نظم

مینا نظري

370

لوړ ماښام دی
خو لا دومره تیاره نه ده
ستوري نه دي راختلي
یا به نه راخېژي دلته
د کابل اسمان وشو
څه مودې چې تپه تور دی
دلته ستوري ځلا نه کا
دلته نجونې خندا نه کا
موده وشوه دلته هره ورځ ماښام دی
دلته لمر هم رڼا نه کا
دلته اوس هغه ګل مخي
نه سندره نه نڅل کا
د کابل تنګې کوڅې چې تا لیدلې
د سکون ها منظرې چې تا لیدلې
اوس یې شور له حد اوښتی
اوس یې هرې خوا تربتې چیغې اورې
اوس په هر کور کې په دار د نجونې هیلې
اوس د هرې ورځې پیل لوی ماتم دی
اوس د هرې ثانیې ټک بې حد غضب دی
څه به کېږي څه به کېږو
نامالوم مو سرنوشت دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.