العقیده الطحاویه

لیکوال: استاد عبدالجبار وحدت

288

د دې شرحې شارح شیخ احمد عاموه چې ژباړن یې م.یاسین مجاهد دی چې ډېر په لوړ او علمي انداز یې د ترتیب زیار ګاللی دی، د یاد کتاب په شرحه کې د ربوبیت، خالق، پیغمبر«ص»،اجل، تقدیر، رزق، د الله تعالی ګڼ صفات ، مذهب، اهل سنت و الجماعت او نورو اړینو مسائیلو باندې بحث شوی دی:
حتی عام فکر داسې وو چې الله تعالی کله مخلوق پیدا کړ، د خالق صفت یې خپل کړ ، مګر د خالق د صفت فلسفه هیڅکله داسې نه ده ، بلکې “لیس بعد خلق الخلق استفاد بسم الخالق” هغه د خالق نوم د مخلوق له پیدا کولو وروسته نه دی ګټلی، الله تعالی له ازله د خالق په صفت باندې ستایل شوی دی او په ازل کې هیڅ مخلوق نه وو.
ربوبیت یې داسې راپېژندلی دی:
د پیدایښت، سمبالښت، ځواک او قدرت دی او دغه معناوې په مطلق ډول د هر مربوب له شتون مخکې الله تعالی ته ثابتې دي .
د رسول الله (ص) شفاعت اړوند بحث پکې شوی دی چې د هغه علیه السلام شفاعت حق دی کوم چې محمد(ص) د خپل امت لپاره ساتلی دی، همدارنګه په هغو وعدو بحث شوی دی چې الله تعالی له ادم او د هغې له اولادې څخه اخیستي دي .
د سرنوښت اړوند بحث شوی : هغه«ج» چې هر شی پیدا کړ بیا یې د هغه لپاره سرنوشت وټاکل.
اهل سنت والجماعت سره د مېنې بحث داسې شوی چې : یحبهم و یحبونه: الله تعالی ته ګران دي او الله تعالی هغوی ته ګران دی (المایده۵۴)چې د شارح مطلب له دې څخه متقیان اهل سنت و الجماعت دي.
د اجل اړوند بحث شوی چې فرمایي: (وضرب لهم اجالا) هغوی ته یې نېټې ټاکلي دي.
د هغوی اړوند بحث شوی کوم چې په دې وروستیو کې د نبوت دروغجنې دعوې کوې : وکل دعوی نبوه بعده فغی وهوی: او له هغه«ص» وروسته د نبوت هره دعوه بې لاري او نفساني غوښتنه ده . د متقیانو د انجام اړوند بحث شوی :
والعاقبه للمتقین
ښه اوغوره انجام د متقیانو لپاره دی ، متقي یې داسې راپېژندلی دی متقین د متق جمع ده اوتقوی دې ته وایي چې الله (ج) دې په هغو چارو کې بوخت ومومي چې د کولو امر یې درته کړی وي او په هغو کې د نه ومومي چې منعه یې ترې کړي ده.
اهل سنت و الجماعت : له دې څخه موخه هغه کسان دي چې د سنتو ملاتړ کوي او جماعت چې د نبي کریم (ص) او د هغه د اصحابو کرامو پیروي کوي.
مذهب : هغه لارې او طریقې ته کارول کېږي چې د مفاهیمو د بیانولو لپاره دلیلونه او اسلوبونه پکې رانغښتل شوي وي.
# لهذا د ځوان نسل لپاره د داسې کتابونو لوستل لازمي بولم ، شخصا ما ډېر نوي موارد ترې یاد کړل،لکه اودس چې تجدید او تازه کولو ته اړتیا لري ، عقیده هم هذالقیاس باید تکرارا تازه شي، د عقیدې اړوند بحثونه باید واورېدل او ولوستل شي، اړینه ده چې داسې عقیدوي کتابونه په بار بار ولوستل شي. عقیده نهایت مهمه ده او هغه هم په یوه رب«ج»
پلرونه او وروڼه باید خپلې کورنۍ په دیني عقایدو مزینې او ملبسې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.