فرهنګ

سبحان الله ویر

361

د فرهنګ عام پېژند دا دی چې د یوې ټولنې د کړو وړو ټولګې (مجموعې) ته ویل کېږي چې د همدغو مشخصو کړو وړو پر بنسټ دا له نورو ټولنو را بېلوي او یوه فرهنګي ځانګړنه ورپه برخه کوي. یو تمدن دی یو فرهنګ. تمدن په آره مانا ښاریتوب ته ویل کېږي ؛ خو فرهنګ د یوې ځانګړې جفرافیې او سیمو د خلکو دودونو او رواجونو ته ویل کېږي.
فرهنګ پخپل ذات کې پر دوو برخو وېشل کېږي: مادي او معنوي. مادي یې د ټولنې د وګړو د جامو ډول, کورونو ډول, خوړو ډول او… ته ویل کېږي . معنوي فرهنګ بیا د وګړو اړیکې , علوم او نور رانغاړي.
د افغانستان فرهنګ چې د ټولو قامونو تر مینځ ګډ او مشترک ګڼل کېږي , په مادي او معنوي برخه کې تطابق او ورته والی لري؛ ځکه ټولو ګډ ژوند سره کړی او دودونه له یوې سیمې بلې ته لېږدول شوي دي. په مادي برخه کې د پښتنو نارینه وو جامې داسې دي چې کمیس , پرتوګ, لونګۍ, پکول, قره قلي , سپینه خولۍ, غمي لرونکې ( هلمندۍ – کندهارۍ) خولۍ, څادر, پټو , چپنه, واسکټ, سلیپر بوټونه, جلال ابادۍ څپلۍ یا څپلکې, پڼې , په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې کلوښې ( کلوشې) اغوستل کېږي. د کالیو یا جامو ډولونه یې له یوې سیمې تر بلې توپیر هم کوي. د غزني , هلمند , کندهار, زابل , روزګان خلک ډېری داسې پرتوګونه اغوندي چې ول ول ( ګیبي) پایڅې یې وي او کمیسونه یې د هلمند د خلکو غاړه, د لمنو او لستوڼو ژۍ ګانې خامک شوې وي. د ننګرهار خلکو کمیسونه ساده یخن لرونکې وي. د غزني هم همداسې, د کندهاریانو یخن تر نامه خامک وي ؛ خو ساده کمیس هم جوړوي. د زابل او روزګان خلک هم خامک شوې غاړې اغوندي هم ساده. د کندوز خلک خامک شوې غاړې جوړوي ؛ خو غمي هم پکې کاروي. د میدان وردګو خلک ټول یو ډول ساده کالي اغوندي ؛ خو هلکان او ځوانان یې یخنونه خامک کوي.
بله ځانګړنه دا ده چې پښتانه عموماً لونګۍ پر سر کوي. له لونګۍ سره د ټولو پښتنو ځانګړې لېوالتیا او مینه شته. له فرهنګي ځانګړنې سربېره د ننګ , غیرت او مېړانې سمبول دی. د کټواز خلک, د غزني , اندړ او سلېمانخېل قامونه, پکتیا او پکتیکا وال , یو ډول ژېړ رنګې یا ژېړبخونده لونګۍ کاروي, له سره یې ډېره غټه تاووي او اوږده لوړه شمله ورته پرېږدي. نور پښتانه توره, سپینه, توره او سپینه, سپینه او توره لونګۍ اغوندي. ملایان بیا ټول سپین پټکي پر سر کوي. د خوست خلک د خولۍ او لونګۍ تر څنګ د غوږ شاته سور مرچ یا سور ګل ږدي. سربېره پر دې بریتونه یې هم اوږده اوږده وي چې څوکې یې پورته خواته تاووي. ډېری نارینه یې ویښتان په نکریزو رنګوي.
د فراه , هرات او نیمروز پښتانه هم د زابل او روزګان په څېر جامې اغوندي.
