د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۲۴مه برخه

آصف بهاند

184

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۴۳مه برخه

حالات به نور څه راته پېښ کړي

پنجاب ټپي ښامار، خوله هرخوا اچوینه

 

د اخوندانو قُم دې ړنگ شي

یا یې کړل روږدي یا یې وسول په اورونه

 

هره ورځ نوې ستونزې زېـږي

د پنجابي ماڼۍ شه ړنگه، سټ یې کړونه

د افغانستان په گاونډیانو کې پاکستان او ایران هغه دوه شیطاني مهرې دي چې تل یې زموږ په هېواد کې د جگړې اور ته لمن وهلې او هغو منفي کارونو ته یې باد ورکړی چې زموږ خلکو او ټولنې ته د تباهي د څونامي حیثیت لري.

په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو له خوا د افغان مجبورو کډوالو بېرته راشړل زموږ په هېواد کې د لوږې څونامي ته لمن وهلې، ان تر دې چې د بشري ناورین تر پولو یې رسولې ده او پرته له وقفې او دمې نه د افغان کډوالو په زوره ایستلو او شړلو ته اوس هم دوام ورکوي.

په افغانستان کې د دې ساړه ژمي په رارسېدو سره د دومر شمېر تشلاسو افغانانو بېرته راستنېدل زموږ په هېواد کې له یوې خوا د لوږې څونامي د مرگونيتوب پولې ته رسوي او له بلې خوا د ژوند ټولې برخې داسې سره گډوډوي چې هرڅه د تباهۍ کندې ته ورپورې وهي.

د کډوالو په بېرته راستنېدو سره د بشري ناورین خطرناک وضعیت رامنځته کېدونکی دی. د دې وضعیت په باب د بي‌بي‌سي پښتو په یو نوي رپوټ کې داسې راغلي دي:

«له پاکستان څخه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستلو چټکه لړۍ داسې مهال روانه ده چې له وړاندې افغانستان کې لویه برخه خلک لاسنیوي ته اړتیا لري او را روان ژمي په دې اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

که څه هم پاکستان له وړاندې له نړیوال ادارو غوښتي چې په دوی دې نور فشار نه راوړي خو تازه ملګرو ملتونو ویلي، د کډوالو ایستلو دا چاره به افغانستان کې بشري ناورین نور هم سخت کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی ډنيل انډرېس په خپلو تازه څرګندونو کې وایي هره ورځ زرګونه کسان له پاکستانه را ستنېږي چې دوی يې په لوړه کچه له فشار سره مخ کړي.

نوموړی وايي، “تر ټولو لویه ننګونه پرته له شکه دا ده چې څنګه سلګونه کلي چې دا خلک ورځي هغوی ته په کې د اوسېدو ځای او نور مشکلات حل شي، په دې ژمي کې دوی له ډېر سخت حالت سره مخ کېدونکي دي، روان بهیر دلته د بشري ناورین ترټولو نازک وضعیت رامنځته کړی دی. “

ښاغلی انډرېس وايي، “موږ په دې کچه لویه ستنېدنه بل ځای نه ده لېدلې او دا کار په همدې لویه کچه غبرګون ته اړتیا لري.”

نوموړي له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غوښتي چې د راستنو شویو افغانانو لاسنیوي لپاره خپل ملاتړ او مرستې ډېرې کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال د ډېرو مرستو غوښتنه کوي چې تازه اروپايي ټولنې له افغانانو سره د نژدې ۱۴۳ ميليون يورو نورې بشري مرستې اعلان کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې رافایلا یودیچه په یوه ویډیویي پيغام کې وایي چې دغه ټولنه به د افغان نارينه وو، ښځو او ماشومان ملاتړ روان ساتي.

ملګري ملتونه وایي تر اوسه له ۳۸۰ زره ډېر کډوال ستانه شوي او پاکستان پتېلې چې د ستنوونکو کډوالو شمېر به یو اعشاریه ۷ میلیونو ته ورسوي.»

لیدل کېـږي چې په داسې یو کړکېچن وضعیت کې د پاکستان او ایران رول څومره منفي دی او زموږ د ټولنې حالات په منفي لوري داسې بیايي چې د تباهۍ تربرید پورې به یې ورسوي. له دې سره ــ سره دوی ځانته مسلمان او د اسلام مدافعین هم وایي. دغه کړکېچن حالت او ضررونه یې په پښتو لنډیو کې داسې منعکس شوي دي:

لکه چې بیا دیدن ونه‌شي

که ویزه وي که نه‌وي، نور مې نه پرېـږدینه

 

حالات به نور څه راته پېښ کړي

پنجاب ټپي ښامار، خوله هرخوا اچوینه

 

تهران دې ړنگ په راکټو شي

زموږه مُلک ته یې لېـږل میزایلونه

 

د اخوندانو قُم دې ړنگ شي

یا یې کړل روږدي یا یې وسول په اورونه

 

مځکه اسمان راباندې یو دي

پلار مې نارغ دی، بې‌ویزې مې نه پرېـږدینه

 

هره ورځ نوی ویر ټوکېـږي

پر موږ غمېـږي هم سهار هم ماښامونه

 

ټول پاکستان راته سور اور شو

د تېښتې لارې راته ښییه مړ به شمه

 

د پاکستان اسلام ته گوره

د ناروغانو لارې بندې وبه‌مرینه

 

هره ورځ نوې ستونزې زېـږي

د پنجابي ماڼۍ شه ړنگه، سټ یې کړونه

 

لارې یې ټولې کړلې بندې

که وخت یې راغی دوی به گوري عذابونه

 

په ملیشې چې برابر شوې

یا دې شکوي یا درنه غواړي اسنادونه

 

ولې به زه شکایت نه کړم

ځواني همدا ده په هجرت یې تېرومه

 

چې سړی تنگ شي، نو په جنگ شي

پنجاب تهران یو په تنگ کړي، جنگ کوونه

 

وخت د ځوانۍ مې نیمه‌خوا شو

یار ایراني سره بندي دی، نه راځینه

 

یار ته مې شپې ورځې شمېرمه

پـاکستـانـیـانــو بـنـدي کـړی، نـه راځـیـنـه

 

پر موږ دې کړي، پر تا وشه

کله چې ژاړې، په خندا درسره ځمه

 

دغه حالت به پرموږ تېر شي

هېر به مو نه شي د نامردو ځوابونه

 

ښه ده چې دغسې راوشول

چې ستا په تمه گرځېدم وغولېدمه

 

پاکستاني سره پام وکړئ

زموږ پر مُلک یې غوړولي دي جالونه

 

د پاکستان استاد انگریز دی

چې د انگریز چمونه کړي، لري دامونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.