وحشي ژوند او وحشي ژوي

سیدمنتظرشاه هاشمي

453

وحشي‌ ژوند:

وحشي ژوند، هغه ژوند ته ویل کیږي چې ژوندي موجودات (نباتات او حېوانات) په طبیعي ډول خپل ژوند ته دوام ورکوي او انساني لاسوهنه په کې نه وې شوي. یا ټول هغه نباتات او ژوندي موجودات چې اهلي او اصلاح شوي نه وي یانې د انسان لاس ورته نه وي رسیدلی، د وحشي ژوند په نامه یادېږي. په بله مانا ټول ژوندي موجودات لکه نباتات او ژوي (غولانځه لرونکي، پر ځمکه ښوېدونکي او په وچه او لمده کې اوسېدونکي ژوي) چې پرته د انسان له مرستې او لارښوونې په طبیعي توګه په زمکه او اوبو کې ژوند کوي او د خپل ژوند اوبه، خواړه او نورې چارې په خپله تامینه وي د وحشي ژوند په نامه یادېږي. یا هغه ژوي او نباتات چې په ځنګلونو، څړځایونو، دښتو، فصلونو او نا کرل شوېو سیمو کې په طبیعي چاپېریال او اقلیم کې د انساني پالنې پرته ژوند پر مخ وړي وحشي ژوند ګڼل کیږي.

 انځور د سلام وطندار راډېو له ساېټه

د وحشي ژوند تداوم:

لکه څنګه چې مخکې اشاره وشوه وحشي ژوي او نباتات هغه ژوندي موجودات دي چې پرته د انساني لاسوهنې د خپل ژوند چارې برابروي او د انساني مخېر (پروګرام) په مرسته ژوند کولو ته ډېره اړتیا نلري. د ژوندېو موجوداتو پېداېښت په طبیعي توګه داسې تنظیم شوی دی چې ېو د بل سره د پاېښت لپاره نېغه او سیده اړیکه لري. د ېو ژوندي موجود په ورکاوي سره د بل ژوي، ژوند ته زیان رسیږي، ځکه ېو بل سره اړیکه لري او ېو بل ته خورا په زړه پورې خواړه برابروي.

پوهانو ژوندي موجودات په دوو سترو برخو ویشلي دي، چې ېو ته یې نباتي او بل ته یې حیواني ژوندي موجودات وايي. نباتي ژوندي موجودات چې د ژوند د پاېښت او تداوم بنسټ ګڼل کیږي د واښه خوړونکو ژوو لپاره خواړه چمتو کوي او له نباتي محصولاتو ګټه یې اخلي لکه د نباتاتو پاڼې، څانګې، نیلې، ګلونه، مېوې او دانې د خپل ژوند د اړتیاو د بشپړولو لپاره کاروي، چې د ژوند او راتلوونکي نسل د تداوم لامل یې ګرځي. پټه دې پاتې نه وي؛ چې نباتات د انسان او حېوان د ژوند لپاره مناسب شراېط برابروي او که لږه یې نوره روښانه کړو نو د ټولو ژوندېو موجوداتو د ژوند د تامین او خوندیتوب بېخبنا یې بللی شو.

همداسې که موږ ژوي په پام کې ونیسو، دوي هم د خوړو د ډول او ګټه اخېستنې له کبله پر دوو برخو ویشل شوي دي، چې لومړۍ ډله یې واښه خوړونکي او دوهمه ډله یې غوښې خوړونکي ژوي یا ښکاریان دي. د بېلګې په توګه هغه ژوي چې له نباتاتو ګټه اخلي دوي د غوښې خوړونکو ژوېو لپاره خواړه او د ژوند د تداوم توښه بلل کیږي او غوښې خوړونکي ژوي یې د خوړو په توګه کاروي چې همدا چلن د وحشي ژوند نظام په ېو منظم میزان سره دوران ته ننباسي او مدیریت یې کوي.

په هغو سیمو لکه ځنګلونه، پراخه ورشوګانې، غرونه او څړځایونه چې هلته وحشي ژوي اوسېږي، که چېرې په دې سیمه کې د ژوند ېوه کړۍ ماته شي یا له منځه ولاړه شي، د بلې لپاره د ژوند کولو چاره ګرانېږي. د بېلګې په توګه که نباتات له منځه ولاړ شي نو واښه او خواړه به د ورکاوي سره مخ شي چې په پاېله کې به واښه خوړونکي ژوي لکه سوۍ، هوسۍ، غرني پسونه، وحشي مېښې، خوګان او په ټوله کې اهلي او وحشي واښه خوړونکي څاروي له منځه لاړ شي،  نو بیا ګیدړان، لېوان، پړانګان، زمري، ښکاري الوتونکي او نور وحشي ژوی مجبورېږي چې د اوسېدو سیمه پرېږدي او بیا بلې خواته مهاجر شي، دوي که په اسانۍ سره خپل خواړه و نه مومي نو بیا کلېو، باڼدو او ښارونو ته راووځي چې دا نو د ژوند لپاره بیا ګواښونکي شراېط بللی کیږي.

وحشي ژوند د اېکوسیستم (Ecosystem) ېوه برخه ده چې د نوموړي سیستم په پراخېدو او پاېښت کې بشپړه ونډه لري او د انسان د ژوند د پاېښت او تداوم لپاره د اوبو، خوړو، ښکلا پېژندنې او تفریحي فعالیتونو په برخه کې خورا ارزښتمن او غوره رول لوبوي. که چېرې د ژوند دوران، د ژوند زنځیر او د اېکوسیستم هرم په پام کې ونیسو په واقېعت کې همدا وحشي ژوند دی چې د اېکوسیستم د تداوم، د توکو د دوران او انرژۍ د تولید لامل ګرځي د همدې ټولنو د تنظیم له برکته نباتي ګرده شیندنه، د توخمونو کرل، د ناروغېو زېږوونکو موجوداتو کنټرول، د وحشي او اهلي ژوو د مړو جسدونو خوړل چې په پاېله کې د ژوند د چاپېریال د پاکوالي لامل ګرځي او د ژوند د چاپېریال په پاکه ساتنه کې ستره ونډه لري. همدا شان د خاورې سپړل، په خاوره کې د هوا زیاتوالی، په خاوره کې د اوبو د ننوتلو د زیاتولو وړتیا، په خاوره کې د عضوي توکو ښه والی، د کاني توکو د راټولېدلو تنظم او نور چې د وحشي ژوو په مرسته سر ته رسیږي، په زړه پورې چلن دی.

د وحشي ژوند، د تداوم زنځير:

کله چې نبات د اوب هوا، تودوخې، د لمر وړانګو او لمده بل په مرسته د زمکې پر مخ را زرغون شي، پاڼه، څانګه، تنه، نیله، ګل، مېوه او دانه یې د ژوو لپاره خواړه برابروي، چې دې پړاو ته زما په نظر د ژوند لومړۍ بېخبنا وايي چې د ژوند تداوم له همدې ځایه پېلېږي. هغه ژوندي ژوي چې له نباټي محصولاتو په سیده توګه ګټه اخلي د واښه خوړونکو ژوو په نامه یادېږي لکه؛ حشرات (ملخان، پتنګان، مچۍ، سپږۍ او نور چې شمېر یې زرګونو ته رسیږي)، الوتونکي (چنچڼې، ښاروګانې، توتیان، شامتولې، سيسۍ، زرکې، چرګان، فیل مرغان، تاوس بلبلې او سلګونه نور) چې هم دانې، واښه او هم غوښې خوري، غولانځه لرونکي (موږکان، نوليان، مږي، هوسۍ، سوۍ، مېږې، اوزې، غواوې، اسونه او په سلګونو نور)، خزنده (ماران، سیمسارې، کربوړي او په سلګونو نور) چې واښه خوړونکي ژوي ګڼل کیږي دوي د وحشي ژوند لومړی پړاو بشپړوي او دوهم پړاو بیا له دوي پېلېږي.

