ډیورنډ کرښي ته یوه بله کتنه

عبدالباري جهاني

336

په افغانستان کي به د هیڅ ملي مسلې په باب د ډیورنډ د کرښي په څېر زیات بحثونه نه وي سوي. البته سره له هغه هم تر اوسه پوري د دې مهمي ملي مسلې په برخه کي ځیني غلط فهمی موجودي دي. همدا اوس ډېری افغانان په دې عقیده دي چي ډیورڼد د انګرېزانو او افغانستان د حکومت ترمنځ یوه موافقه وه چي ۹۹ کاله عمر یې درلود او باید چي د تیري پېړۍ په ۱۹۹۳ کال کي لغو سوې وای. هیچا ځان ته دونه زحمت نه دی ورکړی چي دا تړون یو ځل پخپله ولولي او وګوري چي په هغه تړون کي د زمان د قید ماده له سره وجود نه لري. له بېسوادو خلکو او تنکیو زلمیانو څخه ګیله نه کوم بلکه ما پخپله له داسي کسانو څخه دا استدلال اورېدلی دی چي د عالي تحصیلاتو دعوه یې کوله.

 پوهان مو په دې عقیده دي چي د افغانستان واکمنان د ډیورنډ د تړون د لاسلیکولو په وخت کي پخپله تحت الحمایه او د انګرېزانو لاسپوڅي او معاش خواره وه نو بناءً د هغوی لاسلیک اعتبار نه لري او دا تړون خپل قانوني حیثیت له لاسه ورکوي. او یا دا چي د دې تړون له انګرېزي متن سره مل نقشه لاسلیک سوې نه ده ځکه چي امیر ملاحظات لرل. او دغه راز د ویانا د نړۍ وال کنفرانس په ۶ ماده کي راغلي دي چي یوازي یو خپلواک هیواد د تړون د لاسلیک کولو صلاحیت لري نه تحت الحمایه هیواد.

زموږ دوستان په دې عقیده دي چي دا تړون باید د یوه شخص یا پاچا، چي هغه هم تحت الحمایه وو، له خوا نه بلکه د یوه پارلمان له خوا او که پارلمان موجود نه وو نو د یوې لویی جرګې له خوا منظور سوی وای.

دا د ډیورنډ پر ظالمانه کرښي باندي داسی اعتراضونه دي چي هیڅوک سترګي ورباندي پټولای نه سي. خو زه وایم دا تړون که قانوني دی که غیر قانوني دی. حتی که د افغانستان پارلمان او یا لویی جرګې هم تصویب کړی وای؛ دونه ظالمانه تړون دی چي په نړۍ کي یې بل هیڅ مثال او ساری نسته. د نړۍ پر مخ باندي بله هیڅ داسي کرښه نسته چي یوه بېګانه هیواد، په وچ زور، د یوه قوم په منځ کي ایستلې او یو قوم یې په داسي حال کي پر دوو برخو وېشلی وي چي هیڅ ډول طبیعي یا توپوګرافیکي منطق، چي هغه د غرونو، غونډیو یا سیندونو وجود وي، ورته جوړ نه سي . او که دا تړون غندل کیږي نو باید چي له دغي زاویې څخه وغندل سی نه د هغه د قانونیت او نه قانونیت له مخي ځکه چي زورور قوانین جوړوي خو ځانونه یې هیڅ وخت په عملی کولو مکلف نه ګڼي. زه ګومان کوم قانوني دعوه هغه وخت اقامه کېدلای سي چي مدعي علیه دعوې ته تیار وي. مدعي علیه د اورېدلو غوږ ولري او یا په نړۍ کي دونه څوک وی چي زموږ دعوه واوري او بیا نو موږ د یوه تړون د قانونیت او مشروعیت او نه قانونیت دعوه را پورته کړو.

د ډیورنډ کرښه دونه ظالمانه او غیر منطقي ده چي حتی فریزر ټیټلر Fraser Tytler چي له ۱۹۳۵ څخه تر ۱۹۴۱ کال پوري په کابل کي د برټانیې سفیر وو اعتراف کوي چي دا کرښه هم د منطقې د خلکو د قومي جوړښت، هم د ستراتیژی او هم د جغرافیې له مخي غیر منطقي ده. دی وايی دا کرښه د اباسین حوزه پر دوو برخو ویشي او یو ملت نیمی کوي او حتی قبایل سره ویشي. دی وايی حیران دی چي عبدالرحمن خان دا کرښه څرنګه ومنله؛ البته یو امکان یې دا دی چي هغه به په نقشه نه وي پوهېدلی او غولېدلی به وي … Tytler. Afghanistan PP 188-89

