د طالبانو تر واکمنی لاندې د رسنیو پر وضعیت تازه اندېښنې

290
محمد اسماعیل شاکر/ دویچه ویله
2 ساعتونه مخکې

د خبریالانو نړېوال فدراسیون وايي افغانستان کې د خبریالانو د توقیفولو سربیره رسنیزې سرغړونې ډېره شوې. دغه فدراسیون په خپله اعلامیه کې د رسنیو د څو تنو کارکوونکو نېولو، سزا ورکولو او زنداني کولو ته اشاره کړې.

د خبریالانو نړېوال فدراسیون یوه اعلامیه وايي، چې نړېواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې افغانستان کې پررسنیود زور زیاتي او وینا آزادي ځپلو څخه لاس واخلي.

فدراسیون پر خپله اکس پاڼه خپره کړې دې اعلامیه کې زیاته کړې: «که چېرې طالبانو ته ددې کړنې د دوام اجازه ورکړل شي، نو رسنۍ به اړې شي چې  رپوټ ورکول په بشپړ ډول ودروي، چې دا بیا په افغانستان کې د بیان آزادۍ ارزښت ته سخت زیان رسوي.»

دغه فدراسیون په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د رسنیو د څو تنو کارکوونکو نېولو، سزا ورکولو او زنداني کولو ته اشاره کړې.

د طالبانو استخباراتو د ډسمبر په ۴مه په کابل کې د عبدالرحیم محمدي په نوم یو خبریال ونېوه او تردې پېښې شپږ ورځې وروسته د ډسمبر په ۱۰مه په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د نېلې یوې محکمې د نسیم په نوم د یوې راډیو مدیر سلطان علي جوادي په لس کاله بند محکوم کړ.

عبدالرحیم محمدي په کابل کې د یوه ځايي ټلویزوني چینل سربیره ځینو نړېوالو رسنیو ته هم کار کاوه. طالبانو د هغه د نېولو دلیل نه دی روښانه کړی، خو په دایکنډي کې د نسیم راډیو مدیر سلطان علي جوادي یې د دوی په ټکو «اسلامي امارت پرضد د پروپاګنډ او بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور» په لس کاله بند محکوم کړی دی.

د خبریالان نېول کېدل او د رسنیو پروړاندې سخت چلند دوه جدي اندېښنې بلل شوي
د خبریالان نېول کېدل او د رسنیو پروړاندې سخت چلند دوه جدي اندېښنې بلل شويانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

هڅه مو وکړه چې د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت د تازه اندېښنو په اړه د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم واخلو، خو نوموړي ددغه رپوټ د لېکلو تر مهاله زمونږ پوښتنه نه ده ځواب کړې.

د خبریالانو نړېوال فدراسیون او اړوندو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې د رسنیو پروړاندې له سخت چلنده لاس واخلي او ټول رسنیز کارکوونکي دې له قید و شرط پرته له زندانونو خوشې کړي.

د خبریالانو نړېوال فدراسیون د افغانستان د خبریالانود خپلواکې اتحادیې له قوله ویلي چې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو کمېسیون پریکړو او اقداماتو نه کول اندېښمنونکی دی.

ددغه بنسټ پروینا د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو کمېسیون یواځنی بنسټ دی چې د رسنیو او خبریالانو حقونو او له هغو څخه سرغړونو ته رسېدنه کوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.