حقاني: د اړتیاوو پوره کول وخت غواړي او ستونزې د یو بل په منلو حل کیږي

199

عبدالرقیب سایل/ پژواک

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): چارواکو د کابل پوهنتون د محصلینو په فراغت‌غونډه کې پر ملي یوالي د ټینګار تر څنګ، دیني او عصري علوم سره تړلي وبلل، ویې ویل چې د اړتیاوو پوره کول وخت غواړي او ستونزې د یو بل په منلو حل کیږي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د کابل پوهنتون د ۱۴۰۲ کال د ۲۵۰۰ محصلینو په فراغت‌غونډه کې وکړې او ویې ویل چې اسلامي امارت د پوهنتونونو فارغو محصلینو ته د کار زمینه برابروي او وار له مخه تر ۲۵۰۰ بستونه ورته ځانګړي شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په یاده غونډه کې وویل د عصري علومو او دیني علومو کسان باید دا فکر ونه کړي چې دا دواړه سره بېل دي، بلکې دواړه یوه خبره ده او تر اوسه کوم امتیازات چې لوړو زدکړو ته ورکړل شوي، مدرسو ته نه دي ورکول شوي.

دی وایي چې له اوسنۍ خپلواکۍ باید استفاده وشي او رامنځته شوي فرصتونه هم باید ضایع نه شي څو افغانستان خودکفا شي.

هغه زیاته کړه: «هغه ضرورتونه چې زه غواړم او ته یې غواړې، وخت ته ضرورت لري، یو او بل به تحمل کوو او ستونزې په همدې حل کېدای شي.»

حقاني زیاتوي: «کومه ناهیلي چې شته، موږ سره بلد شوي نه یو، موږ د یوه وطن او یوې عقیدې خلک یو او ځانونه به جوړوو. ورو، ورو کارونه ښه کېږي، سره بلد به شو، تاسو مه وارخطا کېږئ، انشاءالله افغانستان به خودکفا شي.»

دغه‌راز هغه وایي، تر اوسه امریکا له افغانستان سره دوستي نه غواړي، تعامل دې وکړي او د ده په ګډون د اسلامی امارت نور مشران دې له تور لېسته وباسي.

حقاني زیاتوي: «موږ دلته د چا لاسوهنه نه منو، د چا لپاره تهدید نه یو او الحمدلله افغانستان د ارامۍ په لور روان دی.»

د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث ندامحمد ندیم په دغه ناسته کې وویل چې اسلامي امارت د لوړو زدکړو ودې ته ژمن دی.

دی وایي، هغه څه په نظام کې تطبیقوي چې د خدای (ج) رضا پکې وي او په تطبیقاتو کې به هغه څه له منځه وړي چې د بهرنیانو له خوا تپل شوي وي.

هغه زیاته کړه: «قدرمنو ځوانانو اوسمهال د ټولې نړۍ د مسلمانانو په تخریب کې حشر روان دی، نو له دې امله د خپل اسلام او اسلامي امارت له نظام څخه دفاع وکړئ…دا مو غوښتنه ده چې خپل فکر به ساتئ او په خپل فکر به له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوئ.»

د کابل پوهنتون استاد نصرمن الله مجاهد له حکومته وغوښتل چې فارغو محصلینو ته دې د کار زمینه برابره کړي.

هغه وایي، د نظام د تقویت لپاره دې د پوهنتونونو له مجربو استادانو سره سلا وشي.

د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حفاني دواړو ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د پوهنتونونو فارغو محصلینو ته د کار زمینه برابروي او وار له مخه تر ۲۵۰۰ بستونه ورته ځانګړي شوي هم دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په یاده غونډه کې وویل، دیني علوم او عصري علوم له یو او بل سره تړلي دي.

دی وایي: «زموږ او ستاسو ټولې هڅې د مشترکې موخې لپاره دي، د یوه بدن اعضا یو، هېڅوک باید دا فکر ونه کړي چې دغه قشر [عصري زدکړو فارغین] ته اړتیا نشته، که څوک دا فکر کوي نو دا فکر یې باطل دی، هر قشر ته دا نظام او ټولنه ضرورت لري.»

هغه وایي، ځینې هڅې کوي چې یو ځل بیا افغانستان ته بدمرغي راوړي، د دوستۍ په جامه کې او تر یو او بل شعار لاندې «موږ او تاسو ته شاتو کې زهر راکوي، نور باید دوست او دوښمن وپېژنو.»

مجاهد زیاتوي: «دا مو ارمان دی چې ټول قومونه په یوه دسترخوان راټول شو او د دې کار لپاره ټوله انرژي او امکانات مصرفوو، اخلاص او صداقت به کوو.»

د ده په وینا، نظام د پوهنتونونو د استادانو او هغو کسانو مشورو ته اړتیا لري چې تجربه لري.

هغه وویل، هېواد کې چې هره پرېکړه کېږي، په هغه کې د هېواد د استادانو مشورې اړینې دي او هېڅ استعداد باید ضایع نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.