ټیټلر وروسته لیکي چي نه عبدالرحمن خان او نه له هغه څخه وروسته حبیب الله خان د مداخلې نه کولو عبارت ته توجه کوله. دی وايی د افغانستان د واکمنانو په عقیده مداخله یوازي دا وه چي وسله واله قوتونه یوې سیمي ته واستوي او جنګ جوړ کړي. هغوی خپل دا عمل مداخله نه بلله چي د قبایلو مشران جرګو ته راوبولي او بیرته یې له ښو سوغاتونو سر ه رخصت کړي. ټیټلر وايی دا د امیر د پالیسی یوه اساسي برخه وه چي په خپلواکو قبایلو کی یې خپل نفوذ جاري ساتی او تل به له هغوی سره په تماس کي وو. هغه مخ

که موږ غواړو چي د ډیورنډ د کرښي مسله له حقوقي اړخه مطرح کړو نو باید دې سوال ته جواب ووایو چي انګرېزانو، په اسیا کي تر خپلي سلطې لاندي په کومه سیمه کي  کوم تړون د بشري یا بین المللي منل سویو قوانینو سره سم طرح کړی او لاسلیک کړی دی چي پاته سو د ډیورنډ تړون؟ هغوی پر کوم تړون باندي وفا کړې ده؟ د کوم تړون د لاسلیک کولو په وخت کي یې د هغه ملت اراده غوښتې ده؟ چي پاته افغانستان او د ډیورنډ تړون سو. انګلیسیان په سیمه کي تر ټولو زورور استعماري طاقت وو او د خپلو استعماري ګټو سره سم یې عمل کاوه. هغوی د خپلي خوښی سره سم پالیسی طرحه کولې او عمل یې ورباندي کاوه. دوی په اسیا کي درې ډوله عمومي پالیسی درلودلې د مخته تللو یا Forward Policy  بیرته د اباسین خواته یا Back to the Indus  او د علمي سرحد پالیسي  Scientific Frontier Policy

Lt: General Macmunn. Afghanistan from Darius to Amanullah P225

له انګرېزانو څخه هیچا داپوښتنه نه کوله او نه یې ورڅخه کولای سوای چي تاسي څوک یاست چي له اروپا څخه راغلي او د نورو پردیو قومونو په هیوادونو کي ځانونو ته سرحدات ټاکی او بیا هغه ته د علمي سرحد نوم ورکوی؟ تاسي ته د بل په خاوره او ښارونو کي د مخته تللو یا فارورډ جنګي پالیسی د پرمخ بېولو او د بېګناه اولسونو د قتلولو او بې عزته کولو حق چا درکړی دی؟  کله چي انګرېزانو د ۱۸۷۹ کال د مې په میاشت کي له یعقوب خان سره د ګندمک تړون، چي ډیورنډ یې ادامه ده، لاسلیک کړ نو پخپله د انګلیسیانو جنرال د افغانستان څخه د پښین او سیبی جلاکول داسی نامعقول کار وباله چي په هیڅ توګه توجیه کېدلای نه سي. Major- General J.G. Elliot. The Frontier 1839-1947 P 64 مګر دا یې قواله په چا یې منې. د زوراوبه مخ پر لوړه خیژي.

البته امیر عبدالرحمن خان، سره له هغه چي زموږ دوستان یې تحت الحمایه او ځیني یې لا ګوډاګی پاچا بولي، تر مرګه پوري د ډیورنډ تړون رعایت نه کړ او د عمر تر پایه پوری یې د انګرېزانو په ټاکل سوي قلمرو کي له پښتني قبایلو سره تماسونه ټینګول، ښورښونه یې حمایه کول او د ښورښونو له مشرانو سره یې مرستي کولې. البته کله چي به د انګرېزانو له قهر سره مخامخ سو او نور به نو پر افغانستان باندي د هغوی د حملې خطر لیده کېدی بیا یې له نرمي پالیسی او سیاست څخه کار اخیست. که انګلیسیانو له افغانانو سره پر خپلو قولونو او معاهدو باندي پښې ایښودلې او هر وخت یې، له خپلي خوښي سره سم، تېری ورڅخه کاوه نو امیرعبدالرحمن خان هم ، تر خپله وسه پوري، له هغوی سره تړون نه رعایتاوه.

