څېړنه: افغانستان د ښځو له پاره تر ټولو بد هیواد دی

267
18 ساعتونه مخکې

د یوې څېړنې له مخې په نړۍ کي ښځې تر ټولو سخت ژوند په افغانستان کې لري. د تحقیق کوونکو په وینا د افغانستان ټولې ښځې په بند کې ژوند کوي او د سیاسي او کورني تاوتریخوالي پر وړاندې نږدې په بشپړ ډول بې دفاع دي.

په افغانستان کې د طالبانو یو وار بیا واک ته له رسیدو سره، تر ټولو زیات ښځې د وضع کړای شوو محدودیتونو قربانیاني دي.

په نیویارک کې د سولې څېړنیز انستیتوت «پریو» په خپل یوه نوي رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۴ نیټه) یې خپور کړی، ویلي دي چې د طالبانو تیری کوونکی رژیم ښځې یوه داسې ژوند ته ور ټیل وهي چیرې چې دوی د کار، زده کړې او خپلې ارادې حق نه لري.

د «ښځې، سولې او امنیت» په نړیوال شاخص کې چې دغه انستیتوت د امریکا متحده ایالاتو د جورج ټاون پوهنتون سره په ګډه جوړ کړی دی، افغانستان تر ټولو وروستی ځای لري. ډنمارک په دې شاخص کې د شاملو ۱۷۷ هیوادونو په ډله کې لومړی مقام لري.

د یمن او مرکزي افریقا جمهوریت هیوادونه د دې شاخص په پای کې له افغانستان څخه مخکې دي. المان ۲۱ ځای لري.

د دغه نارویږني انستیتوت «پریو» او د «ښځې، سولې او امنیت له پاره د جورج ټاون انستیتوت» په څلورم رپوټ کې ویل شوي دي چې ښځې په هغو ټولنو کې تر ټولو ښه وضعیت لري چې سوله ایز، ډیر دیموکرات، پرمختللي او اقلیمي بدلونونو ته اماده دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ ټول هغه ۲۰ هیوادونه چې د دې درجه بندۍ د شاخص په وروستي برخه کې ځای لري د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کلونو ترمنځ په وسله والو جګړو کې ښکیل وو او په ډېرو مواردو کې تر نیمایي ډیرې ښځې یې جګړې ته نږدې ساحو کې ژوند کوي.

د دې څېړنې لیکوالانو په رپوټ کې کارول شوي ارقام له پيژندل شوو سرچینو، لکه د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د ورکړل شوو ارقامو او معلوماتو څخه ترلاسه کړي دي. دوی په دې تحقیق کې پر ۱۳ شاخصونو د هغو له جملې څخه زده کړې، دندې، قانوني وضعیت او تاوتریخوالي تمرکز کړی دی.

د «پریو» په وینا دغه فهرست ښيې چې د ښځو د هوساینې په اړه وضعیت تر کومې اندازې متفاوت دی. د بیلګې په توګه ویتنام چې د امنیت له پلوه ښځې پکې د دې فهرست په ۲۴ مقام کې ځای لري، د ښځو له پاره د عدالت په برخه کې بیا په ۱۵۴ مقام کې ځای لري.

د دغو څیړونکو په وینا، په ټولو هیوادونو کې د پرمختګ له پاره شرایط موجود دي او دغه فهرست به د کمزورو نقطو د پيژندنې او تشخیص په برخه کې مرسته وکړي.

د «پریو» انستیتوت مرستیال تورون ال تریګستاد، ویلي دي چې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې افغانستان د ښځو د ژوند کولو له پاره تر ټولو بد هیواد دی. د هغه په خبره د افغانستان ټولې ښځې په زندان کې بند پاتې دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې ښځې د کورني او سیاسي تاوتریخوالي پر وړاندې نږدې په پشپړ ډول بې دفاع دي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ټولې نړۍ په پرتله ښځې په افغانستان کې قضایي سیستم ته تر ټولو لږ لاس رسی لري، یوازې پنځه سلنه د دوی خپل بانکي حساب یا اکاونټ لري او له ډیرو لږو روغتیایي خدماتو څخه برخمنې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.