ شو؛ اختره زویه چېرته روان یې، راځه ستاسې کور کولپ دی، هغوی لا راغلي نه دي.
بي بي شیرین ترور دروازه کې ولاړه وه، ورتاو شوم، کور ته ننوتو.
حجرې ته یې اشاره وکړه، ته درځه زه چا درته راوړم، اوس به شیرخان هم له کورس راشي، کیسې به سره وکړئ.
چای یې راوړ، زړه مې طاقت نه کاوه، د مامور رحیم خبره مې وریاده کړه، سترګو ته یې ټیکری ونیو، ګړۍ وروسته یې پزه پاکه کړه، په سر یې مچو کړم. هو زویه مامور رحیم رښتیا درته ویلي.
زړه مې تنګي کوله، اوږد اسویلی مې ووېست.
د لویې دروازې درب شو، بي بي شیرین ولاړه شوه؛ ته صبر زه یې وګورم، ګمان کوم ستاسې د کور دروازه وه، راغلي به یي.
بېرته چابکه راغله؛ راغلي وو، چای در واخله، بیا به لاړ شې.
پیاله مې راپورته کړه، سړه وه چای مې څو غوړپه کړ، ترې راووتم.
اول ځل چې دا کور مې پردی ګاڼه، دروازه مې وټکوله. له چولې مې ورته پام شو، ښایسته څپلۍ او نوي کالي یې اغوستي وو، خپلو پښو ته مې وکتل، د ښۍ پښې غټه ګوته مې د بوټ پوز کې راوتې وه.​

وۍ! دروازه خو خلاصه ده زویه، خوشې دې زهیره کړم، راننوځه.
زړه نازړه کور ته ننوتم.
مېړه یې په چوتره ولاړ و، دې ور غږ کړ: دا خو ایموږ شاځوان و، ما ویل که چا چیشی راوړل، همدا شپې ورځې دهۍ دي، خلک کاسه ماسه وباسي.

د چوترې په زۍ کېناستم، دواړو ته مې مخ کړ، زه ستاسې زوی نه یم، ماته مو دروغ ویلي و ، زه اوس پوه شوم چې زما مور ولې زما غټېدلو ته خپه وه.

نن رښتیا د مهربانۍ ورځ وه چې ما پکې مامور رحیم ولید.

دواړو، یو بل ته وازې خولې نیولې وې.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.