د ملګروملتونو یو جګپوړي‌ چارواکي‌ پر غزې د روانو بریدونو په غبرګون کې استعفا وکړه

313

په غزه کې د ملکي وګړو پر وړاندې د اسرائیلو د وحشیانه بریدونو په اړه  د نړۍ په کچه نیوکې او غبرګونونه دوام لري. که څه هم ملګرو ملتونو څو ځله د بیړني اوربند غوښتنه کړې، خو کومه پایله یې نه ده ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د نیویارک د دفتر رئیس کریګ موخیبر په غزه کې د روان قتل عام  په غبرګون کې له خپلې دندې استعفا وکړه  او ویې ویل: “زمونږ د سترګو پر وړاندې نسل وژنې روانې دي‌ خو مونږ څه نه شو کولی.”

د موخیبر د ملګروملتونو سازمان ته په وړاندې کړي‌ خپل استعفا  لیک کې لیکلي‌ دي‌ چې  په غزه کې هغه څه چې روان دي  یو نسل وژنه ده، د مسلمانانو پر خلاف نسل وژنه ده.

موخیبر لیکلي “ما د توتسي، بوسنیايي مسلمانانو، یزیدیانو او روهینګیا د قتل عام په اړه کار کړی، خو غزه تر ټولو لوی قتل عام دی چې ملګرو ملتونو تر اوسه نه دی لیدلی.”

هغې ددې خبرې په ټینګار سره چې  د بشري حقونو په برخه کې  د ۳۰ کلنې تجربې خاوند وکیل یم وویل، “زه ښه پوهیږم چې نسل وژنه څه ده، او زه پوهیږم چې دا د سیاسي پاڅون په توګه کارول کیږي، مګر دا یو اصلي نسل وژنه ده.” هغه وویل، «دا قضیه باید په درسي کتابونو کې تدریس شي.

هغه ټینګار وکړ چې لویدیځ د خپلو رسنیو سره یوځای د نسل وژنې پټولو لپاره کار کوي. “نه يوازې امريکا، بلکې اروپايي ټولنه هم په دې نسل وژنې کې لاس لري.”

TRT.Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.