کډوالو لپاره د طالبانو کمېسیون؛ آیا رسېدنه به وکړي؟

286
محمد اسماعیل شاکر / دویچه ویله
8 ساعتونه مخکې

د طالبانو حکومت وايي، هغه کمېسیون په کار پيل وکړ چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه جوړ شوی. خو آیا راتلونکي ژمي کې په دومره لوړ شمېر کې کډوالو ته رسېدنه آسانه ده؟

د پاکستان حکومت د ورکړل شوي ضرب الاجل له مخې، شاوخوا ۱،۷ میلیون افغان کډوال له پاکستانه په زور شړل کیږي.

په راتلونکې اونۍ کې د ورکړل شوي ضرب الاجل پای ته رسېدو سره سم د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون هم خپل کار پيل کړی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ویناپاڼه کې ویلي: « د (…) حکم له مخې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د را اېستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۳۱ لوړ رتبه مسئولینو په شمول عالي کمېسیون جوړ شو او  اسلامي امارت  د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو  او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق  لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې منظورې کړی.»

راستنېدونکو کډوالو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رسول، لنډمهالو پنډغالو جوړول، د راستنو شویو ثبت او لېږدول ددغه کمېسیون په بنسټیزو دندو کې راځي.

خو پوښتنه داده چې آیا په دومره لوړ شمېر کې کډوالو ته رسېدنه د طالبانو حکومت د وس خبره ده؟

دغه کډوال چې ډېرو د خپل ژوند تر دوه لسیزو ډېر عمر هلته تېر کړی، ځینې یې هلته زېږېدلي او ځوانان شوي، خو اوس به ټول شته، کاروبار او د زده کړو بهیر تر شا پرېږدي.

د طالبانو حکومت پر وړتیا بې باوري

د شمېرو له مخې، همدااوس په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر میلیونونه ځوانان وزګار دي، د بې کارۍ کچه، تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې طالبانو بیا واک نېولی، خپل اوج ته رسېدلې.

کتونکي او دغه راستنېدونکي کډوال افغانستان کې شته بشري ناورین ته په کتو ډاډمن نه دي چې د طالبانو حکومت دې ددغو میلیونونو انسانانو ژوند ښه کېدا کې اغیزمن رول ولوبوي.

ځینې خو یې ان د خپلو هغو لورګانو زده کړو ته هم اندېښمن دي چې پاکستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته زده کړې کولې او یوشمېر یې ان د پوهنتون تر کچې رسېدلي دي.

طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او د پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړلي دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې یواځې تېره اونۍ له پاکستانه د سپین بولدک په لاره نیږدې ۸ زره افغان کډوال افغانستان ته ورستانه شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.