دوهم پړاو واښه خوړونکي ژوي دي، دوي د هغو ژوو لپاره خواړه برابروي چې هغوي غوښې خوړونکي وي. غوښې خوړونکي ژوي، هغو ژوو ته وېل کیږي چې د ژوند د تداوم لپاره خپل خواړه د وښو خوړونکو ژوو له غوښو برابرو ي. دلته د څو بېلګو یادونه کوو لکه؛ ګیدړان، سورلنډیان، لېوان، ښاماران، ښکاري الوتونکي لکه کجیر، ټپوس، بار ۍ او نور دوي سره له دې چې ښکاریان دي خو د اهلي او وحشي مړو ژوو جسدونه هم خوري او د ژوند چاپېریال له ناروغېو او آفتونو پاکه وي. بله ډله هغه غوښې خوړونکي ژوي دي چې دوي ډېری ژوندي واښه خوړونکي ژوي ښکار کوي او د مړو جسدونو ډېره ګټه نه اخلي، لکه؛ پړانګ، زمری، باز، شاهین او نور دوي ډېری ژوندي واښه خوړونکي ژوي ښکار کوي چې په دې ترتیب سره وحشي ژوند ته د انرژۍ درېم پړاو پېلېږي.

د ژوند په دې هرم کې بله پېښه هم شته چې هغې ته کوچني موجودات (بکټریا، چڼیاسکې، واېرسونه) چې په سترګو نه لیدل کیږي وايي. چې کوچني موجودات بیا له لومړي پړاوه د ژوند تر پایه د ټولو موجوداتو له خوړو نیولې بیا تر بدنه په ژوند کې شریک دي. کوشني موجودات چې په سترګو نه لیدل کېږي او ېوازې د ماېکروسکوپونو په مرسته یې لیدلی شو د مړو ژوو د جسدونو په تجزیه کې ستره ونډه لري، مړه جسدونه تجزیه کوي او بیا په خاوره بدلېږي. د کوچنېو زره لیدو موجوداتو په شتون سره د خاورې عضوي توکي زیاتېږي، د عضوي توکو په شتو سره خاوره هوا لرونکې کېږي، د اوبو د ساتنې وړتیا یې لوړېږي او خاوره ښېرازه کېږي او د نباتاتو د ښې ودې او ښه حاصل لامل ګرځي. د دې دوران په چلن کې نه ېوازې د وحشي ژوند بلکه د ټولو ژوندېو مجودواتو د ژوند دوران بشپړېږي او د تداوم زنځیر منځته راځي.

اوس د وحشي ژوند د توازن او تعادل خبره په کار ده، که چېرې ښکاري ژوي له منځه ولاړ شي، نور هغه ژوي چې د دوي خوراک ګڼل کېږي، ډېر به شي چې د دې حېواني ټولنو زیاتوالی به د طبیعت د توازن د خرابوالی لامل شي او ډېری زیانونه به واړوي. د بېلګې په توګه به وواېو چې که چېرې پړانګ له منځه ولاړ شي نو د سرکوزو او خوګانو شمېر به لوړ شي، چې د دې حیواني ټولنې زیاتوالی به په ېو آفت بدل شي او پر ځمکو، بڼونو او نور کرنیزو محصولاتو به ېرغل راوړي، چې ورته ېرغلونه به تر دې کچې لوړ وي چې کروندګر به د خپلو سیمو پرېښودو ته مجبور شي او له سیمې به بېځایه شي، نور سیمو ته به وکوچېږي او یا به له کلېو او باڼدو ښارونو ته راشي چې ورته بېځایه کېدل به نوموړو بېځایه شوو خلکو او نورو میزبان ځای اوسېدوونکو ته ستر زیانونه واړوي.

که چېرې نباتي وحشي ژوند زیانمن شي، ځنګلونه، څړځایونه او پراخې ورشوګانې د انساني لاسوهنې او یا نورو طبیعي افتونو له کبله له منځه ولاړ شي، په پاېله کې به د وښو خوړونکو وحشي ژوو شمېر کم شي او یا به له منځه ولاړ شي. په دې ترڅ کې به وحشي داړونکي ژوي د خوړو د موندلو لپاره د خپلو سیمو پرېښود ته مجبور شي او کلېو، بانډو او ښارونو باندې به یرغل و کړي، چې ورته پېښې به بشري ټولنې ته ناوړه ستونزې پېښې کړي. اوس دې پاېلې ته رسېږو چې ټول ژوي د ژوند په زنځير کې ېو د بل سره تړاو لري او اېکوسیسټم (Ecosystem) ته ګټور دي.که چېرې د دې طبیعي زنځیر ېوه کړۍ ماته او له منځه ولاړه شي، هغه وړتیا چې پخوا یې د ژوند د تداوم لپاره درلوده، له لاسه ورکوي.

کله چې د وحشي ژوند ېوه کړۍ له منځه ځي په پای کې به د دوي نسل هم له ورکاوي سره مخ کېږي، یا په بله مانا، کېدایشي د پاتې ژوندي موجود نسل شمېر دومره ډېر شي چې بیا خواړه ورته و نه رسېږي او د خوړو د کمښت له کبله به یې ټول نسل ومري. د بېلګې په توګه ملخ، موږک، چنچڼه او نور افتونه که چېرې په پام کې ونیول شي. دوي د سل ګونو نورو ژوېو خواړه دي. که  د دې ژوو له ډلې د ېوه نسل له منځه ولاړ شي، د آفتونو شمېر ډېرېږي او نوموړي آفتونه د خوړو لپاره ښارونو او کلېو ته مخه کوي. کله کله داسې پېښېږي چې له ځانه سره تباه کوونکې ناروغۍ هم منځته راوړي. نو وېلای شو چې ژوندي موجودات له ېو بل پرته ژوند نه شي کولای او په ېو میزان کې سره ژوند کوي.

د وحشي ژوند اهمیت او ارزښت:

داسې هېوادونه شته چې هغوي نفتي توکي او داسې زېرمې نلري چې دوي پرې په اقتصادي توګه د راتلوونکو مخېرونو (برنامو) د پلي کېدو لپاره ډډه ولګوي، خو طبیعي رنګینۍ یې پراخې دي، لکه په زړه پورې ښکلایېزې منظرې، پراخې ورشوګانې، سمسور غرونه، هېښنده الوتونکي، ښکلي وحشي ژوي او نورې ډېری زېرمې چې د سیالانیانو پام ځانته راګرځوي او ډېری عواېد یې د وحشي ژوو او پراخو نباتي زېرمو له ژوند او ساتنې لاسته راځي لکه؛ کینیا او تانزانیا چې ډېر عواید د وحشي ژوو له درکه لاسته راوړي. د بېلګې په توګه په کېنیا کې ېوې ښځینه زمرۍ د خپل اوه کاله عمر په ترڅ کې ۵۱۲ زره ډالر عاېد لاسته راوړی دی. ولې که چېرې نوموړې زمرۍ د څرمنې له کبله وژل شوې وای نو ېوازې ۱۰ زره ډالر به ېو ښکاري تر لاسه کړي وو. پورتنې پرتله د طبیعي سیالانیانو (اېکو تورېست) ارزښت په ډېره روښانه توګه بیانوي. د میلیونونو دالرو د ارزونې جوتېږي چې سریلانکا، تانزانیا، جنوبي افریقا، امریکا او ېو لړ نور هېوادونه د وحشي ژوو له سیال او تورېزم ډېره ګټه تر لاسه کوي.

الف – د وحشي ژوند اقتصادي ارزښت:

د اقتصادي ارزښت پر بنست وحشي ژوند (نباتات او وحشي ژوي) سوداګریز ارزښت لري چې په قانوني توګه د وحشي ژوو پېر او پلور ېوه مهارتي بوختیا ده. په بله مانا، که چېرې په اجازې سره ښکار شي  غوښه، څرمن او نور محصولات یې د ټولنې لپاره د کار، ګټې او عاېد برابرولو ېوه ښه لاره ده.

