سوېلي افريقا له اسټراليا د يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ وګټله
د اسټراليا او سوېلي افريقا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ سوېلي افريقا ۳-۲ وګټله.
د يادې لوبلړۍ وروستۍ سيالي چې نن وشوه سوېلي افريقا په کې اسټراليا ته د ۱۲۲ منډو په توپير ماته ورکړه. سوېلي افريقا دې لوبه کې ۳۱۵ منډې جوړې کړې وې.
د سوېلي افريقا لپاره توپوهنه کې اېډن مارکرم ۹۳٫ ډېوېډ مېلر ۶۳ او مارکو يانسن ۴۷ منډې جوړې کړې.
مارکو يانسن ښکلې توپ اچونه هم وکړه چې د اسټراليا پنځه لوبغاړي يې وسوځول او ورسره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
کېشف ماهاراج هم څلور وېکټې ترلاسه کړې.
اسټراليا په توپوهنه کې د مېچل مارش د ۷۱ منډو پر مټ يوازې ۱۹۳ منډې وکړې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.