لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۳۸مه برخه
د فتنو مور پنجاب تهران کې
بله لار نه شته ځان په تېښته خلاصومه
هر ایرانی چې لږ غصه شي
بل څه ترې هېر شي، د اشغال کوي غږونه
د ژوند مسیر به مو لږسم شي
د پنجابي له دامه روغ که ووتونه
وخت د ځوانۍ هجرت کې تېر شو
له دردو ډک شوم، اوس به کړوپ وطن ته ځمه
په ایران کې د افغانانو وهلټکول، سپکول، لوټل، په بېلابېلو نومونو زنداني کول، په نشهٔتوکو عمداً روږدي کول، وژل او بیا د مړي پرکورنۍ باندې د مړي خرڅول او که څوک له یادو ازموینو ژوندي ووتل، بیا په جبر اوزور د افغانستان خاورې ته راپورېوهل، ډېره پخوانۍ کیسه ده او ایراني واکدارانو دغه چلن له کلونو راپه دېخوا زموږ له هېوادوالو سره کړی دی. د همدې کړاوونو تر زغملو وروسته، زموږ د کوم رنځېدلي هېوادوال له خولې یو شعر راوتلی دی چې دا یې یوه برخه ده:
«ورک دې شي ایـران له غـمـلـړلـو تـومـنـو سره
ژوند مې په کې تېرکو دم د یو جوړه جامو سره
ورک دې شي ایران، په ایران کې مې زړه تنگ دی
هرشرکت ته لاړشم په نصیب کې کې مې کُلنگ دی
پــوی پــه گـنـاه نـه یـم، د مهـنـدس راسره جنگ دی
میاشت مې پـوره نـه وي، بیا روان یم بسترو سره…»
په ایران کې د بېدفاع اواره افغانانو د وضعیت د څرنگوالي په باب یا هېڅچا څه لیکلي نه دي، که لیکلی شوي سم ترنورو پورې رسېدلي نه دي که رسېدلي هم دي، ډېر لږ چې دومره د پاملرنې وړ نه دي او نه څوک پسې گرځېدلي دي.
یووخت مې په بيبيسي فارسي کې د «عکس فوری از زندگی پناهجویان افغان در ایران» ترسرلیک لاندې یودردونکی رپوټ له نظره تېر شو، د هغه رپوټ په یوه برخه کې په ایران کې د افغان مهاجرینو په باب داسې لیکل شوي وو:
«پناهجویان و مهاجران افغان، یکی از محرومترین و بیدفاعترین اقشار اجتماعی در ایران هستند که هیچ یک از دولتهای وقت حقوق مدنی آنان را به رسمیت نشناخته است. مسئولان اغلب در سالهای آغازین حضور اتباع افغانستان در این کشور، از عبارات “آوارگان افغان” و “اتباع بیگانه” استفاده میکردند. از این رو در مدارک اقامتی این گروه، از واژهگانی که بر پناهنده یا مهاجر بودن آنان دلالت کند، نشانی نیست. بیش از نیمی از این “آوارگان” فاقد مدارک اقامت قانونی هستند که به “بیهویتی رسمی” آنان میانجامد و بر مشکلات و دشواریهای تامین معاش، سر و سامان دادن به زندگی فردی و اجتماعی آنان میافزاید.
اغلب قربانیان این بیعدالتیهای قانونی را کودکان تشکیل میدهند که بهعنوان نیروی کار ارزان مورد سوءاستفادههای اقتصادی و اجتماعی قرار میگیرند. پژوهشهای میدانی نشان میدهند که ۸۶ درصد از کودکان کار خیابانی ایران را اتباع خارجی تشکیل میدهند…»
پرافغان کډوالو باندې د ایرانیانو د ظلمونو دا لړۍ نه یوازې ونهدرېده، بلکې د وخت او سیاست په بدلون سره نوره هم مرگونې شوه. په زرگونه افغانان یې په بېلابیلو نومونو نیابتي جگړو ته ولېـږل چې ښه او برالا بېلگه یې د فاطمیون ډله ده.
دا چې ایران او پاکستان د کوم پټ تړون له مخې په یوه وخت کې د افغان کډوالو ازارولو او شړلو ته نور هم شدت ورکړ، دا موضوع لا میډیا ته نه ده راوتلې، خو د خلکو له خولو او ذهن نه د ادبیاتو او فولکلور په قالب کې د گاونډیانو د ظلمونو رنگارنگ انځورونه راوتلي او نور به راوزي، څو بېلگې یې د لنډیو په قالب کې دا دي:
د فتنو مور پنجاب تهران کې
بله لار نه شته ځان په تېښته خلاصومه
که دا ایران جنت، جنت شي
پهکار مې نه دی دا جنت په منتونه
هر ایرانی چې لږ غصه شي
بل څه ترې هېر شي، د اشغال کوي غږونه
د ژوند مسیر به مو لږسم شي
د پنجابي له دامه روغ که ووتونه
ته ایراني نه ځان راخلاص که
د وطن ستونزې به یوځای اوارونه
د هجرت بار مې ملا په درد کړه
د ایراني د پېغور بار به څنگه وړمه
توره پنجابه مخ دې تور شه
ډېر مې وران کړي، اوس مکتب نهورانومه
د مزدورۍ قول مې کړی
د جاسوسۍ چې راته وايي، زړه مې چوینه
پوهه فن خپل کړه انډیواله
بې پوهې ژوند کې دې اوږده وي تل لاسونه
خدایه وطن له جگړې خلاص کړې
چې خلک خلاص شي له هجرت او احتیاجونه
ارام خوښي د نورو خلکو
زموږ دې خلاص شي هجرتونه او ظلمونه
وطن ارام جگړه شي ختمه
بیا د پردیو د کار څه پروا لرمه
وخت د ځوانۍ هجرت کې تېر شو
له دردو ډک شوم، اوس به کړوپ وطن ته ځمه
سپوږمۍ پر تورو غرو راخېژه
چې د وطن په یاد زه تا ته وژاړمه
فکر کؤم نه رايادېـږي
چې د اشنا دیدن مې کله کړی وونه
په سره غرمه کې مزدوري کړم
پردی وطن دی، خود به گالم کړاوونه
وس مې په هېچا نه رسېـږي
ظلم پرځان باندې کوم، بدرنگه شومـه
هندوان دغواوو غوښې نه خوري
پاکستانی گاونډ زموږه غوښې خورینه
چې نه د جنگ یو، نه د ننگ ی
له ایراني گاونډ نه څه گیله کوونه
چې نه د زدکړو نه د کار یو
خود به گالو د خپل پردیو پېغورونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.