څنګه کولای شو یوه ژبه په سمه توګه زده کړو

ليکنه: خان آغا نوري

270

یوه بله ژبه زده کول او په هغې ژبه خبرې کول بیا هغه ژبې چې توپیري ساختار، ګرامر، او توري لري، یو چاته څومره ستونزمنه او بل یو ته څومره آسانه ده ،خو په بشپړه بڼه ناشونې نده.

ددی لپاره چې یوه ژپه په سمه توګه زده کړو ، کومو اړینو اړخونوته مو باید پام وي او کوم غوره پروګرامونه، وسايل ، د ننې ټکنالوژی ایپسونه او تکتیکونه وکاروو.

د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې چې په دې اړه (څنګه دې یوه ژبه په سمه توګه زده کړل شي، کوم تکتیکونه او میټوډونه اړین دي؟) تر سره شوې، چې په کې څلورویښت تنو د ژبې ماهیرونو ګډون ګری وه، په مشخصه توګه څلور

هغه اساسي وسایل چې د نن ورځې ټکنالوژی سره تړلي دي، په ګوته شول، چې د ژبو زده کوونکو سره مرسته کولای شي، یوه ژبه په سمه توګه زده کړی:

۱:. غوره په لیکه ډکشنري او قاموسونه

۲:. غوره په لیکه د لغاتونو ټرینر آپسونه

۳:. غوره د ژبې زده کړې لپاره پروګرامونه او ميټوډونه

۴:. او د خبرو اترو لپاره په مطلوبه ژبه انډیوال او ملګری

۱:. غوره په لیکه ډکشنري او قاموسونه:
سره له دې چې پښتو یوه له ډیره وروسته پاتې او فقیرو ژبو په لړ کې رازي، خو په دې وروستیو کې د پام وړ خدمات د خدایې خدماتګارانو له خوا شوي:

قاموسونه ټکی کام: لومړی ځل ما د دې قاموسونو او د پښتو ژبې خزانې په اړه په کال ۲۰۱۷ کې واوریدل او هغې نه پس مې هر ګړې د ددې وبسایټ جوړونکي او چلوونکی ته د زړه له تله دعاوی کړي. خو دغه وبسايت د تیرو څو مودو راهیسې سم کار نه کاوو. ښاغلی احمد ولي اچکزی هغه څوک دی، چې د ژوند شيبه،شیبه یې پښتو ته وقف کړې ده ، چی بیسارې خدمات یې پښتو ته کړي، ځکه ما ورته د خدایې خدمتګار لقب وکاروه. دا یوه له هغه معتبرو مراجعو له جملو څخه ده چې تاسو کولای شې، قاموسونه ټکی کام ښکته او ورزینې کار واخلئ. لینک: Qamosona.com
آلماني پښتو ډکشنري: د ښاغلي ډاکټر صیب اکرم ملکزي لیکل شوې پښتو آلماني قاموس دی، چې کولای شی په آلمان کې د خپل ښاز اړوند کتابتون نه دیوې ټاکل شوې مودی لپاره واخلی او وی کاروی.
عارف انځورین قاموس: یا فرهنګ مصور عارف چې ښاغلي عارف لیکلی دی او پښتو ، دری ، آلماني او یو انځوریز قاموس ده، چې په کتابتونو کې یې پیدا کولای شۍ.
ګوګل ژباړن: سره له دې چې د پښتو ژباړې لغاتونه یې لا هم بشپړ شوي نه خو یوه مهمه او بیړنې سرچینه د هغو چا لپاره کیږي، چې نورو امکاناتو او وسایلو ته لاسرسی نلري.
ممکنه تاسو هم بعضی نور امکانات لیدلي او موندلي وي، کولاې شئ مونږ ته یې راپه ګوته کړۍ، چې نور هم تری کار واخلي.

۲:. غوره په لیکه د لغاتونو ټرینر آپسونه:
که تاسو د آیفون او آپل تولیداتو او ټکنالوژي کار اخلې تا سوته جدا او که تاسو د آنډرایډ سیسټم کاروې نو تاسو ته جدا، جدا امکانات شته، کولای شئ دا تولیدات او خدمات ډیریي وړیا آپسونه دي خپل موبایل او یا وسیلې ته ښکته او کار ترې واخلی.
۳:. غوره د ژبې زده کړې لپاره پروګرامونه او میټوډونه:
لکه څرنګه چی تجربو ښوولې ده، هر انسان خپلې وړتیاوې او د زده کړو ځانګیړنې لري، دلته منظور د میټوډونو او پروګرامونه، پلان او دهغه تطبیق ده. د ژبې زده کړې لپاره څلور اساسې میتودونه ، چې ډیر اړین او هغه په لاندې ډول دي.
خبرې اترې د وړتیا او پیاوړتیا له مخی که تاسو یو له هغو کسانو هستې ، چې ژبه د خبرو کولو له لارې ښه او سمه زده کوئ، نو کوښښ وکړې، چې ډیرې خبرې وکړې. ډیرې کسان شته چې هغوې ژبه باید د خبرو کولو له لارې زده کړی، مګر هغوې خجالتې شخصیت لري، چې نشې کولی هغه مطلوبه ژبه په خپل وخت او ټاکلي مودې زده کړی، نو همدا سبب کیږي، چې هغوې باید په کلونو کې ژبه زده کړي.

