شيخ هبت الله نورو ته شريعت غواړي، خو خپله ترې تېښته کوي

506

شيخ هبت الله نورو ته شريعت غواړي، خو خپله ترې تېښته کوي

د شيخ صيب د شريعت د تطبيق دعوه، شتون او کړنه يې سره سمون نه خوري

نه الله موسی (ع) ته ويلی چې هارون ته ووايه چې له طور نه بيرته ستا تر راتګ پورې له خلکو پټ شي او نه موسی (ع) ترې داسې غوښتنه کړې چې زما تر بيرته راتګ پورې له خلکو پټ او ورته مه راښکاره کېږه، بلکې په قوم کې يې د پاتې کېدو او د سمون سپارښتنه کړې، دی خپل پټون څنګه توجيه کوي؟

نوټ : قرآن د ((ثلاثين ليلةً))، ((بعشر)) او ((اربعين ليلة)) توري په ډېر وضاحت کارولي چې دا ټول جريان د بلنې له وخته د پيروانو تر انتخاب، هلته د تګ او بيرته راتګ او همدارنګه د ځنډ وجه او موخه چې ((د تورات نزول ته هڅونه/تشويق او ذهنًا تيارونه)) او پايله يې ((د تورات ورکړه)) او هم د هارون دنده او سپارښتنه دا ټول تمثيلوي.

همدارنګه بل لوري ته د زکريا (ع) دوعا او قبلونه يې او هغه يې د لا تحقق او د تېروتنې د ځانساتنې لپاره له الله تعالی نه د هغې نښه وغوښته، نو الله تعالی يې ځواب په ((الا تکلم الناس ثلاثة ايام الا رمزا)) او هم يې په عين وخت وخت کې ورته سپارښتنه وکړه چې ((اذکر ربک کثيرا – وسبح بالعشي والابکار)) له هغې بيرته خپله نورمال حالت ته راغی او نورمال خبرې يې کولې.

زما پوښتنه دا ده چې الله تعالی موږ ته دا دواړه ډوله مشخصات ياد کړي دي چې تاسې پرې هم الحمد لله له ما ښه پوهېږئ او خلک پرې هم پوه دي، نو تاسې د دې خپلې کړنې يا په نورو ټکو “predesigned project”  دغه پروسه پټه ساتلې ده چې دا ولې؟ د توجيه/نه توجيه وجه يې څه ده؟ چا ترسيم کړې ده او څوک يې مخته وړي؟ تاسې د دې خپل امر ثاني نامعلوم ځنډ څنګه توجيه کوي؟

د شپو او ورځو يادونه

وواعدنا موسی ثلاثين ليلة واتممناها بعشر فتم ميقات ربه اربعين ليلة وقال موسی لأخيه هارون اخلفني في قومي وأصلح ولاتتبع سبيل المفسدين

د ملاقات ژمنه

دېرش شپې چې په لس نورو شپو سره وغځېده او په پای سره يې موسی عليه السلام ته توراة ورکړل شو. د غځېدو موخه دا وه چې دوی د توراة نزول لا وهڅول شي او دا د دوی لپاره يوه لويه موقع وه.

کله چې زکريا عليه السلام له الله تعالی وپوښتل چې ((يا رب، فان کان هذا الصوت منک فاجعل لي آية))، نو الله تعالی يې ورته مشخصات وښوول چې :

قال رب اجعل لي آية، قال آيتک ألا تکلم الناس ثلاثة ايام الا رمزا واذکر ربک کثيرا وسبح بالعشي والابکار

درې ورځې چې تېرې شوې، نو بيرته نورمال خبرې يې کولې.

شيخ صيب

دا چې دا ستا وړانده او له يوې څلمې نالوستي او بېسواده پيروان له تا نه پوښتي چې الله تعالی موسی عليه السلام ته لس نورې شپې ورزياتې کړې چې څلويښت شوې او قرآن ورته ((اربعين ليلة)) کارولی او همدارنګه زکريا عليه السلام ته درې ورځې ((ثلاثة ايام)) کارولی او تعيين يې

بي بي سي پښتو : له مولانا محمد خان شېراني سره مرکه

https://www.youtube.com/watch?v=CoxlEw0A5iM

لس خبرې

https://www.youtube.com/watch?v=s46jpACD9d0&t=10s

https://www.youtube.com/watch?v=jirfjX3TidY&t=6s

https://www.youtube.com/watch?v=kBsCY2vzIX0&t=5s

https://www.youtube.com/watch?v=Enig_ggpacw&t=4s

https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU&t=40s

https://www.youtube.com/watch?v=xEeBwwA-jRE&t=6s

***       ***       ***

له افغانستانه په بهرنيو بورسونو تلونکې نجونې: “طالبانو له هوايي ډګره راوګرځولو چې محرم نه لرئ”

https://www.bbc.com/pashto/articles/c72jdjd9qgvo

طالبانو د زده کړو لپاره اماراتو ته د يوې ډلې نجونو د سفر مخنيوی وکړ

https://www.pashtovoa.com/a/khalaf-ahmad-al-habtoor-says-afghan-girl-s-students-that-he-had-provided-an-educational-scholarship-not-allowed-by-taliban-to-go-to-dubai-/7237955.html

د نجونو د تحصيلي سفر منع کېدو ته غبرګونونه؛ ‘طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي”

https://www.pashtovoa.com/a/un-and-other-international-organizations-reacted-to-the-taliban-girls-travel-ban/7239229.html

What does Islam say about women travelling alone? | Q&A with Shaykh Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=Mv3cLxfNtuw

پاملرنه :

د ګرانو لوستونکيو – د نارينه و ښځينه وو دواړو لپاره مې د دکتور محمد اکرم ندوي له هغو پښتنو او ځوابونو څخه د پينځمې او نهمې پوښتنې ځوابونه دلته د هغه ((د پښتنو او ځوابونو)) له اوونيز پروګرام څخه راايستلي دي چې ګران لوستونکي پرې پوه شي او خپله پرېکړه پخپله وکړي.

https://www.youtube.com/watch?v=TjFCF2QsMQ8&t=451s

Ask Shaykh YQ Special With Dr. Akram Nadwi

Qazi Yasir Qadhi

A brief introduction “لنډه پېژندنه

I am very honoured to have [in my opinion] one of the most esteems “علماء” and scholars of the Western world somebody who might considered to be a mentor and somebody who might be regularly benefits from Shaykh/Dr. Mohammad Akram Nadwi.

Shaykh/Dr. Mohammad Akram Nadwi is a world’s renown scholars of Indian origin who received in depth training in the traditional Islamic sciences al-Nadwatul Ulama in Lucknow, India. [ www.nadwa.in ] He received a PhD in Arabic literature from Lucknow University. He has conducted research for number of years at the procedures of “Oxford Centre for Islamic Studies (OCIS)” and he has published widely in Urdu “اردو, Persian “فارسي, Arabic “عربي and English “انګليسي. He is not just trilling you hear a quadrilingual and these works of his include translations, a critical edition of Arabic text and original monograph on Islamic law. He has a project that he has compiling for the last number of years [15 years] in which he is compiling a monumental 53 volumes work that avoiding the life of all of the female scholars of hadith called “Al-Muhaddithat” ((The women scholars in Islam)) in Islamic history. He has Also written an Islamic monograph on law and women’s hadith narrators and also a booklet on Abu Hanifah ‘rh’ “أبوحنيفة رحمه الله” and a very large book about his own Shaykh Sayed Abul Hasan Ali Nadwi one of the greatest scholars “علماء” of the last generation. The Shaykh has lectured all across the Muslim world including Saudi Arabia, Egypt, India, Turkey, Malaysia, Palestine, Morocco and many-many other countries. He currently resides in Oxford, England.