د وحشي ژوو لکه؛ هوسۍ، مارکوپولو پسونه، ګوزې، وحشي مېښې، وحشي غویان، سوۍ، الوتونکي او نورو غوښې، پوستکي او ښکرونه په بازارونو کې د پېرو پلور ډېر ارزښت لري. ډېری وګړي د نوموړو ژوو غوښې د خورا ښه خوند او خوړویز ارزښت له مخې خوښوي او په ښه قیمت سره یې رانیسي. همداراز د هغو وحشي وژل شوو ژوو لکه ګیدړ، سورلنډی، شرمښ، پړانګ، زمري او نورو پوستکي د نړۍ په بازارونو کې په زړه پورې ارزښت لري چې ډېری یې د کورتېو، کوټونو، واسکټونو او نورو لباسي توکو په توګه کارول کیږي، که چېرې د مړو ژوو، مړینه په فني توګه مدیریت شي، له دې لارې هم په زړه پورې اسعار هېواد ته راځي چې د هېواد د ودې او پرمختګ لامل ګرځي.

غوره او په زړه پورې کړنه داده؛ کله چې د وحشي ژوو، ژوو بڼونه تاسیس او یا د هغوي د اوسېدانې سیمه د تورېزم او ګرځندویان د تلو راتلو لپاره چمتو شي، سیالانیان او ګرخندویان د وحشي ژوو د لیدو، سیال او څېړنو لپاره ځي او راځي، په سیمه کې د ځایي اوسیدونکو او نورو  لپاره کاري بوختیاوې منځته راخي، لوی لارې، هوټلونوه او رستورانټونه جوړېږي.

وحشي ژوي د ېو هېواد لپاره د سیالانیانو د را جذبولو په برخه کې په زړه پورې زېرمه ده چې له دې لارې هېواد ته ډېری بهرني اسعار راځي، چې د هېواد په وده او پرمختګ کې فعاله ونډه اخلي. له بله پلوه په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د سیالانیانو لپاره مناسب تفریحې شراېط برابروي او پاېله کې ټولنې ته د عواېدو ښه زېږنده ده.

ب – وحشي ژوند خواړه خوندي کوي:

اوبه، هوا او لوږه، لومړنۍ اړتیاوې دي چې د انسان د هستېدو سره سم، بشر ورسره لاس او ګرېوان دی. خواړه چې د بشري ټولنې لومړنۍ اړتیا ده، د خوړو د موندلو او تر لاسه کولو لپاره انسانانو د لومړي ځل لپاره نباتي او حیواني رنګینۍ (Biodiversity) کارولي دي او تراوسه دوام لري.

د ژوند رنګینۍ (Biodiversity)، د بشر د ژوند بنسټ جوړوي او تل یې د انساني اړتیاوو په بشپړولو کې مهم رول لوبولی دی. له ننه نږدې دولس زره کاله وړاندې، یعني کله چې انسانانو کرنه پیل کړه، له اوه زره ډیر د نباتاتو او څو زره د څارویو ډولونه د انسانانو له خوا د خوړو د اړتیاوو بشپړولو لپاره تثبیت او تر پاملرنې لاندې نیول شوي دي. له بلې خوا، په صنعتي کچه د کرنې او مالدارۍ  په سکټور کې د انسان ښکیلتیا او د لږ شمیر نباتاتو او حیواناتو څخه په مکرره توګه ګټه او کار اخیستل، د 90٪ غذايي اړتیاوو د تولید او پوره کولو لپاره د حیواناتو او نباتاتو د جنیټیکي زیرمو د تنوع د کمښت لامل شوی. له همدې امله، د حیواناتو او نباتاتو ډیری ډولونو نشتوالی، کړای شي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د بشر د خوړو خوندیتوب ګډوډ کړي.

د بېلګې په توګه لومړني انسان د نباتي زېرمو تر کارونې روسته د ژوو ښکار ته ملا وتړله، او دا چاره بیا هغه وخت ډېره چټګ شوه چې انسانانو د لومړي ځل لپاره اور بل کړ او اور یې د خوراکي توکو د پخولو لپاره وکاراوه. د اور بلول چې اومه خواړه یې پر پخو بدل کړل، د پخېدو په ترڅ کې یې د غوښو خوند لا په زړه پورې کړ. چې دې نوښت له هغې زمانې بیا تر ننه د ژوو درنه وژنه منځته راوړه او بشري ټولنې د وحشي ژوو ښکار د ېو روا دود په نامه ومانه او د ژوو په تېره بیا د وحشي ژوو وژنه او ښکار په بشري ټولنه کې مباح و ګڼل شو.

له هماغې ورځې بیا تر ننه، د وحشي ژوو غوښو د بشر سره د خوړو په خوندیتوب کې مرسته کړې ده او انسان یې له لوږې ژغورلی دی خو د دې وحشي ژوو ژوند بیا د ورکاوي سره مخ شوی دی. هغه ژوي چې په دې ترڅ کې یې ډېرې بلهارۍ ورکړي دي لکه هوسۍ، غرنۍ اوزې، غرني پسونه، وحشي مېښې، غرني اوښان، وحشي غویان، سوۍ، الوتونکي، کبان، بحري ژوي او نور د یادونې وړ دي. د نوموړو ژوو یادونه له دې کبله وشوه چې دوي پرته له انسانه نور طبیعي دښمنان هم درلودل لکه ګېدړان، سورلنډي، شرمښان، پړانګان، زمریان او نور چې په ګډه سره یې د پورتنېو ژوو د نسل په کمښت او ورکېدا کې ونډه اخېستې ده.

په پاېله کې په ېو مخیزه توګه د خوړو د صنعتي کېدو، د ژوو او نباتاتو ډېری ډولونه چې په اټکلي ډول یې د مخکیني انسان په فکر هېڅ سوداګریز ارزښت نه درلود، ورو، ورو له سترګو پناه، له منځه تللي او ورک شوي دي، له دې سره ډېرې ارزښتمنې جینېتیکې رنګینۍ (Biodiversity) چې د دې ټولنو سره یې اړیکه درلوده له منځه تللي دي. په پای کې د بشر د خوړو لومړنۍ او کره زېرمې چې انسانانو د خوړو په توګه کارولي، نباتي او حېواني دي، چې د نباتاتو، پاڼې، نیلې، ګلونه، مېوه او دانې او د ژوو غوښې د انساني خوړو په توګه کارول کیږي.

ج – د ژوند د چاپېریال په ساتنه د وحشي ژوند ارزښت:

وحشي ژوند، د ژوند د چاپېریال په ساتنه کې پوره ونډه لري. د وحشي ژوند اوسېدونکي یانې ژوي، نباتات او نور کوشني زره لیدې موجودات ېو پر بل له آغېزه خالي نه دی. ژوندي موجودات او انسانان، د ګڼ شمېر شباهتونو لرونکي دي؛ له ېوې هوا ساه اخلي، ېو ډول اوبه څښي، د نباتي او حیواني خوړو ګټه اخلي او خوري یې. وحشي ژوند چې څومره د انسان پر روغتیا آغېز غورځوي، همدومره د نورو اهلي او وحشي ژوو پر سلامتیا هم آغېز ښیندي. برسېره پر دې، ژوي پر ښاري، کلیوالي او یا طبیعي اېکوسیسټم (Ecosystem) غوره آغېز لري. د څېړنو له مخې جوته شوې ده چې وحشي ژوند د ناوړه پېښو په مقابل کې ېو ډول طبیعي بیمه ګڼل کیږي او شونې ده چې د ژوند د چاپېریال د سلامتیا او ساتنې لپاره د ژوند سرلیک په توګه مطرح شي. که چېرې زموږ د ژوند چاپېریال ښه نه وي زموږ د ژوند حالت به هم ښه نه وي.