امیر عبدالرحمن خان د پښتني قبایلو په ښورښونو کي مستقیمه برخه نه اخیستله مګر هیڅ وخت یې د هغوی له ملاتړ څخه لاس نه اخیست. امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۹۷ کال کي د ملکنډ او تیراه په ښورښونو کي مستقیمه برخه وانه خیستله مګر د مشهورو او د نفوذ څښتنانو ملایانو یوې غونډي ته یې وویل چي دا د ریښتونو مسلمانانو وظیفه ده چي کافران قتل کړي. امیر دغه راز د جهاد د تبلیغ لپاره یوه رساله خپره کړه او د انګلیسیانو د سرسخته دښمن ملا نجم الدین اخوند چي د هډې په ملا صاحب مشهور وو او د ملا سید اکبر اپرېدي سره یې مرستي کولې. دوی دواړه او د ښورښ نور مشران د امیر له سپه سالار غلام حیدرخان سره په تماس کي ول او داسي رپوټونه خپاره سول چي له افغانستان څخه ۱۵۰۰ تنه ملایان د ډیورنډ تر پولي تېر سوي او د انګلیسیانو پر ضد په جګړو کي یې برخه اخیستې ده. Maj- General J.G. Elliot. The Frontier 1839-1947 P 47

۱۸۹۷ کال تقریباً ټول د هند د ویسرا او امیرعبدالرحمن خان تر منځ، په قبایلي سیمو او پېښور کي، د ښورښونو او په هغو کي د افغانانو د برخي اخیستلو په باب یوه بل ته په لیکونو تېر سو. د پېښور کمیشنر د ۱۸۹۷ کال د اګست په میاشت کي امیرعبدالرحمن خان ته ولیکل چي « ویسرا هدایت ورته کړی دی چي تاسي جلالتمآب ته ولیکم چي موږ له یو شمېر منابعو څخه داسي اطلاعات ترلاسه کړي دي چي وايی ډېر زیات شمېر افغانانو د هډې له ملا سره لاسونه یو کړي او د شبقدر پر پوسته باندي په حمله او د برټانیې د شنکرګهړ د کلي په سوځولو کي برخه درلودلې ده. رپوټونه دغه راز وايی چي د جلال آباد له ټولو سیمو او د چاردهی، امبارخانه، باسول، ګیردي غوث، سرکاني او لالپوره څخه افغانانو په ښورښونو کي برخه اخیستې ده او رپوتونه لا دا هم وايي چي د افغانستان یو شمېر سپاهیانو په ملکي لباسونو کي په دغو ښورښونو او حملو کي برخه درلوده. جلالتمآب ویسرا غواړي چي تاسي په دغه برخه کي اقدام وکړی… »  Angus Hamilton. Afghanistan P479

البته امیر پرله پسې د قبایلو په ښورښونو او د برټانیې پر پوستو باندي په حملو کي د افغانانو پر برخي اخیستلو باندي انکار کوي او وایسرا ورته لیکي چي ستاسي له قلمرو څخه افغانان له ډولونو او بیرغونو سره را روان دي او د هډې له ملا سره همکاري کوي.

وایسرا د خپل اوږده لیک په دوام لیکي چي زه به اپرېدیو او بلي هري قبیلې ته چي د برټانیې پر پولو او حکومتي تاسیساتو باندي حملې کوي داسي جواب ورکړم چي هغوی ته د برټانیې د حکومت زور معلوم سي. البته زه په دې خبري خوشاله یم چي تاسی په دربار کي هغه رپوتونه غلط بللي دي چي وايي د برټانیې پوځیان پر کابل باندي حملې ته تیاری کوي. تاسي جلالتمآب ته ښه معلومه ده چي تر څو پوری تاسي د برټانیې د حکومت په مقابل کي خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسی د هند حکومت به په عزت او حیثیت پر خپلو وعدو باندی ودرېږي او ستاسي جلالتمآب د حکومت ملاتړ به کوي. Ibid PP 482-83

 البته انګلیسیان هیڅ وخت پر خپه وعده باندي نه دي درېدلي او وروسته به یې موږ د ایران او افغانستان سره څو پرله پسې متضادو قراردادونو ته اشاره وکړو. انګرېزانو  له امیر عبدالرحمن خان سره په ۱۹۸۰ کال کي ژمنه کړې وه چي د خارجي یرغل په مقابل کي به د افغانستان څخه دفاع کوي مګر کله چي امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۸۵ کال کي د هند له ګورنر جنرال لارډ ډوفرین سره خبري کولې په دغه ترڅ کي پر پنجده باندي د روسانو د یرغل او د هغی سیمي د نیولو رپوټ ورته ورسېدی. امیر ګورنر جنرال ته وویل چي ستاسي حکومت زما سره ژمنه کړې وه چي د خارجي یرغل په مقابل کي به مي دفاع کوی. ګورنرجنرال ورته وویل چي که روسانو بل ګام واخیست نو دا به له هغوی سره د جنګ د اعلان یو عامل وي. امیر عبدالرحمن خان په ریشخند آمیزه توګه ګورنرجنرال ته وویل چي د برټانیې حکومت اعلان کړی ووچي پر افغانستان باندي به د خارجي یرغل په شا تمبولو کي زما سره مرسته کوي نو د ا حقیقت او پر ځای خبره ده چي افغانستان باید د انګرېزانو سره اوږه پر اوږه ودرېږي. Arnold Flether. Afghanistan Highway of Conquest P 160