لنډيز :

  • د سفر لاره په امن وي.
  • د اوسېدو ځای ((ليله يا hostel)) محفوظ او په امن وي
  • ټولنه کې ښځو ته درناوی وي.
  • هلته نظم او قانون وي.
  • او کورنۍ ((موروپلار، وروڼه)) او څښتن يا په نورو ټکو پلارګنۍ او خُسرګنۍ دواړه لور ته کورنۍ ورسره خوښې وي او ستونزه ورسره نه لري.

Question 5

Tapashee Tabassum Urmi

If a woman does not maintain hijab, will her father/husband/brother/son be regarded as “daiyoos” – “ديوس/دووس” in the sight of Allah? Should they force her to wear hijab so that they do not become “daiyoos”?

Answer

You know “ديوس” doesn’t mean that really. “ديوس” simply means in Arabic language that if a woman has relation [sexual relation] with other man and the husband does not mind that, that is “ديوس”. That you know the husband no “غيرت” nothing. whether somebody has hijab or not. It doesn’t have anything to do with that.

The parents and husband don’t have duty to force people to obey Allah. They don’t have duty like that. Actually, nobody has duty. They only have duty to teach people.

So, if a woman does not wear the hijab her husband has duty to teach her. To explain to her that how important is but not to force her. The same father. He can explain to her daughter, but he has no right to force her. Forcing anybody for the religion is not right.

Sometimes when there is a state that they force certain things not they want to force religion. Their intention is to keep in order in the society. It is another purpose rather the religion never can be forced. Religion is something people do it willingly. So, no father, no husband has any right to force his wife or his daughter to obey Allah. Worship “عبادة” and obedience “اطاعت” are willingly not by force.

Question 9

Sarah Yusuf:

Is it true that women cannot travel abroad alone? I want to study abroad but I am afraid of stalkers I had issue before, but I don’t have opportunities in my country.

Answer

You know the thing I explained that so many times that the woman when they are traveling in the distance of forty-eight (48) miles.

In Hanafi madhab “مذهب” more than that so the normal opinion of the madhab is they should be a companied by the husband or by their mahram “محرم” like father, brother or son, or someone else. Though, there have been evidence of women travelling alone in the time of the prophet “صلی الله عليه وسلم”. So, when we look all the arguments properly what we found it that:

  • If the “travelling is safe” and,
  • “The place where the women are travelling is secure” and,
  • “They respect to the women” and,
  • “There is law and order in the society” then women can travel alone as long as,
  • “Their husband, parents they are happy they don’t have any problem with that.”

But, if the travelling is not safe [you know] the people actually don’t respect the women or some dangers like many-many countries [you know] India, Pakistan even America even before women were travelling alone, they had lots of problems so, in those cases we don’t allow women to travel alone. They should be accompanied by someone but in most European countries, western countries mostly there is respect for the women and there is a law so, women can easily travel [you know] from one place to another place. So, that why you need to think really that the place where you travelling is there respect for the women or it is safe to travel? And your family is happy so you can travel without mahram “محرم” or without any husband.

***      ***      ***

شيخ صيب،

که تاسې او موږ ټول په ګډه د زړه له تله او هوشه ښه سوچ وکړو چې ايا دا موږ ته روا او معقوله وه چې د يوه په زړه کې خيرن بېګانه ګاونډي د يو څو تنو استخباراتي کړيو پورې اړوند ملايانو او د پرديو د استخباراتو په خولې د جهاد په نوم راپورته شو او خپل وطن مو په وېران او د خپل ولس په وينو ومينځلو؟

د دوی علماء او هغه نوموتې مدرسې خو دې دومره نرې شي او د هندوستان پر وړاندې دې په انفرادي او دولتي کچه د جهاد فتوی ورکړي چې د هند ستر درې ديني بنسټونه لکه دارالعلوم ديوبند، مظاهرالعلوم او ندوة العلماء او داسې نور ستر مرکزونه يې په وړاندې څنګه راپورته کيږي او ځواب به يې کړي، نو موږ ولې وکړ؟

نړيوال نامتو علماء او محدثين دا وايی چې هېڅوک حق نه لري چې بې مسؤوليته فتواوې د چا په حق (باره) کې ورکړي. که داسې کوم احساساتي ملا او يا عالم پيدا شي له هغه بايد وپوښتل شي چې ولې دې دا کار وکړ؟ او محاکمې ته يې راکش کړي.

د يو عالم او يا يو ديني بنسټ فتوا هغه هم چې د بېګانه وو د استخباراتو او نظاميانو په ولکه کې وي د هغوی فتوی خو هېڅکله د اعتبار وړ نه ده.

فلهذا يو ملک يا يو هېواد چې د بل بهرني هېواد او ملک پر وړاندې د يو ملا او عالم فتوی کاروي هغه فتوی بايد د هغه ملک په پارلمان کې تصويب او بيا اعلان يا صادره شي. هېڅ يو هېواد يا ملک بهرني ملک باندې د تېري حق نه لري تر څو چې د هغه ملک له پارلمان يې اعتماد او مشروعيت اخېستی نه وي.

له بده مرغه موږ يوه اسلامي او ډېره احساساتي ټولنه يو او په خورا په خواشينۍ سره بايد دا ومنو چې موږ له عواقبو سنجولو پرته د بېګانه وو په استخباراتي لومه کې پرېوتو او په پټو سترګو مو د مذهبي پوښښ لاندې د نورو د هر اړخيزو ګټو او ستراتيژيکو موخو لپاره پايداره جنګ وکړ او حال دا چې د هغه ملک نظامي مشرتابه چې خپله هم د يوې کودتا له ليارې واک ته راغی او د وخت برحال صدراعظم يې اعدام کړ او موږ ته يې داسې يوه پايداره نه ختمېدونکې کړنلاره وټاکله چې د هغې له مخې بايد جنګ او بې ثباتي د تل لپاره حاکمه وي او هغه شعار يې دا دی چې :

“Water must be boiled in the right temperature in Afghanistan.”

په افغانستان کې بايد اوبه د حرارت په يوه مناسبه درجه وخوټيږي. مانا دا چې تل بې ثباتي او جګړه وي او افغانان يو هوسا او ارام ژوند او د يوې ښې ورځې څښتنان نه شي. تل بايد کمزوري او سر پورته نه کړي.

لنډه دا چې دلته د مذهب تر پوښښ لاندې هر ډول نظام راشي هغه که مخکې د مجاهدينو او ((اسلامي نظام)) په نوم وو. که د اوسنۍ واکمنې جنګي ډلې له لورې د ((اسلام امارت)) او که په راتلونکې د داعشيانو تر نامه لاندې د ((اسلامي دولت)) په نوم رامينځته کيږي موخه يې هماغه يوه ده چې پورته ورته اشاره شوې ده.

يو څوک خو دې له خپلې يو ميليوني ښې په اتوم مجهزې اردو سره نر شي چې له خپل يو ديني بنسټ او يا ديني بنسټونو او يا د خپل پارلمان له ليارې د خپل سيمه ييز سيال ګاونډي پر وړاندې د جهاد فتوی ورکړي چې له آخوا نه څنګه ځواب تر لاسه کوي؟ خو دا ناپوه او وړانده موږ وو چې د نورو فتواو ته مو سترګې او غوږونه په انتظار ول چې نن يې دا دی نامناسبې پايلې تجربه کوو.