د کندوز د خلکو جامې ساده وي ؛ خو د پرتوګ پایڅې یې ډېرې غټې غټې جړوي او کمیسونه بیا کله لنډ وي کله بیخي اوږده, یخن یې هم ځانګړی ډول وي چې د دې خلکو کالي د قاسمي جامو په نوم یادېږې. ویښتان یې هم لږ څه اوږده وي او پېکی یا کاکل پر تندي راجوړوي,اکثره یې د بوټونو شاګانې قاتوي چې د ( پس قات ) په نوم یې یادېږي .
د میدان وردګو نارینه ساده کمیس او پرتوګ جوړوي. واسکټ ورسره اغوندي, سپینه خولۍ, پکول یا قره قلۍ پر سر کوي؛ خو پکول او قره قلۍ یې بالعموم نه دي. لونګۍ هغه نارینه پر سر کوي چې سن یې تر دېرشو اوښتی وي. هلکان او ځوانان یې په ځانګړو ورځو یا شوقي پر سر کوي .
پښتانه نارینه اوړی څادرونه کاروي او ژمی پټوګان. چپنه سپین ږیري اغوندي چې هر وخت یې اغوستی شي, موسم یې ټاکلی نه دی.
رابه شو د پښتنو مېرمنو جامو ته . پخوا ( کابو څلوېښت کاله وړاندې) پېغلو او ښځو یو ډول کالي اغوستل . چین لرونکي ( ګردي – ګڼ) کمیسونه , ګیبي پرتګونه او غټ غټ ټیکري یا پړوني. د کمیس قد به تر زنګنو یا لږ اوږد و. په رنګونو کې یوازې ټیکري او کمیس ته بېلابېل رنګونه ټاکل. پرتوګ به سور یا شین و. پر کمیسونو یې چورمې ( ژېړې – سپینې) , روپۍ او مرۍ اېښودې. ډول ډول خامکونه یې کول چې پخته دوزي , خام چکن , ګره دوزي, زر دوزي , … و. اوس سور پرتوګ یوازې سپین سرې اغوندي هغه هم کلیوالو سیمو کې. سربېره پر دې سور یا شین ګیبي پرتګونه اوس ناوې ګانو ته جوړوي او نورې نجونې, ښځې یې هم اغوندي ؛ خو ذوقي او په ځانګړو وختونو کې ( واده, نکریزو شپه… ) .
ځینو مېرمنو به خامک شوې ګردې یا څلور کونجه خولۍ پر سر اېښودې بیا به یې ټیکری پرې وراچوه . په غاړو کې به یې تاویذونه ( تعوذونه) او کونجۍ ( کیلیانې) راځړولې چې دا د خواښې ګانو یا واکمنو مېرمنو کار و. نجونو او پېغلو به پیېل شوې مرۍ ( چرګی – غاړکۍ) پر غاړه کولې.
ورستیو کلونو کې د جامو ډول بیخي بدل شوی. ښځې سپین پرتوګونه اغوندي چې ځینې یې پایجامه یا کوتنه بولي. کمیس په خپل ذوق جوړوي چې ټاکلي رنګونه نه لري. څو کاله وړاندې پېغلو هم سپینې کوتنې او ګردي کمیسونه اغوستل ؛ خو اوس یوازې سپین سرې مېرمنې دا کار کوي. پخوا به یې پایڅو ته فیتې ( پیتې) پرتې وې اوس یې خامک کوي.
مخکې به یې یوازې غټ غټ ټیکري پر سر کړل, کور او کلي ته به ووتلې ؛ خو اوس ځینې چادرۍ اغوندي ځینې حجابونه چې عربو ته ورته دي. پېغلې ټولې او مېرمنې ډېری پنحابي اغوندي. هغه نجونې چې زدکړې کوي یا لوستې وي , ځینې یې لنډ کمیسونه او پتلون اغوندي چې د ډېریو پښتنو سخت بد ځنې راځي ؛ ځکه دا د پردیو تپل شوی فرهنګ دی او زموږ فرهنګ ته وده نه ورکوي , بلکې د ودې خنډ یې ګڼلی شو. فرهنګ خو پر څلورو پایو ولاړ وي : دین , ټولنیز علوم , ساینسي علوم او هنرونه .
