د کتاب غل

امین الله فیضي

301

د ښار په منځ کې ځوان په یو ماشوم پسې منډې وهلې، ځوان را ته له ورایه داسې را تر سترګو شو، چې دا خو هغه کتابخانې واله نه دی!؟
چې، مخکې شوم اټکل مې سم و! وخت ناوخت به مې ځانته کتابونه او کوچني ورور ته درسي سمان ترې اخیسته.
ما ته پته وه، چې د بازار ماشومان شوخ وي، حتماً به یې له دکاندار غله یا بل داسې ناوړه کار ترسره کړی وي.
خو، دا دغه ماشوم ژړا، دکاندار ته زارۍ او چې دکاندار یې په وهلو بوخت دی.
خلک ورته ولاړ دي ننداره یې کؤي، یو هم داسې مسلمان پدوی کې پیدا نه شو چې ماشوم ترې خلاص کړي او یا د ماشوم سپارش وکړي.
تم نه شوم، وراغلم!
ماشوم مې چې له نږدې ولید، له پوزې یې وینې روانې او کالي یې په وینو سره، دې حالت سخت خپه کړم!
ور مخته شوم، ماشوم مې ترې خلاص کړ.
ــــ خېر دی یاره؟! څه شوي؟
دکاندار! پۀ قهرجن او توند ځواب: دغه حراموني او د سپي زوی زما لۀ دکان قلمونه، کتابچې غله کړي ول!
ماشوم: ولې دې داسې وکړل؟
ماشوم له ما وډار وشو، چې شاید دی مې هم وهي!
ماشوم په ژړاغوني انداز وؤیل خدای ته ګوره پرې مې ږدۀ!
ماشوم ځواب رانکړ!
ماشوم، یو څه غلی شو
بیا مې وپوښت، ولې دې داسې وکړل؟
پدې وخت کې ماشوم، د ژړا ډکې سترګې را پورته کړې، سر یې ښکته کړ لاسونه یې شاته نیولي وو.
ورته مې ویل، څه شوي؟!
شاتۀ دې څۀ پټ کړي؟!
ماشوم ځواب رانکړ!
چې په شاه مې یې سترګې ولګیدې، یوقلم او یوه کتابچه يې شاته پټ نیولي، چې په وینو او د بوټانو په رنګ لړلي دي.
ورته مې ویل داڅه دي؟
ویې ؤیل چې د دۀ لۀکتابخانې مې راپټ کړي!
دا کار دې ولې وکړ؟!
ماشوم خاموش شو، هېڅ یې ونۀ ؤیل!
خو؛ وروسته ماشوم سر راپورته کړ.
پۀ ژړا غوني اؤ بند، بند آواز یې وؤیل، چې سبا مې آزموینه ده، ما سرۀ هیڅ پیسې نشته، چې دامتخان لپاره قلم، اؤ کتابچه پرې واخلم!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.