طالبان: پوهنتونونو ته؛ د جمهوري دورې کتابونه لرې کړئ

180

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر پوهنتونونو ته؛ د جمهوري دورې کتابونه لرې کړئ


د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم
ازادی رادیو

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت، د افغانستان ټولو دولتي پوهنتونونو ته امر کړی چې له کتابتونونو څخه دې د جمهوري دورې کتابونه لرې او پر ځای دې د «سیرت النبي» کتابونه ځای پر ځای کړي.

د هغه مکتوب یوه کاپي چې د یاد وزارت د سرپرست ندا محمد ندیم له خوا لاسلیک شوې، ازادي راډیو ته رسېدلې.

په دې مکتوب کې چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د بېلابېلو سرچینو له خوا ازادي راډیو ته تایید شوی، ویل شوي چې ټول دولتي پوهنتونونه دې د سلفیانو، تحریریانو، شیعه ګانو او حزبیانو کتابونه لرې او پر ځای دې سیرت النبي کتابونه ځای پر ځای کړي.

په دغه مکتوب کې چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۲۸مه خپور شوی، د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنتونونو ته امر کړی چې د نویو کتابونو له ځای په ځایولو مخکې دې له هغه سره لېست شریک کړي.

د هېواد په خصوصي پوهنتون کې استاد او د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ارشاد او دعوت د ریاست استازي، میر ظفرالدین انصاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه مکتوب د یاد ریاست له لارې د افغانستان دولتي پوهنتونونو ته استول شوی دی او ډېر ژر د هغې د تطبیق ډاډ ترلاسه کولو په موخه به پوهنتونونو ته یو پلاوی واستوي.

نوموړی زیاتوي:

” د ارشاد او دعوت ریاست لخوا پوهنتونونو ته یو مکتوب لېږل شوی او ټول پوهنتونونه دې ته مکلف دي چې دا کتابونه راټول کړي، که نه نو له وزارت څخه هیأت ځي او هغه کتابونه راټولوي، او شاید د هغه په ځای نور کتابونه خپله او یا پوهنتون وپېري او د هغو کتابونو پر ځای یې کېږدي.”

د افغانستان یو کتابتون - تصویر له ارشیفه
د افغانستان یو کتابتون – تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نورې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې دغه فرمان به ډېر ژر په خصوصي پوهنتونونو کې هم عملي شي.

د پوهنتونونو یو شمېر پخواني استادان د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د نوي فرمان په غبرګون کې وايي چې دا پرېکړه به د دې لامل شي چې د افغانستان اوسنی نسل د ننني پرمختللو علومو له کاروان وروسته پاتې شي.

د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخواني استاد ارش شهیرپور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

“دا کار نه یواځې دا چې ګټه نه لري، بلکې هغه کسانو چې د هېواد دننه، کتابونه یې مطالعه کول، هغوی به مطالعه پرېږدي او په پای کې به داسې وشي چې موږ به د نني عصر د علم له کاروان څخه وروسته پاتې شو، او په راتلونکي نسلونو کې د وړاندې کولو لپاره به څه نه لرو.”

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، ندا محمد ندیم چې د طالبانو مشر ملا هبت الله ته له نږدې کسانو څخه شمېرل کیږي، په سخت دریځۍ تورن شوی او تر دې وړاندې یې تل داسې فرمانونه او څرګندونې کړي دي چې غبرګونونه یې راپارولي دي.

کابو یو نیم کال وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د یوه مکتوب په استولو سره د اسلامي ثقافت څانګه له اتو کریډیټو څخه ۲۴ کریډیټو ته لوړه کړه.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان پر پوهنتونونو ګڼ نور قیودات هم وضع شوي
د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان پر پوهنتونونو ګڼ نور قیودات هم وضع شوي

په دغه مکتوب کې ویل شوي و چې ثقافت په ټولو تحصیلي څانګو کې باید په اوونۍ کې درې ساعته له یو شمیر موضوعاتو لکه: تجوید، سیرت النبي او د اسلام سیاسي نظام له مضامینو سره تدریس شي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت، په داسې حال کې د افغانستان په تحصيلي نظام کې دغه فرمانونه پلي کوي چې په دغه هېواد کې پوهنتونونه یوازې د هلکانو پر مخ خلاص دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ بندې شوې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو په زده کړو بندیز له امله د پراخو نیوکو وروسته، د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم تل له دې پرېکړې دفاع کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان له تعلیمي موسسو څخه یو زیات شمېر متخصص استادان له هېواده بهر تللي او د هېواد ډېری پوهنتونونه، د تدریس لپاره د مسلکي استادانو له کمښت سره مخ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.