د افغانانو د کورونو د جوړولو ډول هم ځانګړی او په زړه پورې دی. پخوا په ټول افغانستان کې , اوس په اطرافونو یا لرې پرتو سیمو , کلیو او بانډو کې کورونه له خټو جوړېږي چې پخڅین کور یې بولي. چتونه یې له غټو لرګیو ( تیران) , کړکۍ یې قدرسې وې چې مازې به خونه پرې رڼا کېدله. یو یا دوه به پخلنځي وو چې د ( اتیشخانه یا تندورخانه) په نوم یادېدل . دوه به ځکه وو چې یو به ټول پوښلی او تود و, د ژمي لپاره. بل به دوو خواوو ته دیوال لاره چې هغه د اوړي یا دوبي لپاره و او دالان نومېده . یوه هم غوجله وه چې مالځای یې نوماوه , یوه بله کوټه هم وه چې مالونو ته به یې واښه پکې ساتل چې ( کاهدانه) یې بلله . چوتره یا تخبام( تخت بام ) , د خونو مخې سوپې ته یې ویل چې اوړی به یې څپره پرې راجوړوه او سیوري ته به یې کېناستل. د چوترې لاندې به ډېریو خلکو اوږد تاکاو ( ته کوي) ورکاوه چې د کور اضافي کالي او لوښي به یې پکې اېښودل. څوک به چې لږ شتمن یا باغداره و, دوه پوړیزه کور به یې جوړاوه. لاندې خونې به د ژمي وې چې تاوخانه ( تاب خانه) یې ورته ویل, په تاوخانه کې روبه خانې وې چې د پخلنځي له تناره یا بېل ځای سره نښتې یا وصل وې ؛ کله به چې تناره کې اور بل شو , روبه خانو ته به یې لاره خوشې کړه , ګرمي او تفت به د کوټې غولی توداوه او اېښودل شوې تیګه به سره کېدله. د کوټو پر سر بله اوږده خونه وه چې بالاخانه یې نوموله. دا به ډېری وخت مېلمستون و یا به اوړی پاس تلل چې ښه یخ شمال به پکې لږېده. د انګړ ور به د ټولو کورونو یو ډول و, لرګین او دوه پله ییزه دروازه , غټ ځنځیر ورته پروت چې کړۍ به پورې نښتې وه. کله چې دوازه مو ټکوله نو کړۍ به مو نیوله او ځنځیر به مو وره ورواهه.
اوس هر څه بل ډول شوي. ان کلیو کې هم سمینټي کورونه جوړېږي, دروازې وسپنیزې, د تاوخانو پر ځای ډېری خلک مرکز ګرمۍ کاروي. د بالاخانو پر ځای لوی لوی سالونونه او ښیښه خونې جوړوي. مالداري په کلیو پورې محدوده ده.
په کابل کې نه ؛ خو ولایتونو کې اوس هم خلک کلی کلی اوسي. له ټولو کورونو کلا چاپېره وي او مینځ کې تربرونه سره اوسي چې د یووالي ښه سمبول دی.
ګاڼې: پښتانه نارینه ډېری یې قیمتي غمیو لرونکې یا عادي ګوتمۍ یا ګوتې په لاس کوي. ښځینه وو به پخوا غاړکۍ, چرګی, منګول ګۍ ( خپړه) , بنګړي, کرې او باووګان, پېزوان, نتکۍ, چارګل, سلسله , ټیک او غوږولۍ کارولې ؛ خو اوس د دې ګاڼو کارول کم شوي یا یوازې ناوې ګانو پورې محدود دي. له نورو فرهنګونو په تقلید سره د ګاڼو ډول بدل شوی, پخوا به ډېر له مریو جوړې شوې ګاڼې کارېدلې, اوس طلا , الماس , عادي ګاڼې, سپین زر او غمي لرونکي زېورات کارول کېږي.
