افغانستان له لوږې سره مخامخو هیوادونو لیست کې دویم ځای نیولی

256
11 ساعتونه مخکې

د خوړو نړیوال پروگرام ویلي دي چې افغانستان له یوه میلیون وږو کسانو سره له «بیړنۍ لوږې» سره مخامخ لسو هیوادونو په لیست کې شامل شوی او په دې طبقه بندۍ کې یې له سوډان وروسته په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په دې وروستیو کې ویلي دي چې افغانستان له یوه میلیون وږو کسانو سره د نړۍ د هغو لسو هیوادونو په نوملړ کې شامل شوی دی چې له بیړني لوږې سره مخامخ دي. په دې طبقه بندۍ کې افغانستان تر سوډان وروسته په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

نوموړي پروګرام په افغانستان کې د بیړنۍ لوږې کړکیچ ته په اشارې سره ویلي دي چې اوس مهال افغانستان د یوه میلون داسې کسانو په درلودلو سره چې له ولږې سره مخ دي، د هغو لسو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی چې له بیړنۍ ولږې سره لاس او ګریوان دي.

په هغې طبقه بندۍ کې چې د خوړو نړیوال سازمان نن د شنبې (د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر ۲۳ نیټه) په ورځ په خپل ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې خپره کړې ده، افغانستان وروسته له سوډان څخه په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

سوډان، افغانستان او د کانګو جمهوریت په ترتیب سره د نړۍ هغه هیوادونه ګڼل شوي دي چې تر ټولو ډیر انسانان په کې له بیړنۍ ولږې سره مخامخ دي.

دغه ارقام په داسې یو وخت کې خپاره شوي دي چې د خوړو له نړیوال پروګرام (WFP) سربیره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان نور بنسټونه هم اړمنو کسانو ته د رسیدګۍ له پاره د بودیجې له شدید کمښت سره مخامخ دي.

څه موده مخکې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د بودیجې د کمښت له کبله (WFP) په افغانستان کې زرګونو کسانو ته د بیړنیو مرستو رسولو بهیر درولی دی.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.