***      ***      ***

د ارواښاد عبدالولي خان پريس کنفرانس

https://www.youtube.com/watch?v=xu-dW7rKI9Q

Wali Khan last Press Conference of Life

کوم څيز چې زه دلته راوستی يمه هغه دا ده چې دوی ته موږ وايو چې مهرباني وکړئ تباهي خو چې څومره کوئ – کوئ يې هغه ستاسې جنګ دی وبه يې کړئ او سرته به يې ورسوئ، خو مهرباني وکړئ موږ ته دا ووايئ چې د دې جنګ له ختمېدو نه به تاسې له دې افغانستان سره څه کوئ؟

دا بنيادي نقطه ده چې په دې باندې بايد موږ ځان پوی کړو او په دې باندې موږ بايد دا حکومت هم پوی کړو چې تاسو صرف دېته راغلي ياست چې بس افغانستان مو وران کړ او کله په يوه بهانه او کله په بله بهانه، نو جواز به چا – چا ته پيدا کړی وي چې روس راننوتی وو، نو ټيک وه. په هغه وخت کې خو ستاسې د روس سره خلاف بازي وه، خو د روس له وتو نه پس مو بيا دا ملک چا ته پرېښووه؟ او دا هغې نتېجه څه شوه؟

نو هغه شانته به دا زړې مسالې همداسې زړې پرېږدئ او دا ورته وايو چې د دې دپاره زه نن راغلی يمه چې تاسو مهرباني وکړئ اوس له دې قوم سره وعده وکړئ چې څنګه په افغانستان کې امن قايم شي، نو بيا به د افغانستان د ابادۍ پروګرام وي د تباهۍ او بربادۍ پروګرام به يې نه وي.

د يو پښتون په حيثيت زه، بلکې زموږ خو د پارټۍ ناره هم ده چې موږ خو ټول ((لروبر يو افغان وايو.)) خو دا دوی ټيک خبره وکړه دا خو نه ده چې ګوندې يعنې ټول پښتانه طالبان دي يا طالبان دي، نو هغوی ټول پښتانه دي؟

دا خو ډېره غلطه خبره ده جي، هر ځای کې خلک شته. د هر چا خپله طريقه ده د ژوند او زما پخپل خيال د ټولو نه لوی ظلم چې دې بهرنيو قوتونو له پښتنو سره کړی دی هغه دا دی چې پښتون د پېړيو راهيسې خپل ځانته يوه لاره خوښه کړې وه چې اوس هغه ځای ته راغلی دی او هغه دا وه چې ده د خپلې معاشرې تقسيم کړی وو چې زه مسلمان يم او د مسلمان په حيثيت باندې د جومات دا فرايض دي او بيا زه افغان يم، نو زما د ملک په حيث د سنبالولو لپاره بيا  دا هغوی خپل تقسيم کړی وو.

د ملا په حکومت کې څه کار نه وو او د حکومت په اسلام کې څه کار نه وو. ايا ته به دا کار پرېږدې او خلکو ته به لمونځونه ورکوې. ته به د جمعې خطبه کوې. ته به نکاح تړې او ته به جنازه کوې د مړي او دوی ته به اسلام ښيي او بس.

دوی د دې ټولې معاشرې د بدلولو کوښښ کوي. وايی عجيبه – عجيبه خلک يو. د دوی د ټولو د اولنيو ډلو مشر چې وو ګلبدين حکمتيار وو. ما ورته وخندل او ما ورته وويل چې ګلبدين صيب، داسې کار مو کړی دی چې …

نو ويې ويل چې تاسې دېته د روس او امريکې جنګ وايی؟

ما ورته وويل چې هو.

او ويې ويل چې موږ ورته جهاد وايو، او ما ته يې دا شا داسې کړه او ويې ويل چې ما لږ په دې شا وټپوه چې څنګه ما امريکا د خپل غرض لپاره استعمال کړه؟

ما ورته وخندل ، نو ما ته خو چا ويلي چې ګوندې داسې يو – دوه ټکي سبق دې ويلی دی. دا خو دې د ډېرو شوده ګانو خبره وکړه.

ما ورته وويل چې په کومه ورځ روس د آمو په درياب (سيند) پورې وته، نو په سبا به زه له تا نه تپوس وکړم چې ته امريکې استعمال کړې او که تا امريکا استعمال کړه؟

ما ورته وويل چې اوس يې درته ووايم چې دا د روس او امريکې جنګ دی، نو روس خو ديارلس زره د خپلو پوځيانو يووړل او دوه ويشت زره يې زخميان يووړل. امريکه کې څو مړه دي؟

د امريکا په ځای باندې خو تاسې جنګ وکړ. د اسلام په نوم مو د پښتنو بچي قتل کړل. داسلام په نوم باندې تاسې دا افغانستان دا خاوره د خپلو بچو په وينو خړوب کړه. هغوی وو او راغلل او څوک هلته له هغوی سره ملګري وو او د پاسه پرې دا نور راغلل او ويې ويلې کنه او د حقانيه والا استاذانو يې وويل چې طالبان ورته راوباسو، نو چړي/چڼي يې ورته راوويستل.

ټوله بنيادي لوبه دغه ده چې دې ځای کې به خامخا دا بېلتون راوستل غواړي چې پښتانه خپلې معاشرې ته واپس ولاړ شي.

بېشکه د ملا يو مقام دی. د عالم دين يو مقام دی او د هغوی به بيا زموږ له حکومت سره څه کار نه وي. دا ټوله لوبه چې ورانه شوې ده، له همدې نه ورانه شوې ده چې له دلته نه موږ طالبان و چړي/چڼي راوباسو او طالبان خو هسې نوم دی. هر څوک خبر دي چې د طالبانو شا ته څوک ولاړ دي؟

دا خبره خو پټه نه ده. دا خبره دا ده چې دېته سړی ګوري، نو دوی خو لا نوره هم د تباهۍ لاره خوښوي. پاتې شوه نن سبا د زمانې خبره نو. مونږ د فرنګيانو دور وو او موږ د فرنګيانو په خلاف پاڅېدلي وو او تحريک مو چلولو.موږ ويل دا فرنګی دا دی له هندوستانه وځي.

زه د پېښور جېل کې وم. د دې ځای يو سوپرډينټ Superintendent وو. کرنيل سميت Smith وو او فرنګی وو. ما ته يې وويل چې تاسې خو موږ له دې ملکه وباسئ، خو زه ستاسې سوپرډينټ Superintendent يم.

ما ته يې وويل چې يوه راډيو راته راوړه. اجازت يې راته راکړ ويې ويل چې راډيو راوړه، نو چې راډيو مې ورته راوړه، نو يوه هفته پس يې ما ته وويل چې تاسې د جرمني سټېشن اورئ؟ نو ما ورته وويل چې موږ خو چېرته خبر هم نه يو، نو ويې ويل چې دا ما تا ته څه ته درکړی دی؟

ويل يې ما ويل چې که ته د جرمني دا دغه (سټېشن) واورې. هلته کې يو فرنګی دی او وايې چې داسې خبرې کوي – چې که د هغه خبرې واورئ، نو تاسې به ډېر خوشاله شئ په جېلخانه کې.

ويل يې ما هغه ورځ کرسۍ/څوکۍ راواخېسته او خپلې ريډيو ته مې راواچوله او کابو ښځې مې رامنډې کړې او ويې ويل چې لېونی شوی يې څه ؟ مه يې اوره کنه!

په هغه ماښام موږ ټول راغونډ شو او کېناستو او هلته په اټک کې چې څومره قيديان وو او ځانته مو جرمني ولګوله، نو د جرمني نه به هم هغه وخت چارچېل چېرته اعلان کړی وو چې موږ د خپل ملک دفاع کولی شو. موږ دا يو او موږ هغه يو او ډېره بهادري يې کړې وه.

دې سړي به ځانته لارډ هاوهاو Lord Haw-Haw ويل. ده ورته وويل چې زه هم فرنګی يمه. زما په رګونو کې هم د فرنګيانو وينه چليږي. هسې له تاسې نه يو تپوس کوم. ويل يې دا خو هغه زمانه نه ده چې ته به توره راواخلې او په سړي به ورغر لګی. نن سبا خو د ماشين جنګ دی او ويل يې زه چې دېته ګورمه او دی دا ډوپۍ ولي او دا ټوپونه وهي، نو ما ته دی داسې ښکاري چې لکه چې يو سړی د رېلوې لاين په مينځ کې ولاړ وي او کوتک ورسره وي او مټې يې راښکلې وي او دی دغه ته وايې چې داسې کوم اينجڼ راروان دی. نو له ما سره زه په دې باندې خپل زور ووينم او زه به يې وګورم. ويل يې چې ده ته به ځان هوښيار ښکاري، ما ته خو دی ډېر کمعقل سړی ښکاري.

