له پوهې او پوهانو ویره

عبدالغفور لیوال

218

ولې؟

له پوهې و پوهانو څخه د واکمنو ویره نوې نه ده. له ډېرو لرغونو زمانو څخه ګڼ داسې روایتونه راپاتې دي، چې مستبدو واکمنو د خلکو پوهېدل د خپلو واکمنیو د زوال په مانا انګېرل او هڅه یې کوله خلک بې‌خبره او ناپوهه وساتي.
عجیبه دا ده، چې د ښځمنو له پوهنې څخه دا ویره دوه چنده زیاته وه او لا هم ده. مستبد واکمن له پخوا دې ته متوجه وو، چې د ښځو پوهه د باخبره او پوهو نسلونو د زیاتېدو لامل ګرځي. د ټولنیز ساینس پر بنسټ د ښځمنو پوهه او له علمي مسایلو خبرېدل په ټولنه کې د پوهې د خپرېدو بهیر چټکوي او له دې نظره مضاعفه او متصاعده پراختیا رامنځته کوي. د ښځو زدکړه ټولیز او ټولنیز تفکر په خپل توان کې ضربوي او پوهه داسې په چټکۍ خپریږي، لکه د سرې اور.
یوه پیداګوژیکه نظریه:
روزنپوهان فکر کوي، چې د نارینه وو پوهېدل، پوهول او زده کړه په دې مانا ده، چې خلک په پوهنې پسې ځي. خو که ښځې په پوهنو سنبال شوې، دا په دې مانا ده، چې پوهنه په خلکو پسې کورته راغلې ده.
د تاریخ په اوږدو کې ټولو مستبدو، بنسټ‌پالو یا پر مذهبي افراط ولاړو واکمنیو د پوهنې او په تېره بیا د ښځینه زدکړو په وړاندې مخالفت او حساسیت ښوولی. لامل یې نه فرهنګي – دودیز دی، نه اخلاقي – مذهبي، بلکې اصلي او حقیقي لامل یې د خلکو له شعوري ویښتیا او روښانتیا څخه د واکمنو ویره او ډار دی.
مثبته علوم ( ریاضیات، فیزیک، بیولوژي، جغرافیه، کیمیا او نور) د طبیعت په اړه تفکر ته لاره هواروي او بشري علوم د ټولنیز نظم بنسټونه پیاوړي کوي. د علومو ځانګړنه دا ده، چې نوي‌کېدونکي Renewable او په ورځېدونکي Updatable دي او هره ورځ د نویو تجربو او موندنو پربنسټ نویو پایلو ته رسیږي. هغوی چې په ولاړو، ډبره‌شویو (متحجرو) او ساکت و صامت نظریو باورمن دي، د مثبته علومو له دغې نوي‌کېدونې ځانګړنې څخه سخته کرکه او ویره لري.
په ۱۵۱۲ میلادي کال کې پولندي – جرمني پوه نیکلاس کوپرنیک دا نظریه وړاندې کړه، چې زمکه پر لمر راڅرخي، کاتولیکې کلیسا د دې نظريې پلویان وځپل. شاوخوا سل کاله روسته ایټالیايي پوه، ګالیلو، چې د شمسي نظام حقیقت او د کوپرنیک نظریه یې د خپل جوړکړي تلسکوپ په مرسته ثابته کړې وه، د کاتولیکې کلیسا له خوا محکمه شو، نږدې و محکمه حکم وکړي، چې ګالیلو ژوندی په اور کې وسیزل شي، خو ده له خپلې نظریې رسماً توبه وایستله، ګڼ شمېر پوهان په دې باور دي، چې د ګالیلو علمي موندنې د مسیحي اروپا په زړو باورونو کې درزونه رامنځته کړل. که څه هم ګالیلو توبه وایسته، خو هماغسې چې زمکه پر لمر راڅرخېده او شمسي نظام یو علمي حقیقت و، هماغسې خلک تفکر ته اړ شول او په دې پوه شول، چې په ګڼو برخو کې کلیسا او په کلیسا پورې تړلې واکمنۍ پېړۍ پېړۍ دوی ته دروغ ویلي دي. ګالیلو توبه وایسته، خو په خپله علمي موندنه یې د کلیسا زرکلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
د کلیسا او له هغې سره تړلیو اروپايي مستبدو واکمنیو لمن پوهنې ورټوله کړه. نوې اروپا نه صلیبي جګړو رامنځته کړې او نه هم خپلمنځي څوسوه کلنو جنګونو. رېنېسانس یا بیاویښېدنه د علمي، فرهنګي او هنري انقلابونو په پایله کې رامنځته شوه. د بشریت همدغه ځلانده تجربه بس ده، چې مستبدې او متحجرې واکمنۍ له پوهې او پوهانو څخه د مرګ تر بریده وویریږي.
قران‌مجید بیا بیا په «تفکر» ټینګار کوي. تفکر یوه پروسه ده، یعنې د باور له یوه ټکي تر بل ټکي پورې د مختګ او عروج پروسه. تاسو باید د پوهې و تفکر په مرسته له پرون څخه نن او له نن څخه سبا ته مختګ وکړئ او د کایناتو، طبیعت، ژوند، ټولنې، انسانانو او د انساني ژوند د شرایطو په اړه نویو پایلو ته ورسیږئ، له بده مرغه سیاسي کړای شوی دیني پوړ د سپېڅلي کتاب دغه مکرر حکم ته پام نه ساتي او له ټولنې څخه د تفکر امکانات د دې لپاره تروړي، چې خلک د تفکر په وسیله هوښیار، ویښ او روښانه نه‌شي، خپل حقونه ونه‌پېژني او بدلون و انقلاب ته لاره هواره نه کړي.
مونتسکیو د روح القوانین په نهم فصل کې « د استبدادي حکومت اصول» تر سرلیک لاندې لیکي:
