د افغانستان ښوونیز نظام ته پېښ شوي تازه ګواښونه

526
۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبه

افغانستان کې یوشمېر ښوونیز بنسټونه وايي، د کلیوالي سیمو ښوونیز سیستم په خورا ناوړه وضعیت کې دی. بنسټېزې ستونزې څه دي؟

د افغانستان د ښوونیز نظام پر نیمګړتیاوو تېر جمهوري نظام کې هم خورا سختې نېوکې وې، خو د طالبانو د بیا واکمنېدو سره سم د تعلیم او تربیې بنسټونو د لاډیر زیانمېدو اندېښنې ډېرې شوې دي.

ددغه هېواد د زده کړو فعالان او یوشمېر ښوونیز بنسټونه خبرداری ورکوي چې که پام ونه شي افغانستان به د «بې سوادۍ» او یا «لږ سوادۍ» له نه جبرانېدونکي بحران سره مخ شي.

نړېوالې ارزونې هم ښيي چې افغانستان د نړۍ د لسو هغو هېوادونو په نوملړ کې دی چې د سواد یا لیک او لوست کچه پکې په خورا ټیټ او ناوړه وضعیت کې ده.

په افغانستان کې د «نن ماشوم» یا Today Child  په نوم د یوه ښوونیز بنسټ ارزونې ښيي، چې د لرې پرتو سیمو په ټولو دولتي ښوونځیو کې درسي مواد او کتابونه یا بالکل نشته او یا هم د نشت برابر دي.

د خطر زنګ؛ زده کړو سره لېوالتیا کمه شوې

د Today Child  بنسټ مشر وزیر خان دویچه ویله ته وویل، د مسلکي ښوونکو کمښت بله بنسټیزه ستونزه ده: «اوس ښوننیز چاپیریال هم له منځه تللی، د بیلګې په توګه پخوا به ټول زده کوونکي په یونیفورم کې راتلل. خو اوس د ښوونځي د یو شاګرد او یو عام کس ترمنځ فرق نه کیږي. دا ددې سبب ګرځي چې زمونږ تعلیمي نظام ورځ په ورځ خرابیږي، هغه علاقه او شوق سره چې پخوا به راتلل اوس نشته.»

افغانستان / ماشومانو لپاره ګرځنده ښوونځی
افغانستان / ماشومانو لپاره ګرځنده ښوونځیانځور: Amir Khan Zaland/DW

د ښاغلي وزیر خان په وینا اوس په ښوونځيو کې جبر او زورزیاتي هم له زده کړو سره د ځوانانو او ماشومانو لېوالتیا کمه کړې ده.

افغانستان کې د زده کړو یو بل فعال چې د افغانستان پر شته ښوونیز نظام د سختو نېوکو له امله نه غواړي رپوټ کې یې نوم یاد شي، دویچه ویله ته وویل چې په ښوونیزو مسلکي پوسټونو او دندو د نامسلکي کسانو ګومارنې د افغانستان ښوونیز نظام د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړی. دغه کس وايي چې «اوسني واکمن نظام کې ټول مسلکي او تخصصي پوسټونه له یوې مخې ملا صاحبانو ډک کړي، له همدې امله هم افغانستان کې ډیری کورنۍ نه غواړي ښوونځي ته خپل ماشومان ولیږي.»

«د ښوونځیو ځای مدرسې نیسي»

د زده کړو دغه فعال چې افغانستان کې یوښوونیز بنسټ هم لري وايي، اوس په کلیوالي سیمو او ان ښارونو کې د مدرسې او ښوونځي د زده کونکو ترمنځ ښکاره تبعیض او توپير روان دی. د هغه په خبره «متاسفانه وضعیت د خرابېدو خواته روان دی. حاکمه اداره له ښوونیزو بنسټونو لازم ملاتړ نه کوي. کلیوالي سیمو ته که تاسو ولاړ شی، قابو هر کلي کې نوې مدرسې په جوړېدو دي، خو د همغې سیمې د ښوونځي د ښوونکو شمېر په کمېدو دی. هر ښوونځي کې د ښوونکو له نهو تر لسو بستونه تش دي، خو د ګومارنې درک نشته.»

د زده کړو فعال وايي، ښوونځیو ته آزادنه وسلې او نور ناقانونه توکي وړل کیږي
د زده کړو فعال وايي، ښوونځیو ته آزادنه وسلې او نور ناقانونه توکي وړل کیږيانځور: Amir Khan Zaland/DW

ښوونځيو کې وسله وال او جګړه ییز چلند

د زده کړو دغه فعال دا ادعا هم وکړه چې اوسمهال ښوونځیو ته د وسله والو کسانو تګ راتګ او ان له زده کونکو سره د وسلو او چاقوګانو شتون عادي خبره ګرځېدلې. ده د بیلګی په توګه وویل: «وسله وال کسان ښوونځیو ته ننوځي، هلته مداخلې کوي. همدا څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ په شنیز دره کې په یوه لېسه کې د ښوونځي دننه یو زده کونکي بل زده کونکی د تومانچې په ډزو سره وواژه. دا په دې مانا چې ښوونځیو کې وسله والې نښتې کیږي، هلته وسلې، چاقوګان، بوکس پنجې او نور ناقانونه توکي دننه لېږدول کیږي. خو داسې کومه مسئوله اداره نشته چې ددغو کارونو مخه ونیسي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په جګړه او کړکیچن وضعیت کې د زده کړو ساتنې یا PEIC  په نوم یوه بهرني بنسټ افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شمېرلی چې ښوونه او روزنه پکې په خورا ناوړه وضعیت کې ده.

ددې بنسټ مشرې ملیحه ملک رسنیو ته ویلي: «افغانستان په دوامداره توګه ددغو هېوادونو په نوملړ کې ځای نیسي.»

د آغلې ملک پروینا د افغانستان ښوونیز نظام ته خپله هغه چا زیانونه اړولي چې په دولت کې دي او یا هم له دولت د باندې دي.

د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو راهېسې دې ډلې ترشپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او له تیر شاوخوا یو نیم کال راهېسې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

محمد اسماعیل شاکر- دویچه ویله

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.