نن سبا زمانه چې ده کوم خوا ته لاړه جي، او بد قسمتی زمونږ دا دی چې څومره زمانه ترقي کوي، نو د دوی څه کور ورانيږي؟

په دې خبره باندې خپل ځان واضح کړئ چې دا د اسلام جنګ نه دی. کنه موږ ته دې څوک ووايي چې بېګناه خلک دې په جنګ کې ناست وي او هغه وژل او هغه هم دغه ته رااچول او د هغه خلکو وژل او دا تخريبکاري دا په اسلام کې جايزه ده مونږ ته دې يې ثابته کړي، مونږه يې بيا ملګري يو.

په اسلام کې تخريبکاري نشته. رسول اکرم (ص) دی، رحمة للعالمين دی او رحمة للمسلمين نه دی چې ګوندې يوازې د مسلمان لپاره د رحمة ځای دی د رحمة للعالمين لپاره دی.

پاتې شوه دغه دويمه خبره لکه څنګه پښتنو د دې خپلې معاشرې پوره تقسيم کړی دی او جومات وحجرې ته يې خپل خپل فرايض منصبي ښوولي دي. داسې دوی په ملک کې په هغه وخت کې چې هېڅ قسم تصور هډو وو نه. له هغې سره سره بيا هغوی د جرګو يو خپل سيستم لري. حتی له امريکې نه، د ځايي ولايت پېژندګلوي کيږي. هلته انتخابات نه کيږي، خو د هغوی خپله طريقه چې ده هغه د جرګې ده.

وړې وړې جرګې وشي، مقامي جرګې وشي او بيا يوه لويه جرګه راغونډه شي او ټول قوم او هغه جرګه بيا کښېني او هغوی فيصله کوي چې کوم قسم نظام د هغوی په کار وي په دې خپل ملک کې او کوم قسم حکومت يې په کار دی په دې خپل ملک کې.

اوس هم موږ هم دا تپوس کوو چې نن سبا زمونږ حکومت چيغې وهي چې ؟؟؟؟

دا به د ټولو خلکو نماينده ګي کوي، هلکه چې لويه جرګه شي، خو خود به د ټولو خلکو نماينده ګي کوم. تا چې دا کوم حکومتونه دلته مونږ ته انتظار دي دا د چا نماينده ګي کوي؟

دوی ته چا ووټ ورکړی؟ له چا نه يې تپوس کړی دی؟ خو د ټوپک په زور راغلي دي او دا مونږ ورته وايو چې د ټوپک په زور هېڅ مسأله نه حل کيږي. خاص کر د پښتنو په خاوره خو بالکل نه حل کيږي.

تاسې په دې خيال لګيا ياست چې زه به دغه ملک فتح کړم او زه به ځانته خپله افغان وليکم. دا سوال دې هر سړی دا له زړه نه وباسي چې هېچېرې هم دا کار نه شي کېدای. د دې مسألې واحد صرف او يو واحد حل يې دا دی چې په افغانستان کې له باندې نه مداخلت/لاسوهنه بند/بنده شي او له باندې نه چې د هر چا مداخله وي بايد بنده شي.

هر څوک چې په افغانستان کې مداخلت کوي مونږ يې مخالف يو. او بايد له بهر نه پښتانه خپل ملک او کتاب يې دی خپلې مخې / خوښې ته پرېږدئ چې هغوی د خپلې ازادۍ، د خپل ملک د دفاع هغوی پوره قابل دي. ښه پوره!

عجيبه دا ده چې تر څو پورې تاسې له قوم نه اعتماد نه وي اخېستی، نو هغه حکومت جواز نه پيدا کيږي دلته. او په افغانستان کې مغربي طريقه د انتخابات ده چې دا د چلېدو شی نه دی. هغه معاشره چې تاسې ورته وګورئ قبايلي معاشره ده. خانه بدوش معاشره ده. بې تعليمه معاشره ده. د هغې خپل حالات چې کوم دي او هغوی به د خپلو حالاتو مطابق به هغوی خپلې فيصلې کوي.

ته اوس له بهر نه ورته داسې يو شی راوړه او ته ورته ووايه چې زه راغلی يم او دا به داسې کوي او دا به داسې کوي. سوال نه پيدا کيږي. دا جرګې خو خلکو وکړې کنه جې.

د ټولو نه اول خو فرنګی تللی وو. هغه هم راغی. بيا پسې روس لاړ هغه هم راغی. او تاسې هم يو څو حکومتونه جوړ کړل هغه هم ناکاميابه شول.

اوس په دې قوم رحم وکړئ. په دې دنيا رحم وکړئ. او دا د تباهۍ کوم پلان مو چې روان کړی دی دا اوس بس کړئ. افغانستان خپلې مخې/خوښې ته پرېږدئ چې هغوی خپلې فيصلې پخپله وکړي.

***      ***      ***

شيخ صيب،

دا څنګه خپلواکي ده چې تا راوړې ده چې پخپل ملک کې خپل ولس ته راښکاره کېدای نه شئ؟

تاسې هلته په کندهار کې خپ وچوپ او دا بل مو دلته په کابل کې چې ارګ ته ورننوتی بيا يې چا سوڼ اورېدلی نه دی. ته چې په دا خپله خاوره کې له بيعت سره سره دومره ډارن يې، نو بيا د شل کلن جنګ پرړې څنګه کوې؟

د بل چا جنګ وو او هغوی لومړی په موږ مجاهدينو او بيا يې را وروسته په تاسې وکړ او لا بيا هم روښانه نه ده چې څه به کيږي؟ هغوی شروع کړی وو او هغوی خپله مؤقتي بس کړ او اوس ستا جهاد هم ختم شو چې دا ولې؟

ښه، که له تا وپوښتل شي چې مريم عليها السلام ته د تازه او نااشنا طعام په ليدو سره له هغې پوښتي چې ((انی لک هذا)) دا ښکلی ونااشنا او تر وتازه طعام تا ته له کومه رآځي؟

هغه مبارکه ورته په زغرده او سملاسي وايی چې ((هو من عند الله)).

همدغه وجه وه چې زکريا عليه السلام احساس کړه چې دا يو عادي حالت نه دی او همدغه وخت وو چې د ده زړه ته د اولاد غوښتنې هيله راغله او همغه ساعت يې دوعا وکړه چې ((رب هب لي من لدنګ ذرية طيبة)).

رب العالمين يې هم سملاسي سوال قبول او پريښته راغله او زيری يې ورته په داسې وخت ورکړ چې الله تعالی په پرستش بوخت وو. دا نه يوازې زيری وو، بلکې الله تعالی يې نوم هم پخپله ونومولو او د نوم سره يې نور مشخصات هم د ده ورته وويل چې ((و سيّدا))، ((وحصورا)) او هم يې د هغه د نبوت زيری ورکړ. دا يوه دوعا وه، خو مستجاب الدعوات دوعا وه چې له هيلو يې هم ورآخوا وه.

