د علم او پوهې توپیـر

شیرساپی

397

                                                                                             ۳۰ / ۱۰ / ۲۰۲۳

علم زموږ په کلتورکې په يوه معنی، لکه: ادراک، معرفت، عرفان، بصیرت، فهم او پوهې لپاره کارول کیږي.

د علم کلمه له عربي ژبې څخه زمونږ ژبو ته داخل شوې ده. ځینې د علم پر ځای د پوهې کلمه کاروي. خو دا باید په پام کې ونیسو چې علم او ​​پوهه، دوی دوه بیلابیل تعریف لري.

په انګلیسي کې د لاتین کلمه ساینس ( Science) د علم لپاره استعمال وي. د نالِج (knowledge) کلمه د پوهې لپاره

د علم مفهوم په خاص ډول د (ساینس) سره معادل دی، چې له لاتیني ریښې “ساینستیا” د پوهیدل په معنی اخیستل شوی او د هغې سره متناظر د انساني پوهې یوه برخه ده چې د تجربوي میتودونو له لارې حاصل شوېده او د تجربوي علومو قواعد پرې حاکم دي.

پوهه د معرفت په معنی ده چې هر انسان له يو ډول ادراکه برخمن دی. دا لغت د پوهنې له لغت سره توپير لري. پوهنه یا علم (ساينس) ته ويل کېږي چې اکثراً په مسلکي ډول پکارېږي خو پوهه بيا د فلسفې اړونده اصطلاح ده چې انگرېزي «نالج» او دعربی له معرفت، معلومات، عرفان، بصیرت، وقوف، ادراک، فضیلت او فارسی او پښتو دانایی او پوهه  ورته  ويل کېږي.

علم یا پوهنه(ساينس) د انسان د زده كړيز، اکتسابی كار او فعاليت هغه ځانگړى ډول دى ، چې د چاپېريالې نړۍ د عيني ، سېستماتيكي منظمو او مدللو پوهو طرحه كولو او رامنځته كولو ته يې لورى وركړ شوى وي . یا په بل عبارت،  پوهنه د نړیوالې کچې ارزښتناکه پوهې پراختیا او هدفمند تنظیم لپاره منظم عمل معنی لري. پوهنې په لاندې وېشنيزو سره وېشل كيږي:

  • ټولنيزې پوهنې
  • بشري پوهنې
  • طبيعي پوهنې
  • تخنيكي پوهنې

علم د مادي نړۍ توضیح او توصیف ښیی او د تصرف  لپاره طریقې ورته  وړاندې کوي. علم د طبیعي نړۍ په اړه د توضیحاتو او وړاندوینو په قالب کې د پوهې تولید او تنظیمولو آزمایښت شوي جوړښت دی.                                                         پوهه، شناخت (پېژند)، یا پوهاوي(آګاهی) سره اشتباه  نه شئ. علم د باور منونکی پوهاوي مجموعه ګڼي چې له منطقي او عقلاني پلوه د څرګندنې وړوي.

 #ـ « علم درفرهنگ جدید بمنزله “ایمان” و برای بشرجانشین معبود های گذشته او است.

اینک علم – شرک بزرگ روزگارما – کعبه ایست که همه بسوی آن نماز میبرند و توانای مطلقی است که همه کس وهمه چیز از او کسب نیرو و طلب قدرت میکننـد . 

 علم در روز گار حاضر خدای خود کامه وانحصارجو و رقیب ناپسندی شده است؛ هر ناز و رازی را باید در آستان معبد او قربانی کرد، برای هر حاجتی میباید بدامان او توسل جست، حل هر مشکلی را میباید از او – که یکه تاز میدان معرفت است، انتظار داشت. نه مذهب، نه فلسفه، نه طبیعت ونه ماوراء طبیعت، هیچکدام تا مهر تصویب علم را بر چهره نداشته باشد، پذیرفتنی نخواهند بود. نه اخلاق، نه ایدئولوژی و نه مکتب تا از دست برکت گستر علم کسب

برکت نکرده باشند، قداست و والایی نخواهند یافت. هـرچه دردایره علم بگـنجد مقـد س است ومحبوب وهـرچه ازآن بیرون ماند، منفور است و مغضوب.  علـــم است که اخــــلا ق را میـزاید، و دا نـــش است که ارزش را میآ فـرینــد و  شناخت  است که  تعهــد  میآورد».

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#  دانش و ارزش ( کتاب، چاپ هشتم، عقرب ۱۳۶۱، انتشارات یاران) داکتر عبدالکریم سروش

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.