محبس او قفس

عبدالقیوم

202

یوه خبره تل یاد ساتۍ، هغه دا چي سردار محمد داود خان په خپلي کورنۍ کښي  له پاچا (محمد ظاهر خان) سره تربور ګلوي پالل، په هیواد کښي یې له( روشنفکري نهضت ) سره سرسخته  دښمني کول. تل یې تلاښ دا وه چي ځان مطرح کړي نو په هیواد کښي یې د( شاهي نظام د نړولو او روشنفکري نهضت د له منځه وړلو) تلاښ کاوه. په ژور خفګان سره چي سردار محمد داود خان د ځان او خپلي کورنۍ په قربانۍ سره په هم دغه مقصد کوم چي وختي یې  ځانته ټاکلی وو بریالی سو. ولس او هیواد یې خونړی پرېښود. پر دې دوو خبروبه په تفصل سره ددې لیکني په نورو برخو کښي بحث کوو.

۱ ـ د سردار محمد داود خان پېژندنه.

سردار محمد داؤد خان پرخپله (کورنۍ) یا پاچهۍ د چنگاښ پر(۲۶) ۱۳۵۲هـ ش نیټه ولي کودتاه (سپینه کودتاه) وکړه ؟ ممکن د سردار محمد داؤد خان خپلوان او پلویان دې پوښتني ته تر ما او هر بل چا ښه جواب ولري هیله ده  هغوی خپل جواب په  دلا ئل له لوستونکو سره شریک کړي.ایا د شاهي نظام لخوا د سردار محمد داؤد خان ژوند ته کومه خطره متوجې وه؟ ایا د سردار محمد داؤد خان مینه د هیواد له آبادۍ او پرمختګ سره له محمد ظاهرشاه خان څخه  ډېره وو؟ محمد ظاهر(شاه) د هیواد د ترقي او پر مختګ په وړاندي یو خنډ وو؟. د افغانستان په معاصر تاریخ کښي د چنګاښ ۲۶ نیټه و افغانانو ته یوه نوې نا بلده او درنه پېښه وه.

خو زه مخکي له دې چي د سردار محمد داؤد خان پر کودتاه او د هغه پرجمهوریت بحث وکړم، یو ځل به  د سردار محمد داود خان پرلس کلنه  صدارتي دوره خبري وکړم، ځکه د سردار محمد داؤد خان د صدارتي  دوره پوره (لس) کاله وه. له پېښو او جریاناتو څخه داسي ښکاري، چي په شاهي (ارګ کښي) د ننه خپل منځي مخالفتونه وه، ځکه برحال صدر اعظم سردار شاه محمود خان له ځانه خبر نه وو له راډیو څخه واورېدل سول چي شاه محمود خان د ناروغۍ په وجه له صدر اعظمی چوکۍ څخه خپله  استعفأ وکړه. یوه هفته وروسته  محمد ظاهر شاه سردار محمد داؤدخان د خپل کاکا سردار شاه محمود خان ځای ناستۍ وټاکه.  د ۱۹۵۳ م کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې باندي سردار محمد داؤد خان  د کابينې په جوړولو مؤظف کړل سو، د شاهي کورنۍ فیصله همداسي وو چي  سردار محمد داؤد خان دې صدر اغظم شي.  له دې پرېکړي او تصمیم نیولو څخه دشاهي کورنۍ مشر پر وظیفه ولاړ صدر اعظم بې خبره وو، پس دا ثابتوي چي په شاهي کورنۍ کښي د ننه ژور مخالفتونه وه.

  د سردار  شاه محمود خان صدر اعظم په دور کښي خبره داسي وه چي   له هند څخه د انګرېزانو وتل، هند پر دوو برخو(هند او پاکستان) ویشل وو، که څه هم افغان لوري یوه سوسته یادونه وکړه، انګرېزانو ته یې وویل چي د افغانستان له سرحداتو څخه تر اباسیند پوري دا ټول پښتانه اقوام دی. له دوی څخه باید پوښتنه وشي چي ځانته خپلواکي غواړي او که په هند، پاکستان یا افغانستان پوري ځان مښلول. خو انګرېزانو د جولای پر ۳ د ۱۹۴۷م ځواب ورکړ چي د بریتانیا او افغانستان تر منځ په ۱۹۲۱م کي سرحدونه منل شوی دي.ص۲۵۱

که چي افغان دولت له خپلوخلګو دا مسله( د دوی سوسته یادون د انګرېزانوقاطع جواب) پټه ساتل خو رسوا سول.