فلیچر لیکي چي د امیر مطلب دا ووچي افغانستان به احمق وي چي د خارجي قدرتونو په قولونو غولیږي او برټانیې چي هره وعده وکړي ده د شرایطو او وضع له تغییر سره، په شېبه کي، بیرته هیریږي. کله چي په ۱۸۹۵ کال کي لارډ کرزن Lord Curzon  له امیر عبدالرحمن خان سره خبري کولې نو امیر ته یې وویل چي کله روسانو پر پنجده باندي حمله کوله په هغه وخت کي د ده ګوند په قدرت کي نه وو بلکه حکومت د ګلیډ سټون د لیبرال ګوند په لاس کي وو. امیر پر دې خبري باندي په قاه قاه وخندل او کرزن ته وویل چي له بده مرغه زه پیغمبر نه یم چي دا راته معلومه وي چي وروسته به قدرت د کوم ګوند لاسته لوېږي. Ibid

امیر عبدالرحمن خان په دې پوهېدی چي د دوو قوي ګاونډیانو په منځ کي پروت دی او هره ورځ باید د هغوی حرکاتو او مقاصدو ته متوجه وي. امیر، سره له هغه چي تر روسانو یې له انګرېزانو سره  دوستۍ ته ترجېح ورکوله مګر په انګرېزانو یې هیڅ وخت اعتماد نه درلود او په خپل کتاب کي یې، که څه هم په نامه انګرېزانو ته اشاره نه ده کړې، د هغوی پر پالیسي باندي خپله بې اعتمادي ښودلې ده. فلیچر د تاج التواریخ په حواله لیکي: « زه نه غواړم چي د کوم قدرت نوم یاد کړم …. ځیني هغي ژوري ( زالو) ته پاتیږي چي د انسان وینه تر هغه وخته پوري چي مړ کیږي زبیښي خو سړی درد نه احساسوي… ځیني قدرتونه نوي هیوادونه د قوې په زور نیسي نور یې په چل او فرېب او خیانت نیسي او په هیوادونو کي د مشرانو ترمنځ بې اتفاقي ایجادوي او په جنګ یې سره اچوي او پخپله د پردې تر شا د هغوی ننداره کوي » Ibid P152

  د امیر عبدالرحمن خان په تقریباً ۲۲ کلنه او د هغه د زوی امیر حبیب الله خان په اته لس کلنه پاچهي کي یکي یو ملکي او نظامي انګرېز، د هغوی له اجازې پرته، د افغانستان خاوري ته داخل سوی نه دی. د پلار او زوی د قددرت په دې څلوېښت کلنه دوره کي انګلیسیانو، سره له هغه چي دواړو امیرانو ته یې مستمري ورکوله، په کابل یا کوم بل ښار کي په خپلو نمایندګیو کي یو انګلیس مقرر نه کړ او نه یې کولای سوای.  د دواړو پاچاهانو په زمانه کي په کابل او کندهار کي د انګرېزانو سیاسي استازو د بنديانو په څېر ژوند کاوه. هیچا له هغوی سره تماس نه سو نیولای او هغوی هم هیڅ وخت د امیر دربار ته له مخکنۍ اجازې پرته ورتللای نه سوای. انګوس همیلټن لیکي: « په کابل کي د برټانیې استازی ډېر خراب ژوند لري. له هغه سره هیڅ اروپايی نه ویني. هغه یوازي د امیر په عمومي دربار کي لیده کیږي او که له امیر سره ګوري نو باید چي اجازه واخلي. په خلاصه توګه ویلای سم چي هغه د یوه بندي حیثیت لري. کله چي دربار ته ولاړ سي له هیچا سره نه سی کتلای او حتی ډېر لږ له نمایندګی څخه بهر وزي. که چیري کوم اروپايی ولیده سو چي د برټانیې له استازي سره او یا د نمایندګی له کوم غړي سره خبري کوي نو سمدستي له افغانستان څخه ایستل کیږی. هیڅ افغان د برتانیې نمایندګی ته د ننوتلو اجازه نه لري او هیڅ انګلیس هم د برټانیې له استازي سره نه سي لیدلای. حتی که څوک د برټانیې له نمایندګی سره نیژدې ولیده سي هم ښايي ونیول سي… » Angus Hamilton. Afghanistan P373

