Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121 د اردو ژبې ځوانیمرګه شاعره پروین شاکر – DawatMedia24
پرون مې ټوله ورځ او شپه انټرنیټ ته لاسرسی پیدا نکړ او زما د شاعرې د زېږون نېټه همداسې بې نمانځلو را نه تېره شوه، دې لیکنې مې څو ساعته ونیول او بیخي اوږده ده. ممکن دوه نورې لنډې ټوټې هم په راتلونکي کې ورسره اضافه کړم، نو که غواړئ پروین شاکر وپېژنئ! بسم الله کړئ، خو که حوصله مو کمه وي، تېرېږئ!
زما پروین
مر بھی جاوں تو کہاں لوگ بھلا ہی دینگے
لفظ میرے،میرے ہونے کی گواہی دینگے
ژباړه:
که مړه هم شم کله به مې خلک هېره کړي
زما لفظونه به زما د شتون شاهدي وايي
زه په نړیواله کچه څو ښځينه شاعرانو ته نه اندازه کېدونکی عقیدت لرم، چې یوه پکې اردو ژبې ځوانیمرګه شاعره پروین شاکر ده. هسې خو د درېو ژبو (پښتو، فارسي او اردو) پروین نومي شاعرانې (پروین ملال، پروین اعتصامي او پروین شاکر) راباندې ګرانې دي، مګر د اردو ژبې پروین کیسه او بې مثاله ادب مې تر بل هر چا زیات جذبوي؛ ځکه خو د مینې په شدیدو جذباتو کې کله ناکله ناڅاپي را نه وویل شي: (زما پروین!)
نن ماخوستن مې له کشرې خور سره بحث پرې کاوه، هغې ویل چې زه به په خپلې لومړۍ لور پروین نوم ږدم. ما ویل دا حق خو هیڅکله نه درکوم!
څه وخت وړاندې ملګري (صدیق اورکزي) لکیلي و چې: جنت کې له پروین سره خوا په خوا ژوند غواړم. ما ویل: زما رقابت به در له غاړې شي نو.
پوهېږم دا خبرې به ځینو ملګرو ته لیونتوب ښکاره شي، خو رښتیا خبره دا ده چې زه د پروین په هرې کرښې مړ شوی انسان یم! نه پوهېږم څه ډول مینه ورته ووایم، خو زه د پروین له اواز اورېدو، انځور لیدو او شعر لوستو وروسته زه نه پاتې کېږم، یو بل څوک را نه جوړ شي.
نوموړې د سید شاکر حسن لور وه، چې هغه خپله هم ادیب و او له یوې لوستې کورنۍ سره یې تړاو درلود چې څو نور مشهور شاعران هم پکې و، په هغوی کې د بهار حسین آبادي نوم د یادولو وړ دی.
د پروین نیکه حسن عسکري ښه ادبي ذوق درلود، په کم عمري کې یې پروین ته د سترو ادیبانو اثار ولوستل او هغه یې له پخو شعرونو سره اشنا کړه. همدا لامل و چې د ژورې مطالعې عادي شوه او په ښوونځي کې یوه تکړه زده کوونکې ترې جوړه شوه.
نوموړې لومړۍ زده کړې د خپلې سیمې په رضیه او سر سید ښوونځيو کې وکړې او لا به د پوهنتون محصله وه چې د اردو ادب په لویو لویو ناستو کې یې ګډون پیل کړ او د ریډیو پاکستان علمي پروګرامونو ته هم ورغله.
پروین له کالج وروسته په انګریزي ادبیاتو او ژب پوهنه کې لوړې زده کړې وکړې، تر دې چې له جامعه کراچۍ څخه یې د ماسټرۍ سند واخیسته.
نوموړې د احمد ندیم قاسمي تر سرپرستي لاندې د خپل پېغلتوب ډېره برخه شاعري په (فنون) رسالې کې خپره کړه.
پروین په لومړیو کې ښوونکې وه او وروسته یې دولتي وظیفې هم وکړې.
د ژوند حالات:
پروین په یو معتدل اقتصاد لرونکې کورنۍ کې پیدا شوې وه، خو هغې بیا هم ۹ کاله مسلسل تدریس وکړ او هیڅکله د نورو لاس ته کېناستلې پاتې نشوه. په ۱۹۸۶م کال کې یې د ګمرکونو اړوند دولتي وظیفه پيل کړه او وروسته یې بیا به اسلام اباد کې د دویم سکرتریت دنده هم واخیسته.
په ۱۹۹۱م کې یې د امریکا له هارورډ پوهنتون څخه په عامه ادارې ماسټري وکړه او په اسلام اباد کې د تل لپاره مېشته شوه.
پروین د جدید دور په مخکښو شاعرانو کې د ځانګړي مقام څښتنه وه. د مشهور ادیب (ګوپي چند) په قول: د نوي رنګ شاعري پاڼه د پروین شاکر له لاسلیکه پرته نیمګړې ده.
د پروین استاذ او مربي (احمد ندیم قاسمي) به ویل چې: د پروین شاعري د غالب د بیت (پھونکا ہے کس نے گوش محبت میں اے خدا ــ افسونِ انتظار تمنا کہیں جسے) ښه عکاسي ده.
