هغه مېرمن چې نورو ته یې هم کار پیدا کړی

490

د کندهار ښار په یوه څنډه کې یوې مېرمنې په‌خپل کور کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارځای فعاله کړی چې اوس مهال له ډېر لېرې ځایه ښځې ورته راځي او دلته د خیاطۍ ترڅنګ دلاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.

دا کار ځای د یوې بې سرپرسته کونډې مېرمنې دی چي غواړي د خپل اقتصاد ترڅنګ د نورو بې سرپرستو ښځو اقتصاد ته هم وده ورکړي.
د دغه کار ځای مسوله رابعه وايي، دا ځای یې د هغه ښځو لپاره جوړ کړی چي د کورنۍ سرپرستان ونه لري او ددغه لارې وکولای شي خپل د کورنۍ ژوند مخته په یوسي.
دې غوښتنه وکړه چی د مسولینو له لوري څخه دې د ښځو د کاروبار ځانګړی بازار جوړ شي تر څو بې روزګاره مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي.
»دا د هغو ښځو لپاره چي دکور سرپرستي یې ور په‌غاړه ده، دکارزمینه برابره کړو او غواړو خپل کاروبار ته وده وکړو. زموږ غوښتنه داده چي موږ ته یو داسي ځای جوړکړي چي هلته صرف ښځه وي خپل کاراو خرد اوفروش وکړو.»
هغه بې سرپرسته او د اقتصادي ستونزو سره مخ ښځې چي دلته د کار لپاره راځي هم د ښځو لپاره د ځانګړي مارکیټ غوښتنه کوي او وايي مجبوره دي چې د کورنۍ د ساتني لپاره کار وکړئ.
منوره چې په یاد کار ځای کې د خیاطۍ په کار مصروفه ده وایي، موږ ښځو ته د کار اجازه راکړله شي، ترڅو موږ خپل د اولادونو دپاره یو ګوله ډوډۍ پیدا کړو او خپل کورنی ژوند مخته په یوسوو.
«موږ غواړو چي زموږ کارونه ایله او راته پراخ سي کورنۍ مو ډوډۍ غواړي او د ښځو لپاره باید یو ځانګړی مارکېټ جوړسي، تر څو موږ خپل کارونه هلته مخته یوسو.»
د خیاطۍ په دغه کارځای کې هغه انجوني هم کار کوي چي مخکې ښوونځی ته تللې، خو زده کړي يي نیمګړې پاته سوي.
فریده چي د خیاطۍ په دغه کارځاي کې زده کوونکې ده وایی، د ښځو د مارکېټ ترڅنګ دي د انجونو پر مخ د زده کړي دروازي هم خلاصي کړي تر څو خپل ژوند جوړ کړو.
«موږ داسلامي امارت له مشراتو غواړو چې د ښځینو پر مخ د زده کړو دروازي خلاصي کړي او د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټ جوړکړي چې موږ خپل کار او زده کړو ته دوام ورکړو.»
که څه هم اوس مهال دافغانستان په ډېرو ولایتونوکې ښځې په خپلواک ډول اقتصادي فعالیتونه ترسره کوي، خو په کندهار کې بیا دښځو د کار اړوند فعالیتونه دریدلي دي.

راپور/کلید رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.