د آلمان فدرالي حکومت ته نژدې کړيو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۲۸مه) وويل چې هغوی د پاکستان حکومت سره کار کوي تر څو هغو افغانانو سره چې د فدرالي آلمان د منلو پروګرام پر شرایطو برابر دي او تر مخه ورسره د مرستې ژمنه شوې وه، همکاري وکړي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ په يوه برخه کې د آلمان د فدرالي حکومت د کړيو له قوله ويل شوي: «د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په نژدې اړېکه کې دی او هغو زیانمنېدونکو افغانانو له پاره چې د آلمان د منلو په فدرالي پروګرام کې شامل دي، د یوې حل لارې پر موندلو کار کوي. موږ له هغو کسانو چې له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخ دي، ملاتړ کوو.»
د پاکستان حکومت په وروستيو کې اعلان کړی چې هغه افغان مهاجر به له خپلې خاورې وباسي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. پاکستان په دغو شرایطو برابر افغانانو ته د اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي. د اکتوبر تر میاشتې اوس یوازې دوه ورځې پاتې دي.
د پاکستان حکومت د معلوماتو پر اساس، حاضر وخت په پاکستان کې شاوخوا ۴ اعشاريه ۴ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې ۱ اعشاريه ۷ ميلیونه ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
![آلمان غواړي له خطر سره مخ هغو افغانانو سره چې آلمان ته د راوښکلو ژمنه ېې ورسره کړې او اوس په پاکستان کې د اخراج له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، تر څو له پاکستانه ووځي. آلمان غواړي له خطر سره مخ هغو افغانانو سره چې آلمان ته د راوښکلو ژمنه ېې ورسره کړې او اوس په پاکستان کې د اخراج له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، تر څو له پاکستانه ووځي.](https://static.dw.com/image/59136092_906.jpg)
د آلمان د کورنيو چارو وزارت پر اساس، هغه افغانان چې په ځانګړې توګه زیانمېدونکي دي، کولی شي د فدرالي آلمان د منلو پروګرام له لارې آلمان ته راشي.
د منلو دغه پروګرام له هغو افرادو ملاتړ کوي چې د بشر حقونو څخه د دفاع، عدالت، سیاست، رسنيو، روزنې، فرهنګ او ورزش په برخو کې د خپلو کړو فعالیتونو په خاطر اوس له ګواښ سره مخ وي.
د آلمان د منلو فدرالي پروګرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې په لاره واچول شو. د دغه پروګرام ځينې برخې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې په کاري بهير کې د شک او د ناوړه استفادې د احتمال په دلیل، د تعلیق په حالت کې راغلې، خو دغه پروګرام د همدې کال د جون میاشتې په وروستیو کې بېرته له سره پیل شو.
ويل کيږي چې تر اوسه د دغه پروګرام له لارې ۶۰۰ کسان آلمان ته د سفر کولو په شرایطو برابر پېژندل شوي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغې ډلې یوازې ۱۳ تنه آلمان ته انتقال شوي دي.
![پاکستان په دغه هېواد کې میشتو هغو افغان مهاجرو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي پاکستان په دغه هېواد کې میشتو هغو افغان مهاجرو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي](https://static.dw.com/image/67245577_906.jpg)
حاضر وخت په سلونو افغانان آلمان ته د انتقال په هيله په پاکستان کې په خورا بد وضعیت کې د انتظار ژوند تېروي.
آلمان ته په لوړ شمېر کې تازه وارد شوو مهاجرو ته په کتو، اوس د آلمان مسيحي دموکرات او د بایرین مسیحي سوسیال اتحادي ګوندونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د منلو پروګرام دې ودرول شي. خو د فدرالي آلمان د کورنيو چارو وزېرې، نانسي فيزر، تېره اوونۍ ټينګار وکړ چې دغه پروګرام «لغوه شوی نه دی»، خو «له افغانستانه د خلکو په راېستلو کې واقعي ستونزې موجودې دي.»
د رسمي معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته، شاوخوا ۳۰ زره زیانمنېدونکي افغانان په آلمان کې منل شوي دي. په دغو افرادو کې ۱۹۳۰۰ ېې پخواني محلي کارمندان دي چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د حضور پر وخت ېې له آلماني بنسټونو سره کار کاوه.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.