ده به ویل: د هیلې کولو؛ یعنې منتظر اوسېدو همدې طلسم له هومره تر غالبه ټولې لوړې، ریښتونې او کره شاعرۍ ته په انساني زړه کې درزېدل ور وښودل او پروین شاکر په همدې طلسماتي انداز د اردو شاعري د حقیقي جذباتو په رنګینو بارانونو ومینځله!
پروین په شعر کې د ښځو جذباتي او نفسیاتي مسایلو ته له یو نوي اړخه وکتل. د هغې لهجه نهایت زیاته بې باکه، جراتمنده او د جبر و تشدد خلاف وه.
دې په خپلو احساساتو د شرم او حیا پرده نه خپروله او شعر یې بیخي ځانګړی و، چې نه ترې د یوې رومانوي معشوقې د خیالاتو بوی راځي او نه هم له اه و فغانه ډکه روایتي عشقیه شاعري ده. د نوموړې شعر د نارینه ؤ په اړه د ښځو د احساساتو بیان دی، چې د وصل او هجر کشمکش بیانوي، خو نه پکې هجر مکمل دی او نه وصل.
پروین په خپل دور کې د کشور ناهید، پروین فنا سید او فهمیده ریاض شعرونه خوښول.
لومړۍ شعري ټولګه (خوشبو) یې د یوې پېغلې نجلۍ د شوخو و شنګو جذباتو ترجماني ده، خو وروستۍ شاعري یې د بیا بوډۍ ټال په څېر له بیلابیلو رنګونو ډکه ده؛ ځکه د خوشبو ټولګې نشرولو پر مهال پروین ۲۴ کلنه ښکلې پېغله وه او د طلاق په څېر تریخ غړوپ یې له ستوني ښکته شوی نه و.
مشهوره شاعره او د پروین د ماشومتوب ملګرې (شاهده حسن) وايي: پروین فطرتاً علم ته مایله نجلۍ وه، چې په خپلې ټولې شاعرۍ کې یې له پوره شدت او جدیت سره رښتیا ولیکل او له پېغلتوبه تر ښځه توبه پورې یې د یوې ښځینه اصلي جذبات نړۍ ته ورسول.
د شخصیت په اړه حیرانونکې خبرې:
پروین د یو نرم او سخي زړه څښتنه، ډېره هڅانده او د ناکراره طبعیت څښتنه وه.
یوه حیرانونکې چې ښايي ډیر لوستونکي ترې خبر نه وي، دا ده چې کله به پروین په کوم محفل کې کېناسته یا به کور ته ننوتله، نو څپلۍ/ سینډلې به یې وویستې او لوڅې پښې به ګرځېده.
ان تر دې چې ډير کله به یې موټر هم لوڅې پښې چلاوه.
د پروین لومړی تخلص مینا وه او لومړی شعر یې په جنګ اخبار کې نشر شوی و.
د پروین شاعري د منفردې لهجې او فکر له مله ځانګړې وه او هغه یې په کم وخت کې دومره مشهوره کړه، چې یو وخت یې د ماسټري په ازموینه کې د خپل شعر اړوند سوال ولیده.
نوموړې له خپلې خور (نسرین) کشره او ښوونځي کې دوه کاله شاته وه؛ خو وروسته یې دوه ځأه د سویې امتحان ورکړ او د هغې ټولګیواله شوه.
کله چې په کم عمر کې پروین بیخي ډېره مشهوره شوه، نو ځينو کسانو هڅه وکړه د هغې او ښوونکي (قاسمي صیب) ترمنځ درزونه واچوي؛ ځکه خو به یې ویل چې د منصور په جامه کې خدای غږیږي.
هماغه و چې پروین د نیږدې خپلوانو په مشوره له قاسمي صیب سره لیدل کم کړل.
دواړه له یوې مودې وروسته طلاق شوې، چې لاملونه یې هم کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی و.
دواړو له طلاق وروسته بل واده ونکړ او ټول ژوند یې ادبیاتو ته ورکړ.
دواړو یو یو زوی درلود، چې د ځوانیمرګي له امله یې د هغوی ځواني و نه لیدله.
دواړه پنځه پنځه شعري ټولګې لري، چې د پروین ټولګې د (خوشبو، صد برگ، خود کلامی، انکار او کف آئینه) په نوم او د فروغ بیا (اسیر، دیوار، عصیان، تولد دیګر او ایمان بیاوریم به آغاز فصل سرد) نومیږي.
دواړو له واده وړاندې خپلې لومړۍ ټولګې چاپ کړې.
دواړو په شعر کې ښځینه احساسات په جرات او زړورتیا سره بیان کړل.
د دواړو افکار باغي او له ټولنې ډير بدل وو.
د دواړو لومړۍ شعري ټولګې له ښځينه ګرمو عواطفو، جذبو او احساساتو ډکې دي او وروستۍ یې د ښځینه ټولنیزو ستونزو په اړه دي.
دواړو په ځان اتکا کوله، وظیفې یې وکړې او مشاعرو ته تللې؛ خو د کورنیو یې دا چارې نه خوښېدې.