پخوا ډېری نجونو ګاڼې اغوستې ؛ خو اوس دومره لېوالتیا نه ورسره ښوول کېږي. د بنګړیو پر ځای ساعت یا ګړۍ یا نور شیان کاروي. له ځانګړو مراسمو پرته به هېڅ نجلۍ هم ګاڼو ته زړه ښه نه کړي, خصوصا چې کابل کې اوسي. دا ځینې بدلونونه د فرهنګ د ودې پر ځای هغه زیانمنوي هم.
خواړه: د پښتني سیمو او افغانستان نامتو خواړه دا دي:
وریځې ( پلو, شوله , شیربرنج, بټه, اوګره, ډنډکی… ) , غوښه ( ښوروا, قورمه , کوفته , لاندی , کباب …. ) , کورت , پتي, ورغستلي , پیره کي, پاستي, پېرړې , دستکۍ, پتیرې , روغن ځوښۍ, ….
راځو معنویاتو ته:
زموږ په ټولنه په تېره پښتني سیمو کې فرهنګ هرومرو د سن په حساب اړیکې خپل جلا جلا ارزښت او مسوولیتونه لري. مشران د خورا درناوي وړ دي.
د یوه کلي اوسېدونکي خپلو مینځو کې د تره زامن یا لمسیان وي چې تربورنه ورته وایو او تر مینځ اړیکې یې تربګېنت بلل کېږي. د یوه کلي اوسیدونکو ته کلیوال ویل کېږي. هغه نجونې چې واده شي خورلڼې او چې راواده شي انږیندې ورته وایو.
په اخترونو کې ټول یو د بل کره ځي او اختر مبارکۍ کوي. پخوا به ماشومان ټول یو ځای شول, کور په کور په ګرځېدل چې کوربنو به ورته ګډه وچه مېوه , اېشولې هګۍ او غوزان یا چارماغ ورکول. اوس سره له دې چې د ښارونو په مرکز کې ماشومان خپله نه ګرځي, کورنۍ یې هم له ځان سره اختر مبارکیانو ته نه بیایي ؛ ځکه ننګ کوي یا ځان ورته ښه نه برېښي. دا کار ورو ورو هغه خوند د ماشومتوب له اختره وړي او فرهنګ مو کمزوری کوي.
ډېری پښتانه داسې دود لري چې د کلي نارینه ټول سره يو ځای کېږي بیا پر کورونو ګرځي. که یوه کلي کې وي خو ښه ده, ګینې هر چېرته چې اوسي ځان د کلي مشر یا سپین ږیري کره رارسوي , ټول یو ځای , له همغه ځایه بیا نورو کورونو ته ځي. په لوی اختر کې هر کور یا چې د چا وس کې و, اخترۍ باندې کوي او ټول نارینه کلیوال غواړي. په کوچني اختر کې هم مېلمستیاوې وي ؛ خو د هغو کسانو چې لږ څه شتمن وي. ښځینه برخه بیا د اختر په لومړۍ یا دویمه ورځ یوازې د پلار کره ورځي. نور کورونه هغه وخت راپالي چې د کور نارینه یې له اختره را وزګار شي او دوی ته د لارې سړی پیدا شي. دا کار له مېرمنو سره د دوه ګوني چلن په مانا نه ده, بلکې هغوی په خپله خوښه د مېلمنو د کوربه توب او بدرګې په پار تر هغو له کوره نه وځي چې مېلمانه یې خلاص شي. ان د مېرمنو تر مینځ ګړنه ده چې وایي اختر اووه ورځې دی هغه هم موږ ته.
