د غم د پا سه غم

پاچا

264

November 10, 2023

پاچا – کليفورنيا – امريکا

 

د افغانستان ګران هيوادوال  په دی  وخت کی د يو بل ناورين سره مخامخ شول، د پاکستان پنجابی رژيم په سلهاو افغان کډوال يا مهاجرين په داسی حال کی د پاکستان څخه وتلو ته مجبوروی، چی د دغو مهاجرينو لپاره د افغانستان حکومت هيڅ ډول تياری نلری. دا په داسی حال کی ده چی د فلسطين غم لړلی پيښی د ټولی نړۍ پام همدغه د فلسطين ناورين ته اړولی او د نوری نرۍ مسايلو ته يی بيخی شا اړولی ده. داسی اټکل کيږی چی د دوه ميليونو څخه زيات افغاان کډوال به د پاکستان څخه په وچ زور افغانستان ته شړل کيږی. زه غواړم چی دی د يوی خبری وضاحت وکړم او هغه دا چی دغه افغانانو ته بايد د مهاجر خطاب هيڅکله ونه شی  دوې ته بايد وطن ته بيرته راستانه شوې افغانان وويل شی ، ځکه چی دوې خپل اصلی وطن او ټاټوبی ته بيرته راواپس شويدې.

بله خبره دا ده چی د افغانستان حکومت چی پخپله د ډيرو اقتصادی، سياسی او داخلی مسايلو سره مخامخ او لاس او ګريوان دی نو د دغه بحران د حلولو سره به څه ډول چلند وکړی چی دا پخپل ذات کی يوه ناڅاپي مسئله ده چی د طالبانو حکومت  په يواځی سر ددی ناورين سره د مقابلی لپاره کوم وسايل نلری او له بله طرفه سخت ژمی هم راروان دی. زه دلته ددی ناورين په اړه چی ترڅو زما په فکر کی خطور کوی د طالبانو مشرانو ته وړاندیز کوم خدای دی وکړی چی يوه اندازه هغه په نظر کی ونيسی او د دی غميزی په حل کی يو معقول طرزالعمل او لار پيدا کړی، طالبانو ته زما لنډ وړانديزونه په لاندی ډول دي

لومړی: هغه خلک چی د عطا، دوستم او جمعيتی ستميانو او نورو جنګسالارانو د ظلمونو، وحشتونو او وژنو له امله په زور د خپلو کورونو څخه شړل شويدې بيرته هم هغه ځايونواو ولايتونو ته د ليږدونی او ټرانسپورت عاجلې اسانتياوي په وړيا ډول  د دولت لخوا په نظر کی ونيول شې. زه فکر کوم چی په دی اړه به د ملګرو ملتونو د کډوالو يا مهاجرينو سازمان يعنی يوانايچ  سیآر هم خپلې بشر خواهانه مرستې وکړې

دوهم: دا مهاجرين چی ځوانان هم پکی شامل دې يوه لويه بشری قوه ده او د طالبانو حکومت بايد د دغی بشری قوی څخه اعظمی ګټه پورته کړی، طالبان بايد د دی ځوانانو د قوی او توانای څخه د قوش تيپی کانال په جوړولو کی کار واخلی، چی شاړي ځمکی ابادی کړی چی دا به نه يواځی د هيواد په ګټه وی بلکه دا ځوانان به په کار وګمارل شی چی ګټه به يی ټولو هيوادوالو ته ورسيږی

دريم: دوې راګرځيدونکو افغانانو ته بايد د افغانستان په ټولو ولايتونو کی زراعتی دولتی ځمکي وويشل شی او د زراعت او کروندی ټول وسايل د اصلاح شويو تخمونو په ګډون وړيا برابر شی، د دوې څخه بايد د يو څو کلنو لپاره د ماليی تقاضا ونه شی تر څو دوې پخپلو پښو ودريږی

د افغانستان واکداران په ټولو مسايلو زمونږ او تاسی څخه ډير ښه پوهيږی خو دا يو څو دوستانه غوښتني وی خدای دی وکړی چی پاملرنه ورته وکړی

په درناوی

پاچا

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.