د انسان خویونه بېرته حیواني دي

خیر الله صادق

386

په دې دښته کې انسان له انسان تښتي
په دې دښته کې د کرکې فصل خور دی
ژوند د بلې ناپېژانده قیصې غږ دی
هر سړی له ځانه لرې چرته ناست دی
زمانې د ظلم بیا په تکراري دي
د انسان خویونه بېرته حیواني دي
زمونږ ژوند څه د بدرنګې نړۍ کور دی
له مودو ژوند دازیت په بې خوندۍ دی
د وجود قیصې تمامې تور لوګي دي
او د هیلو تماشې د غره په زړه دي
هر سړی ولاړ دی ماتې اینې ته
تصویرونه یې په شلو ټوټو بیل دي
په تمثیل د زیندګۍ سیکې چلیږي
نور په دې بازار کې هېڅ د سودا نشته
غر د سیند له ورکې وچ خزان وهلی
دطبیعت د پیغلې ژوند له ښکلا کونډ دی
د طبیعت دپیغلو شنې لوپټی خړې
د باران سندرې نه اووري په شرنګه
د طبیعت پېغله لمده په اوبو نشوه
د هوا وجود په مسته نڅا نشته
د ښایست قیصې تمامې پوپنا دي
چیرته حُسن چیرته مینه زیندۍ شوی
د رنګونو ډیوې مړې د ښار په غېکې
دوه مین چرته د غره په څنډه ورک دی
د شپیلۍ او د ماښام مینتوب تت دی
د شپونکي د رمي شور کاڼو کې چوپ دی
دکیکدۍ له غاړې غږ د کوچۍ مړ دی
ددې ښار په ښایستونو خاورې پاڼ دي
ددې ښار د رنګینیو ډیوي مړې دي
ددې ښار قیصې تمامې خپلې نشته
ددې ښار قیصې تمامې اوس پردۍ دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.