د افغانستان کرکټ بورډ پر درېیو ملي لوبغاړو بندېزونه او محدودیتونه ولګول

262
جاوېد احمد کاکړ/ پژواک
25 Dec 2023 – 23:17

اټلانټا (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ د ملي ګټو پر ضد اقداماتو له امله پر درېیو ملي لوبغاړو فضل حق فاروقي، نوین الحق او مجیب ځدراڼ یو لړ بندېزونه لګولي او له دوی سره مرکزي قردادونه هم لغوه کړي دي.

د کرکټ بورډ لخوا د لېندۍ په ۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ادارې له دغو درېیو لوبغاړو د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د اخیستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازې یا NOC د نه ورکولو پرېکړه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، افغانستان کرکټ بورډ، د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی؛ دغه پرېکړه کړې ده.

کرکټ بورډ ویلی، چې د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو د ټينګار لامل په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وو، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي، او د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسوولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه ده چې پر همدې بنسټ افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه وکړي.

پر همدې بنسټ د یادې ستونزې او قضيې د هواري په موخه افغانستان کرکټ بورډ یوې باصلاحیته کمېټې ته دنده وسپارله، ترڅو د یادو لوبغاړو دغه غوښتنې وارزوي او په دې تړاو خپلې سپارښتنې د ادارې له مشرتابه سره شریکې کړي چې یادې کمېټې هم نن له هر اړخیزو څېړنو وروسته خپله پرېکړه اعلان کړه.

د پرېکړې له مخې، د یوه کال مودې لپاره به دغو لوبغاړو ته مرکزي قرارداد نه ورکول کېږي، خو که چېرې ادارې په لوبو کې د دوی شتون ته اړتیا ولیده؛ نو غور به پرې کوي چې ایا د لوبې برخه وګرځول شي او که نه.

سرچینې ویلي، د راتلونکو دوو کلونو لپاره به دوی ته په بهرنیو لیګونو کې د ګډون لپاره هېڅ ډول اجازه یا NOC  نه ورکول کېږي او اوسنۍ صادر شوي اجازه نامې یا NOCs به هم لغوه ګڼل کېږي.

کرکټ بورډ ویلی، د پرېکړې له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ به خپله یاده پرېکړه د کرکټ نړۍوالې شورا، کرکټ اسیايي شورا، نورو کرکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو سره شریکوي، ترڅو په یادو لوبغاړو دغه پرېکړې په جدي ډول عملي شي.

د دغو لوبغاړو د قضیې لپاره د غوره شوې کمېتې یو غړی وایي: ((فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کرکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي او دغه راز باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه…؟

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ بورډ دغه پرېکړه ملي ګټو ته په پام سره کوي، ځکه د ادارې د اصولو او ټولو قوانینو پر بنسټ باید ملي ګټې لومړيتوب واوسي او شخصي ګټو ته پرې هیڅوک لومړیتوب ورنکړي.

د کرکټ بورډ په بیان کې ویل شوي چې د دغې پرېکړې د عملي کېدو په موخه د کرکټ نړیوالې شورا، کرکټ اسیايي شورا، نورو کرکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو ته خبر ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده دا درې افغان لوبغاړي راتلونکی کال د هند په پریمیر لیګ او نورو نړیوالو تجارتي لیګونو کې برخه واخلي.

یادو لوبغاړو سمدستي د کرکټ بورډ د پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.