شيخ صيب

ته خو ځانته خپله اميرالمؤمنين هم وايی. دا چې چا ټاکلی يې او يا نه او يا له مشروع ليارې راغلی يې او يا نه چې په هغې سره بحث نه کوو، خو ستا د خپلې دعوی له مخې چې خپل امر پر ولس او خلکو باندې فرض، واجب او يا لازم بولې، خو دا خلک هم پر تا حق لري چې له تا وپوښتي چې تا ولې ځان له موږ پټ کړی دی؟

ايا الله تعالی له لورې درته داسې څه الهام شوی او يا نه او که پخپله خوښه او يا د بل د زور او لارښوونې له مخې دې ځان دغسې په ورکو کې وهلی چې دا بايد دې خلکو ته روښانه کړې چې څه وجه ده چې ته پټ يې؟

شيخ صيب

جنرل اور معصوم مُلاّ

https://www.bbc.com/urdu/columns/2010/11/101112_hanif_mullah_general_aw

آئی ایس آئی کے سابق سربراہ اور 1999 میں چند گھنٹوں تک اپنے آپ کو پاک فوج کے سپہ سالار ماننے والے جنرل خواجہ ضیاالدین بٹ نے اپنے ایک حالیہ انٹرویو میں جہاں بہت سی عسکری اور غیر عسکری رازوں سے پردہ اٹھایا وہاں انہوں نے اس وقت افغانستان کے امیر المومنین ملا عمر سے اپنی ملاقاتوں کا احوال بھی بیان کیا ہے۔

فرماتے ہیں کہ ’ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ۔‘

دا د بي بي سي خبر خو د ضياء الدين بټ – هغه جنرال چې د څارګرې ادارې د يوې ورځې مشر او سرپرست ټاکل شوی وو د ملا محمد عمر په اړه يې دا ډول څرګندونې کړي دي چې ستاسې مشرتابه هغه مهال څنګه د استخباراتو په ولکه کې وو، نو ته اوس دا خپل ځان څنګه توجيه کوې؟

که خپلواک يې، نو بيا خو مجال نشته چې له ولس پټ شې او که بل واک او يا د بل په ولکه ((برمته/بونګه)) کې يې، نو بيا سمه ده، خو ځان تر هغې خپلواک مه بوله چې رښتينی معلومات دې له ولس سره شريک کړي نه وي.

شيخ صيب

همدارنګه د يو بل ثبوت په توګه که موږ د مولانا محمد خان شېراني د يوټيوب له هغه شپږ ويډيو کليپونو پينځم ويډيو کليپ ته غوږ شو، نو هلته خو ستا د دې شته پټون کړنه له مخکې نه ترسيم ((ډيزاين)) شوې ده او دا ستا په واک کې نه ده چې ولس ته ځان ښکاره کړې، بلکې د بل په اختيار کې يې.

مولانا محمد خان شېراني خو هلته څلور/پينځه ټکو ته اشاره کوي او يوه يې همدا د پټون ده چې مشرتابه به يې موندی نه شي. که وخت درسره وي او کولی شې، نو ښه ده چې يو ځلې خپله يې هم واورې چې سر دې پرې خلاص شي.

شيخ صيب،

مناظره داغ داغ طالب ذکر الله هاشمی با قاری عيسی داکتر فخرالنساء حسينی

https://www.youtube.com/watch?v=RW_GPnTTR-s

ستا يو ملاتړی او پيروي په يو تاوده بحث کې وايی چې ((موږ مېرمنې په کابل کې د علماو په هغه غونډه کې ځکه راونه غوښتې چې د مېرمنو په ليدو او ګډون سره بيا د غونډې ګډون کوونکي تحريکېدل چې موخه يې جنسي تحريکېدنه وه.)) نو ته ما ته دا ووايه چې ته د اميرالمؤمنين په توګه پخپل ځان او يا دې په پيروانو او يا پر هغو درې زره او پينځّه سوه علماو ډاډ نه لرلو که څنګه؟

قرآن خو دا وايی چې :

((قل للمؤمنين يغضوا من ابصارهم ويحفظوا فروجهم ، ذلک ازکی لهم ….))

او همدارنګه له نارينه وو وروسته مېرمنو ته وايی چې :

((وقل للمؤمنات يغضض من ابصارهن ويحفظوا فروجهن ….)) او ورته سپارښتنه کوي چې ((ولايبدين زينتهن الا ما ظهر))

ګوره ستاسې او د هغوی لپاره او هم د هر مسلمان لپاره دا بس دی چې خپل نظر ټيټ وساتي چې همدا ستاسې د تزکيې لپاره بس دی.

مېرمنو ته دا وايی که تاسې بهر ځئ، نو د تېر په څېر به خپل محاسن يعنې خپله ښکلا او د ښکلا ځايونه مه لوڅوئ چې د خلکو پاملرنه ځانته رااړوئ. دا کار مه کوئ، خو علماء له دې ذهني او قلبي کنترول اخلي چې هر انسان/مسلمان بايد د خپل ځان ذهني او قلبي واک [مديريت او اداره] ولري او له شک پرته چې خپل نظر به ټيټ ساتي. تاسې څو ځايه عدول/زياتی کړی دی.

  • ذهن به په واک وي،
  • نظر به په واک وي،
  • زړه به پاک وي.

زړه او ذهن دواړه به روغ وي او خراب (فاسد) به نه وي.

قرآن خو نه دي ويلي چې تاسې ښځې له کوره بهر مه پرېږدئ. يا يې زده کړې، کار ته مه پرېږدئ او يا يې په مجالسو کې له ځان سره مه پرېږدئ، بلکې دا يې ويلي چې د حجاب له حکم وروسته اوس که تاسې بهر ځئ، نو جلباب مراعات کړئ او نارينه وو ته يې ويلي که تاسې له دې وروسته د چا کور ته راځئ او څه کار مو ورسره وي، نو دروازه ټک ټک کړئ او پرده (حجاب) مراعات کړئ يعنې د کور له دروازې آ خوا څنګ ته ودرېږئ چې ستاسې نظر له بهره دننه کور ونه لګيږي، نو تاسې چې دا درې/څلور زره کسان نارينه ملايان راوغوښتل، نو ملا خو د ټول ولس د مختلفو اقشارو استازولي نه شي کولی، نو بيا خو انصاف نه دی چې په مجالسو کې يې د خپل جنسي تحريک د هڅونې په پلمه يې منعه کوې او بيعت ترې غواړې، ولې؟

https://www.youtube.com/watch?v=r10o6KsouZk&t=182s

Shaykh Akram Nadwi on Women and the Home

په کوم موجب يا دک ودليل تاسې د دې ولس ځان اميرالمؤمنين بولئ چې نه چا رايه درکړی او نه دې څوک رايې اچولو ته راغوښتي او نه دې پوښتلي او ځان دې پرې په داسې بڼه اميرالمؤمنين ورتپلی چې د هغه راغونديو شويو خلکو سپارښتنې دې هم له ولس سره تر اوسه شريکې نه کړې او ښځې خو د دې ولس نيمايي برخه ده. ولې مو پټې کړي دي او ولې يې له دې ملت سره نه شريکوئ؟

شيخ صيب

په رسنيو کې ستا يو ملاتړی چې دا دعوه هم کوي چې ما اقتصاد لوستی او بيا له مذهبي انګله هم غږيږي، نو هغه خو له قاري محمد عيسی سره په يو تود رسنيز بحث کې وويل چې موږ ځکه د کابل په غونډه کې راونه غوښتې چې دا غونډه يوازې د ملايانو لپاره وه او بيا په عين حال کې وايی چې په دې غونډه کې له ملايانو پرته نور خلک هم راغوښتل شوي وو او ښځو ته پکې برخه ورنه کړل شوه چې ((خلک بيا د ښځو په ليدو سره تحريکيږي)) او هغه په همدې خپله خبره تر پايه ولاړ او ټينګار کوي.