دواړه نسبتاً همعصره شاعرانې وې او د ښکلو الفاظو ترڅنګ یې د ښایسته څېرو له امله هم ډېر مینه وال لرل.
په همدې ورځ باندې د هغې پخوانی خاوند هم راغی او جنازه یې وکړه.
له یوې سترې جنازې وروسته پروین د اسلام اباد په اېچ ایټ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه، چې دا دی له کلونو تېریدو وروسته هم د شعر مینه وال دعا او سلام ته ورځي!
د پروین ارواح ته نذر:
د پروین شاکر په ناڅاپي مړینې ټولو ادبي حلقو کې د غم یو نه زغمېدونکې څپې حرکت وکړ. سترو سترو ادیبانو د هغې دردېدلې ارواه ته تسلیت وړاندې کړ او هغه یې د اردو ادب لپاره ستره ضایع وبلله. مشهور شاعر سردار جعفري په یوې ساندې کې د پروین په اړه ولیکل:
وہ ودیا پتی کی شاعری کی معصوم، حسین و شوخ رادھا
وہ فیض و فراق سے زیادہ تقدیس بدن کی رازداں تھی
گلزار بدن کی تہنیت میں گلنار لبوں سے گلفشاں تھی
لفظوں کی ہتھیلیاں حنائی تشبیہوں کی انگلیاں گلابی
سرسبز خیال کا گلستاں، مبہم سے کچھ آنسوؤں کےچشمے
اور درد کے بادلوں سے چھن کر،نغموں کی پھوار پڑ رہی تھی
د پروین د زوی یادونه:
سید مرادعلي چې د پروین شاکر یوازینی زوی دی؛ د هغې د مړینې پر مهال ۱۵ کلن هلک و. نوموړی چې د سترو شاعرانو تر شفقت او مینې لاندې را ستر شو؛ د خپلې مور په اړه وايي: « مور مې هر وخت یادیږي؛ خو کله چې کومه خوښي یا د اخترونو ورځې وي، نو کمی یې زیات محسوسوم.
زه د هغې یوازینۍ خوښي وم، هغه به که هر څومره هم مصروفه وه، درې وخته ډوډۍ یې کور کې خوړله. د دسترخوان په سر به یې د ټولې ورځې پوښتنې را نه وکړې: په ښوونځي کې دې ورځ څنګه تېره شوه؟ درسونه ښه روان دي؟ له ملګرو سره دې وخت ښه تیریږي؟ او…
که څه هم زه کوچنی وم خو یو نیم وخت به یې سیاسي خبرې هم راسره کولې، چې ډیر پرې نه پوهېدم.
زه د خوراک په معامله کې ډیر نخره باز وم؛ خو مور به زما د خوښې خوراکونه تیارول، د هغې د لاس (مټرپلاو او ماهي پخول) مې ډیر خوښېدل.»
ما د خپلې مور نیږدې ملګرې (پروین قادر آغا) ته زنګ وواهه او هغه هم روغتون ته راغی.
هغه ورځ د زیات باران له امله ترافیکي اشارو کار نه کاوه، چې له امله یې بس موټر زما د مور له موټر سره وجنګېده.
روغتون ته تر رسېدو وروسته راته وویل شول، چې: مور دې روغتونه پورې لا ژوندۍ وه، خو بیا مړه شوه.»
مراد زیاتوي چې: «مور مې یو مفکره ښه وه، تل به یې راته ویل چې مراده! کمپيوټر زده کړه، راتلونکې نړۍ به په همدې لوري ځي! د هغې دا خبره رښتیا شوه. ما هم کمپیوټر ساینس ولوست او اوس د یو سافټویر انجنیر په توګه له TESLA شرکت سره کار کوم. که هغه ژوندۍ وای، نو حتماً به زما په کامیابي خوشحالېده.
زما مور ډیره هڅانده ښځه وه؛ یو ځل مې ترې وپوښتل، چې: مورې ته ولې وظیفه کوې؟ ځواب یې راکړ: زه دولتي وظیفې ته اړتیا نه لرم؛ له کتابونو لاسته راتلونکې پیسې مې بس دي؛ خو ځکه ډیر کار کوم چې ته زیات تعلیم وکړې او یو ښه انسان شې، نو خواري وکړه چې یو څه در نه جوړ شي.»
مور جانه به د دفتر په کارونو او ادبي مجلسونو کې ډېره بوخته وه او چې له دې مشغولاو به را اوزګاره شوه؛ نو پاتې وخت یې ما ته راکاوه، چې د هماغه وخت ځينې یادونه مې د ژوند ټوله خزانه ده.
کله چې مور د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته لاړه، زه هم ورسره وم، زما عمر ډیر کم و او د کارټون لیدلو هیله راسره پیدا شوه، مور ته مې وویل، خو هغه ډیره مصروفه وه.
یادونه: په تصویر کې د اسلام اباد یو سرک ګورئ، چې د پروین شاکر په نوم نومول شوی دی. مخې ته یې د هغې زوی (مراد) ولاړ دی او څنګونو ته یې لمسیانې (شانزی پروین او آریه) دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.