په متن کې د هاروارډ سیستم د حوالې یا ریفرنس لیکلو لارې چارې

عزت‌الله ادیب

457

۲۹ ډسمبر ۲۰۲۳

په فیسبوک کې مې د حوالې یا ریفرنس په اړه یوه لیکنه ولوسته، بیا مې یې د کمنټونو په برخه کې د مختلفو لیکوالانو نظریات ولوستل؛ خو هلته ځینې ملګرو مختلفې طریقې سره مکس کړې وې. له دې امله غواړم چې په دې اړه لنډ مالومات ولیکم؛ ځکه د حوالې یا ریفرنس په برخه کې د هاروارډ، اکسفورډ، ایم اېل اې، اې پي اې او  شیکاګو په شمول نور سیستمونه هم کارول کیږي، چې مشهور یې همدا دي.

له پورته لېست څخه په متن کې د هاروارډ د سیستم او طریقو په اړه دا مقاله لیکم؛ ځکه دا سیستم  زیات کارول کیږي او په افغانستان کې هم ډير رایج دی. د هارورډ سټایل د حواله ورکولو په سیسټم کې د متن حوالې په قوسونو/پرنتز کې لیکل کیږي. په دې لیکنه کې د هاروارډ سیستم له مخې د حوالو جوړښت، څرنګوالی، توضحیاتو او مثالونو تشریح کوم.

په قوس/ونو کې حوالې

کله چې تاسو په خپل اکاډیمیک متن کې د نورو خلکو نظریو ته اشاره یا مراجعه کوئ؛ نو د هغو ټولو نظریو یا منابعو ماخذ په واضح او پوره تفصیل سره ولیکئ. په علمي لیکنو کې اقتباس یا استناد ټولو هغه مقالو، کتابونو، راپورونو یا منابعو ته له مراجعه کولو څخه عبارت ده چې تاسو په خپل متن کې کارولي دي. په دې برخه کې به ان خپلو لیکنو یا کتابونو ته هم بشپړه حواله لیکئ؛ یانې که تاسو نوې مقاله یا کتاب لیکئ او د خپل تیر کتاب یا مقالې څخه په استناد کوم څه پکې ذکر کوئ، نو مجبور یاست چې د تیرې مقالې پوره حواله ورکړی. که چېرته دا کار ونکړئ، شخضي ادبي غلا مو کړې ده چې دا کار هم منع دی.

د هاروارډ د سیستم له مخې د متن په داخل کې ټولې حوالې د پرانتز یا قوسونو په منځ کې لیکل کیږي. په دې برخه کې د لیکوال کورنی نوم، د خپریدو کال او د صفحې نمبر لیکل کیږي. خو د خپلې مقالې په اخر کې ټول ماخذونه یا منابع د حروفو یا الف ب په ترتیب سره لیکل کیږي، او دې برخې ته په انګلیسي کې (Bibliography) ویل کیږي.

د هارورډ په سیستم له مخې په متن کې د حواله ورکولو لپاره، د لیکوال د نوم له ذکر کولو سره، دوه مختلفې لارې کارول کیږي:

  • لیکوال (د خپریدو نېټه، د صفحې شمېره)

کله چې د یو اکاډیمیک متن یا تیوري لنډیز لیکئ، تاسو کولی شئ چې د مرجع یا ماخذ د لیکوال نوم په خپل متن کې ذکر کړی، له هغه وروسته د سرچینې د خپریدو کال او د پاڼې شمېره په قوسونو کې د لیکوال له نوم څخه سمدستي وروسته لیکل کیږي.

 د مثال په ډول: د  ادیب (۲۰۲۳، ۲۶۴) پر اساس، د کیفي ډاټا راټولولو میتودونه په لاندې ډول دي…

دلته مو ولیدل چې د لیکوال نوم په متن کې یاد شوی دی او د منبع د خپراوي کال او د پاڼې/صفحې شمېره په قوسونو کې لیکل شوې ده.

  • (لیکوال، د خپرېدو نېټه، د صفحې شمېره).

که غواړی چې د یو متن یا تیوري د لنډیز د لیکلو پر مهال د لیکوال نوم په خپل متن کې ذکر نه کړی؛ نو په دې ډول کې د لیکوال کورنی نوم/تخلص، د منبع د خپراوي کال او د صفحې نمبر په قوسونو کې لیکل کیږي. حواله مو د متن څخه سمدستي وروسته او د نقطې نه مخکې ولیکئ.

د مثال په ډول: د کیفي ډاټا د راټولولو په برخه کې د ژورې مرکې او فوکس ګروپ نوم ډير یادول کیږي چې په دې ډول تحقیق کې دا میتود تر ۹۰٪  کارول کیږي؛ خو په دې برخه کې نور میتودونه هم شته چې په دې ډول څېړنو کې کارول کیږي ( ادیب، ۲۰۲۳، ۲۶۴).