د روغبړ پر وخت , نارینه یو بل ته غېږه ورکوي او مشرانو سره په دوو لاسونو ستړي مشي کوي. که مشر کس یې نږدې خپل وي دوی د هغه لاس مچوي او هغه دوی پر سر ښکلوي. ښځې په ټولیز ډول یو د بل مخ ښکلوي . په ځینو سیمو کې ؛ لکه: پکتیا , پکتیکا او غزني سیمو کې ښځې په لاس ستړي مشي کوي او یو بل غېږ کې نیسي. د دې دواړو ځایونو ( پکتیا او غزني ) بل په زړه پورې او هېښوونکی دود دا دی چې یو د بل لاسونه هم مچوي . داسې نه ده لکه د نورو ځایونو غوندې چې کشره د مشرې لاس ښکل کړي , دلته مشره د کشرې پر لاس ورپرېوځي او برعکس هم.
د پښتنو د ښادیو دودونه سره ورته یا بیخي یو ډول وي, ځینې رواجونه یې توپیر کوي چې بیخي واړه دودونه دي. څوک چې کوژده وکړي لومړی وړوکی ګل ( دستمال – لفظ ) وړي. بله ورځ غټ ګل وړي چې خپل و پردي پکې بلل کېږي. په ګل کې کلیوال نر او ښځې پیسې اچوي او کوروالا ته مبارکیانې ورکوي تر څنګ یې د نېک شګون هیله مندي هم ورته څرګندوي. تر کوژدې وروسته ناوې ته جوړه وروړل کېږي ( ناوې ته جامې, کورنۍ ته او نږدې نږدې خپلوانو ته یې, خواړه او مېوې ….) . د وردګو خلک یې خت یې بولي. وروسته بیا دواړه کورنۍ یو بل ته د خوېښۍ ( خېښۍ) مېلمستیا کوي چې ځینو سیمو کې پایوازي ورته وایي. هېره دې نه وي کله چې د هلک کورنۍ دستمال یووړ , د هلک خپلوان د مبارکۍ په پار ورکره راځي او د نجلۍ خپلوان د خواخوږۍ په پار د نجلۍ کره ورځي.
په واده کې د نجلۍ خسرګنۍ د واده د غوښتنې لپاره نجلۍ کره ورځي چې ( لنډون ) بلل کېږي. تر لنډانه وروسته د هلک کلیوال یا نږدې خپلوان , د هلک کره راځي د لنډون مبارکۍ ته. یوه جوړه جامې نجلۍ ته د ډالۍ په توګه د هلک کورنۍ ته اېښودل کېږي. هاخوا بیا د نجلۍ خپلوان یوه جوړه جامې یا لوښي نجلۍ ته ډالۍ کوي چې بیا یې د خسر په کور کاروي. بیا د نکریزو شپه ټاکل کېږي. پر دې شپه د کلي ټولې ښځې راغوښتل کېږي چې مازدیګر د نجلۍ کره ځي, شال پرې غوړوي او د شپې ناوخته یې لاس و پښې سره کوي. له دې موقع نه په ګټه, نورې نجونې او ښځې هم خپل لاسونه سره کوي.
د واده پر ورځ کله چې زوم ځان چمتو کوي, د حمام یا ځان وینځلو لپاره ټول پاک ( ناکارولي) د اړتیا وړ توکي ورکوي . کله چې راخلاص شي ؛ مور, خویندې او نورې ښځې یې په سندرو بدرګه کوي او له ( شاه بالا) سره یې د نارینه وو ډلې ته استوي. ناوې بیا د هغې همزولې یا نورې پېغلې سینګاروي ؛ خو اوس ناوې هم سینګارخونو ته ځي او زوم هم. ودونه ډېری په کورونو کې نه په هوټلونو کې کېږي.
