ډسمبره

درخانۍ ذهین

244

ډسمبره
ډسمبره
زما له حاله ناخبره
زما زړه په وینو ډوب دی
ته یې سپین
ته یې واورین
ته معطره
د سړو په عطر مسته
په ښکلا دې ځان پریولې
رڼايي درنه ورېږي
ته سپېڅلی له السته
د طوفان له نغمو هسته
په سړو کې ګرمي راوړې
ز ما مات زړګي ته زېرۍ
د هغه دهستي راوړې
ای د ژمي پیامبره
ته نېکمرغه ته نېکبخته
ستا پر شونډو
ترانې دي چې نڅېږي
سندریز غږنونه آورې؟
ستا په زلفو
تور ویښته دې
حلقه کېږي
بنګړي کېږي
او شړنګېږي
د باران په هره څاڅکه
زما زړه دی چې ورېږي
ستا پر ښکلي مخ چې لوېږي
اوبه کېږي
د هر تږي په ټټر کې
ژوندون کېږي
ته خو راشه!
ته چې راشې
ځواني راشي
د هستي په هدیره کې
بدلون راشي
په دا وچه جزیره کې
اوبه راشي
پاڅون راشي
ته چې راشې
ژوندون راشي
ته چې راشې …
یو احساس به
د شتون راشي
ته چې راشې ..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.