په هند کې سیلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

305
36 دقیقې مخکې

د هندوستان په شمال ختيځ کې تر سختو ورښتونو وروسته په سيلابونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او ۱۰۲ نور لادرکه دي. چارواکي وايي سيلابونو پلونه نړولي او په سيندونو کې د اوبو چټک جریان د ژغورنې عملیات سخت کړي.

رپوټونه وايي سيلابونه وروسته له هغو زور واخیست چې د چهارشنبې په ورځ د هندوستان په سیکیم ایالت د هیمالیايي جهیل، لوناک له څنډو اوبو سر وکړ، چې د چارواکو په خبره شاوخوا ۲۲زره خلک ېې اغېزمن کړي.

له سټلايټه په اخیستل شوو انځورونو کې ښکاري چې د جهیل نژدې دوه دريمه برخه اوبه وتلي دي.

دا د سويلي آسیا په غرنۍ سیمه کې د وژونکي او ویجاړوونکي سیلاب وروستۍ پېښه ده چې لامل ېې اقليمي بدلون ښودل کيږي.

د هندوستان د دفاعي چارو یو ویاند وويل: «د لټون عملیات په داسې حال کې ادامه لري چې بې وقفي بارانونه هم وريږي. په تیستا سیند کې اوبه په ډېر شدت بهیري، په ډېرو سیمو کې سړکونه او پلونه اوبو له منځه وړي دي.»

په سیمه کې د ېوې مهمې لويې لارې د تخريب له کبله د سيکیم ارتباط د شرقي بنګال ښار، سیلیګوري سره قطع شوی دی.
په سیمه کې د ېوې مهمې لويې لارې د تخريب له کبله د سيکیم ارتباط د شرقي بنګال ښار، سیلیګوري سره قطع شوی دی.انځور: Ab Rauoof Ganie/DW

د پنجشنبې په ورځ وختي د هندوستان د سیکیم ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وويل چې ۲۶ کسان ټپیان شوي او ۱۰۲ نور چې ۲۲ يې پوځي پرسونل دي، لادرکه دي. دغه اداره وايي چې ۱۱ پلونه اوبو تخریب کړي دي.

د ANI خبري آژانس له خوا په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د سيلاب اوبو ساختماني سیمې لاندې کړي او کورونه ېې نړولي دي. د پوځ مرکزونه او نور تاسیسات هم تخریب شوي او نقلیه وسایط تر اوبو لاندې شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې، د لا ډیرو ځمکې ښويدو د پېښو خبرداری ورکړی او په راتلونکو دوو ورځو کې ېې په سیکیم ایالت او د هغه په ځينو ګاونډيو سیمو کې د لا ډېرو ورښتونو وړاندوینه هم کړې ده. په سیمه کې د ېوې مهمې لويې لارې د تخريب له کبله د سيکیم ارتباط د شرقي بنګال ښار، سیلیګوري سره قطع شوی دی.

​​د آرشیف انځور - ​​​​یوې دولتي سرچېنې وويل چې د اوبو څلور بندونه تخریب شوي او تر اوسه روښانه نه ده چې ولې دغه بندونه په خپل وخت نه وو خلاص شوي
​​د آرشیف انځور – ​​​​یوې دولتي سرچېنې وويل چې د اوبو څلور بندونه تخریب شوي او تر اوسه روښانه نه ده چې ولې دغه بندونه په خپل وخت نه وو خلاص شويانځور: DW

د سیکیم اسمبلې یو غړي، جي تي دهنګیل، رويترز خبري آژانس ته وويل چې په پلازمينه ګينګتاک کې خوراکي مواد پېدا کيږي، خو ډيزل او پترول وار د مخه کم شوي دي. د هندوستان تیستا په نوم سیمه چې د چهارشنبې ورځې سيلابونو ځپلې د پلازمېنې شمال ته په شاوخوا ۱۵۰ کيلومترۍ کې د چین سرحد ته نژدې پرته ده. دا هغه سیمه ده چې د چایو باغونه په کې ډیر دي.

یوې دولتي سرچېنې وويل چې د اوبو څلور بندونه تخریب شوي او تر اوسه روښانه نه ده چې ولې دغه بندونه په خپل وخت نه وو خلاص شوي. په ۱۹۶۸ کې هم د سیکیم ایالت کې هم یو جهیل نړېدلی وو، خو چارواکي وايي چې د چهارشنبې ورځې پېښه د هغې په پرتله بدتره ده.

دویچه ویله

*************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.