په کراچۍ بندر کې څلور زره کانټینرونه بند پاتې

387

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولین وايي، د پاکستان حکومت په کراچۍ بندر کې د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت پر خوراکي او نورو توکو بار ۴۰۰۰زره کانټینرونه درول شوي دي.

هغوی د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو سره د مور او میرې په چلند تورنوي او زیاتوي چې د دوی پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان‌جان الکوزی وایي، د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو خوراکي توکي د ډېر ځنډ له‌ کبله خراب شوي هم دي.
«دغه څلور زره کانټینرونه چې ولاړ دي، د یو نیم میلیارده ډالرو مال دی. خوراکي توکې نور خرابېږي، له بورې نه شربت جوړ شو. هلته بحر دی، اوبه دي او بارانونه دي. د اوړو، غوړیو او نور توکو وخت تېریږي. موږ حیران یوو چې څه وکړو. غوښتنه مې دا ده چې نړۍ نور له افغانان سره ظلم ونه کړي او له اسلامي امارت سره خپل سیاسي مسایل حل کړي.»
خان‌جان الکوزی دغه‌راز وایي، که څه هم په امارت کې د دوی غوښتنې ومنل شوې، خو بیا هم د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړوې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول همداراز زیاتوي، د افغانستان له خاورې د پاکستان مالونه په ازادنه ډول شپه‌و ورځ د منځنۍ اسیا هېوادونو ته روان دي، خو د افغانانو سوداګریزو مالونو ته اجازه نه‌شته.
«موږ د پاکستان ګازو او تېلو ته اجازه ورکړه چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه خام مواد راوړلی شئ. ۵۰فیصده د دوی صادرات او په ځانګړي ډول د دوی یو نیم میلیون ټنه میوې زموږ په لاره منځني اسیا هېوادونو ته ځي، خو دوی ولې زموږ پر وړاندې ستونزې جوړوي؟ دا لوی زیان دی او سرمایه تباه کیږي.»
د چارو شنونکي هم وایي، اسلامي امارب باید له پاکستاني لوري سره په دې اړه جدي خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبدالواسع قانع په دې اړه کلید ته وویل:
«هغوی غواړي چې ځینې غیرقانوني توکي د افغانستان له لارې منځني اسیا هېوادونو ته ورسوي او غواړي دغې ته قانوني بڼه ورکړي چې دا یوه ستونزه ده.»
د اقتصادي چارو شنونکی شفیع‌الله ستومان بیا وایي، که اسلامي امارت په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو غم ونه‌خوري، ښایي په کوردننه د خوراکي توکو پر بیو هم منفي اغیز وکړي.
«ځینې داسې توکي دي چې افغانستان ته له منځنۍ اسیا هېوادونو نه راځي. لکه ځينې غوړي او بوره او نور خوراکي توکي له مالیزیا او یا نور اسیایي هېوادونو افغانستان ته راځي. کله چې په بندرونو کې ځنډول کېږي، طبعاً په کوردننه پر بیو منفي اغېز کولای شي.»
پاکستان په کراچۍ بندر کې پر افغان سوداګرو دا بنديز داسې مهال لګوي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د تورخم دروازه درې ځلې د افغان سوداګريزو توکو په ځانګړي ډول د تازه مېوو او سبزيو د موټرو پر مخ تړلې چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په وينا، له امله يې دواړو خواو ته شاوخوا دوه ميليون ډالر زيان اوښتی دی.

کلید رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.