 د پارلمان د اووه مي دورې په انتخاباتو کښي، د یوشمير وطن دوستانو بریالیتوب ، اوپارلمان ته  دهغوی لاره پیداکړل، د کابل په ښارکي د ښاروالي لپاره انتخابات، د کابل په پوهنتون کي د محصلینواتحادیه جوړه ول، د اخبارو نشرېدل د خلگو د ذهنیتو په بیداره ولو د ځوانانو د نقش برجسته والۍ. د ويښوځلمیانو د نهضت را جوړونه، د راستو، چپو او ملي ګرا نهضتونو فعالیتونه دا هغه څه وه چي د درباریعني شاهي ارگ د ننه د موکراسۍ مخالف سرداري گروپ سردارمحمد داودخان او سردارمحمدنعیم خان او بل ورسره په شاهي کورنۍ کي دننه خواخوږو د سردارمحمد داؤد اوسردار محمد نعیم پام یې دې خبري ته راوگرځاوه، او ورته فهمول یې چي داسي معلوميږي ستاسي ناسکه کاکا شاه محمود خان غواړي ټول حکومتي چاري انتخابې کړي او تاسي سردارمحمد داؤد او سردارمحمدنعیم له راتلونکې هغه څه څخه بې برخي کړي لکه صدرارت. سردارمحمد داؤد خان او سردارمحمدنعیم خان ته داخبره یقیني وبرېښېدل، له خارج څخه ډېر ژرکابل ته راغلل. نور سردار شاه محمود خان هم د دوی له لاس وهنو څخه په تنګ وو. لکه څنګه چي پر شاه محمود خان باندي د دموکراسي د پلار نوم ايشول سوی وو، پر نوی صدر اعظم سردار محمد داوؤد خان د دیکتاتورۍ د پلار نوم ډېر مناسب وو. ص ۲۵۳

پسله ولایتونو، قوماندانیو او وزارتو نو(ملي دفاع او کورنیو چارو)کولو څخه  سردار محمد داؤد خان  له ۱۹۵۳حخه تر ۱۹۶۳کاله (پوره (لس کاله) صدراعظم پاته شو. سردار محمد داؤد خان خپله کابینه اعلان کړه، صدر اعظم د ځان له پاره پر صدراعظمي چوکۍ برسېره د دفاع وزارت، د کورنیوچارو وزارت او د پلان وزارت کارونه خپله مخته وړل. د داؤد خان  د صدراعظمۍ کار په ډېره توده وینه پیل کړه او د کابینې غړي یې هم سخت په کار وا چول، خو د پاکستان سره د سیاسي اختلاف په وجه یې ځان او وطن دواړه ژوبل کړل. ص۲۵۴

لوېدیځ دی ځانته را کشاوه چي د بغداد (سنتو) او(سیاتو) په تړونو کي د پاکستان ایران او ترکیی سره سر وروتړي، خو سردار د عصبیت څخه پرته له دې چي د تاریخ له درسونه رایاد(زده کړه) کړې وي یو ځل د شوروي (روسې) په منګولو کي ځان وغور ځاوه. د پاکستان پر ضد د صفربارۍ کمپاین چې له پاکستان سره یې د پښتونستان په مسله کې یې سړې اړیکې درلودې او د افغانستان په خښم کې محاصره او د لوېدیځ او ختیځ دواړو غاړو ته یې امریکا د دوو هېوادونو په سترګه کتل، دې وضعیت سردار محمد داؤد خان روسانو ته ډېر نږدې کړ…… سردار محمد داؤد خان ښه کافي او غوښن کارونه سرته ورسول، خو په سیاسي ډکر کي یې هم سختي ټکري وخوړې. ص۲۵۴

د سردار محمد داؤد خان د صدارت د دورې د لویو بدو پېښو له جملې څخه یوه هم په کندهار کې د مخ لڅۍ او د سینماګانو د جوړولو پر ضد لاریونونه وه، چې په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کې د دادو خان ​​په امر د لوی پاسوال خان محمد خان له خوا ژوندۍ مظاهرې سختې وځپل شوې. د ملي اردو د دوهم قول اردو قوماندان ګڼ شمېرخلګ  وژل . ١٧٢ کسان ونيول شول او محاکمه شول، ٢١ تنه په اعدام محکوم شول او پاتې نور په بند محکوم شول، د اعدام حکم عملي نه شو.په همدغه رابط خدای بخښلی محمد نادر ایوبي کندهاری په خپل اثر” پاچهانو څه کول؟” کي لیکي : ما ایوبي د کندهار د مظاهرې څخه فقط څو ورځي وروسته له ډاکتر ادم خان درمل صاحب چي زما اشنای وو، زما کورته راغلی وو، له هغه څخه وپوښتل په مظاهره کي به څوتنه کندهاریان وژل سوي یې؟ ډاکتر صاحب درمل کېسه وکړه”  زه په دفتر کي ووم، چي خان محمد خان(قوماندان د قول اوردو) امر راته وکړه، ډاکتر صاحب موترونه او عسکر در سره واخله مړي او زخمیان راټول کړه. زه د پرسونل سره ووتلم تر اوه سوو (۷۰۰) مړو ډېر مو راټول اوپټ کړه” ……

په ننګرهارکي د خپل ولایت(رئیس تنظمه) پروخت د صافیو د قوم سخته ټکونه او د هغوی مشران په پوړو تړلي، واښه په خوله پر څلورو د محمدظاهر شاه مخي ته ودرول، توبه یې په وکښل، بیا محمد ظاهر خان هغوی وبخښل.