شيخ صيب

تا ته خپله پته ده چې کار وړ او مستحق ته ورکول دا يوه اسلامي سپارښتنه ده چې هر کار خپل مستحق او وړ کس ته چې په هر مسلک يې زده کړې کړي وي ورکړل شي، نو تا د يو اميرالمؤمنين په توګه په دې کې څه کړي دي؟ حکومت خو يوازې او يوازې په مفتيانو باندې هم نه کيږي او تا څه روان کړي دي؟

تاسې په کوم دک ودليل دا دوه کاله په واک منګولې خښې کړي دي؟

يوازې د جنګ او طالبي منطق مو رامخته کړی دی. شعارونه مو لا ټول طالبي دي. کړنې مو لا ټولې طالبي دي. روحيه او ادبيات مو لا ټول طالبي و جنګي او د زور غږونې دي، نو تاسې خو لا تر اوسه ذهنًا وعملاً حکومتدارۍ وړ نه ياست، نو دا د ((ان تؤدوا الامانات الی اهلها)) سره څه کوئ؟

سمه ده چې شل کاله جنګ مو وکړ او د يوه پردۍ نيابتي جګړه وه چې تاسې مخته يووړه او د يوې استخباراتي معاملې په پايله کې بيرته واک ته راوستل شوئ چې لويديځه نړۍ پرې خپل نوی سيمه ييز جنګ مديريت، لګښتونه کم او د هغوی دنده ته تاسې ته په خوا کې د يو ګاونډي هېواد د نظاميانو او استخباراتو په خوښه درکړل شوه چې اداره به يې هلته وي او واک به يې دلته په هېواد چليږي. طالب ومجاهد دا خو پروژې دي چې ډېر مخکې لا دوی ته ورکړل شوې وې چې څنګه په سيمه کې د نورو موخې تعقيب او هم په خوا کې ګاونډي ورسره خپلې هر اړخيزې موخې غوټه کړې. طالب ومجاهد خو د حکومتدارۍ لپاره نه، بلکې د جنګي او استخباراتي موخو لپاره رامينځته شوي دي.

که په حجاب ټينګار کوئ، نو هغه خو نارينه وو ته متوجه دی نه ښځو ته او ښځو ته خو جلباب او خمر ((د سر پړونی)) دی، نو تاسې خو هلته هم خطا شوي ياست.

شيخ صيب

تاسې د امن خبره کوئ او حال دا چې په تېر کې خو بې امني وبې ثباتي همدا تاسې جوړه کړې وه. له يو لورې ولس له بهرنيانو او د هغوی له هوايي حملو او ځمکنيو بريدونو او د شپې له چاپو اچولو په تنګ وو او له بل لورې بيا له تاسې هم شپه او ورځ په جوماتونو، بازارونو، روغتونونو، ښوونځيو او عامه ځايونو ان د لوبو په پارکونو کې هم په ارام نه ول. ايا ته خبر يې چې تاسې څومره وژنې تر سره کړي دي؟

د امنيت کار پوهان خو امنيت دېته وايی چې په هغه کې خلکو ته رواني سکون او اقتصاد دي سکون وي نه فزيکي تحميلي د وسلې په زور امنيت. همدا اوس تاسې د امن خبره کوئ، خو خلک له تاسې روحًا ارام نه دي او ناارامي احساسوي. ايا دا د دوی د اولادونو له زده کړو منعه دوی ته يو رواني تشويش نه دی او که دا تا ته رواني تشويش نه ښکاري که څنګه؟ د خلکو اقتصادي وضعيت ته ګوره چې له څومره کړاو سره مخ دي؟ کار روزګار نشته. هر څه دې له يوې مخې تړلي دي او دعوه کوې چې ما تاسې ته امنيت راوستی. په ايمان چې ته دا خپله وسله د يو ساعت لپاره له خپلې اوږې کښته کولی شې؟ نه هېڅکله نه، نو د څه شي امنيت دې راوستی دی؟

شيخ صيب

په دې رسنيو کې ستا يو بل سر زوری ملاتړی د توريالي همت په نوم باندې وړمه ورځ يوه بله د دروغو پوڼۍ ويشته چې اميرالمؤمنين ته دا د نجونو د تحصيل او د هغوی د زده کړو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دوسيه د مېز پر مخ پرته ده او ډېر ژر به تاسې د اګست پر پنځلسم د دې د خلاصون اعلان سبا ته له اميرالمؤمنين څخه پخپله خوله واورئ چې هغه به د نجونو او محصلينو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصون امر ورکړي،خو هېڅ ونه شول.

تودې خبرې – له نړۍ سره پر مثبت تعامل د اسلامي امارت ټينګار

https://www.youtube.com/watch?v=kfE-iFbZ3JI&t=39s

دا شرم نه دی چې يو ملا/عالم په دوه کاله کې يوه لويه شرحه وليکي، نو تاسې خو يو څو څپرکي کړنلاره دې د ښوونې او روزنې او ان تر دې چې د الله تعالی له لورې هغه مشخص شوی لباس جلباب او پړونی تعريف نه کړ، نو تاسې دا شپه او ورځ په څه شي کار کوئ؟

شيخ صيب،

صلاح الدين ايوبي : ملا هبت الله تر هر چا د نجونو د تحصيل ډېر پلوي دی

https://taand.net/?p=228179#comment-30850

دا بايد ځواب شي چې که شيخ هبت الله د نجونو د زده کړو مخالف نه او ډېر پلوي دی، نو خير بيا دا ښوونځي چا بند کړي دي؟ او د چا په امر نجونې له زده کړو او محصلينې له پوهنتونونو او لوړو زده کرو راګرځول شوي دي؟ حال دا چې ټول لوړ پوړي طالب چارواکي دا وايی چې موږ ټول د دې پلوي وو، خو خدای دې د شيخ صيب زړه نرم کړي او ايوبي بيا وايي چې شيخ تر هر چا زيات پلوي دی، نو دا ستونزه چا جوړه کړې او د دې د حل واک له چا سره دی؟

دا خو د شيخ صيب واک تر پوښتنې لاندې راولي او بلکې برمته توب يې جوتوي، نو بيا يې دې د څه شي ازادي لاسته راوړې ده؟

په دې ګرده اسلامي نړۍ کې يوازې تاسې احناف ياست بل څوک نشته؟ زموږ ستونزه له نورو مذاهبو سره څه ده؟ ايا تاسې نه شئ کولی چې د ټولو څلور واړو مذاهبو په رڼا کې يوې پايلې ته ورسېږئ، نو خير بيا تا څه لوستي دي؟

شيخ صيب،

کرنيل امام چې له پيله له تاسې سره وو او له مشر ملا صيب محمد عمر سره يې اته نيم کاله تېر کړي او هغه دا ټول جريان له پيله تر پايه پخپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) ليکلی او د ۵۶ مخ په وروستي پاراګراف پينځمه کرښه يې داسې ويلي چې :

((د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړ شوی وای، خو ….))

دا څه مانا لري؟

شيخ صيب،

څوک بايد ماضي جبيره کړي – کرزی که حکمتيار؟

عصمت قانع :

جناب حکمتيار صاحب!

که دې په ياد وي زه هغه وخت په پېښور کې وم او د اسلام غږ د اخبار لپاره مې له تا څخه مرکه اخېستله، له تا مې وپوښتل، چې آيا د پاکستان دا ډول دريځ د افغانستان د جهاد استقلاليت تر ګواښ لاندې نه نيسي؟

خو تا په ځواب کې راته وويل، چې د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

دا پورته خبره کټ مټ ستا خبره ده، چې بشپړ او انکار نه منونکی سند يې اوس هم له ماسره شته. آيا افغان جهاد دومره يتيم وو، چې د وصي توب واک او اختيار يې د پاکستان پوځ پر غاړه واخلي؟

حکمتيار صاحب په هماغه وخت کې ستا نشراتو ټول هغه افغانان د کفارو په ډله کې وشمېرل چې غوښتل يې د خپلې داعيې نماينده ګي په خپله وکړي.

زموږ د يو جهادي مشرتابه د هغه وخت خبره چې :

((د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.))

څنګه توجيه کوئ؟

ته ما ته په ايمان ووايه چې ايا موږ په رښتيني خپلواک يو؟

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/qanie_esmat_zok_bayed_mazi_jaberakey.pdf

هسې يوه خبره درته کوم چې دا د ازادۍ او خپلواکۍ لاپې شاپې او هسې بې سنجشه هوايي ډزې مه کوئ. ته بايد په دې پوه شې چې نه تا او موږ ته څوک رښتينې ازادي/خپلواکي راکوي او واک له موږ څخه نورو غصب کړی دی او د مذهب او اسلامي نظام او اسلام امارت او اسلامي خلافت په نومونو يې خوشاله کړي يو. ګوره تاسې خو يو عالم دين ياست او د عالم دين له شان سره له واکه پورته خبره ښه نه ښايي.