په دې مثال کې مو ولیدل چې د لیکوال نوم په متن کې ذکر شوی نه دی، بلکه په پرنتز کې د خپراوي له کال او د منبع د پاڼې له شمېرې سره یو ځای لیکل شوی دی.

اوس دلته د ځینې حوالو مختلف ډولونه ذکر کوو، چې په هغه کې د یو لیکوال، دوو لیکوالانو، ګڼو لیکوالانو، ویب سایټ، د کتاب یو باب، په یو کال کې د یو لیکوال مختلف منابع، او…. د ماخذ لیکلو لارې چارې شاملې دي.

  1. هغه منبع چې یوازې یو لیکوال ولري:
    لکه په پورته برخه کې مو چې اشاره ورته وکړه، د لیکوال نوم په متن کې هم لیکل کېدای شي، او له متن څخه د باندې هم اشاره ورته کیږي. په لاندې مثال کې دواړو طریقو ته اشاره کوو:
    اول: د اروپایي اتحادیې جوړښت په دریو پایو/ستنو کې ښوودل شوی دی چې لومړی پایه یې تر ټولو لویه ده (تال‌بري ۲۰۰۴،۶۵).

دوهم: په دې ډول کې مستقیم سرچینې ته اشاره کیږي او د منبع یا لیکوال په یادولو سره متن پیل کیږي. تال‌بري (۲۰۰۴، ۶۵) د اروپایي اتحادیې جوړښت په درې‌پایز شکل ښوودلی دی چې لومړی پایه یې تر نورو هغو لویه ده.

  1. هغه منبع چې دوه یا درې لیکوالان ولري:

(فوسوم، سکانتز، کاتزیف ۱۹۹۷، ۲۵-۳۱)

یا

فوسوم، سکانتز، او کاتزیف (۱۹۹۷، ۲۵-۳۱) وایي چې….

دلته هم ټول لیکوالان په دوو ډولونو لیکل کیږي، یانې د متن په داخل کې او یا له متن څخه د باندې. اکثر خلک دوه یا درې نومونه لري، نو په دې ډول مآخذښوودنه کې یې یوازې یو نوم لیکل غوره دي.

  1. هغه منبع چې څلور یا ډير لیکوالان ولري:

که چېرته کومه منبع څلور او یا زیات لیکوالان ولري، هلته یوازې د اول لیکوال نوم ذکر کیږي او نور د (او ملګري / et al) په شکل ښوودل کیږي. یانې د نورو همکارانو نومونه یې نه لیکل کیږي؛ یوازې اشاره ورته کیږي. د مثال په ډول:

(جوهانسن او همکاران، ۲۰۰۱، ۲۲۶)

یا

جوهانسن او ملګري. (۲۰۰۱،۲۲۶) تایدوي چې…..

  1. د کتاب څپرکی یا فصل:

په علمي دنیا کې ځینې کتابونه د څو لیکوالانو لخوا لیکل شوي وي، او یا یې یو لیکوال یا څو لیکوالانو د بل لیکوال د کتاب لپاره یو  یا څو څپرکي لیکلي وي. نوموړي لیکوالان د کتاب دا څپرکي یوازې هم خپروي او د کتاب څپرکۍ یې بولي، چې دا هم د معتبرې اکاډیمیکې منبع په شکل کارول کیدای شي. په متن کې د حوالې لپاره یوازې د څپرکي د لیکوال اخري نوم/تخلص، د خپرېدو کال او د مخونو شمېر لیکل کیږي. او د ریفرنس لیست کې باید داسې یادونه وشي چې منبع د کتاب یو فصل یا څپرکۍ دی، ټول کتاب نه دی.

  1. ویب سایټ

په متن کې د ویب سایټ د حوالې کارول هم لکه د نورو حوالو په ډول کارول کیږي. د لیکوال نوم، د خپرېدو نیټه او که ممکنه وي د پاڼې مخ ذکر کړی. په ډيرو ویب سایټونو کې د پاڼې شمېره نه وي ذکر شوې، یا نه لیکل کیږي؛ نو که شمېره نه وي هیڅ یې مه لیکئ. همدا ډول، په ډيرو ویب‌سایټونو کې د لیکوال نوم نه وي ذکر شوی؛ نو په دې صورت کې له تجارتي نوم څخه کار اخیستل کیږي. لکه د شرکت یا تجارت نوم. د مثال په ډول:

(اپل ۲۰۲۳)

یا
د اپل (۲۰۲۳) مالوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې به…..