د امیر حبیب الله خان په زمانه کي د انګلیسیانو استازو تر دې بهتره وضع نه درلوده او حتی امیر حبیب الله خان د خپلي پاچهی په لومړۍ لسیزه کي د انګرېزانو پر ضد له مجاهدینو سره مستقیمي مرستي کولې. څوک چي په دې برخه کي له زیاتو تفصیلاتو سره علاقه لري د همدغه افغان جرمن  سایټ په آرشیف کي زما مستند مضمون « نالوستي لیکونه » لوستلای سي.

امیر حبیب الله خان له ۱۹۱۵ څخه د خپلي پاچهی تر پایه پوري د هند د خپلواکی لپاره موقت حکومت ته د فعالیتونو اجازه ورکړې وه او راجا مهیندراپراتاپ، مولوي برکت الله او مولوي عبیدالله سندهي او له هند څخه راغلو ځوانانو د هغه هیواد د خپلواکۍ لپاره ازاد فعالیتونه کول. د وریښمینو لیکونو په ګناه، چي مولوی عبیدالله سندهی له کابل څخه واستول، په هند کي په سل ګونو آزادي غوښتونکي ونیول سول مګر امیر حبیب الله خان مولوي عبیدالله سندهي ته، چي په کابل کي یې فعالیت کاوه، هیڅ ونه ویل. په دې صورت کي به نو سړی څرنګه خپل مشران او پاچاهان د انګرېزانو ګوډاګیان او لاسپوڅي وبولي؟

د ډیورنډ د منحوسي کرښی د منسوخولو لپاره د امیر عبدالرحمن خان او حبیب الله خان کوښښونو او فعالیتونو نتیجه ورنه کړه او بالآخره اعلیحضرت امان الله خان هم د افغانستان د استقلال د اخیستلو او هم د ډیورنډ د کرښی د له منځه وړلو لپاره له انګلیسیانو سره د جنګ اعلان وکړ او په دریو جبهو کي یې لښکرکښی پیل کړه. البته له انګلیسیانو سره یې په هیڅ توګه زور برابر نه وو. هغه یوازي د استقلال په ګټلو قناعت وکړ او د ډیورنډ کرښه پر هماغه پخواني حالت پاته سوه. که څه هم چي اعلیحضرت امان الله خان د خپلي پاچهی تر پایه پوري هم د مرکزي اسیا له مجاهدینو او هم د هند له آزادي غوښتونکو سره خپل تماسونه جاري وساتل.

د ډیورنډ کرښه په وچ زور ایستل سوې ده. برټانیه له اروپا څخه راغلې او دلته یې، د هغوی د خپل سفیر په قول، یو ملت په غیر منطقي توګه په پر دوو برخو وېشلی دی. کله چي د برټانیې خپل سفیر دا کرښه غیر منطقي بولي موږ به د هغې د ردولو لپاره کومو حقوقي او قانوني دلایلو ته اړتیا ولرو؟ که څوک د دې ظالمانه او غیر منطقي کرښي له منځه وړل غواړي نو منطق او استدلال ته ضرورت نسته. دا د کرښی پر دواړو غاړو باندي د وېشل سوي پراته ملت او اولسونو کار دی چي د بیرته یو ځای کېدلو په برخه کي فیصله وکړي او کله چي هغوی فیصله وکړي نو بیا یې مخه څوک را ګرځولای نه سي.

اولسونه چي سند وبله وکا «««««««««« پادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

بده به نه وي چي په نولسمه پېړۍ کي د ایران او افغانستان له حکومتونو سره د برټانیې د حکومت هغو تړونونو ته یو نظر وکړو چي نه یې د ملت اراده پوښتلې او نه یې د خپل تړون د ماتولو په برخه کي یوه شېبه شرم کړی دی.

د نولسمی پېړۍ په سر کي چي پر هند باندي د سدوزي شاه زمان د حملو خطر او له ټیپوسلطان او ناپولیون سره د هغه د اتحاد احتمال له برټانیې سره وېره پیدا کړې وه نو د برټانوي هند حکومت خپل استازی کپټان جان مالکم د ایران دربار ته واستاوه او د هغه هیواد له پاچا فتح علیشاه قاجار سره یې د افغانستان په مقابل کي د دوستی یو نظامي تړون لاسلیک کړ. د هغه تړون په اساس د ایران دولت ژمنه وکړه چي پر افغانستان باندي حمله کوي او هغه هیواد به نه پرېږدي چي په هند کي د برټانیې ګټو ته خطر پېښ کړي.