د نکریزو په مراسمو کې نجلۍ افغاني ګڼ اغوندي او پڼې پښو کوي او منګی په لاس کې نیسي . زوم هم خپل سیمه ییز کالي , افغاني واسکټ , لونګۍ اغوندي او پڼې پښو کوي. وروسته بیا نجلۍ ته وایي چې موټی ټینګ کړي, له زومه غواړي چې د ناوې موټی پرانیسي. کله چې موټی یې خلاص کړ, یوه ډالۍ یې په لاس کې ورته ږدي چې اکثریت د سرو زرو ګوته وي. د هلک نږدې خپلوانې بیا تر زوم وروسته ناوې ته په موټي کې پیسې ږدي . واده چې پای ته ورسي , د زوم ټول نږدې خپلوان او کلیوال ناوې تر کوره ورسره بیایي. د نجلۍ له خوا بیا دوه یا درې کسه ورسره ځي چې خاله, عمه یا خویندې یې وي او دې ښځو ته ( ټونګر) وایي.
د واده په سبا د ناوې پلارګنۍ , زوم کره, ډوډۍ یا خواړه وروړي.
تر واده وروسته د اوومې ( تخت جمعۍ) مراسم دي. په اوومه کې ټولې هغه جامې ښکارول کېږي چې ناوې ته ډالۍ شوي او د ډالۍ کوونکي نوم یې له ډالۍ سره اخلي . نور واړه و غټ دودونه هم شته چې بیخي بیا جزییات حسابېږي . تر دې وروسته د ناوې خسرګنۍ ( نارینه) , د زوم کره راځي, ناوې ته ټیکری ( خونی) ورکوي چې په ټولیز ډول نغدې پیسې وي. د ناوې له خوا هم هغوی ته بېرته ډالۍ ورکول کېږي چې ( کردار ) ورته وایي او ډېری ( جاینماز , دستمال ….) وي.
هېره دې نه وي چې د زوم او ناوې نږدې خپلوان او کلیوال, ناوې ته مېلمستیا برابروي چې د ناوې د خسر کورنۍ ټوله, د ناوې مور خوا او ځینې نورې مېرمنې ورسره بلل کېږي. هلته کوربه ناوې ته جامې او نغدې پیسې ورکوي او د ناوې خواښې یا خسرګنۍ هم بېرته کولچې, چاکلېټ او نغدې پیسې کوربه ته په ډالۍ کې ږدي. دې دود ته ( پایوازي) وایي .
کله چې په یوه کورنۍ کې هلک ماشوم وزېږي, ختم پرې نیول کېږي ؛ خو نجلۍ پخوا عیب ګڼل کېده, اوس عیب نه ګڼل کېږي.
د ماشوم پلار خوا او مورګنۍ, ماشوم ته یوه یوه جوړه جامې پېري او د ډالۍ په توګه ورته راوړي. ماشوم چې څلوېښت ورځنی شي, مور یې د پلارګنۍ له لوري بلل کېږي او ښه مېلمستیا ورته جوړوي.
په کورنیز چاپېریال کې بیا د افغانانو ښه فرهنګ دا دی چې کشران د مشرانو له مخې پښې نه غځوي, بېځایه خبرې او خنداوې نه کوي. د ډوډۍ پر وخت لوی دسترخان هوارېږي, نارینه برې خوا ته کیني او ښځینه کوزې خواته. خواړه په ګډه خوړل کېږي, هر چا ته جلا جلا قاب نه وي ایښی, دوه یا درې کسه په یوه قاب سره ګډ وي. عموما په لاس ډوډۍ خوري نه په کاشوغه ؛ ځکه چې دلته د فرهنګ دیني برخه پالل شوې , سنت پر ځای شوی. ډوډۍ لومړی مشران پیلوي بیا واړه.
بل که یو کس خپلو شپږو زامنو ته هم ودونه وکړي ؛ خو ټول په یوه کور کې اوسي . دا د یووالي ښه بېلګه ده. زامن د مور و پلار پر ژوند نه سره بېلېږي ؛ ځکه یو ډول بې احترامي شمېرل کېږي ؛ خو که د مور و پلار خوښه وه د بېلتانه پر وخت د کور شته مالونه چې هر څه وي, مساویانه وېشل کېږي. پلار و مور بیا له هغه زوی سره اوسي چې د دوی خپله خوښه وي. مانا داسې نه چې مور و پلار د ډاګ حیران پرېږدي او دوی ولاړ شي.
