کاکړ: افغانستان سره ستونزې هغه وخت کمېدی شي چې کابل مشروع حکومت ولري

312

کاکړ: افغانستان سره ستونزې هغه وخت کمېدی شي چې کابل مشروع حکومت ولري؛ طالبان وايي “پاکستان هوښیار مشرتابه ته اړتيا لري”

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي، هغه وخت به یې له افغانستان سره ستونزې په کمېدو شي چې “کابل مشروع حکومت ولري.”

ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې پرون چارشنبه د نومبر پر ۱۶مه مارګلا ډیالوګ په نامه یوې غونډې ته کولې چې د اسلام آباد د پالیسۍ د څېړنې انستیتیوت (آی پی آر آی) له خوا جوړه شوې وه.

د دغه بنسټ د اعلامیې له مخې ښاغلي کاکړ ویلي، “د پاکستان لوېدیځ پلو کې له افغانستان سره هغه مهال به د ستونزو کمېدل پیل شي، چې کابل مشروع حکومت ولري.”

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې د ښاغلي کاکړ څرګندونې رد کړې او وايي په افغانستان کې “مشروع نظام شته چې ولس يې تر څنګ ولاړ دی.”

نوموړی، وايي، “دوی له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره ښې اړيکي غواړي” خو وايي “اړيکي هغه مهال لا ښې کېدلی شي چې پاکستان کې يو هوښيار مشرتابه وجود ولري.”

د پاکستان لنډمهال لومړي وزیر څو میاشتې وړاندې هم له یوې ځايي رسنۍ سره په خبرو کې د طالبانو حکومت “ناقانونه” بللی و.

pk

د عکس سرچینه،KAKAR

ښاغلي کاکړ په خپلو خبرو کې ویلي و، که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګول شول، خو یو مرکزي قوي حکومت په کې جوړ نه شو.

نوموړي د روان کال په سيپټمبر کې ویلي و “په تېرو څو کلونو کې د شاوخوا درېیو ټریلیونه ډالرو په لګښت او د لوېدیځوالو پر حضور سربېره، په افغانستان کې مرکزي واک رامنځ ته نه شو او د لوېدیځ پروژه کامیابه نه شوه، پاتې نړۍ خپل څادر ور ټول او ووتله او پاتې کنټرول له فعلي حکومت سره دی، هغه قانوني حکومت نه دی.”

نوموړي یو ځل بیا ویلي چې وسله والې ډلې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي خو ټینګار کوي چې امنیتي بنسټونه یې د قابو کولو وس لري.

د پاکستان دغه لنډمهالي لوړ پوړي چارواکي تېره اوونۍ هم ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په پاکستان کې امنیتي پېښې ۶۰ سلنه ډېرې شوې دي.

afghan

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د ښاغلي کاکړ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی په ډاګه کړی، خو پخوا یې تل ټینګار کړی چې حکومت یې “د خلکو استازولي کوي.

هممهاله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوڅ نن پنج شنبه په اسلام کې یوې خبري ناستي ته ویلي، د طالبانو سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت دې د ټي ټي پي پر ضد ګامونه واخلي.

د طالبانو سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته تللی و چې ازبکستان او پاکستان سره د سوداګرۍ په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

د پاکستاني چارواکو او طالبانو حکومت ترمنځ ناندرۍ داسې مهال ډېرې شوې چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تر دې دمه له پاکستانه ۳۲۷زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

BBC/Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.