دوهمه ماده:  که چیري د افغانستان بادشاه پر هندوستان باندي، چي اوسېدونکي یې د انګلستان د باچا رعایا دي، د حملې کولو فیصله وکړي نو د ایران شاهنشاهي دولت به یو لوی او قوي لښکر، چي ټول مهمات او لوازم به ورسره وي، افغانستان ته لېږي. هغه مملکت به خرابوي او خپل ټول کوښښ به کوي چي هغه مملکت به بشپړه توګه مضمحل سي او بیا د سر پورته کولو توان ونه لري.

دریمه ماده : که د افغانستان پاچا له ایران سره دوستی ته زړه ښه کوي نو په هغه صورت کي باید د ایران دولت له هغه څخه دا تضمین ترلاسه کړي چي پر هندوستان باندي به، چي د انګلستان د پاچا قلمرو دی، په هیڅ صورت حمله نه کوي او دا خیال باید له سره وباسي. محمودمحمود. تاریخ روابط سیاسي ایران و انګلیس ص ۳۴

دا وخت د شاه زمان ورور شاه محمود د ایران دربار ته پناه وړې وه او وروسته فتح خان هم ورسره ملګری سوی وو. دوی دواړو د ایران په مرسته د هرات له لاري د کابل پر لور لښکر رهي کړ. کپتان مالکم له اصفهان څخه د هند وایسرا ته ولیکل: « زمانشاه نور نه سی کولای چی زموږ لپاره په هندوستان کی ستونزي منځته راوړي. هغه به د خدای په مرسته په راتلونکو کلونو کي دونه مشکلات ولري چي د فکر کولو فرصت به هم پیدا نه کړي» هغه کتاب ص ۴۵

د نولسمي پېړۍ په لومړۍ لسیزه کي په اروپا کي ناپولیون دونه شهرت پیدا کړی وو چي هر چا د یوه داسي غښتلي قهرمان په ستر ګه ورته کتل چي شکست له سره نه پیژني. دغه علت وو چي له هند څخه ټیپوسلطان او له کابل څخه شاه زمان د هغه مرستي ته سترګي نیولي وې. د ۱۸۰۷ کال د مې په میاشت کي د فرانسې یو هیأت ایران ته سفر وکړ. فرانسې غوښتل چي د برټانیې پر ضد متحدین پیدا کړي ځکه یې نو د ایران خواته مخه کړې وه. فرانسې له ایران سره د دوستی یو مفصل تړون لاسلیک کړ او په هغه کي د برټانیې سره څرګنده دښمني ذکر سوی وه.

اتمه ماده: د ایران پاچا تعهد کوي چي له برټانیې سره خپل ټول سیاسي او تجارتي اړیکی وشلوي  او له هغه دولت سره جنګ اعلان کړي او د یوه دښمن په حیث سلوک ورسره وکړي…

نهمه ماده: په هر جنګ کي چي روسیه او انګلیس د ایران او فرانسې پر ضد عمل وکړي فرانسه او ایران هم باید د هغوی پر ضد اتحاد وکړي….

لسمه ماده : د ایران پاچا باید خپل ټول کوښښ وکړي چي د قندهار اولسونه، د انګلیسیانو پر ضد، له ځان سره ملګري کړي او په هند کي د انګلیسیانو د متصرفاتو پر ضد لښکر واستوي. هغه کتاب ص ۶۸

برټانیې هم وضع له نیژدې څارله او خپل استازی مونسټارټ الفینسټون یې، له افغانستان سره د دوستی د یوه تړون د لاسلیک کولو لپاره، د شاه شجاع دربار ته واستاوه. شاه شجاع دا وخت په خپل ژمني پایتخت پېښور کي وو او د انګلیسیانو له هیأت سره یې په هماغه ښار کي وکتل او د دوستی تړون یې ورسره لاسلیک کړ.

لومړۍ ماده: څرنګه چي فرانسې او ایران د کابل پر ضد تړون لاسلیک کړی دی نو که دوی د پاچا په قلمرو کي د تېرېدلو کوښښ وکړي نو د اسماني تخت د څښتن پاچا نوکران باید د هغوی د تېرېدلو مخه ونیسي او په شا یې وتمبوي او اجازه ورنه کړي چي د هغه په خاوره کي د برټانوي هند خواته تېر سي.