وحشي ژوي چې د وحشي ژوند ېوه برخه ده د ژوند د چاپېریال په پاکه ساتنه کې غوره رول لوبوي. د ېوې بېلګې له مخې که چېرې وحشي او یا اهلي ژوی ومري، ښخ نه شي او د ځمکې پر مخ پاتې شي، د ژوند په چاپېریال کې د جلا جلا ناروغېو لامل ګرځي. وحشي ژوي د نوموړي وحشي یا اهلي ژوي غوښې خوري او په دې توګه مړ شوی ژوی ېو ځل بیا د ژوند دوران ته ننوځي او د ژوند چاپېریال له بوي او ساري ناروغېو ژغوري. هغه وحشي ژوي چې په دې چاره کې ونډه اخلي له ګیدړ، سورلنډي، لېوانو، الوتونکو (کجیرانو، بارېو، ټپوسانو، کارغانو) او نور عبارت دي.

د – په تفریحي چارو او ښکلا هستونه کې د وحشي ژوند ارزښت:

وحشي ژوند، جلا جلا رنګینۍ (Biodiversity) لري، چې ګرځندویان او سیالانیان یې د لیدلو په موخه پر اوږدو لارو مزلونه کوي او ستر خطرونه مني چې د دې رنګینېو د ښکلاګانو ننداره وکړي. د هنر خاوندان او انځورګران یې د ښکلاګانو انځورونه باسي او په ټوله کې د ګرځندویانو، انځورګرانو او نورو نندارچیانو لپاره د تفریح او ګرځېدنې خوندیتوب منځته راوړي. ډېری وګړي په تېره بیا د پرمختللو هېوادونو وګړي د کاري ستومانېو د دمې په هیله د خپلې رخصتۍ وخت د وحشي ژوند د اوسېدونکو (نباتاتو او ژوو) په ننداره او تماشا تېروي او له هغوي داسې انځورونه اخلي چې د خپل مهال لپاره پکې ریکارډ جوړ کړي.

په طبیعت کې ګرځېدل، د طبیعت سیال او د و حشي ژوند ننداره او کتل د ګرځندویانو او سیالانیانو د آروايي روغتیا سره مرسته کوي. له وحشي ژونده لیدنه او ننداره، ېوه ځانګړې ښکلا لري، چې د ټلوېزېونو جوړنې ستر شرکتونه او تمثیلونکي ادارې، د خپلو محصولاتو د پیر او پلور لپاره د وحشي ژوند له نړۍ او د هغې د اوسېدونکو ګټه اخلي، په ځانګړې توګه د ټلوېزیون پر مخ د داسې ېوې شېبې ښودل چې ښکاري ژوي د ښکار په ترڅ کې ېوه ځانګړې ښکلا لري، ښودل کېږي او د لیدونکي پام ځانته راګرځوي. د بېلګې په توګه که پړانګ د ښکار په وخت کې ولیدل شي ډېری مشتریان د پروګرام لیدو ته را جلبوي چې د وحشي ژوو د پټو ښکلاوو څرګندونه کوي. همداراز، وحشي ژوند پر شعر، ادب او موسېقۍ ځانګړی آغېز لري.

ذ – په علمي، فلسفي او ښوونیز ډګر کې د وحشي ژوند ارزښت:

لکه مخکې مو ووېل چې وحشي ژوند، د ژوند بنسټ دی، له همدې کبله په علمي، فلسفي او ښوونیز ډګر کې یې د مطالعې او څېړنې لپاره کړکې پرانېستې پرېښې دي. وحشي ژوند، د ېو هېواد د ژوندېو موجوداتو ارثي زېرمه ګڼل کیږي، چې نوموړې ځانګړنې بیا په ډېری هېوادونو کې کم نظیره وي.

د وحشي ژوند له مطالعې لاسته راغلي پاېلې ښیايي چې په اصل کې د وحشي ژوند مطالعه د نورو مطالعاتو لپاره بنسټ او پاېه ګڼل کیږي. له همدې کبله د اکوسیستم کارپوهان، فېزیولوژېستان، ټولنپوهان، د اخلاقو د پوهې پوهان او نور د وحشي ژوند د مطالعې لاسته راغلې پاېلې د خپلو عملي څانګو پورې تړلې بولي. د بېلګې په توګه، د وحشي ژوند مطالعه، د نباتاتو او ژوېو د مطالعې لپاره ېوه مناسبه تګلاره ده؛ د افتونو د کنټرول په اړه د حشره وژونکو په توګه د کلورین لرونکو هایدروکاربنونو کارونې د وحشي ژوند پر رنګینېو ناوړه اغېز کړی دی له همدې کبله د آفتونو د ژوند د کنټرول لپاره داسې لارې روښانه شوې دي چې د آفتونو کنټرول او مخنیوی پرته د کیمیاوي درملو تر سره کړي، د بېلګې په توګه د افتونو د کنټرول لپاره غوره لاره بېولوژیکي مبارزه ده.

د نباتي افتونو او ناروغېو د کنټرول او مخنیوي لپاره د ګټورو ښکاري حشرو زیاتېدل، د زیان رسوونکو حشرو د کنټرول لپاره د ېو شمېر واېروسونو او چڼياسکو تکثیرول او نور غوره لارې دي چې کولای شو له دې لارې ډېرې زیان رسوونکې حشرې کنټرول کړو. برسېره پردې، د ټولنو د ګڼې ګونې لپاره د وحشي ژوند د رنګینېو غبرګون، د انساني ټولنې لپاره ښوونیز او زده کړه ییز دی.

همداراز وحشي ژوند د علمي څېړنو لپاره مناسب شراېط برابروي. چې ېوه له هغو بېلګو د اهلي او وحشي ژوو له ېو ځای کېدو نوي اصلاح شوي نسلونه دي چې په ترڅ کې یې داسې نسلونه منځته راځي چې ډېر محصولات لکه شېدې، غوښې او نورو اضافي توکو کچه به یې لوړه وي. د بېلګې په توګه که چېرې مارخوره اوزه د اهلي اوزو او یا د مارکوپولو پسونه د اهلي پسونو د نسل سره القاح شي، کېدایشي د زیات وزن ېو نوی نسل منځته راشي چې هم یې د شېدو مقدار، د وړېو مقدار او هم یې د غوښې مقدار د پخواني نسل په پرتله ډېر وي چې ورته چاره د خوړو په خوندیتوب او د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې پراخه ونډه اخلي.

ر – په ټولنیز او فرهنګي ډګر کې د وحشي ژوند ارزښت:

و حشي ژوند ېو ټولنیز او په زړه پورې فرهنګي ارزښت لري چې انساني موخه یې د اقتصادي ارزښت لاسته راوړل دي، چې په ترڅ کې یې له وحشي ژونده مناسب عاېد ترلاسه کیږي. له بله پلوه د وحشي ژوند د رنګېنېو په اړه د عامه پوهاوي له امله ګړندۍ خبرتیا منځته راځي چې د وحشي ژوند په اړه، ورته خبرتیا د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو لامل ګرځي. په بل عبارت، که چېرې د ټولنې هر وګړی چې د وحشي ژوند د اقتصادي، تفریحي او ښکلا پېژندنې له ارزښتونو خبر شي او ګټه ترې واخلي، د ژوند ېو سلامت او روغ چاپېریال منځته راځي. د بېلګې په توګه کله چې ېو تن خپله اروايي روغتیا د وحشي ژوند په نندارې، سیال او تماشو سره ورغوي، د اروايي ناروغېو په کنټرول او مخنیوي کې غوره پرمختګونه تر سره کیږي. بله د پام وړ خبره دا ده، هغه وګړي چې په ټولنه کې د داسې وګړو سره چې د وحشي ژوند په متداومې نندارې سره یې آروايي ستونزې رغېدلې وي، ناسته ولاړه کوي، له دې ارزښته ګټه اخلي.