« په استبدادي حکومت کې د ډار وجود اساسي شرط دی، هلته تقوا لازمه نه ده او شرافت‌لرل خطرناک دي. په استبدادي دولت کې واکمن له ټولو هغو کسانو ډاریږي، چې ځان ته ارزښت قایل دي او کړلای شي انقلاب تولید کړي، په دې برخه کې هر جسارت ځپل کیږي او د حق‌غوښتنې تر ټولو کوشنی حس هم وژل کیږي.»
پوښتنه دا ده، چې څوک ځانته ارزښت قایل دی؟
ځواب څرګند دی: هغوی، چې خپل انساني حقونه پېژني او په ټولنه کې د خپلې سیاسي- شعوري ارادې پلي کول غواړي.
امیرحبیب الله خان په ۱۹۰۳ کې د حبیبیې لیسه پرانیسته او د عصري علومو تدریس پیل شو، له دې سره د ویښتیا او روښانتیا وړانګې خپرې شوې. لومړی مشروطیت رامنځ ته شو او د خلکو په ګټه د قوانینو تصویب وغوښتل شو. د اصلاحاتو او سمون نهضت له حبیبیي لیسي سر راپورته کړ. د مشروطه غوښتونکیو یوه غوښتنه دا وه، چې شاهي دې په ریاستي نظام بدله شي. امیرحبیب الله خان وډار شو او مشروطیت یې د توپ خولې ته وتاړه. حبیبیې لیسه او د معارف نهضت له پامه وغورځېد، تر دې بریده، چې نایب‌‌السلطنه سردار نصرالله خان امیر ته وړاندیز وکړ، چې ټول معارف وتړي، ځکه: « له معارف څخه مشروطه رازیږي او مشروطه د سلطان د شرعي واکمنۍ پر ضد ده!»
خو د دې پرعکس، اعلیحضرت شاه امان الله چې غوښتل استبداد له منځ یوسي، لومړنی پیل یې له معارف څخه وکړ. ګڼې لیسې و ښوونځي یې جوړ کړل، اخبار یې خپور کړ، راډیو او د ویښتیا نور وسایل یې راوړل. مترقي پاچا د ښځو په پوهنه ځانګړی ټینګار کاوه، د ښځو ښوونځي یې پرانیستل، ارشادالنسوان خپورشو او د لومړي ځل لپاره افغان نجونې د لوړو روغتیايي زدکړو لپاره بهر ته واستول شوې.
اماني واکمنۍ د خلکو له پوهېدو او پوهنې نه‌ویرېده. شاه امان الله پوهېده، چې لوستي او پوه خلک د ده د واکمنۍ ملاتړي دي، نه دوښمنان.
ټولې روښانه او ملي واکمنۍ هڅه کوي، خلک وپوهوي، له خپلو حقونو یې خبر کړي او خپلو ټولو قانونمنده حقونو ته د وررسېدو په مبارزه کې ورسره مرسته وکړي.
پوهاند عبدالحی حبیبي په خپل کتاب «جنبش مشروطیت» کې د ارواښاد عبدالهادي داوي په اړه د سردار محمد هاشم خان یوه جالبه خبره رانقل کړې ده، استاد حبیبي لیکلي:
«… پریشان (عبدالهادي داوي) ورو او سنجیده خبرې کولې او اورېدونکي په تېره ځوانان یې په کراره تر اغېز لاندې راوستل، د محمدهاشم خان د کابینې په دوران کې بندي و، کله چې د صدارت مشاور سیداحمدخان کندهاري محمد‌هاشم خان ته وریاده کړه، چې که دغه بې‌ازاره سړي (داوي) ته له توپ او ټوپکو سره یوځای یوه منظمه فرقه ورکړل شي هم دی د چا په ضد دغه ځواک کارولای نه‌شي، نو ولې مو بندي کړی دی؟
محمدهاشم ورته ویلي وو: تاسو دا سړی نه پېژنئ، له خپلې دغې ارامې و صالح څېرې سره یې هره خبره د توپ له ډزو ډېر اغېز لري.»
مستبدې واکمنۍ له لښکرو نه، بلکې د پوهانو له خبرو ویریږي.
په افغانستان کې شل کاله معارف او له نړۍ سره ژوندیو اړیکیو ګڼ خلک له فکر کولو سره عادت کړي دي، لوستي او په علومو سنبال خلک فکر کوي او لاتراوسه د سانسور داسې دستګاه جوړه شوې نه ده، چې خلک دې له فکر کولو راوګرځولای شي. همدا کافي ده، چې خلک د خپلو حقونو، برخلیک، ژوند او د ژوند د شرایطو په اړه فکر وکړي . خلک اوس پوهیږي، چې پوهېدل او فکر کول ګناه نه ده.
د بشري ټولنې ځانګړنه همدا ده، چې فکر کوونکي انسانان بالاخره د خپل حالت د مثبت بدلون لپاره عمل هم کوي.
پوهنه په انسانانو کې د فکر کولو او عملي پایلې ته د رسېدلو توان روزي. استبداد، تحجر، بنسټ‌پالنه او شاتګپالنه د پوهنې په وړاندې داسې ده، لکه د لمر په وړاندې کنګل.
تاسو به پر ګالیلو توبه وباسئ، خو لمر به د شمسي نظام منځی وي او زمکه به پرې راڅرخي. استبداد که زرکاله هم دوام وکړي، ځان پوهول انساني غریزه ده، دا غریزه به بالاخره ډارن انسانان هم د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره عمل کولو ته اړ کړي او استبداد به راوپرځيږي. دا د تاریخ دود دی او دا دود بدلېدلای نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.