افغانستان د ژمې په درشل کې، د خوړو رسولو چاره سختیږي

298
3 ساعتونه مخکې

د خوړو نړېوال پروګرام وايي، د ژمي راتګ سره د ډېری غرنیو سیمو لارې تړل کیږي، چې له امله به خلکو ته د مرستو رسول سخت شي.

د خوړو نړېوال پروګرام یا WFP پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د سخت ژمي پيل ته یواځې څو اونۍ پاتې دي. دغه سازمان زياته کړې:«مونږ افغانستان کې د سخت ژمي له پيل سره یواځې د اونیو واټن لرو، د کومې له امله به چې د واورو او یخونو ترشا ټولنو سره اړیکې پرې شي.»

دغه نړېوال مرستندویه بنسټ اټکل کړی چې افغانستان کې د ژمي پرمهال له اړمنو کورنیو سره مرستو لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړېوال پروګرام داسې مهال افغانستان کې د یو سخت ژمي له پيلېدو خبرداری ورکړی چې دا هېواد په کوردننه له سخت بشري ناورین سربیره سږکال له پاکستانه تر یو میلیون ډېرو افغان کډوالو د ورستنېدو له بحران سره هم مخ دی.

پاکستان د روانې نوامبر میاشتې لومړی نېټه په هغه هېواد کې له اسنادو پرته افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه، چې اوس د همدغه اعلان له مخې هره ورځ په زرونو افغانان هېواد ته ورستنیږي.

اندېښنه داده چې په ژمي کې به په کوردننه د بې وزله افغانانو ترڅنګ دغو ورستنېدونکو کډوالو ته څه ډول رسیدنه وشي؟

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.