ز – په اخلاقي توګه د وحشي ژوند ارزښت:

وحشي ژوند ېوه لاس نه خوړلې یا بکره پانګه ده چې په منظمه کارونې سره د انساني ژوند د تداوم لامل ګرځي. همداسې د وحشي ژوند ساتنه، نه ېوازې دا چې د ېو مدنیت نښه او د انسانانو فکري پراختیا ده، بلکې د ېو اخلاقي ارزښت یانې ټولو ژوندېو موجوداتو او الهي پېداېښت ته درناوی دی. په نننېو شراېطو کې له ژوو ناوړه ګټه اخېستنه زور او زیاتی چې پر ژوېو تر سره کیږي، د وحشي ژوند لباره ېو ګواښوونکو اخلاقي عمل دی. د خوړو، سوداګرۍ  او یا تفرېح لپاره د وحشي ژوو وژل ېوه اخلاقي ناروا ستونزه ده چې په لاندې ډول ورته اشاره کیږي؛

د وحشي ژوند او په کې د وحشي ژوو د حقوقو کمزوري او د هغوي د اوسېدو د سیمې له منځه وړل؛ که تاسو په دې باور ولرئ، ټول ژوي د الله ج پېداېښت دی او د ژوند حق لري، د ژوندۍ ساه اخېستل د الله ج په اراده ده نو له اخلاقي نظره د دوي وژنه ېوه اشتباه ده او په فلسفي اصطلاح، د وحشي ژوو وژنه نه ېوازې د ېو ژوند پای ته رسېدل دي بلکه د ېو انسانیت د پاتې رسېدلو د پای پېلامه ده. چې د وحشي ژوو پر حقونو ېو څرګند زیاتی او تجاوز دی.

د وحشي ژوند او په کې د وحشي ژوو وژنه د هغوي د مهمو سیمو له منځه وړل، یانې د ژوند پای ته رسول دي. باېد پوه شو، چېرې چې د ژوو حقونه مراعات نه شي، دا تمه باید ونلرو چې هلته به د انسانانو حقوق مراعات شي.

په هېواد کې وحشي ژوند ته ګواښونه:

د نېکه مرغه چې زموږ هېواد د ژوند جلا جلا طبیعي رنګینۍ (Biodiversity) لري. د کال په څلور موسمونو کې بېلا بېل اقلیم (اوب، هوا)، سیندونه، سندرۍ (شرشرې او افشارونه)، هر ډول مېوه لرونکې او بې مېوې ونې، ځنګلونه (څېړۍ، جلغوزی، لمنځ، نښتر، سرپ، اوبښته، پسته او نور)، رنګارنګ الوتونکي، تی لرونکي وحشي ژوي او د ټولو غوره یې لا ملي پارکونه (د امیربند، د غزني ولاړې اوبه، د غزني د ناور دښته، د هامون جهیل، د کونړ، پکتیا او بادغیس ځنګلونه، د کابل قول آب چکان، د آجر دره، د نورستان ځنګلونه، لوی او کوچنی پامیر) دي چې نوموړې شتمني زموږ د راتلونکو ګڼو نسلونو میراث ګڼل کیږي.

همداراز په هېواد کې ۱۲۸ ډوله غولانځه لروونکي ژوي چې غوښې خوړونکي او واښه خوړونکي، دواړه ډولونه لري، ۵۰۰ ډوله الوتونکي ، همداسې ښوئېدونکي ژوي (خزنده ګان) دوه ژوند لرونکي (ذوحیاتین) ژوي د کورنېو او بهر نېو کارپوهانو په مرسته پېژندل شوي دي. د نوموړو ژوېو ژوند په غرنېو سیمو، ځنګلونو، پراخو څړځاینو، ورشوګانو، تالاونو، سیندونو، هسکو څوکو لکه پامير او مرکزي سیمو لوړې څوکې او د هېواد د ختیځو سیمو په ځنګلونو کې تثبیت شوي دي.

پورتنۍ رنګینۍ چې هر ېو یې پر خپل ځای کې ېو ځانګړي ارزښت لري او ګرانه ده چې پر ټولو دې په دې کوشنۍ لیکنه کې نظر واچول شي. له بده مرغه به وواېم چې نوموړې رنګینۍ له الوتونکو نیولې تر ځنګلونو، ملي پارکونو او وحشي ژوو پورې د ېو مصنوعي او فزیکي ګواښ لاندې دي او د بشپړ ورکاوي پر لیکه ولاړ دي.

په افغانستان کې وحشي ژوند د پراخه ګواښونو سره مخ دی چې ډېر مهم یې لامل یې د وحشي ژوند د ټولنو کمښت او ګواښ، د هغوي د اوسېدانې د سیمو له منځه وړل او په هستوګنځایونو کې پرته له مطالعې او څېړنې سرکونو، لوېو لارو جوړول، په کرنیزو زمکو او ودانېو د طبیعي زمکو بدلون، د څړځایونو غصب او یا پرته له مدیریته زیاته کارونه، د کانونو او نفتي توکو بې پلانه راسپړل، اقلیمي بدلونونه او وچکالي ګڼل کیږي. وحشي ژوی د انسانانو په شان د ژوند خوندیتوب، د خوړو، اوبو او هستوګنځای تر څنګ مناسب اقلیم او سوکاله چاپېریال ته اړتیا لري. څېړنو ښودلې ده چې د وحشي ژوند په تېره بیا د ځنګلونو، څړځایونو او وحشي ژوو ژوند د لاندنېو دلاېلو له مخې د ستر ناورین سره مخ دی؛

  • د ځنګلونو له ېوه سره وهل او له منځه وړل.
  • د څړځایونو او ورشوګانو له منځه وړل.
  • په وحشي سیمه کې د خوړو کموالی او یا نشتوالی.
  • پرته له قانونه د وحشي ژوو ښکار او وژنه.
  • د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د ساتنې او مدیریت کمزورې کړنې.
  • د ژوند د چاپېریال د ساتنې کمزورې کړنې.
  • د طبیعي زېرمو او وحشي ژوو په ساتنه کې د خلکو د ونډې نه اخېستل.
  • د وحشي ژوند له ګټو د خلکو بې خبرې او نه پوهاوی.
  • اوږده جګړه.
  • د وحشي ژوو د ساتنې لپاره د قانون نه پلي کېدل.
  • د نفوسو زیاتوالی.
  • پرته له سټراټېجیکو پلانونو، ښاري پراختیا
  • پرته له پلان او مطالعې د صنعتي فعالیتونو وده.
  • د وحشي ژوند په اړه د جلا جلا پاړکو نا خبري.
  • د ژوند د چاپېریال ککړتیا.
  • د زهري درملو کارول

نوموړې ستونزې هغه درنې خواشینۍ دي چې د دولتونو د نه پاملرنې او خلکو د نه پوهاوي له کبله منځته راځي او نه ېوازې وحشي ژوند ګواښي بلکه ورځ تر بلې مو جینټيکي زېرمې د ورکاوي کرښې ته وړي. باېد ووایو چې ونې او بوټي پښې نلري، د مجبورې ورځې له کبله له تبر او آرې پاتې څو کوشني ځنګلونه پر خپل ځای ولاړ دي، د ېو مافیايي تبر او ارې انتظار باسي چې کله او څوک به یې له تنې راګرځوي او د نشت سره به یې برابروي.

ژوي چې د پښو خاوندان دي، زیار ګالي چې له ورته ناورینه پښې وباسي. ولې دا هم څه اسانه کار نه دی، مخ ته ډېری خنډونه پراته دي، لومړی وږي دي خواړه نلري، که خواړه ومومي د هستوګنځای او ډار سره مخ دي، ماليخولیا کړي يې دي او ورځ تر بلې یې وېره او ډار خوري نو ګرانه ده چې له دې خنډونو ناګاره تېر شي. له بله پلوه د دوي طبیعي ښکلاوو، رنګینه پوستکو، ښکلو ښکرونو، بڼکو او غوښو ته مافیايي کړۍ په تمه ده، دا هم ناشونی کار دی چې دوی دې ګوندې له دې خنډونو ساه په هوساېنې سره یوسي.

له همدې کبله لازمه ولیدل شوه چې په دې اړه څو کرښې لیکنه چې ګوندې دې سترې هستۍ ته د چا پام راوګرځي او په ساتنه کې یې د راتلوونکو نسلونو لپاره خپله پازوالي له وحشي ژونده و نه وي سپمولي د لوستونکو ښکلو او ځلانده سترګو ته ږدم.

