د افغانستان راتلونکي او ځوانان

مقتصد ستړی

528
د افغانستان د راتلونکي لپاره دا مهمه ده چې ځوانان د يوې نوې نقشې په جوړونه کې د دوامداره ګډون برخه اوسي.
په هيواد کې روانه سیاسي بې ثباتۍ او د افغان انسان د حقونو پايمال د يوې منظمې ستراتيژۍ په بنسټ به تر هغې دوام ولري چې پخپله افغان ځوانان يې د ثبات غوښتونکي او د وضعیت بدلوونکي اوسي، ولې چې د ځوانانو سیاسي بیداري د ټولنیز تکامل نبض بلل شي.
د حاکمې کړۍ واک په افغانستان کې نه يوازې د ځوانانو بلکې د ټول انساني ژوند په لاره کې مختلف خنډونه ايجاد کړي دي چې له امله يې د افغان انسان ژوند ورځ تر بلې لا پسې سخت کړی دی. لکه څرنګه چې نړيوالې ټولنې او ځينو هيوادوالو يې تمه لرله چې واک ته له رسیدو سره سم به دغه ډله وکولای شي چې د امنیت په ټينګښت سربېره به پرته له کوم تعصب او عقدې به دداسې یو نظام په جوړښت کار ترسره کړي چې د ټولو خلکو سیاسي، ملي او شرعي حقونو ته به په بشپړ درناوي سره چلند ترسره کوي، برعکس واکمنه ډله د خپلو تېرو تېروتنو په بیا تکرار سره د زور او ستم حکومتولۍ ته دوام ورکوي.
دغه راز يو نظام چې د ولسي مشروعیت پر بنسټ، ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولای شي، واکمن مسوولیت لري چې د ټولو خلکو سیاسي او ملي ګډون ته د رسېدو په موخه پرته له کوم تعصب او عقدې کردار او عمل ترسره کړي.
واک ته ددغې ډلې له رسېدو سره سم، د ځوانانو بې برخلیک ژوند او د خلکو خراب اقتصادي حالت هغه څه دي چې د افغان انسان ژوند یې سخت کړی دی، هره ورځ لسګونه شمېر لوستي ځوانان له هیواد څخه د وتلو په موخه په سختو لارو باندې غیرقانوي مهاجرت ته مخه کوي، د انجونو پرمخ تړلې دروازې ددې ثبوت وړاندې کوي چې په هیواد کې د بې عدالتۍ څپه خپره ده او د خلکو دیني، ملي او انساني حقوق ترپښو لاندې شوي دي.
په ټوله کې ۲۰۲۳ کال په هيواد کې د سیاسي بې ثباتۍ سربېره، د بې عدالتۍ، بې وزلي، قتل او ځورونې، د بشري حقونو پايمال؛ په ځانګړې توګه د مېرمنو او ماشومانو د حقوقو د نه رعايت او همدارنګه د زده کړو او پرمختګ پرضد يو نه جبران کيدونکی کال وو، ددې سبب ګرځېدلی چې راتلونکي ته د افغانانو هيلې او ارمانونه هم له منځه يوسي.
دا په دې معنا چې نړيوالې ټولنې، امريکا او واکمنې ډلې ته د افغانانو بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه مهم نه دي، بلکې دوی په افغانستان کې د هغو ګډو ګټو او اهدافو په تعقیب کې هڅې کوي چې پايله يې د افغان انسان له تمې او هيلو سره په ټکر کې ده.
ځوانان چې په نويو افکارو او بې حده لیوالتیا سره کولای شي د حکومتدارۍ اصل له سره تعریف کړي، د ملي مترقي فکر نیټورک په رامنځته کولو سره به وکولای شي د نويو او زړو کالبونو څخه يو جلا او پراخ بنسټه جوړښت ته لاره هواره کړي. په همدې اساس د افغانستان د راتلونکي لپاره دا مهمه ده چې ځوانان د يوې نوې نقشې په جوړونه کې د دوامداره ګډون برخه اوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.