له افغانانو سره د پاکستان د حاکمی طبقی او ځینو نورو ډلو نمک حرامی

امیر ګران

323
ځـیـنی پاکستانیان افغانانو ته پیغور ورکوی او ورته د “ نـمـک حرام “ خطاب کوی په داسی حال کی چی د پاکستان د لنډ ۷۶ کلن تاریخ په لسیزو کی افغانانو د پاکستان او هند په جګړو ، ۱۹۶۵ جګړه چی هندی پوځی ځواکونه تر لاهوره را رسیدلی ول ، د بنگله دیش “ شرقی پاکستان “ د خپلواکۍ د جګړی په وخت ۱۹۷۱ کال ، د کشمیر او کارگِل په جګړو کی د مناسب فرصت په درلودلو برسیره ، پاکستان ته هیڅ تاوان ونه رساوه ، ولی برعکس پاکستانی فاشیستی پوځونو او استخباراتی کړیو د افغانستان په داخلی چارو کی بی شرمانه او بربنډی مداخلی کړی او تر دا مهاله په سپین سترگۍ ادامه لری ، په خپله تاریخی خاوره پښتونخوا او بلوچستان کی مېښت مجبوره افغانان هم ځوروی ، ښځېنه – نارینه او ماشومان زندانونو ته اچوی ، هم ئی د نورالمدارس ، حقانیه او نورو مدرسو کی برین واش کوی چی نیابتی او انتحاری جګړو ته اماده شی ، هم له UNHCR ، امریکا او نورو هیوادو د دوی په سر هم ډالری عاید او هم نوری پروژی اخلی ، د دی په څنګ کی د ډله ایزو او اجتماعی رسنیو له طریقه په افغانانو باندی د نورو دروغجنو تورونو او اتهاماتو ترڅنګ دا تور هم لګوی چی افغانان د دوی په ټکو “ نمک حرامه “ دی ، زما د معلوماتو له مخی د پاکستان اکثره دولتی او حکومتی ادارو ته چی ورشی په اخبارونو ، دیوالونو او نورو ځایو کی لاندی شعارونه او لیکنی تر سترګو کیږی.
مثلاً، د پاکستان مسلم لیگ ګوند د رهبرۍ غړی او پخوانی د دفاع ، خارجه چارو وزیر خواجه اصف ویلی ، موږ یانی پاکستانیانو د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو لپاره امریکا ته دلالی او مخبری کوله ، نمک حرام افغانان نه بلکه موږ ه یو ، بل ځای په رسنیو کی راغلی چی موږ د امریکا لپاره جعلی جهاد وکړ ، دلته لازمه ده چی په پاکستان – اسلام آباد کی د خپل دیپلوماتیک ژوند یوه خاطره د فیسبوک له محترمو لوستونکو سره شریکه کړم ، په دسیمبر ۱۹۷۹ کی په افغانستان د شوروی اتحاد د سرو پوځونو له یرغل وروسته موږ پیښور ته د سترمشر پاچاخان لیدو ته ورغلو ، وروسته له روغبړ پاچاخان ، د ولی خان په ګډون تقریباً ۴۰ حاضرینو ته وویل چی ( بـچـو ، دا جاری جنګ جهاد نه بلکه فساد ده او زما افغانان پکی وژل کیږی ) دا د پاچاخان توصیه وه او دا فساد تر اوسه د افغانانو د وژلو او افغانستان د ورانولو لپاره په بی رحمانه او دوامداره توگه ادامه لری ،
په لاندی رسنۍ او تصویر کی وگورئ چی پاکستانیان اعتراف کوی چی نمک حرامه دوی یانی پاکستانیان دی نه افغانان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.