لیکل

که تاسو یو له هغو کسانو یاست، چې لیکلو سره مو ډیر زیات او یا هم زیات شوق دې، نو همدا شوق هم کولای شې تاسو سره د یوې نوې ژبې زده کوولو مرسته وکړي. هغه کسان چې لیکو سره شوق لري، معمولا هغوی خپلې ورځنۍ چارې په ژورنال کې لیکې، که تاسو هم د همدې کسانو له جملې هستی، نو خپل ټول ليکل به هغه مطلوبه ژبه که د بیلګې په آلماني وي و لیکئ، دا به تاسو سره ورځ تر بلې مرسته وکړي، چې نوي لغاتونه و لتوئ او هغه بار بار او بیا ځلې ولیکئ.

اوریدل (غږیز)

شته داسې خلک،چې هغوې دا وړتیا لري، هر څه د یو وار او یاهم بیا بیا اوریدلو له لارې زده ګړي.

که تاسو له دې جملې کسانو هستۍ، نو ړاډیو یو آسانه، ارزانه او په هر ځایکه مهیا وسیله ده چې د اوریدلو له لارې کولای شې نوی ژبه زده کړئ. د آلمان راډیو دویچه ویله یو پروګرام لري چې (لانګزام ګیشپروغنه ناخریخت) په نامه یادیړي، ډیر نرم او رسا خبرونه وړاندې کوي، د دې خبرونو یو ځانګړی آپس هم شته چې کولای شې ، د آپسټور نه یې ښکته کړئ. او یا هم خپل د خوښې کتابونه به آلماني ژبه غږیز واورئ.

لوستل

لوستل هم یو له هغو پیاوړو لارو چارو نه یوه ده چې کولای شي تاسو سره مرسته وکړي خپل نوی ټاکل شوې ژبه ښه زده کړې. خو دا لاره چاره لوی درونې او حوصلی ته اړتیا لري، دا ځکه چې تاسو به ممکنه په اول، دویم ، دریم او په وار وار خپل د خوښې او آسانه کتاب پیدا نشې کړی، چې په یو وار لوستلو سر پرې خلاص شي او پرې پوه شې.

که چیرې تاسو یو کتاب انتخاب کړ، چې وی لولې نو کوښښ چې کتاب ولولې او تر آخر یې خلاص کړې، پرته له دې چې تاسو دې به ټولو مطالبو پوه شې.

خپله د لوستلو او مطالعې دوره په دريو (۳) برخو وویشۍ.

لومړی: د خپل د خوښې کتابونو موندل

دویم: د یوې بلې ژبې د کتاب لوستلو سره ځان او فکر عادت کول او یو کتاب به بشپړ ډول پای ته رسول، پرته له دې چې یو جامع او کامله مفهوم تر واخلو

دریم: اوس نو ژوره مطالعه کول او یادداشت نیول

۴:. او د خبرو اترو لپاره په مطلوبه ژبه انډیوال او ملګري درلودل

ښایې تاسو به د ټانډم پروګرام نوم اوریدلی او یا به مو نه وي اوریدلی، دا یو پروګرام ده چې په دې کې د نړی د مختلف ملکونه محصلین او یا هم هغه خلک چې بله ژبه زده کوي خپل ځان ته پروفایل جوړوي، او په خپل پروفایل ټولې خپلې وړتیاوې، چې مهمه یې ژبې دي لیکي او ورسره مل کوي یې، چې ټانډم پارټنر یې په کومه ژبه باید خبرې کولای و او کومې ځانګیړنې ولري. د اړیکو نیولو او سره مشورو یو او بل سره یا په لیکه او یا هم محلي لیده کاته کوي.

سپړنه او یادونه :

پورته موارد ممکن ټول د یوه انسان لپاره نه وي او نه هم یو انسان دا ټولې ځانګیړنې درلودلای شي، خو دا موارد په عمومي بڼه دي ، تاسو خپله ځانګیړنه پیدا کړئ او په خوند او شخوند یو بله ژبه ښه په شوق زده کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.