څو ورځې کېږي چې په ټولنیزو رسنېو کې پر هېوادوالو باندې د وحشي ژوو په تېره بیا د لېوانو ېرغل د ورځې تودې او د پام وړ خبرې وې. چې څو ځایه یې پر هېوادوالو ېرغل راوړی، ځنې یې داړلي او ېو کوشنی یې وژلی دي. د هر څه مخکې د هغه کوچني کورنۍ او خواخوږو ته د لوی الله ج د زړه صبر او ستر اجر غواړم. همدې شهید کوشني مړینې وهڅولم چې د وحشي ژوند او ژوو په اړه لومړني مسلکي مرستندویه معلومات چې د وحشي بې کوره شوو ژوو د ېرغلونو په اړه څه نا څه مرسته وکړي، تاسو سره شریک کړم.

شرمښ:

لېوان ډېر هوښیار ژوي دي چې نېغ غوږونه، تېره غاښونه، تېره پوزه او لټوونکې سترګې لري. د لېوه علمي نوم یې کانیس لوپس (Canis lupus) دی او د سپېو د کورنۍ کېنېډای (Canidae) غړی دی، چې ۱۶ جنېراوې او ۳۶ ډولونه لري. نارینه یې له ۲۰-۸۰ کېلوګرامه او ښځینه یې له ۱۸ – ۵۵ کېلوګرامه وزن لري، چې وزن یې د جغرافیاوي سیمې پورې اړه لري. د خپلې کورنۍ په څیر، لیوه جګه ونه او بدن لري، اوږدې پښې او پراخه کوپړۍ لري چې د خولې پلو نرۍ را ټیټه شوې ده. لکۍ یې غونډله او پر ګڼو وېښتو یا وړېو پوښلې ده، رنګونه یې له سپینه تر ژېړ یا خاورین رنګه دي. چابک دی کولای شي چې په ساعت کې څو میله لار ووهي. لېوه په په عادې توګه ېوه ساعت کې لس کېلومتره لار وهي او که چېرې د څارنې لاندې ونیول شي نو د تېښتې پر مهال بیا ۶۵ کېلومتره په ېو ساعت کې لار وهي. لېوه ډېر ځېرک وحشي ژوی دی، چې ډېر مجبور نشي په ېوازې ځان ښکار ته نه ځي، ډله ییز ژوند لري، خپلې کورنۍ او پلارګنې ته ډېر وفادار دی او د خپل نسل هم ښه ساتنه کوي. تر هغې چې اولادونه یې غټ شوي نه وي د ځان سره یې ېو ځای ګرځوي، کله چې کوم ښکار ونیسي په خوړو کې خپلو بچیانو ته لومړۍ برخه ورکوي، کله چې له ښکاره څه پاتې شول بیا یې دوي خپله خوري.

لېوه که نر وي یا ښځه، د ګډ ژوند لپاره ېو ملګری ټاکي یانې په ژوند کې ېو ملګرې ځانته ټاکي (monogamous) او ټول عمر لپاره ورسره ژوند کوي او اولادونه زېږوي، خپل نسل تر ډېره قوي او پیاوړی پالي. د ژوند تر پایه د ېو ملګري سره ژوند کوي. لېوان د خپلې کورنۍ سره ډېره مینه لري، تر ډېره له خپلې کورنۍ نه جلا کیږي.

د لېوه ښکار:

لېوان د رمې په توګه ژوند خوښوي او په ګله ییزه توګه ښکار کوي کله داسې هم کیږي چې په انفرادي توګه ښکار وکړي. له وړو تر غټو ژوو پورې ښکار کوي خو دوي ډېر زیرک ژوي دي له همدې کبله ګډ او ېو ځای سره ژوند کوي چې ګوندې چېرې غټ ژوی د ښکار لپاره ومومي او ډله ییز ېرغل پرې وروړي. شرمښان انرژي لروونکي خواړه ډېر زیات خوښېږي، یانې که چېرې څرب څاروي په ګوتو ورشي ډېر خوشالېږي. لیوه لویه معده لري، کولای شي چې په هر خوراکي وخت کې له ۲۰ تر ۲۵ پونډه خواړه وخوري. په هرصورت، که چېرې خواړه کم وي، لیوه کولای شي که تر دوو اونېو او یا له هغې تر اوږدې مودې پورې ورته خواړه و نه رسېږي، ژوند وکړي. هضم یې خورا آغېزمن دی.

لېوان ولې خپله سیمه پرېږدي:

لېوان هغه مهال خپله سیمه پرېږدي چې کله د خپل ژوندانه په سیمه کې د ګواښ سره مخ شي، په خپله آوېجه کې  یې خپلواکي له منځه ولاړه شي، له دې سیمې کوچ کوي او ېوې نااشنا سیمې ته چې په کې هوسا ژوند ولري، درومي.  په دې بهیر کې که چېرې وږی و او هر څوک یې مخې ته راغی د ځان د ساتنې له کبله پر هغو یرغل وروړي. د بېلګې په توګه، که څوک د هغوي د ژوندانه سیمې ته په پرله پسې توګه ور ننوځی او یا بل فزیکي تیری چې د وحشي ژوي ژوند وګواښي، بیا وحشي ژوی مجبوریږي چې خپله سیمه پرېږدي او د هغه په اند ېو امن ځای ته ولاړ شي.

  • کله چې په سیمه کې د خوړو دوران مات شي، یاني هغه واښه خوړونکي ژوي چې غوښه یې د لېوانو خوراک دی، له منځه لاړ شي، د بېلګي په توګه لکه هوسۍ، غرني پسونه، اوزې، سوۍ، وحشي غواګانې، وحشي مېښې او نور واښه خوړونکي ژوي د لېوانو ژوند خوندی کوي. که چېرې وښو خوړونکي ژوي په ځنګل کې له منځه لاړ شي او دا کړۍ ماته شي، نو بیا داړونکي ژوي د ژوند سیمه پرېږدي او بل پلو مهاجر کیږي.
  • د ځنګلونو دوامداره پري کول؛ کله چې د ځنګلونو پرې کول پېل شي او د وحشي ژوو کور وران شي، لومړی الوتونکي سیمه پرېږدي او په همدې ترتیب سره د وحشي ژوو د کوچ لړۍ پېلېږي او د ځنګل وحشي ژوي لکه لیوان، ګیدړان، بیزوګانې، کوږګان، سورلنډي، پړانګان او نور مجبوریږي چې ېو پر بل پسې او یا په ډلیزه توګه سیمه پرېږدي او بلې سیمې ته د هوسا ژوند په هیله لاړ شي، چې له بده مرغه په دې سفر کې د جلا جلا ستونزو سره مخ کیږي.
  • لېوان هغه وخت له ېوې سیمې بلې ته کوچ کوي چې د دوي اولادونو ته د ژوند کولو مناسب شراېط برابر نه وي، دوي نه غواړي چې اولادونه او راتلوونکی نسل یې د نورو لاس ته ورشي. له همدې کبله دوي اړ کېږي چې خپله د اوسېدانې سیمه بدله کړي. داسې بدلونونه هغو وحشي ژوو ته چې نفوس یې لږ دی، لږ نسل زېږوي او یا ورو وده کوي، چې وده کېدایشي کلونه ونیسي، له بله پلوه د دې ژوو نسل د ورکېدو په حال کې دی، له دې امله ورته شراېط ېو ګواښوونکی زېګنال دی چې د ژوند پر چاپيریال ښه آغېز نه لري.
  • په ځنګلونو کې د کانونو راسپړل؛ کله چې د ځنګل په سیمه کې بې پلانه او په نامسلکي توګه د کانونو راسپړل پېل شي، په دې ترڅ کې انساني تګ راتګ زیاتېږي، ژوی د انسان د ورتګ له کبله نه شي کولای چې په اسانۍ سره خواړه ترلاسه کړي، تفریح وکړي او حتی نسلګېرۍ ته دوام ورکړي. له همدې کبله وحشي ژوي د ژوند د تامین لپاره د خپلو اوسېدو سیمه پرېږدي او بیځایه کیږي.
  • نظامي خوځښتونه؛ د وحشي ژوو په سیمه کې د نظامې لاسوهنو، لکه په سیمه کې د پلو ځواکونو پلي کول، توپونو ویشتل، هوايي بمب غورځونه او نورې کوچنۍ وسلې چې د وحشي ژوي ژوند ته زیان اړوي. په هغو سیمو کې چې نظامي تمرینونه او یا عملیات تداوم مومي، وحشي ژوي ناامني احساسوي او سیمه پرېږدي.
  • وحشي ژوي په ارثي توګه په ېوه سیمه کې ټولنې تاسیسوي، چې ېو د بل سره بیا ژورې اړیکې جوړوي، دوي د خپل نسل سره ډېره مینه لري. وحشي ژوي یوه بله ځانګړنه هم لري، دوي ته خپل نسل دومره ګران دی کله چې ومري، وحشي ژوی د خپل نسل وژل شوی فرد جسد نه خوري، په مړینه یې خواخوږي کوي. که چېرې نوموړې اړیکې د پورتنېو لاملونو له کبله ګډې وډې شي، وحشي ژوي خپل سیمه پرېږدي او بیا ټولیز حرکت کوي.
  • وحشي ژوو کې د بالغې ښځینه ژوي شمېر خورا مهم دی، کله چې د دوي نفوس لږ وي، د ژوند په چاپېریال کې رنګینۍ کمزورې کیږي او که همداسې دوام ومومي، ورکېږي او د ژوند د چاپېریال ېوه بنسټیزه کړۍ له لاسه ورکوي او چاپېریالي مقاومت یې کمزوری کیږي. کله کله داسې هم راځي چې که چېرې دا لړۍ دوام وکړي د وخت په تېرېدو سره پرته له طبیعي غوراوي یې نسل وده کوي، که چېرې یې د سیمې سره ښه توافق وکړ، ډېر اولادونه زېږوي او خپل نسل ته دوام ورکوي.
  • وچکالي؛ کله چې په سیمه کې اقلیمي بدلونونه راشي لېوان دې ته اړ کیږي چې باېد خبله د اوسېدانې سیمه پرېږدي او د ښه ژوند لپاره بلې سیمې ته ولاړ شي.
  • ساړه؛ مخکې مو ووېل چې لېوان هوښیار ژوي دي، هر کله چې په خپله سیمه کې ېو کمی احساس کړي بیا د خپل ژوند او نسل د تداوم لپاره هغه سیمه پرېږدي او بل ځای ته ځي. ډېر ساړه لېوان د لوږې سره مخ کوي، دوي اړ دي چې د ښکار لپاره تر ډېر لرې واټن پورې لار ووهي څو داسې ښکار ومومي چې له لوږې وژغورل شي او ېوه ګوله غوښه ورته ورسیږي.