شيخ صيب

همداسې که دا د امربالمعروف والا دې راواخلو، نو تشويق او هڅونه مو شا ته کړې او تخويف و ترهيب مو راخپل کړی دی دا ولې؟

محمد زمان مزمل : ((ټولې حکومتي چارې يوازې مفتيانو ته مه سپارئ))، نړۍ سره سيالۍ ته وګورئ.

https://www.bbc.com/pashto/66512959

په لنډه توګه ستاسې پټون او ولس ته نه راښکاره کېدنه او نورې ډېرې داسې کړنې دي چې ښکاره له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. هغه څه چې ته وايی او هغه څه ته کوې هغه له هغه اسلامي اصولو او ارزښتونو سره سر نه خوري چې موږ ته له اسلامي ارزښتونو راپاتې دي.

شيخ صيب،

ته خو ګوره عالم يې او ځان علم دين او د پېغمبر صلی الله عليه وسلم وراثت ته منسوبوې. تاسې و خپل ايمان وقضاوت مو چې ته به ډېر پوه او عليم يې او که الله تعالی؟

هغه ذات کبريا د ټولې لويي، عظمت او جلال سره بيا هم خپل استازی او رحمة للعالمين پېغمبر صلی الله عليه وسلم دېته هڅوي او ورته سپارښتنه او حکم کوي چې ((وشاورهم في الأمر)) ايا ستا په شمول دا ستا ټوله ډله ټپله د دارالعلوم حقانيه او ديوبند په شمول او ان په نړيواله کچه داسې بنسټ او مدرک راښوولی شې چې فتوی له مشورې معتبره ده؟

دا ډېره هېښنده ده چې تاسې خپله د اسلامي نظام او د شريعت د تطبيق دعوی کوئ او خپله ترې تېښته ترې کوئ.

تاسې ما ته داسې يو ايات و حديث وښيئ چې په هغې کې د فتوی د اعتبار خبره شوي وي؟

حال دا چې الله تعالی خو له تېرېدنې او بښنې وروسته د مشورې حکم کوي او بيا له هغې پسې د پرېکړې ((فاذا عزمت)) او بيا ورپسې پر الله د توکل خبره کوي.

شيخ صيب،

دا لا بله ناکرده ده چې تاسې د عفوې خبره کوئ ايا تاسې دا درک کولی شئ چې تاسې په دې شلو کلونو په تېره بيا په دې وروستيو کې څومره وژنو ته زور ورته کړ؟

تاسې له چا بښنه غوښتې؟ چا بښلي ياست؟

د عفوې په نوم مو په همدې ورته ايات کې د مشورې له حکم ځان وباسئ چې دا ولې؟

تاسې خو خير نه پوهېږئ بس همدومره پوهېږئ چې جنګ وکړئ. وکه او مه کوه! بل مو څه ياد دي؟

ستا تر شا هغه شل کلن اسلامي هېواد او له تاسې مخکې د ښاغلي حکمتيار تر شا ښه پخپل دروني مرض پوهيږي چې په تېر کې يې درې ځله ازمايلی دی چې :

  • يو ځلې د قطب الدين هلال،
  • بيا د حکمتيار،
  • او درېيم ځلې د هغه د زوی حبيب الرحمان چې د حوزې ټاکنې يې هم ونه ګټلې.

سمه ده چې جنرال اسد دُراني په منښته چې پاکستان ډېرې تېروتنې وکړې او اوس يې هم کوي او دا يې هم وانمود کړه چې پاکستان په افغانستان کې خپلو ستراتيژيکو موخو ته رسېدلی دی، نو تاسې څنګه د خپلې خپلواکۍ او د لله في الله دعوه کوئ؟ ښکاره خبره ده چې مشر لالا د يوې بلې نوې جګړې د لا ښه مديريت او په ډېر کم لګښت دا پروژه د تېر په څېر پاکستان ته ورکړه او شل کلن جمهوريت يې ستا لپاره ړنګ او ته يې له بل ځايه دلته راوستې او راوارد کړې او حکومتي واک يې دروسپاره. ولسمشر غني يې له ارګه ويست او تاسې يې ورته راننه ايستئ.

هغه خو يو نيم استدلال کولی شو، خو تاسې چې يو د کابل په ارګ کې ناست دی او ته يې هلته په کندهار کې ناست ياست چې هغه لا هم سمه کره نه ده چې هلته ثابت ياست او يا نه؟ او يا مو د هغه وخت لپاره له بل ځای راوړي چې د خلکو سترګو ته خاورې وروشيندئ.

شيخ صيب،

تاسې خو ګوره عالم ياست او د شيخ نوم درپورې دی. تاسې دا څنګه توجيه کوئ چې د عفوې خبره کوئ چې اميرالمؤمنين عفوه کړې ده ايا تاسې په همدې ورته ايات چې :

فبما رحمة من الله لنت لهم ولو کنت فظّا غليظ القلب لانفضوا من حولک ((فاعف عنهم)) [۱]، ((واستغفر لهم)) [۲] ((وشاورهم في الأمر)) [۳]  ((فاذا عزمت)) [۴] ((فتوکل علی الله)) [۵] ان الله يحب المتوکلين. [آل عمران : ۱۵۹]

هېچا ته حاجت نشته او خپل منصف شه چې تا په دې پينځو امورو کې يو راټينګ کړی او څلور دې شا ته کړي دي چې دا ولې؟ تاسې خو عالم دين او شيخ ياست او مسؤوليت مو لا هر چا زيات دی چې تاسې داسې قرآني او يا حديثي او ان تر دې چې زموږ د فقهاو په نزد باندې داسې کوم دک ودليل رامخته کولی شې چې په يو ايات کې له څو سپارښتنو او احکامو يو راواخله او نورې شا ته او له پامه وغورځوه او يا يې بې ارزښته وبوله؟ ايا کولی شئ چې داسې يو کره دک ودليل راوړاندې کړې؟

حال دا چې د همدې عفوې په حکم کې تاسې خپله ستونزې لرئ، نو دا څنګه توجيه کېدای شي؟

ښه، که له دې هم درتېر شم ايا دا راته په کره ثبوت او لاسوند زبادولی شې چې د بيعت او د اميرالمؤمنين په نوم دا دواړه کارونې له تاسې د ټولو حقوقي او اصولي ارزښتونو په رڼا کې سر خوري؟

ته خو لږ دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه چې همدې درېواړو مولاناګانو يعنې مولانا فضل الرحمان، مولانا سميع الحق او سراج الحق تاسې او زموږ ټولو جهادي تنظيمونو ته فتواوې ورکولې او حال دا چې هغه خو د دوی نه، بلکې د هغوی تر شا د هغه بېګانه استخباراتو اواز وو چې هغوی پخپله پخپلو سينو کې پټ ساته، خو دوی د هغوی هغه پټ اواز ته انعکاس ورکولو او د يو لوډسپيکر بڼه يې درلوده او بس.

ډېر مخکې به نه ځو، خو کله چې مشر ملا صاحب يې ونومولو او بيا له هغه راوروسته ملا اختر محمد منصور او بيا له هغه راوروسته تاسې يې ځايناستي شوئ. تاسې ته د اميرالمؤمنين کارونه کاروي او حال دا چې تاسې ورسره هملته د هغوی په مدارسو کې ناست وای او د هغوی په کاسه مو ډوډۍ خوړله او هغوی خو خپل ځانونه تاسې اميرالمؤمنين ته نه، بلکې زرداري او له زرداري راوروسته عمرانخان او اوس شهبازشريف او اوس د لنډمهالي حکومت مشرتابه ژمن او مطيع بولي. ستاسې په شتون کې هغوی خپله ژمنه ((بيعت/لوړه)) له خپلو منتخبو حکومتونو او د هغوی چارواکيو ته تابع بولي، نو دا د بيعت کارونه او د اميرالمؤمنين نومونه تاسې څنګه له حقوقي او شرعي اړخه توجيه کوئ؟

دا خو دې بهرنی اړخ شو. همداسې ايران، سعودي، ترکيه او نوره اسلامي نړۍ درواخله چې هېڅوک مو د اميرالمؤمنين نوم نه شي منلی او نه مو زغملی شي، نو بيا تاسې دا ولې کاروئ؟ ايا د دې کارونه له تاسې سره سر خوري؟ نه هېڅکله نه.

