اې اصیله بس یې کړه

ليکنه: مقتصد ستړی

268

– اې اصیله بس یې کړه ! نورې دا خبرې پرېږده؛ مه کوه چې دا په ‘مکه’ پسې ناکراره زړه مې بیرته په کرار سي.

دا خبرې زموږ خوږ پيغمبر حضرت رسول اکرم ﷺ په داسې حال چې له سترګو يې اوښکې څڅېدې ‘اصیل الهذلي’ ته هغه وخت وکړې چې کله زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد ﷺ په هجرت کې و او اصیل الهذلي تازه دم له مکې څخه مدينې ته ورغلی و.
هغه څه چې مهم دي، زموږ کور او وطن دی !
له خپل هيواد او خلکو سره مينه هيڅ ځانګړی ډول او لارښود نه لري، دا يو احساس دی چې د اصیل او رښتوني انسانانو په فطرت کې نغښتې وي. يو اصیل او رښتونی انسان تل د خپل هيواد سرلوړي‌ ، آبادي‌ او له نورې نړۍ سره يې د سیالي‌ غوښتونکی ‌وي او تل د خپلو خلکو د سوکالۍ او پرمختګ په موخه هلې ځلې ترسره کوي. ځکه چې هغه پوهېږي پرته له دې چې يو فرد ملي غرور ونلري بې حیثیته او ټولنيز هويت يې له منځه ځي. مانا دا چې يو هیواد یوازې يو جغرافیایي موقعیت نه، بلکې د خلکو يو ډله ایز هویت دی، چې د تاریخ، کلتور، او شریکو تجربو له مخې جوړ شوی.‌ په انساني ټولنو کې د وګړو تاریخ، دودونه د ویاړ او هویت سرچینه بلل کېږي. د یو هیواد سره د تړاو قوي احساس د ټولنيز يووالي او مشترکه اهدافو احساس رامینځته کوي. په همدې توګه د وګړو ګډې ريښې، ارزښتونه، مبارزه او برياوي هغه څه دي چې د يو جغرافيايي موقعيت اوسېدونکو ته د ځواک په ورکولو سره د دوی ترمنځ دوامداره ګډون ددې لامل کېږي چې د ځان او راتلونکو نسلونو لپاره د روښانه راتلونکي په جوړولو کې برخه واخلي.
په یوه صحیح حدیث شریف کې له عبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی کله چې حضرت نبي اکرم ﷺ د مکې له ښار څخه د وتلو پر مهال په حزوره نومي سيمه کې ودرېده او وې ویل چې “مَا أَطْيَبَكِ مِنْ بَلَدٍ وَأَحَبَّكِ إِلَيَّ وَلَوْلَا أَنَّ قَوْمِي أَخْرَجُونِي مِنْكِ مَا سَكَنْتُ غَيْرَكِ.”
(ته څومره ښه او ښکلى ښار يې او پر ما څومره ګران يې! كه زما قوم زه له تا څخه نه واى ايستلى، زه به بې له تا په بل هيڅ ځاى کې نه واى اوسېدلى.)
همدارنګه په انساني ټولنو کې کورنۍ چې يو ټولنيز بنسټ دی د افرادو هغه ډلې ته ویل کېږي چې له یو بل سره د وینې او سببي تمایلونو په اساس ګډ ژوند ترسره کوي. د لسان العرب کتاب ليکوال ابن منظور العربي کورنۍ په لغت کې د سپر او ډال په توګه تعريف کړې ده.
لکه څرنګه چې د يو هيواد وګړي په خپل تاريخ او عنعناتو باندې سره راټولېږي؛ دغه راز یوه کورنۍ د کور په چارديوالي کې د هغې وينې په رشته سره راټولېږي چې د‌ دوی په رګونو کې له یو نارینه او د هغه د مېرمنې (پلار او مور) د پیوستون په نتیجه کې د یو منظم ټولنیز چوکاټ په واسطه سره را منځته کیږي په خپلو کې یو ګډ ژوند او نه شليدونکې اړيکه لري چې په پراخه کچه نیکونه، لمسیان، او خپلوان سره را يوځای کوي.
په ټوله کې د يوې کورنۍ لپاره هيواد هغه پناه ځای دی چيرته چې هغه د خونديتوب احساس کوي. دغه راز د يوې کورنۍ لپاره کور هغه ځای دی چيرته چې دوی د يو بل لپاره مینه، راحت او د ملاتړ احساس چمتو کوي.‌ د خپل هيواد او کورنۍ ناڅرګنده او تل پاتې مینه هغه څه دي چې په هر حالت کې يې شتون، هغه که غم، ښادي، بریا او يا هم ناکامي اوسي زموږ لپاره د هر اړخېزې مرستې ترڅنګ د لارښوونې او ملاتړ سبب ګرځي.
د يو جغرافيايي موقعيت (هيواد) خپلواكۍ، ملي واكمنۍ، د ځمكنۍ بشپړتيا ساتنه او د دوی د حقونو او ملي ګټو خونديتوب د هغه د ملت په يووالي پورې اړه لري او ددې جغرافيايي موقعيت هر اوسېدونکی په دې مکلف دی چې د خپل هيواد د سرلوړي او د خپلو خلکو د پرمختګ او هوساينې په لاره كې‌ د دوامداره ګډون برخه اوسي.
مانا دا چې زموږ هیواد، کور او کورنۍ یو له بل سره هغه تړلي عناصر دي چې زموږ او له نړۍ سره زمونږ د تړاو په طریقه اغېزه لري. په ټوله کې کورنۍ او هيواد هغه تر ټولو پیاوړی بنسټ دی چې زموږ لپاره د ژوند ننګونو ته د رسیدو لپاره اړینه مینه او ملاتړ چمتو کوي. په همدې اساس هغه څه چې مهم دي زموږ کور او وطن دی او دا په موږ ټولو باندې لازمه ده چې له خپل کور او وطن سره د تل پاتې مينې او درناوي سره سره د هغه په جغرافيايي موقعيت کې له ټولو وګړو او اوسېدونکو سره يې په بشپړه انساني مینه او خواخوږۍ باندې ژوند او چلند ترسره کړو، لکه څنګه چې به فخر افغان باچاخان ويل چې انسان دې نړۍ ته یوازې د ځان د خدمت یا د ځان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه دی راغلی، بلکې له نورو سره مرسته کول یې هم لوی مسوولیت دی.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.