محکمې د برېښنا رئيس ملا احمد ته د خپرې شوې ويډيو قضيه کې برات ورکړ

611

محکمې د برېښنا رئيس ملا احمد ته د خپرې شوې ويډيو قضيه کې برات ورکړ

ستره محکمه وايي، چې د کابل د برېښنا رئيس ته د یوې خپرې شوې ويډيو په قضيه کې برات ورکړل شو.

د سترې محکمې وياند، عبدالرحیم راشد تائيد کړه، چې د برېښنا شرکت رئيس ملا احمد بې ګناه دی او محکمې هغه تهپه دې قضيه کې برات ورکړ.

سترې محکمې ویلي، هغه ويډیو چې ټولنیزو رسنيو کې خپره شوې وه، جعلې او دروغ ثابت شوه.

د کابل نظامي زون یوه مکتوب کې، چې کاپي یې افغان پرې هم تر لاسه کړي ليکلي: «د رئيس الوزرا دفتر څخه د مدعي ملااحمد اومدعي عليهم (سمیع الله، صدیق الله، ولدان عبدالحنید او عبدالودود ولد سعادت محمد ) موضوع د کابل زون نظامي محکمې ته راغلې وه، نوموړې محکمې خپله ټوله څېړنه او معلومات وکړه. په اخر کې معلومه شوه، چې ملا احمد په هغه تهمت کې چې ویډيو يې په ټولنیزو رسنیوکېنشر شوې وه جعلي او دروغ ثابت شول

څه موده وړاندې ټولنیزو رسنیو کې یوه ويډیو خپره شوه، چې پکې دوه سړي يو ځای یوې بړستنې لاندې ننوځي. هغه مهال ځینو رسنیو دخپلو سرچینو له قوله ادعا کړې وه، چې دا کس د کابل د برېښنا رئيس ملا احمد دی.

افغان پرس

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.