بېدل او پښتني فکري حوزه

همت عمرزوی

406
:
انساني ټولنه د فکري مراودو او راکړي ورکړي ښه ظرفیتونه او غوره فرصتونه لري، دا زرین چانس ورته مساعد دی چې له نوو اونورو فکرونو سره د خپل فکر په ژبه وږغېږي، مباحثه اومناقشه ور سره وکړي او د یو اګاهانه شعوري هڅي پربنیاد یوله بله فکري تومنه واخلي، د فکر کسبي او محیطي اغیز د بحث وړ مسله ده او فکر د زمان اومکان په کنالونوکې جوړېږي، پخېږي اوحتی نړېږي، دا د انسان فطرت دی چې د فکري ریاضت پربنسټ خپل دا دنیا ودانولای او سینګارولای سي، انساني فکري وړتیا او ذکاوتي پانګي هم په خورا زیات تفاوت او بېل کیفیت شتون لري، چاته څوسرونه عقل اوچاته تش خیالونه نقل ورپه برخه سي،(برخي ازلي دي شېخه څه راسره جنګ کړې!).
هو! دا ذاتي توپیر طبیعي دی او د فکرونو د تنوع او موډلونو شتون حتمي دی، مونږ په دې شننه کې غواړو چې د یولسمي هجري پېړی د یوداسي بالغ نبوغي استعداد په اړه خبره وکړو چې د شعرپه ژبه يې لوړ انساني افکار پاللي او روزلي دي، ابوالمعاني میرزا عبدالقادر بېدل یادوو، هغه بېدل چې شعرته يې د روښانه زړه او یو لوړ عالي انساني فکر مشالونه لګولي دي، انسان ته د خپل اصېل جوهر د ساتلو اوپاللو پېغام ورکوي، زه چې کله د بېدل پرشعري دنیا فکري مزل کوم نو داسي انګېرم چې مونږ پښتون کهول د یو لوی اولوړ فکري نظام د تشي سره مخ یو، پښتون فکري ماحول له دې غوره فکري تغذیه څخه محروم اوناخبره ګڼم، انساني غوره فکرونه توپېري پولي باید ماتي کړي اوهري انساني فکرې مېني ته د خپل معرفت ډېوې اوځلاور و رسوي، میرزابېدل داسي معنوي مشالونه رڼاکړي چې زماني اومکاني ظروفي دیوالونه نه مني شغلې يې د انسانیت پر پراخه دنیا بلخېږي او خورېږي، مونږته دده د ژبي تفاوت له دې مقامي فکرڅخه د محرومیت دېوال دی، اما دا دېوال د سنجیده اواګاهانه شعور په تبر ډېر آسانه ماتېدلای او رانړېدلای سي.
زه د شاعرانو ترخپل منځي ارادت او مفاهمت ورها خوا د عامو خلکو د تقرب او آشنايې پر رامنځته کېدو تاکیداوټېنګار لرم، وي به ځيني شاعران دوستان چې د بېدل د شعرله جهان سره پخه اړیکه او خوږه آشنايې لري، او ددې شعري مدارجو پر لوړ شاعرانه مداربه فکري مجلسونه جوړوي، خو خبره په دې کې ده چې دا خواږه ادبي انعامونه او رنګین معنوي مجلسونه یوازي د ځان لپاره ونه سپموي بلکه خپله ټولنه هم ددې حیاتي بزمونو اوسازونو و شرنګ ته کښېنوي.
د ادبي بزمونو د سمبالېدو او جوړیدو دود غوره دوداو باارزښته چاره ده، اوياده چاره په ټولو انساني ټولنوکې جریان او رواج لري، مثلا” زمونږ دري ژبي وروڼه د(بېدل خوانی) ادبي، فکري او تحلیلي ناستي اومجلسونه لري چې هلته فقط د میرزابېدل ادبي_ هنري دنیا شنل کېږي او بیانېږي، دابه هم یو محدوده حلقه وي چې له دې غنايې دنیا څخه د فکري اوتخیلي ګوهرونو بارتړي، اما دوی په دې بسنه نه کوي بلکه د بېدل پېژندني او دده د شعري دنیا د سپړني معنایزاومفهومي تحقیقي آثار هم خپلو خلکوته وړاندي کوي، د شعر ترجمه ممکن تصنعي او له هنره خالي چاره وي، ولي د شعر د مفهوم، محتوا اوپېغام سپړل آغیزمنه هنري_ ادبي کړنه ده، د بېدل د مغتمو اشعارو د مفهوم او منځپانګي شنل او پښتو کول شوني دي او دا چاره زمونږ د پښتني ادب سره د لا غنامندی او بډایني په برخه کې ښه مرسته کولای سي، مونږ دې ټکي ته متوجه یو چې د خپلي ژبي اوفرهنګ په برخه کې لاهم ډېره (دست نه خورده) ادبي او معنوي هستي لرو چې شنلو، لوستلو اولیکلو ته اړتیا لري، دا د خوشحالی ځای دی چې د پښتو ژبي ادبي دنیا لاهم پراخه او ناسپړلي پاته ده، اما زمونږ محوري خبره په دې ټکي کې ده چې باید لانوره هڅه اوزحمت په ځان ومنو ترڅو د نورو نوو فکرونو له تنوع څخه د پښتون فکري راغ اوباغ د یو شعوري_ فکري  ګلستان په جوړولو تردې نور هم په ښایسته اوسمسورکړو.
