د ځوانانو ترمنځ سیاسي يووالی

مقتصد ستړی

598

د ځوانانو ترمنځ سیاسي يووالی یو پياوړی ځواک، د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره انرژي او د پخلاینې او تفاهم سرچينو ته وده ورکوي

د وروسته پاتې ټولنو د پرمختګ په لار کې يو ستر خنډ هغه ملت او وګړي دي چې په سیاست کې دلچسپي نه لري، یا هم په شعوري ډول د واکمنې طبقې له خوا په سیاسي ناپوهۍ کې ساتل شوي؛ ولې چې له سیاست څخه د عام ولس، په ځانګړې توګه د ځوانانو لرې ساتل، د واکمن او د هغه په شاوخوا کې د هغو ټولو کسانو لپاره چې موخه يې شخصي او غير ملي ګټي وي، ګټور تمامېږي.
په دې اړه الماني مفکر برتولت وايي چې، تر ټولو بده ناپوهي سیاسي ناپوهي ده. د هغه په وينا دغه ډول ناپوهي نه څه اوري، نه څه ویني او نه یې هم دا په سترګو ورځي چې د لوبیا، وړو او درملو نرخونه یا د ژوند لګښتونه او کرایه د سیاسي پریکړو په پایله کې ټاکل کیږي، آن تر دې چې داسې وگړي پخپله سیاسي ناپوهۍ ویاړي هم او له سیاست‌ څخه بد وړي. نوموړی مفکر زياتوي چې يو غير سياسي شخص له ډیرې ناپوهۍ په دې نه پوهیږي چې په سیاست کې د هغه نه ګډون، د یوې رنډۍ، غله او تر ټولو بده دا چې د استعمار او اثتثمار کوونکو شرکتونو او د هغوی د لاسپوڅو چارواکو د زېږېدو لامل ګرځيدلی شي.
په همدې اساس ويلی شو چې د ځوانانو لپاره سیاست یوازې یو حق نه، بلکې مسؤلیت دی. #ځوانان نه یوازې دا چې د سبا ورځ مشران بلل شي؛ د دوی وړتيا او ليوالتيا د سیاسي منظرې د بیا تعریف کولو ځواک لري.‌‌ باید ووايم چې د ځوانانو سیاسي شعور يوه زوروره وسله ده. هر هغه ځای چې د دوی انسجام په کې رامینځته کېږي، د ازادو بحثونو او دايروي مطالعې په مېز بدل کړي. دغه راز ټولنیزي رسنۍ چې د افکارو د تبادلې او اړيکو یوه پیاوړي وسیله ده، د پوهاوي لوړولو، معلوماتو شریکولو، او اړیکو جوړولو په موخه یې په مسؤلیت سره وکاروي، ترڅو آنلاین شتون مو د مثبت بدلون لامل وګرځي.
باید ووایم چې د ځوانانو ترمنځ سیاسي يووالی یو پياوړی ځواک، د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره انرژي او د پخلاینې او تفاهم سرچينو ته وده ورکوي. ددې لپاره چې ګډې کړنې او فعالیتونه مو د ټولنې په خير تمام شي، تر هرڅه لومړی باید د خپل هيواد د تاريخ، سیاست او کلتور په اړه لازمه پوهه، په سیاسي او ټولنیزو بحثونو کې برخه، او د هغو مسايلو څخه باخبر اوسو چې زموږ په نسل اغیزه کوي.
همدارنګه په سیاست کې د میرمنو رول ته په ارزښت ورکولو سره ځوانانو ته پکار ده چې د مساوي استازیتوب مدافع اوسي، ځکه چې د ښځې او نر، ګډ غږ د ملت په داستان کې مهم رول لوبوي؛ د فخر افغان (باچاخان) په وينا سره چې وايي ” د کوم قام ښځې چې بیدارې شي او د ملک د ازادۍ لپاره ملا وتړي، نو هغه قام څوک غلام ساتلی نه شي او هغه قومونه به ډېر زر خپل منزل ته ورسیږي.”
په پای کې؛ ځوانان باید د ملي او نړیوالو چارو، د پالیسیو، پرېکړو او سیاسي لانجو په اړه د مختلفو کتابونو، رسنيو او سرچينو څخه د معلوماتو په ترلاسه کولو سربېره د دوی په ژوند يې اغیزې درک کړي، ترڅو د خپل ملت د روښانه سباوون لپاره، په سیاست کې د مهم رول په لوبولو سره د یوه پیاوړي، متحد او سوکاله افغانستان بنسټ کېږدي.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.