زلزلې پیژندنې دستګاه او خاطره

انجنیر زهیر

251
زلزلې پیژندنې دستګاه او خاطره!
د ۱۳۷۱ ل کال د مخه مو د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې ، د زلزله پیژندنې ډیره مجهزه دستګاه لرله چې د تاجکستان څخه خریداري شوې وه او څو تنومسلکی انجینرانو او علمي کادرونو په کې کار کاوه .
کله چې په ۱۳۷۱ ل کال د حمل ۲۶ نیټه باندې ، دوستم ، احمد شاه مسعود او د وخت پرچمی وزیر دفاع د چاریکار د پروتو کول له مخې ، په ډاکټر نجیب کودتاه وکړه او مجاهدین کابل ته را ننوتل نود افغانستان د علومو اکاډمۍ دفتر هم ، دیوې تنظیمي ډلې مجاهدینو ته په غنیمت رسیدلی و .
کله چې موږ سهار خپل دفتر یعنې د افغانستان علومو اکاډمۍ ته لاړو نو ګورو چې ټول کتابونه د الماریو پر ځای د ځمکې پرمخ خواره وراه پراته وو
خو کله چې مو د زلزلې پیژندنې دستګاه کوټې ته سر ور ښکاره کړ، ګورو چې هلته د زلزلې پيژندنې دستګاه د کلاشنکوف د ضربه یې ډزو په وسیله سورۍ سورۍ وه چې وروسته بیا همغه دستګاه د کباړ په بیه پلورل شوې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.