پر نجونو د تحصيل بنديز؛ پر طالبانو ولې فشارونه نه زیاتیږي؟

198
محمد اسماعیل شاکر/ دویه ویله
۱۴۰۲ دی ۱, جمعه

امریکا وايي، د زده کړو ټولو کچو ته د ښځو لاسرسی باید په لومړیتوبونو کې وي. امنیت شورا ته د یوناما مشرې په وینا کې هم د افغان ښځو وضعیت اندېښمنونکی بلل شوی، خو آیا له نړېوالې ټولنې سره پر طالبانو د فشار عملي وسېلې نشته؟

طالبانو پر افغان نجونو او ښځو د بندیزونو په لړۍ کې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر پر ۲۱مه، د افغان نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. تردې وړاندې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي ول او ترڅنګ یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او ورسره جوخت یې په دولتي ادارو کې د ښځو کار وځنډاوه.

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وسټ، پر افغان نجونو د تحصیل بندیز د یوکال پوره کېدو په تړاؤ په خپل وروستي پيغام کې ویلي، افغانان چې ده ورسره خبرې کړي په دې باور لري چې افغانستان ښځو ډاکټرانو، انجینرانو او ښوونکو ته اړتیا لري.

ده پر خپله اکس پاڼه زیاته کړې: «د افغانستان د راتلونکي او په یوه باثباته سیمه کې زموږ د خپلو ګټو په خاطر، موږ باید د تعلیم ټولو کچو ته د ښځو لاسرسی د خپلو لومړیتوبونو په منځ کې وساتو.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وروستي وضعیت په اړه په خپل بیان کې ویلي دي چې د ښځو او نجونو پروړاندې سیستماتیک توپيري چلند د ریکارډ په کچه دوام لري.

نوموړې زیاته کړې: «د لږکیو مانا لرونکي استازوالي نه شتون، له محکمې پرته وژنې، خپلسر نېونې او توقیف، شکنجه او ناوړه چلند د بشري ناوړه وضعیت له پاره بیلګې دي.»

خو بنسټیز بحث دا دی چې امریکا، ملګرو ملتونو او په ټوله کې نړېوالې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه تر ډېره په اندېښنو او بیانونو تکیه کړې.

د چارو کتونکي وايي، د وضعیت بدلون له پاره پر طالبانو عملي فشارونو ته اړتیا ده.

د پکتیا پوهنتون پخواني استاد جانداد جهاني دویچه ویله ته وویل، طالبان اوس د امریکا کورني امنیت له پاره یوه ګواښوونکې ډله نه ده، نو ځکه یې پردې ډله فشارونه هم اغیزمن نه دي: «امریکا له پاره لومړی ګام یا لومړیتوب د هغوی داخلي امنیت دی، د بیلګې په توګه طالبانو دا ژمنې ورسره کړي چې دی نورو تروریستي ډلو ته اجازه نه ورکوي چې نړېوالې ټولنې امنیت وګواښي، زما په نظر دا بنیادي علت دی چې د نړېوالې ټولنې غبرګون ډېر پڅ دی.»

په آلمان کې میشت د پوهنتون دغه استاد په خبره د بشري حقونو سرغړونو اړوند د نړېوالې ټولنې ځینې فشارونه د طالبانو پر ځای تر ډېره ولس اغیزمن کړی او ځپلی: «د نړېوالې ټولنې هره وسیله چې د طالبانو پر وړاندې یې کاروي په نهایت کې یې زیان ملت ته رسیږي، د بیلګې په توګه د مرکزي بانک د پانګو کنګل کېدل سره له دې چې د طالبانو پروړاندې د فشار یوه وسېله وه، نهایت کې خصوصي بانکونه ورڅخه متضرر شول، افغان سوداګر ورڅخه اغیزمن شوي او ان افغانستان ته یې د بشري مرستو رسولو پروړاندې خنډ ایجاد کړی.»

شمېرې ښيي چې د طالبانو د پرېکړې پر بنسټ، میلیونونه افغان نجونې له زده کړو او لوړو زده کړو بې برخې شوي
شمېرې ښيي چې د طالبانو د پرېکړې پر بنسټ، میلیونونه افغان نجونې له زده کړو او لوړو زده کړو بې برخې شويانځور: Majid Saeedi/Getty Images

خو هاخوا سیاسي شنونکي خوشال روهي بیا د بشري حقونو په برخه کې پر طالبانو د یوشمېر نړېوالو فشارونو هرکلی کوي او اغیزمن یې بولي.

روهي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل او پر یو شمېر طالب چارواکو چې پر ښځو د بندیزونو په تړاؤ پرېکړو کې ښکېل دي د سفر بندېزونه د قدر وړ دي.

روهي زیاتوي دا فشارونه اغیزمن دي، خو بسنه نه کوي: «دا د قدر وړ دي خو په هیڅ صورت کفایت نه کوي، زه فکر کوم هغه کوم تعاملات چې د طالبانو له حکومت سره کیږي، طالبان په خپله په یوه ناسم پوهاوي کې ښکېل کیږي، یو علت یې دادی چې د افغانستان د ګاونډیانو، یوشمېر زبرځواکونو او په ټوله کې د نړېوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د کچې په اړه یو واحد دریځ نشته.»

دغه افغان کارپوه زیاتوي د طالبانو پر وړاندې د یوه واحد دريځ په اړه اړتیا ده چې نړېوال کنفرانسونه راوبلل شي.

روهي د اسلامي همکاریو پر سازمان نېوکې وکړې چې د نجونو د زده کړو او تحصیل اړوند یې دریځ خورا پڅ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.