د حضرت بېدل د ځينو معنایزوبیتونولنډه سپړنه:
د انسان ځان غوښتنه اوځان خوښونه یو طبیعي او ذاتي غریزه ده چې ډېرکله بې مهاره او بې بندوباره سي او پایله يې د انساني غوښتنو د ټکر او تقابل سبب وګرځي، د بدیواوبدبینيو، بې اتفاقیو اودښمنیو اصلي عامل همدا ځان غوښتنه اوځان خوښونه ده خوبېدل له دې پلیدي پدیدې سره رندانه اوعارفانه مجادله اومبارزه کړې ده.
جان هیچ و جسدهیچ ونفس هیچ وبقاهيچ
ای هستی تو ننګ عدم تابه کجاهیچ
میرزابېدل جهان اوهستی ته له داسي زاویې ګوري چې هلته د انسان سرکښه نفس مهار کړي اوغواړي دا ورته ووايې چې مونږ هسي د نیستی اوعدم لپاره یو عبثه پدیده اوفالتو ننګونه یو اوبس.
بېدل مونږ ته د ځان پېژندني ډېر مهم مطلب بیانوي او په دې مو ننګوي چې د ځان په دننه کې مو هيڅ دروني مزل نه دی ترسره کړی.
ګذشت عمر به پرواز وهم عنقایت
دمی به خود نرسيدی که زیربال تو چیست؟
يا:
سخت دشوارست چون آینه خود رایافتن
عالمی را درسراغ خود دچارم کرده اند
د پاخه فکر دا نابغه شاعر مونږته د خپلو ځانونو د بیا موندلو او نفس ضبطولو څومره کره سپارښتنه کوي.
میرزابېدل د انسانانو د یوالي او اتحاد په هکله عجیبه دلچسپه بېلګه وړاندي کړې، دی وايې: (دندانهاباهم یکجاسنګ میشکنند)، ددې نیم بیتي پېغام څومره واضح او معنادار دی غاښونه یو، یو نه سي کولای چې ډبري ماتي کړي اما کله چې په یو وار او واحد قوت دې چاري ته ملا وتړي نو دې متفق او واحد زورته د ډبرو ملاوي هم ماتېږي، دا بیت مونږته دا فکرراکوي چې په ټولنیزو چاروکې انسان باید لکه د یوې خولي غاښونه په ګډه او یوالي کار وکړي، د انسانانو اتفاق او یو صف هم همداسي مثال لري، ځکه لوی کارونه او لوی آرمانونه د انساني یوالي په مټ ډېر آسانه اوسامانه ترسره کېدلای سي.
د بېدل د نړی لید سره زمونږ فکري آشنايې بې ګټي نه ده اوزه په دې پوه یم چې مونږلا خپل منوراسلاف لکه چې اړینه ده په هغه توګه نه دې پېژندلي اولوستلي، اما زمونږ موخه دلته له دې لیکني او سپارښتني څخه داده چې مونږته بویه چې د انساني عالي فکرونو څخه د خپل ژوندانه د کږلیچونو اوپيچمونو په مسیرکې تعقلي لارښووني واخلو، که د میرزاعبدالقادربېدل معناداره او شغله داره فکري پيغامونه هم د خپل پښتني ادب په متنوع نړی ورګډ کړو ښه به نه وي؟
د بېدل جامع فکرته که سړی ځېرسي نو یوازي له دې دایرې وتل ورته ګران دي، هغه ظریف ټکي چې دده د فکر ذربین کشف کړي مونږته د فکري مشاهدې غوره انځورونه وړاندي کوي، که يې د خیال جادو ته تم سو نو د کایناتو پر لایتنايې ذراتو يې د الوت عروجي پرواز ډېر لوړ او اوچت درګرد دی، د هنرزړه چلنجوي.
که يې تصوفي اوعرفاني اِدراک وګورو نو ددې لاري د خالصانه مزل ډېر لوړ مدارج يې په تصوفي ریاضتونو طی کړي او د سوچه عشق عارفانه مقام ته رسېدلی دی، لنډه داچې دا ادبي اوفکري بحر د رنګارنګ ملغلرو کانونه اوجهانونه لري راځی چې د خپلو متبحرو اسلافو ترڅنګ له دې ادبي جهانه هم یوڅه را وخلو!
بازاست چشم ما به رخ انجمن چوشمع
امادر انتظارفناهم نشسته ایم
ماخذونه:
١: عبدالقادربېدل دهلوی، پروفیسورنبي هادي
٢: بېدل شناسي، سی مقاله درباره بېدل، ګردآورنده محمدسرورپاک فر
٣: بېدل شناسي، مقالات در مورد بېدل به کوشش داکترمحمدعارف پژمان
٤: بوطیقای بېدل، عبدالغفور ارزو.
٥: ګنج بقا، ولی شاه بهره
په پېرزوینه اودرناوي.
٢٨\٦\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.