همدا ډول، ځینې منابع مشخص لیکوال نلري او په یو جورنال کې نشر شوې وي، نو په دې صورت کې د مقالې عنوان د خپراوي د کال سره د حوالې په ډول کارول کیږي.

  1. هغه منبع چې د خپرېدو کال نلري:

ځینې داسې مقالې یا منبع شته چې د خپرېدو کار نلري؛ نو هغه د لیکوال نوم، نیټه نلري، او د پاڼې شمېرې سره لیکل کیږي. د دې لپاره په انګلیسي کې د N,D. ډول کارول کیږي.: د مثال په ډول؛

(جانسن، نیټه نلري.، ۱۵).

(Johnson n.d., 15).

  1. هغه منبع چې د پاڼې شمېره نلري:

که چېرته کوم کتاب، د جورنال مقاله، راپور او… د پاڼې شمېره نلري؛ نو پر ځای یې د څپرکي نوم او پراګراف ذکر کړی. د مثال په ډول:

(سمېت ۲۰۱۸، معرفي، پراګراف. ۳)

پورته مثال کې د سمېت کتاب چې په ۲۰۱۸ کې خپور شوی دی، د معرفي څپرکي کې ۳م پراګراف د منبع په شکل یاد شوی دی.

  1. د متن په داخل کې لنډیزونه او مخفف د حوالې په شکل کارول:

کله چې تاسو په خپل متن کې د یوې مشهورې ادارې یا نهاد نوم لیکئ؛ نو هغه بشپړ ولیکئ او ورپسې یې لنډیز یا مخفف په مربع قوسونو کې ولیکئ. د مثال په ډول:

(د اقتصادي همکارویو او پرمختګ اداره [او اي سي ډي] ۲۰۱۰،۸۹)

د همدې مرجع د تکرار په صورت کې یوازې لنډيز یا مخفف لیکل کیږي، او پوره نوم لیکلو ته یې اړتیا ضرورت نه وي. لکه په لاندې مثال کې:

(او اي سي ډي ۲۰۱۰،۹۶).

  1. په یو کال کې د یو مشخص لیکوال مختلف منابع

که چېرته یو لیکوال په یو کال کې متعدد منابع لیکلي او خپاره کړي وي، د هغوی حواله ورکول تقریبا یو ډول لیکل کیږي، خو یوازې د [کال] څخه وروسته د الف ب په تورو مشخص کیږي چې کوم یې لومړی او کوم یې دوهم هغه دی. د مثال په ډول:

لومړیو موندنو د څېړنې یا تحقیق فرضیه ثابته کړه ( مری هین ۲۰۱۵ الف، ۱۶۰-۱۶۴). خو وروستیو څېړنو عین فرضیه منفي وښوودله (مری هین ۲۰۱۵ب، ۴۰-۴۴).

که پورته مثال ته وکتل شي، نو په څرګند ډول مالومیږي چې د نوموړي لیکوال دوه څېړنیز راپورونه په یو کال (۲۰۱۵) کې خپاره شوي دي او دواړه له کال څخه وروسته د الف او ب په شکل ښوودل یا بېل شوي دي.

  1. د یوې مشخصې نظریې لپاره د متعددو منابعو کارول:

که چېرته تاسو د یوې مشخصې نظریې لپاره د متعددو یا څو منابعو حواله ورکوئ؛ نو ټول یو ځای د حروفو په تسلسل ذکر کړی او یو له بل څخه د ویرګول یا سیمیکولن پر مټ بېل یا جدا کړئ. د مثال په ډول:

څېړنې (جونسن اوو ویلسن ۲۰۱۹،۱۴؛ سمېت ۲۰۱۶، ۳۸؛ مری هین ۲۰۱۲،۳۳) ثابتوي چې….

په پورته مثال کې مختلفې څېړنې د متن په داخل کې داسې ذکر شوې دي چې یو له بلې څخه د ویرګول پر مټ بېلې شوې دي؛ خو متعددې منابع په یوه حواله کې د یوې نظریې لپاره ذکر شوې دي.

همدا ډول د ویډیو او غږیز کلیپ لپاره هم په متن کې د حوالې ورکولو لپاره د هغه مشخص فایل د نیټې، وخت او مشخصه دقیقه او ثانیې څخه کار اخیستل کیږي. که چېرته کوم ویډیویی لکچر ډير اوږد وي، په هغه صورت کې یې برخه سره له دقیقو او ثانیو ذکر کول لازمي دي.

دا پورته لنډ مالومات د هاروارډ سیستم له نظره په متن کې د حوالې کارولو په اړه له مختلفو منابعو څخه راټول شوي دي چې ډيره برخه یې د اومیو پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د محصلینو او څېړونکو له موادو څخه را اخیستل شوي دي.

نور بیا…..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.