دوهمه ماده: که د فرانسې او ایران دولتونه، د  خپل تړون په اساس، د کابل د پادشاه قلمرو ته د دښمنی په نیت ننوزي نو د انګلستان دولت به په ډېره خوښي د هغوی دفع کولو ته حاضر سي او دا خپله وظیفه بولی چی د خپل وس سره سم د لښکرو خرڅ برابر کړي. تر څو پوری چي د ایران او فرانسې د دولتونو ترمنځ تړون په خپل قوت پاته وي د انګلستان او افغانستان د دولتونو ترمنځ به دا قرارداد باقي وي او دواړه دولتونه به د هغه د موادو سره سم عمل کوي.

دریمه ماده: د دواړو دولتونو ترمنځ به هغه اتحاد او دوستي چي اوس منځته راغلې ده تر ابده دوام کوي او د دې دواړو دولتونو ترمنځ به هیڅ ډول نفاق موجود نه وي او هیڅ خوا به د یوه بل په داخلي چارو کي مداخله نه کوي. او د کابل پاچا به هیڅ فرانسوي ته اجازه نه ورکوي چي د هغه قلمرو ته داخل سي. Bilgrami. Afghanistan and British IndianPP 283-84

لوستونکو ته دي معلومه وي چي د ایران او فرانسې د ۱۸۰۷ کال په تړون کي د افغانستان سره د دښمنی او یا د هغه هیواد پر ضد د تړون موضوع بیخي یاده سوې نه ده بلکه انګلیسیانو یوازي د خپل سیاسي مطلب لپاره د افغانستان پر ضد د دواړو هیوادونو د تړون مسله ور زیاته کړې ده. البته دا هغه افغانستان وو چي نهه کاله وړاندي برټانیې له ایران سره د هغه پرضد تړون لاسلیک کړی وو.

سرجان کې، د وروستیو تړونونو په باره کي، په خپل کتاب کي لیکي: « … څرنګه چي د تیري پېړۍ په پای کي افغانستان برتانوي هند تهدیداوه او په وروسته کي هغه هیواد له زوره ولوېدی او نور یې هند ته خطر نه سوای متوجه کولای. موږ چي پخوا د فرانسې او افغانستان په مقابل کي د ځان څخه د دفاع او ساتلو لپاره له ایران سره د دوستی تړون لاسلیک کړی وو اوس زموږ پالیسي داسي سوه چي له ایران سره دښمني پیل کړو نو مو د افغانستان او سند خواته مخه کړه تر څو د لوېدیځ له لوري د یرغل په مقابل کي له دغو قدرتونو څخه کار واخلو او دغه راز د فرانسې او ایران په مقابل کي د سیکهانو پر دوستی باندي تکیه وکړو. Kaye. History of the War in Afghanistan Vol 1 P54

د مورخ سرجان کې خبري بالکل پر ځای دي. د فرانسې او ایران ترمنځ دوستی ځکه ډېر دوام ونه کړ چي فرانسې له خپل زاړه دښمن روسیې سره، چي د ایران دښمن هم وو، دوستي پیل کړه او نور نو ایران هغه هیواد ته دا تمه نه سوای کولای چي ګوندي د ګرجستان او قفقاز سیمي به له روسیې څخه ورته واخلي او له بلي خوا ناپولیون هم لکه یو ناڅاپه چي د توپان په څېر د اروپا په هیوادونو کي څرګند سوی وو همداسي توند باد ورسره یووړ او قدرت ورته پاته نه سو. هم برټانیې د ایران خواته مخه کړه او هم ایران بیرته د برټانیې خواته مخ واړاوه او ضمناً برټانیې له افغانستان سره د دوستی هغه تړون ته شا کړه چی ویل یې تر قیامته به دوام کوي او دې په اصطلاح دایمي دوستی ایله پنځه کاله دوام وکړ او برټانیې په ۱۸۱۴ کال کي له ایران سره د دوستی تړون لاسلیک کړ. په دې تړون کي یې، پرته له دې چي د افغانستان له خوا کوم خطر ورته متوجه وي، له افغانستان سره د دښمنی اظهار وکړ.

اتمه ماده: که چیري افغانستان له برټانیې سره جنګ کاوه نو د ایران پاچا به په مناسبه اندازه لښکر د هغوی پر ضد استوي او لګښت به یې د برټانیې حکومت پرې کوي چي د لګښتونو په برخه کي به یې دواړه خواوی یوه توافق ته رسیږي.