لېوان (شرمښان)؛ له انسانانو وېرېږي:

شرمښان د سپېو له نیکونو او ذاته دي چې له انسانانو ډار لري، په اسانۍ په انسان حمله نه کوي. غوره خواړه یې هوسۍ، غرني پسونه، اوزې او نور سم لرونکي ژوي برابروي. د دوي د اورېدو حس ډېر لوړ او د بویه ولو حس یې ډېر پیاوړی دی. د لېوانو مخکې پښې (لاسونه) پنځه ګوتې لري او روستنۍ پښې یې څلور ګوتې لري. د بدن اوږدوالی یې نږدې ۱.۵ متره او عمر یې اوږد دی، کله چې زوړ شي د ویښتو رنګ یې سپينیږي.

د لېوانو سر پلن او ورمېږ یې غښتلی دی. غاښونه یې هم پیاوړي دي. ځنې لېوان هم په ځنګلونو، دښتو، غرونو  او د غرونو په لمنو کې ژوند کوي، د خپل کور او خپلوانو ساتنه کوي. د اړتیا په وخت کې له الوتونکو، مارانو، د کوچنېو غولانځه لروونکو لکه موږک، نولی او کله کله د حشرو نه هم خپل خواړه بشپړوي او داسې وحشي ښکاري ژوی دی چې شپه او ورځ ښکار ته ووځي. شرمښان اروا پېژندوونکي دي، کله چې ښکار کوي مخکې له ېرغله د ښکارکېدونکي ژوي بدني او آروايي کمزوري پېژنوي.

لېوان د هغو ښکاریانو په ډله کې راځي چې ډېر هوښیار او ماهر دي، که چېر هوا سړه او ژمی وي، یا د خپل ژوند په سیمه کې د خوړو د کمښت سره مخ شي، بیا له خپلې سیمې په ډله ییزه (رمې) توګه ووځي په پسونو او یا اهلي څاروېو یرغل وروړي. په داسې حال کې شرمښان په ډله ييزه توګه حمله کوي، چې داسې یرغلونه د شپنو، مالدارانو او نورو هغه خلکو ته چې په غرونو، دښتو او څړځایونو کې ژوند کوي لوی ګواښ ګڼل کیږي.

د لېوانو سره د مقابلې لارې:

د لېوانو د ېرغل سره مقابله داسې ده چې لومړی باید خپله لویه سینه او حوصله وکاروو، زړور، هوسا او ورور چېغې ووهو، لوښي وکړنګوو چې غږونه یې پورته شي، لرګی، د ډبرو ویشتل او نور یې پر لور وغورځوو او په ډله ییزه توګه یې له مخې تېر شو، د شرمښ په سترګو کې باید کمزوري ښکاره نشو، له مخې یې و نه تښتو چې ېرغل را نه وړي، په دې ډول به هغه له سیمې وتښتوو. د غرونو ګرځندویانو ته هم د شرمښانو د ېرغل په اړه زده کړه ورکول کیږي چې په داسې شراېطو کې لوړ اوازونه، چېغې او نارې ووهې چې لېوان له دوي واټن ونیسي او لرې لاړ شي یا د کېږدېو تر مخ د اورونو بلول، د سفر پر مهال مخ ته د قوي رڼا ګانو څراغونو کارول، هغه تګلارې دي چې لېوان ویروي او خپل لوری بدلوی. په داسې حالاتو کې غرني ګرځندویان چېغې وهي، لوښي کړنګوي یا د راډېوي څپو اواز لوړوي او د شرمښانو سره په دې ډول خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. لاندیني تدابیر کولای شي چې د لېوانو د ګواښ خطر کم کړي.

  1. د هغو سیمو څخه ډډه وکړئ چې لېوه په کې لیدل شوی وي. د لېوه د لیدلو څخه ډډه وکړئ، په دې مانا که چېرې تاسو لیوه ووینئ، مخکې لدې چې لېوه تاسو وویني، په چوپه خوله سره لاړ شئ. په یاد ولرئ چې هوښیار اوسئ؛ که چیرې یو لیوه لیدل شوی وي، احتمال لري چې شاوخوا یې نور لیوان هم وي چې تاسو به نه وي لیدلي، کله کله لېوه ېوازې هم ښکار ته ځي خو تل په رمه ییزه توګه ښکار کوي.
  2. که چېرې لیوه ولیدلئ، ورو ورو شاته لاړ شئ، د لېوه سره د سترګو تماس وساتئ او شا، مه وراړوئ. که تاسو د تیښتې هڅه کوئ، لیوه به پر تاسو د شا له خوا ېرغل دروړي. که چیرې لیوه تاسو پسې د شا له خوا راشي، نو کېدایشي چې په اسانۍ سره مو ښکار کړي.
  3. منډه مه وهئ، ځکه لېوه ستاسو په پرتله ګړندی دی، که چېرې تاسو لرګي پسې ولاړ شئ یا کوم بل شي پسې منډه وکړئ لېوه به پر تاسو چل وکړي او د شا له خوا به مو ښکار کړي. که چیرې یې تعقیب نه کړئ، نو تاسو ښه چانس دی.
  4. که چېرې د لېوه سره مخ شوئ، په زوره او په لوړ غږ چېغې وکړئ، د لیوه په لور ګام پورته کړئ، غږ وکړئ، کوکې وکړئ، لاسونه وټکوئ. د لېوه سره د سترګو اړیکه وساتئ، سترګې شاته مه اړوئ او ورو ورو شاته ولاړ شئ.