را به شو کورني اړخ ته چې تاسې خو په زرګونه تنه علماء راوغوښتل، نو څه شی مو وکړ؟

تنها ډوډۍ خوړلو ته دې راغوښتي وو که څنګه؟

تاسې خو د مشورې او بيعت خبره کوله، نو هغه څه شول؟

زه او دا هېوادوال پوره باور لري چې تاسې ته څه سپارښتنې شوي په تېره بيا د مېرمنو د کار او د نجونو د زده کړې او کار خپل مستحق ته سپارل، نو ته ما ته ووايه چې تاسې کومه يوه عملي کړې ده؟

نور خپلو پښتنې رالنډوم، خو ته ما ته دا ووايه چې تاسې د يو عالم دين او شيخ په توګه تاسې د الله تعالی د مشورې حکم او سپارښتنه ولې ناديده ګڼۍ او ولې مو له پامه غورځولې ده؟

تاسې ولې له مشورې تېښته کوئ او فتوی رامخته کوئ؟

ولې دې ولس ته مراجعه نه کوئ او ولې يې نه پوښتئ؟

ولې له ټاکنو تېښته کوئ؟

ولې له يوې لوی او سرتاسري جرګې وېره لرئ؟

ولې د قطر د دوحې ژمنې نه پلي کوئ؟

ګرانه خپه کېږه مه چې په زغرده او پوست کنده يې درته ووايم او هغه دا چې نه مو څوک امارت مني او نه مو څوک بيعت مني. بيعت خو اوس هډو مدار د اعتبار نه دی او هېڅ شرعي وحقوقي صبغه نه لري. ځکه د اميرانو او مشرانو په کثرت سره چې اوس هر ملک او هر هېواد ځانته مشرتابه او منتخب ولسمشر او‌ يآ صدراعظم ټاکي او هره ټولنه او هر هېواد خپل خپل مشر او معتمد کس ته رايه ورکوي او هغوی خپلو چارواکيو او واکمنانو ته ژمن بولي نه تاسې ته او حال دا چې تاسې له کرام الکاتبين مقربو پريښتو نور هېڅوک نه ويني. ان تر دې چې په خپل هېواد او په خپل کلي او ټاټوبي کې دې څوک نه ويني، نو په پټو سترګو څنګه رايه درکړي او ولې يې درکړي؟

بيعت مو هم له مود واعتباره لوېدلې نسخه ده او حال دا چې يو مستحب حکم کې هم نه راځي، نو ته خپله سوچ وکړه چې تاسې په سمه ياست او يا دا نوره نړۍ؟ همداسې تحصيلي مخينه دې هم درواخله. ايا تاسې ما ته په ګرده اسلامي نړۍ لا څه ان چې ستا په دې شل کلن ملاتړي هېواد کې به څوک ملايانو ته واک ورکړي؟ چې هغوی يې نه ورکوي، نو تا ته يې څنګه درکړي؟

شيخ صيب،

د الرياض په نوم جريدې د يوې پوښتنې په توګه دا خبره ياده کړې ده :

البيعة في الاسلام يعنې ژمنه (بيعت) په اسلام کې

د. فهد الماجد ليکنه

جريدة الرياض | البيعة في الإسلام (alriyadh.com)

تصفح جريدة الرياض (alriyadh.com)

شبهة البيعة باطلة بتعدد الأئمة – جريدة الوطن السعودية (alwatan.com.sa)

البيعة في الإسلام واحدة لولاة الأمر فقط، أما ما تفعله بعض الجماعات كالإخوان والتبليغ وغيرهما من أخذ البيعة لمرشدهم أو رئيسهم فهو من الضلال المبين، ومن البدع المحدثة في الدين، وهذه الجماعات بتنظيماتها وبيعاتها تمزق وحدة المسلمين في البلد الواحد.

په اسلام کې وفاداري (ژمنه) يوازې يو واکمن ته ده. لکه څنګه چې ځينې ډلې لکه اخوان المسلمين ، تبليغي او داسې نور دوی له خپل لارښود يا رهبر (مشرتابه) سره د بيعت ژمنه کوي. دا يو څرګنده بېلاري (ګمراهي) ده او په دين کې يو له نوښتونو ((بدعت)) څخه پېژندل شوې ده. په يوه هېواد کې دا ډلې د دوی له سازمانونو او ژمنو سره د مسلمانانو يووالي ته زيان رسوي.

د ډېرو امامانو (اميرانو) له امله د بيعت (ژمنتيا) حکم د اعتبار وړ نه دی.

شيخ صيب،

ډېرې داسې سپارښتنې شته چې که سړی يې درپسې راحساب کړي، نو فکر نه کوم چې د دغې استخباراتي لوبې په پايله کې چې تاسې ورته هر څومره اسلامي او شرعي صبغه ورکړئ سر نه خوري او خدايګو چې په دغه ارمايښت کې بريالی راووځې، نو ښه دا ده چې سبا ته ….

که سبينه يې درته ووايم د عفوی په پلمه دې په واک منګولې ښخې کړي دي او د واک د تندې سړونې او غځونې لپاره هغه ټولې ژمنې چې له بهرنۍ نړۍ او دوستانو سره کړي له پامه وغورځولې او واک ته په نامشروع توګه دوام ورکوې چې دا خپله ښه خبره نه ده او ستاسې په خير نه پرېوځي. سمه ده چې ځينې نسبي ښه کارونه مو وکړل چې د واک بېلابېلې جزيرې ختمې شوې. کابل کې مو لارې خلاصې او ځينې نورې پروژې د لاس لاندې ونيولې چې هغه هم ستاسې ابتکار نه دی، بلکې هغه منظور شوې او د کار لاندې پروژو ته مو پاملرنه وکړه او کار مو پرې شروع کړ، خو دا د دې پلمه نه شي کېدای چې واک ته په دغه بڼه دوام ورکړئ. دې کار درته همدا اوس بلا ستونزې زېږولي دي او نورې هم درته زيږيږي او يو وخت به راشي چې تاسې به هم د تېر حکومت په څېر بيا يو لور او خپلو زړو غوجلو او نيمه نظامي ملېشه يي غوجلو او قشلو ته ځغلئ. امريکايي عسکر يې چې پخپلو قشلو او اردوګانو او هوټلو کې ځای پر ځای کړل، خو تاسې به هم بيا همغه د تېر په څېر ځای پر ځای او خوندي کړي.

مشوره

په هېڅ شان په هره پلمه او هر نوم تاسې حق نه لرئ چې له خلکو د زده کړې حق واخلئ. دا خوشې پلمې او نګه دروغ دي چې زموږ د امارت هېڅ يو چارواکی د نجونو د زده کړې او د مېرمنو د کار سره مخالفت نه لري. همدا دې يو اخلاقي – ايماني او وجداني کمزورتيا او تېروتنه ده او له دې نور لاس واخله. مه ځان تېر باسه او مه نور. نړۍ، سيمه او ولس پوه دی چې خونده دې نشته.

دا تريخ حقيقت بايد درک او ومنئ چې واک ته راوړل شوئ، خو په مديريت او حکومت جوړونه کې پاتې راغلئ او دا کار ستاسې له توانه پورته دی. دا ځکه چې تاسې يوازې د جنګ لپاره رامينځته شوي واست او جنګ ته روزل شوي واست نه مديريت او حکومت جوړونې او کولو ته.

په درنښت

سيد حسين پاچا

تودې خبرې : د جمهوريت سقوط او د امارت بيا ځل واکمنېدل

https://www.youtube.com/watch?v=-NZ-jmcYO58&t=13s

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.