نهمه ماده: که د افغانستان او ایران تر منځ جنګ پیل کیږي نو د برټانیې حکومت به تر هغه وخته مداخله نه کوي تر څو چي دواړو خواوو د منځګړتوب غوښتنه ورڅخه کړې نه وي. Bilgrami P286

انګلیسیانو ته به دا چا ویلي وای چي له افغانستان سره دونه زور له کومه سو چي هغه دي هندوستان ته دونه لوی خطر پیښ کړي چي د برټانیې دولت دی د ایران څخه مرستي غوښتلو ته اړ کړي. له زورور څخه به چا پوښتنه کړې وای؟

په ۱۸۲۸ کال کي روسانو له ایران سره د ترکمان چای په نوم معاهده لاسلیک کړه. په دې تړون کي ایران خپل ډېر زیات ولایات او سیمي له لاسه ورکړل او د روسانو د خاوري یوه برخه سوه. روسانو د ۱۸۳۵ په شاوخوا کي د ایرانیانو د زړونو د ترلاسه کولو لپاره هغوی پر هرات باندي حملې ته تشویق کړل. البته روسانو دوه هدفه درلودل یو دا چی له ایران څخه یې مځکی یې لاندي کړی وې او په عوض کي یې د هرات په نیولو کي، چي ایرانیانو همېشه خپله خاوره بلله، د مرستي وعده ورکوله خو په حقیقت کی یې غوښتل چي د ایران سره د اتحاد په وسیله هرات ونیسي او هند ته لاره پیدا کړي ځکه چی د هرات ولایت هر وخت د هند د دروازې حیثیت درلود. په ۱۸۳۷ کال کي د ایران پوځونو د هرات پر لور حرکت وکړ او د روسانو بشپړ ډیپلوماټیکه، پوځي او مالي مرسته ورسره ملګرې وه. برټانیې د هرات څخه د دفاع لپاره اقدامات پیل کړل او بالاخره یې ایران د جنګ په اعلان تهدید کړ او حتی د بوشهر په بندر کي یې عسکر پیاده کړل. ایران پر شا تللو ته مجبور سو او برټانیې، چي له هرات څخه د ایران او روسیې د پرشا کېدلو څخه وروسته، پر افغانستان باندي د حملې کولو او د خپل ګوډاګي پاچا شاه شجاع د پاچا کولو لپاره هیڅ پلمه ورته پاته نه سوه بیا یې هم په سیمله کي یوه اعلامیه صادره کړه او پر افغانستان باندي یې د جنګي عملیاتو د پیل کولو اعلان وکړ. انګلیسی مورخ سرویلیم کې پر افغانستان باندی د برټانیې هغه حمله چي هیڅ دلیل یې نه درلود یوه خطا او جنایت بولي Kaye P369

پر افغانستان باندي د انګلیسیانو د ۱۸۳۹ کال هغه حمله، چي هیڅ ډول موجه دلیل یې نه درلود، د برټانیې اکثرو سیاستمدارانو وغندله مګر لکه مخکي چي مو وویل چی د زور اوبه مخ په لوړه خیژي؛ برټانیې ته هیچا هیڅ ونه ویل. د دې ټول تفصیل څخه می مطلب دا وو چي تر څو پوري افغانستان یو کمزوری او بې اتفاقه هیواد وي همیشه به یې پر حقوقو تجاوز کیږي او تېری او تجاوز هیڅ وخت منطق او قانون ته ضرورت نه لري. د دیورنډ کرښه د برټانوي استعمار د زور او جبر محصول ده او دې خبري ته چنداني ضرورت نسته چي د دې کرغېړني او ظالمانه کرښي پر قانونیت او نه قانونیت باندي بحثونه وکړو. د افغانستان د مهاجرینو پر انساني او بین المللی حقوقو چي دغه ګړی ایران او پاکستان کوم تېری پیل کړی دی د دې منطق به له چا څخه پوښتو؟

                          مأخذونه

۱: محمود، محمود. تاریخ روابط سیاسي ایران و انګلیس در قرن ۱۹. چاپ چهارم، تهران ۱۳۵۳.

2: Kaey, John William. History of the War in Afghanistan Vol 1. Indian Reprint 1999.

3: Hamilton, Angus. Afghanistan. London 1906.

4: Macmunn, Lt. General Sir George. Afghanistan from Darius to Amanullah. Pakistan Second Reprint 1978.

5: Bilgrami, Asghar. Afghanistan and British India. New Delhi 1974.

6: Elliott, Major-General J.G. The Frontier 1839-1947.

7: Fletcher, Arnold. Afghanistan Highway of Conquest. New York, 1966.

8: Tytler, W.K Fraser. Afghanistan a Study of Political Developments in Central and Southern Asia.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.