د جو ـ هري کړکۍ

ژباړه: بریال حبیبي

389
د Joseph Luft او Harrington Ingham په نومونو دوو ارواپوهانو د تېرې مېلادي پېړۍ په پینځوسمه لسیزه کې د کالیفورنیا په Ojai کې د ارتباطي مهارتونو اړوند یوه کنفرانس کې ګډون کړی وو؛ د کنفرانس له فعالیتونو نه یو داسې وو، چې ګډونوال یې باید په وړو وړو ډلو ووېشلي او هڅه دې وکړي چې په یاده غونډه کې له نورو ګډونوالو سره د خپل  تعامل تجربه تدوین او ارایه کاندي.
لوفت او اینګهام یو جدول جوړ او په هغه کې یې افقي او عمودي محورونه په لاندې ډول سره ونومول:
افقي محور:
هغه څه چې د خپل ځان په اړه پرې پوهېږم؛ هغه څه چې د خپل ځان په اړه پرې نه پوهېږم!
عمودي محور:
هغه څه چې نور زما په اړه پوهېږي؛ هغه څه چې نور زما په اړه نه پوهېږي!
موږ هر یو دا رنګه ګڼې ځانګړنې، خویونه او د قوت و ضعف ټکي لرو، چې هم خپله پرې پوهېږو او هم نور؛ د بېلګې په توګه: زه پوهېږم، چې زه په نه خبره ځورېږم او خوا او شا خلک هم زما پر دې ځانګړنه خبر دي او یا زه مثبت فکره یم او خوا او شا خلک مې هم ددې ځانګړنې له امله د مثبت فکر خاوند یادوي او یا…؛ دوی دا برخه د Public Self یا Open Self په نومونو ونوموله او زما په آند پښتو کې به یې ښه بدیل عام یا څرګند زه وبللای شو.
خو پر دې سربېره موږ ځینې نورې داسې ځانګړنې، خویونه او د قوت و ضعف ټکي لرو، چې موږ پرې پوهېږو خو نورو ته یې په اړه کافي و شافي معلومات نشته؛ د بېلګې په توګه: زه پوهېږم، چې زه کینه کښ یم؛ خو خپله دا ځانګړنه مې پټه کړې او نور پرې نه پوهېږي او یا…؛ لوفت او اینګهام دا برخه د Hidden Self یا Private Self په نومونو یاده کړه، چې ممکن پښتو کې ورته د شخصي یا ناڅرګند زه کلیمې وکارولای شو.
په درېیمه برخه کې هغه ځانګړنې، خویونه او د قوت و ضعف ټکي راځي چې موږ پخپله پرې نه پوهېږو، خو نور پرې خبر دي؛ کله کله دا برخه په غاښ د خوړو له پاتې شونو سره هم تشبیه کېږي؛ په دې مانا چې کله مو پر مخکنیو غاښونو د خوړو یوه برخه پاتې کېږي، نو نږدې ټول خلک یې په لومړني نظر لیدلای شي؛ خو یوازې تاسو به یئ، چې په دې اړه به لا ناخبره یئ!
ښایي چې تاسو به ځان پر ځان مین، مغروره، ډېرې خبرې کوونکی او یا… ونه بولی، خو دا هغه ځانګړنې دي چې معمولا ژر پام وراوښتلای او نور یې در پکښې لیدلای شي؛ هغوی دا برخه د Blind Self یا Unaware Self په نومونو یاده کړه او اجازه راکړئ، چې پښتو کې ورته د ړوند یا ناخبره زه نومونه وکاروو.
څلورمه برخه هغو صفاتو ته ځانکړې ده، چې نه موږ پخپله او نه هم نور خلک ترې خبر دي؛ دغه برخه Unknown Slef یا Potential Self ګڼي او موږ ورته د ناپېژندانه یا بالقوه زه اصطلاح کاروو.
لوفت پخپلو دوو اثرونو Of Human Interaction او  Group Processes کې د پورتنۍ موضوع اړوند بحث کړی او ددې موډل لپاره یې د جوهري نوم کارولی، چې د جوزف او هرینګتون د نومونو له لومړنیو تورو اخیستلی کېږي.
دغه موډل په څلورو خانو کې د یوه فرد اړیکې له نورو خلکو سره داسې ښایي، چې هره یوه د یوې لویې کړکۍ مانا لري او همدارنګه د هرې کړکۍ اندازه بیا ددې ښکاروندویي کوي، چې فرد د ځان یا نورو په وسیله د خپلو انګېزو، احساساتو او چلندونو په اړه څومره پوهېږي؟
د یاد موډل پر بنسټ چې هر څومره د خلکو د عام یا څرګند زه برخه پراخه وي، د هغوی د اړیکو جوړولو توانایي، د رهبري په سبک کې یې انعطاف پذیري او د ځان د حالاتو اړوند یې پوهاوی هم هماغومره پراخ وي؛ ځکه دلته طرفین یو د بل په اړه ځله پوهېږي او د تضادونو رامېنځته کېدل ډېر کم وي.
خو عامه یا څرګنده برخه څرنګه پراخېږي:
۱ـ ځان افشاء کول:
په دې مانا چې فرد (مدیر) د ځان اړوند معلومات خپاره کړي؛ د یادونې وړ ده، چې افشاء کول باید پر وخت او دوه اړخیز وي یعني که چېرې د اړیکو پروسه کې یوازې یو لوری ځان راڅرګند او بل پرې تله تېره کړي، اړیکه نه رغېږي؛ افشاء کول په خصوصي برخه کې د عمومي برخې د وړاندې تګ سبب ګرځي او ورو ورو خصوصي هغه را وړوکې کوي.
۲ـ فېډبک:
او فېډبک په ړنده یا ناخبره ناحیه کې د عمومي هغې د پراخوالي لامل جوړېږي… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.