جرګه بل غوره دود دی ؛ کله چې د دوو کسانو تر مینځ شخړه یا جګړه وشي, دا ربړه په جرګه هواروي. د جرګې غړي د همغې سیمې مخور سپین ږیري , مشران او پوه کسان وي. جرګه ستونزه هر اړخیزه څېړي, غور پرې کوي, تر سلا مشورې وروسته پرېکړه کېږي چې دواړه لوري یې منلو ته اړ وي. د جرګې غوره والی په دې کې دی چې غټې ستونزې او زړې دوشمنۍ هم هوارولی شي. بل ښه والی یې دا دی چې د یوه ځانګړي لور پلوي نه کوي او بې طرفه دا چاره سمبالوي.
هر فرهنګ خپل نواقص او کمۍ لري, موږ پر هېڅ فرهنګ هم د بشپړ مهذب فرهنګ نوم نشو کېودی؛ نو د پښتني فرهنګ کمزوري دا ده چې کله دوه نارینه خپلو کې جګړه وکړي او یو لوری پکې زیانمن شي, دا زیان د نجونو په ورکړه او جبري ودونو جبرانېږي. مانا د ورور په غوړیو کې خور سوځي. په بدو کې د نجونو ورکول اوس هم ښه په کیفیت روان دي. توپیر یې له پخوا سره همدومره دی چې پخوا هر څه برالا ( ښکاره) وو , اوس پټ. کوم کلي کې چې پېښه وشي په پټه نجلۍ په بدو کې ورکړل کېږي او له نورو کلیو دا خبره پټه ساتل کېږي. مانا دا دود که پیکه شوی هم دی ؛ خو لا هم پالل کېږي.
کله چې یوه کلي کې مړی وشي بیا کلیوال او نږدې خپلوان د مړي کورنۍ ته ( ګیلم / ویر ) کوي چې ځینې ځینې نور کسان هم ورسره غواړي. ښځې او نر غمجنې کورنۍ ته دعا یا فاتحې ته ورځي , له ځان سره توند پیره کي یا نور شی د ( ویروسي) په نوم وړوي. که غمجنه کورنۍ خېښان ولري مانا لور یې ورکړې وي, د لور خسرګنۍ یې دوی ته یو پسه حلالوي چې ( شل) نومول کېږي.
مېلمه پالنه کې خو افغانستان په ځانګړې توګه پښتانه نامتو خلک دي. د مېلمه دومره قدر و عزت کوي چې د ناستې ځای یې نه وي مالوم. مېلمه ته ځانګړې خونه ( مېلمستون) چمتو کوي چې خپله بیا پکې شپې ورځې نه تېروي . بل کله چې مېلمه له کوره وځي که نارینه وي که ښځینه, غټ وي که واړه؛ خو کوربه یې بوټونه ورته ږدي یا اېښي وي بیا یې هغوی پښو کوي, کله چې مېلمنه خدای پاماني کوي ټیکری یې ترې اخلي ورته قاتوي یې بیا یې ورکوي. مېلمانه چې له کوره دباندې وتل , ښځینه کوربه یې د انګړ تر وره ملتیا کوي او نارینه بهر هم ورسره وځي او بدرګه کوي یې.
پښتني فرهنګ خورا لوړ او خوږ دی. د دې لپاره چې ټول فرهنګ په یوه مقاله کې نشي ځایېدلی ؛ نو جزییات مې بیخي ونه لیکل. که پر فرهنګ ولیکو, پنډ کتاب ترې جوړېدی شي او د ټولو دودونو له یادونې ما عاجزه وګڼئ.
د ټولو فرهنګیالو او ننګیالیو افغانانو د یووالي او ورورولۍ پۀ هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.