  1. د لیوانو سره تر هغه وخته د مبارزې هڅه مه کوئ چې تاسو ته بله لاره نه وي پاتې. لیوه غښتلي او هوښیار دي، پياوړې ژامې او وژونکي حیواني شعور لري. داسې چانس شته چې تاسو به د ېو لېوه مخه ونیسئ، هسې نه چې د ېوې ګلې سره په بلا واوړئ.
  2. ژوره ساه وباسئ او هڅه وکړئ چې هوسا اوسئ. لېوه کولی شي ستاسو ویره احساس کړي. که تاسو ویره لرئ، تاسو که په سړې سینې سره مقابله ونکړئ، داسې وېره شته چې تاسو به دلېوه په مقابل کې د مبارزې هڅې له لاسه ورکړئ.
  3. که چېرې لېوه برېد وکړ، جګړه وکړئ. د لرګیو، ډبرو، هوایی چېغو او یا د کومې بلې وسلې چې تاسو یې لرئ د لېوه له ېرغله ځان وژغورئ. داسې ځای غوره کړئ چې په اسانۍ سره له ځانه ساتنه وکړئ: د ونې یا لوی ډبرې شاته ودریږئ، پرېنږدئ چې لېوه د شا له خوا پر تاسو راشي.
  4. هڅه مه کوئ چې هوار ځای کې پټ شي، ېو لېوه به هغه وخت تاسو پرېږدي، چې ویئ ډاروئ، که نه پرته له دې ګرانه ده چې ځان له لېوه وژغورئ.
  5. هوښیار اوسئ. که تاسو له لېوه د ځان ژغورلو اراده کوئ، هوسا اوسئ او چټک عمل کړئ. یوې ونې، یوې غټې ګټې، یا هسک ځای ته پورته شئ، که امکان ولري، نږدې موټر یا ودانۍ ته ننوځئ. تر هغې مه بې غمه کېږئ، کېدایشي لېوه ستاسو یا ستاسو د اوسېدانې ځای ته نږدې د بل چانس په تمه ودرېږي او وږی وي بیا به برید وکړي.
  6. که چېرې تاسو ېوه ډله یاست، سره ېو ځای شئ، او داسې فکر وکړئ چې د لیوانو له خوا برید کیږي، ماشومان او ټپیان د ډلې منځته کړئ. ځکه کله چې لېوه د ښکار په رمو برید کوي، دوی تر ټولو ضعیف (کوچنی، زوړ او ناروغ) ژوی په نښه کوي؛ مهمه نه ده چې لېوه څه شی تر ېرغل لاندې نیسي، تاسو ډله او ېووالی مه ماتوئ. ځان ډاډمن کړئ چې تاسو هر لوري ته ګوري او د ډلې ملګري مو هرې خواته ګوري چې لېوه ستاسو له ډلې تیر نشي.

  1. د لېوه موخه د ښکار په ډله کې تر ټولو کمزوری ژوی دی. دوی ټولې ډلې ته د ښکار په سترګه ګوري. ډېر زیات احتمال شته کوشنیان تر ټولو ډېر په نښه شي، ځکه چې دوی کوچني او کمزوري دي. کله چې لیوه په انسانانو برید وکړي، نو دوی په ډیری مواردو کې په ماشومانو او ناروغانو برید کوي.

  1. که چېرې د لېوه په سیمه کې د خپل سپي سره پلی سفر کوئ، سپی له نظره مه غورځوئ، که چېرې فضله یې کړي وي، لرې یې وغورځوئ او په هر ځای کې سپی له میتیازو کولو منع کړئ. چې ورته کړنې د لېوانو د را جلبولو لامل ګرځي، ځکه لېوان او سپي دواړه په خپله اوېجه خپل دښمن له فضله توکو، میتیازو، پنجو د خاپونو، د زمکې د ګرولو او بوي په مرسته پېدا کوي. کېدایشي چې ستاسو پر سپي برېد وکړي ځکه تاسو د هغوي له اوېجې تېرېږئ او یایې پر خاوره تېری کوئ.

  1. اور بل کړئ، که لیوه ستاسو د اوسېدو شاوخوا ګرځي، یو لرګی یا یوشي ته اور واچوئ چې لوګی جوړ شي او دوی په وېره کې وساتي. زیار وباسئ چې اور په شنو پاڼو او لمدو لرګېو بل کړئ چې ډېر لوګی وکړي. که چېرې سګرټ څکوئ، کوښښ وکړئ چې ېوې ونې ته نږدې شئ سګرټ د پاڼو او لرګېو په منځ کې وغورځوئ چې لوګی یې د لېوانو پر لور لاړ شي. د لېوه اور او لوګی نه خوښوي، لوګی دوی ته خطرناک ښکاري، لېوه سیمه پرېږدي او بل لورې ته ځي.

  1. ځانته ېو ساتنځای جوړ کړئ، د اوسېدو د ځای پر شاوخوا د ونو بنجخې، ډبرې، تېره لرګي او نور کلک شیان وکاروئ که چېرې په ښه توګه ستاسو د اوسېدلو ځای جوړ شوی وي د لېوه د ننوتلو مخه نیسي د خپل سایټ په شاوخوا کې د خنډ رامینځته کولو لپاره څانګې، ډبرې، تیره لرګي، او نور جامد شیان وکاروئ. که ښه جوړ شوی وي، کیدای شي د لیوه د ننوتلو مخه ونیسي خو په یاد وساتئ چې که چېرې وږی وي هرومرو تاسو څاري.

 

  1. تاسو هم ډیر شور جوړ کړئ، ځکه لېوه د خپلې سیمې د ادعا کولو لپاره چیغې وهي، او دوی ممکن هغه شور لا ډېر کړي، لکه څنګه یې چې تاسو د خپلې سیمې د ادعا کولو لپاره کوئ. که چېرې تاسو ډله یاست، چغې ووهئ، په لوړ اواز سندرې ووايې او په ګډه غږونه وکړئ او غږونه مو باېد ډېر لوړ وي.
  2. پام مو وي چې د لېوه په شان چېغې ونکړئ ځکه داسې چغې کېدایشي چې ستاسو خواته لېوان را جلب کړي. ځانته لېوه هم همداسې چېغې وهي چې خپلې مرستې ته نور لېوان راوبلي.

وړاندیزونه او حل لارې:

د وحشي ژوند او ژوو ساتلو لپاره په کار ده چې لاندینۍ تګلاره غوره شي؛

  • د ځنګلونو، څړځایونو او ورګانو او وحشي ژوو په اړه د ېوې لوی مطالعې او سروی لپاره د ېو مسلکي او کارپوه ټیم ګمارنه.
  • د وحشي ژوو د ساتنې لپاره د قانون پلي کول چې په اساسي قانون کې ځای ورکړل شوی دی.
  • د وحشي ژوو د ورکاوي د مخنیوي او ژغور لپاره ېوه منظمه سروي او د سټراټېجیکو پلانونو عملي پلي کول.
  • په هېواد کې د ځنګلونو غوڅولو پرېکنده بندیز او په دې اړه غوڅ عمل.
  • د غصب شوو څړځایونو او ورشوګانو له غصبه خلاصول او د بیا زرغونېدو لپاره یې په بېړني ډول د ېو سټراتیجیک پلان جوړول او پلي کول.
  • د وحشي ژوو په قانوني او ناقانوني ښکار غوڅ بندیز.
  • د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د ساتنې او مدیریت د ېو پیاوړي او مسلکي ډلې ګمارنه.
  • د ژوند د چاپېریال د ساتنې او مدیریت لپاره د ېو پیاوړي او مسلکي ډلې ګمارنه.
  • د طبیعي زېرمو او وحشي ژوو په ساتنه کې د ولسي خلکو هڅونه.
  • د وحشي ژوند په سیمه کې د نظامي بنسټونو د عملیاتو بندیز.
  • په څړځایونو، ځنګلونو او ورشوګانو کې د زهري درملو پر کارونې بندیز.

۹/۷/۱۴۰۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.