 د پوهنتون د محصلینو اتحادیه : دا اتحادیه سر دار محمد داؤد خان ونه زغمل، په دې اتحا دیه کښي شامل دغه کسان وو: محمد اسحق عثمان، عزت الله مجددي، کاظمي د ننګرهار، عبدالکبیر، کبیر سراج دوه وروڼه ، بصېرحکمی ،شعیب، سردار حفیظ نوابي. غلام علي آئین، یونس سرخابي ،عبدالواحد، امان الدین امیرپور، غلام حیدرنورس، میرعلي شاملزاده، عبدالکریم نضرتي لنډه یې داچي نژدې دېرش کسان ځوانان را ټول وو. سردار شاه محمود چي د کورنۍ تر سخت فشار لاندي و، نو تر اتحادیې تیر سو وویل :” دموکراسي نه د موکراسي”.ص۲۴۲

سردار محمد داؤد خان له لوري پرعبدالمالک خان لوګري باندي د کودتا تورو لګول سو؟: داؤد خان د خپلي صدراعظمي په دوره کښي عبدالمالک خان د مالیې د وزیر په توګه وټاکه. په خپله کابینه کې یې ځای ورکړ، عبدالمالک خان لومړی امریکا ته د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو په موخه سفر وکړ او کله چې له امریکا څخه راغی، د لته دهغه په خلاف یا  د عبدالمالک خان  پر ضد د سیسه جوړه شوه، چې په ډېر د قت او مهارت سره په سټېج باندې تطبيق شو، په ۱۳۳۵ هجري لمريز کال کې عبدالمالک خان له داوود خان سره د ملاقات په نوم د کابل د والي مير عبدالعزيز له خوا له خپل کور څخه و ایستل شو. بندي کړل شو په شدت او جديت سره، ووهل او ټکول سو، کورنۍ او خپلوان یې هم له نږدې  ترڅارلاندي و نیول سول. په کودتا کې د تورنو کسانو ټولې شتمنۍ ضبط او د سپین غر شرکت لغوه شو، په کودتا باندي د متهمو کسانو اولادونه له زده کړو بې برخې او شتمني یې ضبظ کړل سوې.”. هوښیارانو هر څه لڅ کړي دي. “تر  ټولو  بده خبره چي هوښیاران بد ځني وړي هغه له دوستانو سره بې وفایی او خیانت دی. ” کلیله او د منه ص۱۸۵ پښتوژباړه..

له سردار محمد داؤد خان څخه مخکي سردار شاه محمود خان چي په افغانستان کښي یې خلګ د دموکراسۍ پلار یا دوي دهغه د صدر اغظمي دوره وه ، شاه محمود خان له امریکا سره ښه اړیکي را جوړي کړي، د دهلې بند، د کجکي بند، د کندهار او بولدک ، دکندهار او کابل سړک جړولو کار، افسوس چي امریکا پر سردار محمد داؤد خان بې باوره وه، سردار داؤد خان چي کله امریکا ته سفر وکړه امریکا ورته په ښه سترګه ونه کتل پس له هغه سردار محمد داؤد خان د وخت شوري ته ځان حواله کړ. له صدارت څخه د سردار داؤد خان تر استعفا وروسته نو افغانستان د شوروي او امریکا د سیالیو په ډکر بدل سو.

سردار محمد داؤد خان د خپل حکومت (صدارت) په ورستیو کښي د لوی اقتصادي اوسیاسي ستونزو سره مخامخ شو. هغه تولېدي پروژې چي ده تر کار لاندي نیولي وې و بهربردارۍ ته ونه رسېدې، له بلې خوا دپاکستان محاصره او د امریکا د مرستو بندول په ۱۹۶۱ م کال کي د دې باعث شول چي حکومت په ټولو وزارت خانو کي شل فیصده د بودجې تنزیل کړي…. یو خطر ناکه انفلاسیون هم خوله ولګول. …… سردار محمداؤد میدان خوشي کړ، د پاچا په عنوان یې دوه مفصل یاداښتونه صادر کړل په دغه پېشنهاد کي دا دوې خبري پټې وې، یو داچي حکومت باید حزبي شي او یو حزب ته قدرت و سپارل شيو دوهم د پاچا يي کورنۍ غړي د حکومت په کار کي جدأ منع شي. پاچا د سردار محمد داؤد خان غوښتنو ته هیڅ جواب ورنه کړ، داؤد خان استعفأ وکړه، محمد ظاهرشاه  یې پر ځای ډاکتر یوسف وګماری. ص۲۶۰

سردار صاحب زېږولي غم به د ډېر وخت له پاره  دولسونو پرکورمیلمه وای؟.   نور بیا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.