د افغانستان تاریخي بریا ته غبرګونونه؛ ډېرو د ژوند ارمان بللی

289
هيلۍ اسد/ دویچه ویله
20 ساعتونه مخکې

د ۲۰۲۳م کال کرېکټ نړیوال جام کې د پاکستان خلاف د افغانستان د تیرې ورځې بریا چې «تاریخي بریا» بلل شوې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده او ګڼو افغانانو دا د ژوند ستر ارمان بللی دی.

د پنځوس اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې دا لومړی ځل شو چې افغانستان د کرېکټ په یو ورځنیو لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو نیولی، د کرېکټ نړۍ د مشهورو او پېژندل شویو اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو، مبصرینو، روزونکو، سیاسي او ټولنیزو څېرو، چارواکو او عامو خلکو د افغانستان پر دې سترې او تاریخي بریا تبصرې کړې او افغانانو ته یې مبارکۍ ویلي دي.

د کرېکټ په لوبغالې کې له لوبغاړو او نندارچیانو نیولې تر پلازمینې کابل ټولو افغانانو د بریا دا جشن په ډېرې خوښۍ لمانځلی او دا یې د ژوند یو داسې ارمان بللی چې د کرېکټ له نړیوال جام ورته ډېر ارزښت لري.

د کابل ښار او د افغانستان له ګڼو ولایتونو په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې هر ځای ګڼ شمېر خلک سړکونو ته راوتلي او د شپې تر ناوخته اتڼنونه او خوښۍ کوي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرېکټ په یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته په یو ستر توپیر ماتې ورکوي.

د کرېکټ په نړیوال جام کې د افغانستان دې بریا ګڼ غبرګونونه راوپارول.

د سیالۍ تر ګټلو وروسته د د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشهوراو مخکښ لوبغاړي راشد خان او د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرېکټ مبصر عرفان پټان ګډه نڅا په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس په لاس شوه او ګڼو افغانانو د خوښۍ وړ ګڼلې ده.

له دې نڅا وروسته په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي چې عرفان پټان پکې وایي: «راشد خان خپله ژمنه پر ځای کړه او ما خپله».

له دغه پیغامه داسې انګېرل کېږي، چې نوموړي به له راشد خان سره د لوبې د ګټلو پر مهال میدان کې د ګډې خوښۍ ښودلو ژمنه کړې وه.

راشد خان همدا راز له بریا وروسته پر خپله اېکس یا ټویټرپاڼه لیکلی چې «تر دې نور ښه احساس نه شي لرلی.»

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان دا بریا «خوندوره او زوروره» یاده کړې ده. ګڼو نورو افغان لوبغاړو بیا دا بریا یو ارمان بللی دی.

د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني تیر توپ اچوونکي حمید حسن لیکلي: « دا یې یو خوب او ارمان وه چې نن پوره شو»

د کرېکټ نړۍ افسانوي لوبغاړي او د هند پخواني مشهور توپ وهونکي سچن ټنډولکر په روان نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې وړتیا ستایلي ده. هغه د ایکس پر پاڼه په خپل پیغام کې لیکلي دي چې د انګلستان او پاکستان په څیر ټیمونو ته ماتې ورکول د افغانستان د نوي ټیم ظهور ښيې.

د هند د ملي لوبډلې بل پخواني لوبغاړي اومشهور مبصر راوي شاستري هم د افغان لوبډلې بریا ستایلې ده. هغه د ایکس (پخواني ټویټر) د افغانستان لوبډلې په اړه په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د اوسني او مخکني دوو نړیوالو اتلانو ته په ماتې ورکولو سره تاسو وښوده چې زړور یئ.

د افغانستان دوو مخکینو ولسمشرانو حامد کرزي، محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح او ګڼو نورو پخوانیو چارواکو د دې بریا مبارکي ویلې او دا یې د خوښۍ وړ شېبه بللې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر د مرستیال مولوي عبدالکبیر سربېره ګڼو نورو چارواکو یې هم په اېکس یا ټویټر پاڼه د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

د طالبانو یو بل مخکښ غړي انس حقاني بیا د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې افغان لوبډله تر بل هر وخت په ښه وضعیت کې ده او د پاکستان او انګلستان څخه د لوبې ګټل یې د غوره توب بیلګې بللې دي.

که څه هم په کور دننه او بهر د افغانستان د لوبډلې او بریا ستاینه کېږي، خو هممهاله د پاکستان کرېکټ پر ملي لوبډله بیا په کور دننه او بهر نیوکې روانې دي او ډېرو ملاتړو او پلویانو یې په دې لوبه کې په ځانګړې توګه پر کمزورې توپ نیونه (فیلډنګ)، توپ اچونه او مدیریت نیوکې کړې دي.

د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې پر پاکستان د افغانستان د بریا ترڅنګ یو بل شی، چې د ډېرو خلکو پام ور اوښتی او په خواله رسنیو کې یې پرې تبصرې کړي، د ابراهیم ځدراڼ لخوا هغو افغان کډوالو ته د لوبې د غوره جایزې په نوم کېدل وو، چې په دې وروستیو کې اړ ایستل شوي چې له پاکستانه، افغانستان ته ولاړ شي.

د اکتوبر په دیرشمه نېټه افغانستان خپله شپږمه لوبه له سریلانکا سره لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.